یمحاض
یمحاض د سوریې په مرکز حلب (Aleppo) کې یو لرغونی سامي سلطنت و. دا پاچاهۍ له ميلاد څخه مخکې د ۱۹مې پېړۍ په پای کې راڅرګنده شوه او د یمحاضي پاچاهانو د لړۍ پهواسطه چې د خپلې خاورې د پراختيا لپاره يې هم پر پوځ او هم پر ديپلوماسۍ تکیه درلوده، اداره کېده. دا پاچاهي د خپل رامنځته کېدو له پیل راهیسې د خپلو ګاوندي یرغلګرو ماري، قطنا او اشور پر وړاندې ودرېده او د خپل پاچا لومړي یاریم-لېم له اقداماتو سره په سوریه کې د وخت په تر ټولو ځواکمنې پاچاهۍ بدله شوه. له ميلاد څخه مخکې د ۱۸مې پېړۍ په منځنۍ برخه کې یا د مستقیمې ولکې یا واکمنۍ د کنترول له لارې له سویل پرته د سوریې ډېرې برخې د یمحاض په واک کې وې او یمحاض نږدې نيمه پېړۍ د سوریې پر شمال، شمال لویدیځ او ختيځ واکمن و. په بین النهرین کې يې د اېلام په پولو کې پر کوچنیو واکمنیو نفوذ درلود. دا پاچاهي په پای کې د هيتييانو لهخوا ويجاړه شوه، وروسته له ميلاد څخه مخکې په ۱۶مه پېړۍ کې د میتاني پهواسطه ضمیمه کړای شوه.
د یمحاض د نفوس ډېره برخه اموریان و چې د برونزو د دور سوریې دودیز کلتور يې درلود. یمحاض همدارنګه د هوریيانو د پاموړ نفوس استوګنځی و چې په دې پاچاهۍ کې مېشت شوي و او د دوی په فرهنګي اغېز يې یو څه ورزیات کړل. یمحاض پراخه سوداګریزه شبکه کنترولوله چې ختيځه ایراني لوړه سطحه/اریانا او په لویديځ کې د اژنین سیمه وه. یمحاض د شمال لویديځ سامي دودیزو خدایانو ته عبادت کاوه او پلازمېنه حلب د خداد د عبادت د پلازمېنې په توګه چې د سوریې د شمال اصلي خدای و د سوریې د نورو ښارونو تر منځ سپېڅلی ښار ګڼل کېده.
تاريخچه سمول
حلب د لرغونپېژندونکو لهخوا لږ څه کیندل شوی دی، ځکه حلب د خپل اوږدمهال تاريخ په بهیر کې کله هم په بشپړ ډول نه دی پرېښول شوی او مدرن ښار د لرغونې ښار پر ځای ورجوړ شوی. له دې امله د یمحاض په اړه ډېر معلومات په الالاخ او ماري کې له کشف شویو لوحو څخه ترلاسه کېږي. [۱][۲]
رامنځته کېدل/تاسیس سمول
د یمحاض نوم په احتمالي توګه د یوې اموري قبیلې نوم دی او له حلب پاچاهۍ سره مترادفو پاچاهیو ته په اشاره کارېږي. د حلب ښار د سوریې په شمال کې یو مذهبي مرکز و او له ميلاد څخه مخکې د درېمې زریزې په منځنۍ برخه کې د هالم په نوم د ابلایت امپراتوري د تابع په توګه چې د سوریې ډېره برخه يې په واک کې وه، یادېده. د سپېڅلي ښار په توګه د حلب ښار شهرت د هغه په راتلونکي مخکښتوب کې مرسته وکړه. د سوریې په شمال کې د توپان د اصلي خدای حداد معبد په همدې ښار کې پروت و، چې د حداد د ښار په نوم پېژندل کېده. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
د حلب نوم او همدارنګه د یمحاض نوم د لومړي ځل لپاره د پخواني بابل په وخت کې کله چې سومو-اپوح د لومړني یمحاضي پاچا په توګه د ماري په یو مهر کې د یمحاض خاورې د واکمن په توګه تصدیق شو راڅرګند شو، چې پر یمحاض سربېره د الاله او طوبی ښارونه هم پهکې شامل وو. سومو-اپوه پاچاهي ټېنګه کړه او له یحدون لیم ماري سره مخامخ شو چې له اشور سره د مخالفت لپاره يې له یمحاض سره کورنی اتحاد درلود، خو په پای کې شمال ته لښکرلېږد ولېږه او پاچاهي يې وګواښله. یمحاضي پاچا له یمني قبایلو څخه ملاتړ وکړ او د سوریې له ګڼو نورو ایالتونو لکه اورشو، هاسوم او کارکمیش سره د ماریوتي پاچا پر وړاندې اتحاد کړ چې خپل دوښمنان يې مات کړي و، چې په پای کې د خپل زوی سومو-یمام لهخوا ووژل شو. [۹][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
له اشور سره سیالي او پراختیا سمول
د اشور لومړي اداد-شمشي راڅرګندېدل د یمحاض لپاره تر ماري خطرناک وو. د اشور اموري پاچا یو جاهطلب فاتح و چې پر بین النهرین او شام يې د واکمنۍ موخه لرله او ځان يې د نړۍ پاچا باله. شمشي اداد د چارچمېشله له اتحاد سره، له شمال څخه له هاسوم او اورشو په ختيځ کې د ماري له فتحې څخه یمحاض محاصره کړ او زیمري لیم د ماري وارث يې تېښتې ته اړ کړ. سومو اپو زیمري لیم ته هرکلی ووايه او دا چې هغه د ماري مشروع وارث و غوښتل يې د اشور خلاف له هغه څخه کار واخلي. [۱۱][۲۰]
د شمشي اداد تر ټولو خطرناک اتحاد له قطنا سره و، چې د هغه پاچا ایشي ادو د یمحاض په پولو کې مامور شو او لور يې یمساحاداد د اشوري پاچا له زوی سره چې د خپل پلار لهخوا د ماري پاچا منصوب شوی و واده وکړ. سومواپوه ظاهراً له شمشي اداد سره په جګړه کې ومړ او زوی یې لومړی یاریملیم د هغه ځایناستی شو چې د خپل پلار پاچاهي يې ټېنګه کړه او هغه د بین النهرین د شمال او سوریې په تر ټولو ځواکمنې امپراتورۍ بدله کړه. یاریم-لیم له بابلي حمورابي دویم ایبال پي ال اشنونا سره د اتحاد له لارې شمشي – اداد محاصره کړ وروسته یې له ميلاد څخه مخکې په ۱۷۷۷ کال کې د ختيځ په لور وړاندې تګ وکړ او توتول يې فتحه کړ او زیمری-ليم يې د ښار د واکمن په توګه منصوب کړ. یو کال وروسته د اشور پاچا ومړ وروسته یاریم-لیم خپل پوځ له زيمري-لیم سره ولېږه تر څو د واسل د متحد په توګه د خپلو نیکونو تاج او تخت بېرته یمحاض ته راستون کړي او دا اړيکه يې د نوي پاچا ماریوتي او د یاریم-لیم د لور شیبتو تر منځ د خانداني واده له لارې ټيګه کړه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۲][۲۱][۲۶][۲۷]
سرچينې سمول
- ↑ Grabbe 2007، ص. 58.
- ↑ Pioske 2015، ص. 188.
- ↑ Bryce 2014، ص. 111.
- ↑ Oldenburg 1969، ص. 65.
- ↑ Feliu 2003، ص. 192.
- ↑ Hamblin 2006، ص. 242.
- ↑ Archi 1994، ص. 250.
- ↑ Pfälzner 2012، ص. 781.
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Hawkins 2000، ص. 388.
- ↑ Astour 1981، ص. 7.
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Pitard 2001، ص. 39.
- ↑ Frayne 1990، ص. 606.
- ↑ Wu 1994، ص. 131.
- ↑ Sasson 1969، ص. 45.
- ↑ Wossink 2009، ص. 128.
- ↑ Liverani 2013، صص. 225, 226.
- ↑ Schwartz 2010، ص. 376.
- ↑ Miller 1995، ص. 10.
- ↑ Frayne 1990، ص. 780.
- ↑ Schwartz 2013، ص. 9.
- ↑ ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Matthiae 2003، ص. 383.
- ↑ ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Pitard 2001، ص. 40.
- ↑ Charpin 2011، ص. 257.
- ↑ Hamblin 2006، ص. 259.
- ↑ Dalley 2002، ص. 44.
- ↑ Bryce 2009، ص. 773.
- ↑ Liverani 2013، ص. 234.