یورو (سمبول یې: € کوډ یې: EUR) د اروپایي اتحادیې له ۲۷ هېوادونو نه د ۱۹ هېوادونو رسمي پولي واحد دی. د هېوادونو دا ډله د یورو زون یا یورو د سیمې په نوم یادېږي او شاوخوا ۳۴۳ میلیونه وګړي تر ۲۰۱۹ز کال پورې په کې مېشت وو. یورو، چې په ۱۰۰ سینټو وېشل شوې ده، د بهرنیو کرنسیو( اسعارو) په بازار کې د متحده ایالاتو له ډالرو نه وروسته دویم لوی او دویم ترټولو پراخ سوداګریزه کرنسي شمېرله کېږي. [۱][۲][۳]

2023

د ا کرنسي، د اروپایي اتحادیې د بنسټونو، د څلورو اروپایي کوچنیو هېوادونو چې د اروپايي اتحادیې غړي نه دي، دبریتانوي بهرنیو سیمو، لکه:  د اکروتیري او دیکیلیا او ه په یو اړخیز ډول د مونتینیګرو او کوسوو له خوا په رسمي ډول کارول کېږي. له اروپا نه بهر، د اروپايي اتحادیې د غړو ځینې ځانګړې سیمې، یورو د خپلې کرنسي په توګه کاروي. له دې سره، په ټوله نړۍ کې له ۲۰۰ میلیونه نه ډېر خلک، له یورو سره په تبادله کې اسعار کاروي.  

د متحده ایالاتو له ډالرو نه وروسته، یورو دویمه لویه کرنسي ده، چې د نړۍ د مرکزي بانکونو له خو د کرنسیو د زیرمو په توګه ساتل کېږي او په نړۍ کې دویمه کرنسي ده چې په سوداګریزه برخه کې په پراخه کچه کارول کېږي. د ۲۰۱۹ ز کال د دسمبرمیاشتې را په دې خوا، له ۱.۱۳ ټریلیون نه ډېره  یورو په جریان کې وه او د یورو بانکنوټونه او سیکې په ګډه سره په نړۍ کې تر ټولو ډېرې په جریان کې پیسې ګڼل کېږي.  [۴][۵][۶][۷][۸]

د یورو نوم په رسمي توګه، په مادرید کې د ۱۹۹۵ ز کال، د دسمبر د میاشتې په مه ۱۶ نېټه ومنل شو. یورو د نړۍ مالي بازارونو ته د شمېر د واحد په توګه، د ۱۹۹۹ ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه وړاندې شوه، چې د اروپا د کرنسۍ د پخواني واحد (ECU) یې د  ۱:۱ نسبت پر بنسټ (۱.۱۷۴۳ ډالره) تبدیل کړ. د یورو سیکې او بانکنوټونه، په فزیکي ډول د ۲۰۰۲ ز کال د جنوري په ۱ نېټه، د بازار جریان ته ننوتل، چې د اروپایي اتحادیې د اصلي غړو د ورځنۍ راکړې وکړې پیسې برابروي او د ۲۰۰۲ ز کال تر مارچ پورې یې ،په بشپړه توګه د پخوانیو کرنسیو ځای ونیو. په داسې حال کې چې له دوو کلونووروسته، (۲۰۰۰ کال د اکتوبر ۲۶) یورو،  ۰.۸۳ امریکايي ډالرو ته را ولوېده، ، د ۲۰۰۲ ز کال له ورستیو نه را په دې خوا، په سوداګرۍ کې له امریکايي ډالرو نه پورته تللې ده، چې د ۲۰۰۸ ز کال د جولای په ۱۸مه نېټه یې ۱.۶۰ امریکايي ډالرو ته پورته شوه او له هغې راهیسې خپل لومړني نرخ ته د را ګرځېدو په حال کې ده. د ۲۰۰۹ ز کال په وروستیو کې، یورو د اروپا د حاکمیت ، د پور په ناورین کې ډوبه شوه، چې په پایله کې یې د اروپا د مالي ثبات اداره او د پیسو د ثبات او پیاوړتیا نورسمونونه منځ ته راغلل.   [۹][۱۰]

اداره سمول

یورو په فرانکفورت کې د اروپا د مرکزي بانک (ECB)  او د یورو سیستم (چې د یورو سیمې د هېوادونو له مرکزي بانکونو نه جوړې شوې ډله ده) له خوا مدیریت او اداره کېږي. ECB د یوه خپلواک مرکزي بانک په توګه، انحصاري واک لري چې پولي سیاست ترتیب کړي. له بلې خوا یورو سیستم په ټولو غړو هېوادونو کې د بانکنوټونو او سیکې د چاپ، ضرب او وېش او د یوروزون د تادیاتو د سیستمونو د کړنو دنده په غاړه لري.

د ۱۹۹۲ز کال د ماستریخت تړون د اروپایې اتحادیې ډېری غړو هیوادونو ته سپارښتنه کوي چې د ځانګړو پولي او بودیجوي همغږو شرایطو سره سره سم یورو ومني، چې لا تر اوسه هم ټولو هېوادونو دا کار نه دی کړی. ډنمارک د معافیت په اړه بحثونه کړي، په داسې حال کې چې سویډن (چې په ۱۹۹۵ز کال کې د ماستریخت د تړون له لاسلیک نه وروسته یو ځای شو) په ۲۰۰۳ ز کال کې په غیر الزامي ټول پوښتنه کې یورو رد کړه او د یورو د بودیجوي او پولي شرایطو په نه پوره کولو سره یې دا مکلفیت رد کړ. ټولو هغو هېوادونو چې له ۱۹۹۳ ز کال نه را په دې خوا په اروپایي اتحادیه کې ګډون کړی دی، ژمنه کړې ده چې، په مناسب وخت کې یورو ومني. د ماستريخت تړون وروسته د نيس د تړون په پر بنسټ تعديل شو، چې د ماستريچ او روم په تړونونو کې يې را منځ ته شوې نیمګړتیاوې له مخې لرې کړې.  [۱۱][۱۲]

د بانکنوټونو د خپرولو لپاره تګلارې سمول

د ۲۰۰۲ ز کال د جنوري له لومړۍ نېټې نه را په دې خوا، هېوادنیو مرکزي بانکونو او د اروپایي اتحادیې مرکزي بانک په ګډه سره، د یورو بانکنوټونه صادر کړي دي. د یورو سیستم هېودني مرکزي بانکونه اړ دي چې د یوروهغه بانکنوټونه ومني چې د یورو سیستم د نوروغړو له خوا په جریان کې اچول شوي وي او دا بانکنوټونه د بېرته ګرځېدو وړنه ګڼل کېږي. د اروپایي اتحادیې بانک، د یورو سیستم له خوا د صادر شوو بانکنوټونو د ټول ارزښت ۸ سلنه خپروي. په عملي توګه، د اروپایي اتحادیې د بانک نوټونو د هېوادنیو بانکونو له لوري جریان ته سپارل کېږي، په دې توګه، د اروپایي اتحادیې د بانک په وړاندې د پور مکلفیت لري. دا مکلفیتونه، د اتحادیې د مرکزي بانک د اصلي بیا تمویل د نرخ په بنسټ سود را منځ ته کوي. پاتې ۹۲ سلنه، یورو بانکنوټونه د هېوادنیو بانکونو له لوري د اتحادیې د بانک د لومړنۍ پانګې د اړوندې ونډې په تناسب خپرېږي، چې د اروپایی اتحادیې نفوس، د ونډې او د اروپایي اتحاديې د جې ډي پي د ونډې پر بنسټ چې په مساوي توګه ارزښت ورکول کېږي، محاسبه کېږي. [۱۳][۱۴]

سرچینې سمول

  • Heiko Otto (المحرر). "Euro (Banknotes)" (په انګلیسي و الماني ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (په انگلسي. ژبه)
  1. "The euro". European Commission website. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "What is the euro area?". European Commission website. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Foreign exchange turnover in April 2013: preliminary global results" (PDF). Bank for International Settlements. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Triennial Central Bank Survey 2007" (PDF). BIS. 19 December 2007. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Aristovnik, Aleksander; Čeč, Tanja (30 March 2010). "Compositional Analysis of Foreign Currency Reserves in the 1999–2007 Period. The Euro vs. The Dollar As Leading Reserve Currency" (PDF). Munich Personal RePEc Archive, Paper No. 14350. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 11 November 2013 باندې). There Are Only Two Real Threats to the US Dollar's Status As The International Reserve Currency.
  7. "1.2 Euro banknotes, values". European Central Bank Statistical Data Warehouse. 14 January 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "2.2 Euro coins, values". European Central Bank Statistical Data Warehouse. 14 January 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Madrid European Council (12/95): Conclusions". European Parliament. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Initial changeover (2002)". European Central Bank. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The Euro". European Commission. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Nice, Treaty of. "Treaty of Nice". About Parliament. Not Available. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Scheller, Hanspeter K. (2006). The European Central Bank: History, Role and Functions (PDF) (الطبعة 2nd). د کتاب پاڼې 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-899-0027-0. Since 1 January 2002, the NCBs and the ECB have issued euro banknotes on a joint basis. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Capital Subscription". European Central Bank. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۱. The NCBs' shares in this capital are calculated using a key which reflects the respective country's share in the total population and gross domestic product of the EU – in equal weightings. The ECB adjusts the shares every five years and whenever a new country joins the EU. The adjustment is done on the basis of data provided by the European Commission. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)