څپه ييز طاقت (د مد او جزر طاقت)

که څه هم تر اوسه په پراخه کچه کار نه دی ځینې اخستل شوی، بیا هم په څپه ييزه انرژي په راتلونکي کې د برېښنا د تر لاسه کولو وړتيا لري. د باد او لمر په پرتله څپې (د لمر او سپوږمۍ د جاذبې قوې له امله د سمندر د سطحې ښکته پورته کېدل چې مد او جذر يې بولي) زيات د اټکل وړ دي. د نوې کېدو وړ انرژۍ په سرچينو کې، څپه ييزه انرژي په دوديز ډول نسبتاً د زيات لګښت او د ډېرو سمندري حدودو د بهېدو د چټکتيا سره، د سيمو د محدود موجوديت سره مخ ده. په همدې بنسټ د دې انرژۍ ټوليز موجوديت محدود وي. په هر حال، ډير وروستي ټيکنالوژيکي پرمختګونه او ودې، هم په طرحه (لکه متحرک څپه ييز طاقت، څپه ييزه بحيره) او د توربين ټيکنالوژي (لکه نوي محوري توربينونه، د متقاطع بهنګ توربينونه) د دې ښودنه کوي چې د څپه ييز طاقت ټول موجوديت د پخواني اټکل په پرتله ډېر زيات دی او شونې ده چې اقتصادي او چاپېرياليز لګښتونه يې تر مسابقتي کچې پورې راټېټ شي.

له تاريخي اړخه، څپه ييزې کارخونې هم په اروپا او هم د شمالي امریکا په اتلانيتک ساحل کې کارول شوي دي. تر لاسه کېدونکې اوبه په سترو زېرمه کونکو ډنډونو کې ايسارېدې او څومره چې اوبه بهر تلې، په همدې اندازه يې د اوبو اربې څرخولې، کومې چې د غلو دانو د ژرنده کولو لپاره ميخانيکي طاقت پيدا کوي. د دې انرژۍ تر ټولو پخوانی استعمال په منځنيو پېړيو کې شوی دی، يا ان له رومي وختونو څخه. د برېښنا د جوړولو لپاره د راغورځېدونکو اوبو او تاوېدونکو توربينونو استعمال په نولسمه پېړۍ کې په امريکا او اروپا کې پېژندل شوی و.[۱][۲][۳][۴]

د سمندري  ټيکنالوژۍ څخه د برېښنا په توليد کې په ۲۰۱۸ز کال کې د اټکل تر مخې شپاړس سلنه او په ۲۰۱۹ز کال کې د اټکل تر مخې ديارلس سلنه زیاتوالی راغلی دی. په زياتو لګښتونو کې د کمښت او په پراخه کچه د پرمختګ د تر لاسه کولو په موخه د R&D تګلارو ته وده ورکولو اړتيا لېدل کېږي. په نړۍ کې د څپه ييز طاقت د پراخې کچې لومړۍ کارخونه د « France's Rance Tidal Power Station» په نوم وه، کومې چې په ۱۹۶۶ز کال کې په کار پيل وکړ. دا کارخونه همدا راز د تولید له اړخه هم د څپه ييز طاقت تر ټولو ستر مرکز و، تر څو د ۲۰۱۱ز کال د اګست په مياشت کې په سويلي کوريا کې د « Sihwa Lake Tidal Power Station» کارخونه پرانيستل شوه. سیهوا مرکز د ۲۵۴ ميګاواټه توليدونکي ۱۰ توربينونو سره د بشپړ سمندري ديوال دفاعي ديوالونه کاروي.[۵][۶]

څپه ييزه انرژي د ځمکې د سمندر له څپو څخه اخيستل کېږي. څپه ييز طاقتونه د اسماني اجسامو په مټ د جاذبې قوې په جاذبه کې د پرله پسې بدلونونو په پايله کې منځ ته راځي. دا طاقتونه د نړۍ په سمندرونو کې دې ته ورته حرکات يا جريانات پيدا کوي.  د دې په پايله کې د سمندرونو په سطحه کې وخت په وخت بدلونونه منځ ته راځي، څومره چې ځمکه څرخېږي هومره بدلون مومي. دا بدلونونه په لوړه کچه منظم او وړاندوينه يې کېدای شي، لامل يې د ځمکې د څرخېدو ثابت حالت او د ځمکې په شا او خوا کې د سپوږمۍ مدار دی. د دې خوځښت سختوالی او بدلونونه د ځمکې په نسبت د سپوږمۍ او د لمر د بدلېدونکو موقعيتونو، د ځمکې د څرخېدو اغېزې او د سمندر د سطحې او ساحلونو سيمه ييزې جغرافيې څرګندونه کوي.[۷]

څپه ييز ځواک هغه يواځينۍ ټیکنالوژي ده، کومه چې د ځمکې-سپوږمۍ د سيستم د مداري ځانګړتياوو او تر يو بریده د ځمکې-لمر په نظام کې شته انرژي تر لاسه کوي. د فوسيلي سون توکو، دوديزو اوبه ييزو برېښناوو، هوا، بايوفيول، څپو او لمريزې انرژۍ په ګډون، د انساني ټیکنالوژۍ په مټ نورې استعمالېدونکي طبيعي انرژۍ نېغ په نېغه يا بالواسطه له لمر څخه تر لاسه کېږي. سمندري طاقت هغه يواځينې ټيکنالوژي ده، کومه چې د هستوي انرژۍ په داخل کې شته انرژي راوباسي او د دې لپاره د ځمکې د وېشل کېدو وړ کاني زېرمو څخه کار اخلي، په داسې حال کې چې د ځمکنۍ تودوخې طاقت د ځمکې له داخلي تودوخې څخه کار اخلي، کومه چې د سيارو د سترېدو د پاتې شونو (شا اوخوا ۲۰٪) او د وړانګو غورځېدو د رسوباتو څخه توليد شوې تودوخې (۸۰٪) له ګډولې څخه منځ ته راځي.[۸]

يو څپه ييز جنراتور د څپه ييز بهنګ انرژي په برېښنا بدلوي. زيات څپه ييز بدلون او د لوړ څپه ييز جريان سرعت، د څپه ييزې برېښنا د توليد لپاره د سيمې وړتيا په هېښونکي ډول زياتولای شي.

له دې امله چې د ځمکې څپې بالاخره د سپوږمۍ، لمر او ځمکې د څرخېدو سره د جاذبې قوې د تعامل له امله منځ ته راځي، څپه ييز طاقت په عملي ډول نه ختمېدونکی دی او په همدې بنسټ دا د نوې کېدو وړ انرژۍ د سرچينو په توګه ډلبندي کېدای شي. د څپو حرکت د ځمکې-سپوږمۍ په سيستم کې د ميخانيکي طاقت د زيان لامل ګرځي: دا د ساحلي سيمو په شا اوخوا کې د طبيعي خنډونو په مټ د اوبو د پمپ کولو او د هغې په پايله کې د سمندر په بېخ کې او په تيت پرک کېدو کې د سرېښناک والي څخه منځ ته راځي. د انرژۍ دا زيان د دې لامل ګرځي چې د ځمکې څرخ د ځمکې د جوړېدو راهيسې په ۴.۵ ميليارده کلونو کې په کراره شي. په وروستيو ۶۲۰ ميلیونه کلونو کې، د ځمکې د څرخ موده (د يوې ورځې اوږدوالی) له ۲۱.۹ ساعتونو څخه تر ۲۴ ساعتونو پورې زیاته شوې ده؛ په دې موده کې د ځمکې-سپوږمۍ سيستم ۱۷٪ د خپل څرخ انرژي له لاسه ورکړې ده. په داسې حال کې چې څپه ييز طاقت له سيستم څخه اضافي انرژي تر لاسه کوي، د دې اغېز له نيشت سره برابر دی او په نږدې راتلونکي کې د اټکل وړ نه دی.[۹]

طريقې

سمول

څپه ييز ځواک په څلورو تر لاسه کونکو لارو کې ډلبندي کېدای شي:

د څپه ييز بهنګ جنراتور

سمول

د څپه ييز بهنګ جنراتور اوبه د طاقت په توربینونو کې د لېږدولو د خوځنده طاقت څخه کار اخلي، کټ مټ په هغه طريقه، په کومه چې د باد د توربينونو لپاره هوا د طاقت په توربينونو کې کاروي. شونې ده چې ځينې څپه ييز جنراتورونه د اوسنيو پولونو په جوړښتونو کې جوړ شي، يا په بشپړ ډول د اوبو لاندې ولاړ شي، په دې ډول د ښکلا پېژندنې يا بصري اغېزو څخه مخنیوی کېږي. د ځمکې خنډونه لکه تنګي يا کوچني خليجونه په ځانګړو ځايونو کې لوړه چټکتيا پيدا کوي، کومه چې د توربينونو په کارولو سره نيول کېدای شي. شونې ده چې دا توربينونه افقي، عمودي، پرانيستي يا نلي (لوله يي/بهاندځايي) وي.[۱۰]

څپه ييز خنډونه

سمول

څپه ييز خنډونه په لوړوالي (هايډروليک څوکه) کې لوړ يا ښکته څپو تر منځ په توپير کې ممکنه انرژي استعمالوي. کله چې د طاقت د تر لاسه کولو لپاره څپه ييز خنډونه کارول کېږي، له څپو څخه تر لاسه کېدونکې ممکنه انرژي د ځانګړو بندونو په ستراتيژيک ځای پر ځای کولو په مټ نيول کېدای شي. کله چې د سمندر کچه لوړه وي او څپې راتلل پيلېږي، په څپه ييز طاقت کې لنډمهالی زياتوالی د بند شاته  يو ستر ډنډ ته لويږي، کوم چې په زیاته اندازه ممکنه انرژي لري. د څپو په کمېدو سره، دا انرژي يو ځل بيا په ميخانيکي انرژي سره بدلېږي، ځکه چې اوبه د لويو توربينونو په مټ خوشې کېږي، کوم چې د جرنيټر په کارولو سره برېښنايي طاقت پيدا کوي. د اوبو د ندولو لپاره جوړ شوي ديوالونه په بنسټيز ډول د څپه ييز ساحل د پوره پراخوالي بندونه دي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

متحرک څپه ييز ځواک

سمول

متحرک څپه ييز ځواک (يا DTP) يوه نظرياتي ټيکنالوژي ده، کومه چې په څپه ييز بهنګ کې د ممکنه او حرکي انرژيو تر منځ له تعامل څخه ګټه اخلي. دا نظريه وړانديز کوي چې ډېر اوږده بندونه (د بېلګې په ډول: ۳۰-۵۰ کيلو متره اوږدوالي لرونکي) له ساحلونو څخه په مستقيم ډول يا په سمندر يا بحر کې جوړېږي، بې له دې چې کومه سيمه ونيسي. د څپه ييز پړاو توپيرونه په ټول بند کې شته، د کوم په پايله کې چې په تش منځو ساحلي سمندرونو کې د اوبو سطحه يو مهم توپير لري-په کوم کې چې پیاوړي ساحلې متوازي خوځېدونکي څپه ييز جريانونه شامل وي، لکه چې په برتانيه، چين او کوريا کې موندل کېږي. په حرکت راوستل شوې څپې (TDP) د «ډيون» د يو مخترع له خوا موندل شوي نوي هايډرو اټموسفيري تصور  LPD (lunar pulse drum) جغرافيايي پايښت زياتولای شي، په کوم کې چې د اوبو يو څپه ييز ډنډه، د باد ميټر جيټ د څرخېدونکې هوا فعالونکي يا جنراتور پر لور تمبولی يا ورڅخه راکش کولای شي. دا اصل د ۲۰۱۹ز کال په جون مياشت کې په لندن بريج کې وښودل شو. په برسټل کانال کې (سيمه ييز واک) په څپه ييز دخولي سمندري ساحل کې د ۳۰ متره، ۶۲.۵ کيلو واټه پايلټ د نصب کولو طرحې روانې دي.

سرچينې

سمول
  1. Ocean Energy Council (2011). "Tidal Energy: Pros for Wave and Tidal Power". Archived from the original on 2008-05-13.
  2. "Microsoft Word – RS01j.doc" (PDF). Archived (PDF) from the original on 2011-05-17. نه اخيستل شوی 2011-04-05.
  3. Minchinton, W. E. (October 1979). "Early Tide Mills: Some Problems". Technology and Culture. 20 (4): 777–786. doi:10.2307/3103639. JSTOR 3103639.
  4. Dorf, Richard (1981). The Energy Factbook. New York: McGraw-Hill.
  5. Glenday, Craig (2013). Guinness world records 2014. ISBN 978-1-908843-15-9.
  6. "Ocean power – Tracking Power 2020 – Analysis". IEA (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-08-25.
  7. DiCerto, JJ (1976). The Electric Wishing Well: The Solution to the Energy Crisis. New York: Macmillan. ISBN 9780025313200.
  8. Turcotte, D. L.; Schubert, G. (2002). "Chapter 4". Geodynamics (2nd ed.). Cambridge, England, UK: Cambridge University Press. pp. 136–137. ISBN 978-0-521-66624-4.
  9. George E. Williams (2000). "Geological constraints on the Precambrian history of Earth's rotation and the Moon's orbit". Reviews of Geophysics. 38 (1): 37–60. Bibcode:2000RvGeo..38...37W. CiteSeerX 10.1.1.597.6421. doi:10.1029/1999RG900016. S2CID 51948507.
  10. "Tidal – Capturing tidal fluctuations with turbines, tidal barrages, or tidal lagoons". Tidal / Tethys. Pacific Northwest National Laboratory (PNNL). Archived from the original on 16 February 2016. نه اخيستل شوی 2 February 2016.
  11. Evans, Robert (2007). Fueling Our Future: An Introduction to Sustainable Energy. New York: Cambridge University Press.
  12. "Hydrological Changing Double Current-typed Tidal Power Generation" (video). YouTube. Archived from the original on 2015-10-18. نه اخيستل شوی 2015-04-15.
  13. "Enhancing Electrical Supply by Pumped Storage in Tidal Lagoons" (PDF). Archived (PDF) from the original on 2015-09-24. نه اخيستل شوی 2014-03-13.
  14. Elsevier Ltd, The Boulevard, Langford Lane, Kidlington, Oxford, OX5 1 GB, United Kingdom. "Green light for world's first tidal lagoon". renewableenergyfocus.com. Archived from the original on 18 August 2015. نه اخيستل شوی 26 July 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)