گل پاچا الفت په ۱۹۰۹ ز کال کې د افغانستان د لغمان ولایت په قرغه يي ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. الفت د پښتو ژبې پیاوړی شاعر او لیکوال ؤ.[۴]

گل پاچا الفت
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۰۹[۱]
قرغيو ولسوالۍ   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 19 ډيسمبر 1977 (67–68 کاله)[۲] او 19 ډيسمبر کال 1977 (67–68 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قرغيو ولسوالۍ   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۳]
شاعر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ماشومتوب دوره

ګل پاچا الفت د میر سید پاچا زوی، په ۱۹۰۹ ز کال کې د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ د عزیز خان کڅ په سیمه کې زېږېدلی دی. نوموړي له عربي ژبې او دیني زده کړې وروسته، له دیني علماوو د صرف، نحوې، منطق، حدیثو او تفسیر زده کړه وکړه.

کاري ژوند

الفت په ۱۹۳۵ ز کال کې په خصوصي مدرسو کې له دیني زده کړې وروسته، د انیس په ملي ورځپاڼه کې د منشي په توګه وګومارل شو. نوموړی د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار خلکو له خوا او د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ خلکو له خوا په ترتیب سره په ۱۹۴۹ او ۱۹۵۲ ز کال کې په ولسي جرګه کې د استازي په توګه غوره شو. نوموړی په همدې موده کې، په ۱۹۵۱ ز کال کې د اولس په نوم اوونیزه جوړه کړه. الفت تر ۱۹۵۳ ز کال پورې د اولس اوونیزې د لوړپوړي تصحیح کوونکي په توګه کار کړی دی. [۵]

ګل پاچا الفت په ۱۹۵۵ ز کال کې د ولسي جرګې په غونډو کې د جلال اباد د خلکو د استازي په توګه برخه واخیسته. نوموړي په ۱۹۵۶ ز کال کې د پښتو اکاډمۍ د رئیس په توګه چې په افغانستان کې د پښتو ټولنې په نوم یادیږي وګومارل شو، وروسته په ۱۹۶۳ ز کال کې د کابینې غړی شو او د قبایلو چارو رئیس شو. په دې موده کې نوموړي، د کابل پوهنتون د ادبیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو کې د استاد په توګه دنده ترسره کړه. نوموړي په ۱۹۶۴ ز کال کې په وزارت کې له خپلې دندې استعفی ورکړه او یو ځل بیا د جلال اباد د خلکو له خوا په ولسي جرګه کې د استازي په توګه غوره شو. نوموړي په ولسي جرګه کې د خپلې دورې له پای ته رسېدو وروسته تقاعد شو.[۵]

الفت په ۱۹۴۷ ز کال کې له غلام حسن صافي، عبدالهادي توخي، محمد رسول پښتون، فیض محمد انګار، قیام الدین خادم، غلام محی الدین زرملوال، عبدالرؤف بېنوا، نور محمد ترکي او ځینې نورو سره یو ځای د وېښ زلمیانو له ډلې نه وو.[۶]

اکادمیک کارونه

الفت وروسته له هغې چې تقاعد هم شو، د ژوند تر پایه پورې د پښتو ژبې بډاینې لپاره شاعري او لیکوالۍ ته دوام ورکړ. نوموړي په زیات شمېر مقالو سربېره، د دیني اخلاقي، سیاسي او ټولنیزو موضوعګانو په اړه ګڼ شمېرکتابونه د شعر او نثر په بڼه ولیکل.

د نوموړي ځینې کتابونه تراوسه چاپېږي. ګل پاچا الفت څو جایزې هم واخیستې، لکه: د خوشحال خان، ابوعلي سینا، د روزنې او ستورو مډال[۷]

مړینه

ګل پاچا الفت د خپل ژوند وروستۍ ورځې په خپل پلرني ټاټوبي لغمان کې تېرې کړې. نوموړی د ۱۹۷۷ ز کال د دسمبر په ۱۹ مه د ۶۷ کلونو په عمر د زړه ناروغۍ له امله  مړ شو  او په خپله پلرنۍ هدیره کې خاوروته وسپارل شو.

مخينه

استاد گل پاچا الفت د مير سيد پاچا زوی د سيد فقير پاچا لمسی په خټه سيد پښتون چې په ١٢٨۸ ل ل کال کې د لغمان ولايت په عزيز خان کڅ کې زيږيدلی دی.

گل پاچا الفت د شعر او ادب په اسمان کې يو ځلاند ستوری دی. د هغه په ژوندانه کې د هغه ډېرې ديني، ادبي، ټولنيزې، انتقادي، پوهنيزې او څېړنيزې مقالې او کتابونه چاپ شوي دي. تر مړينې وروسته يې د يو شمير ناچاپ نښيرونه هم چاپ شول او ځينې يې بيا بيا چاپ شول.

زده کړې

الفت صاحب خپلې زده کړې په مدرسو کې کړې او د خپل وخت دوديزې بوهنې لکه صرف، نحو، منطق، فقه، تفسير، حديث، معاني او بيانيې يې د ننگرهار او کابل له اوڅارو استادانو څخه لوستې دي.

دندې

په ١٣١٤ ل ل کال کې د انيس ورځپاڼې په اداره کې د کاتب په توگه وگومارل شو. په ١٣١٥ ل ل کال کې د هغه وخت د انجمن ادبي، چې وروسته پښتو ټولنه ونومول شوه، د تاليف او ترجمې په څانگه کې غړی شو چې (زيری) ورځپاڼه يې هم چلوله. په ١٣١٨ کال کې د پښتو ټولنې د صحافت د مديريت مرستيال شو. په ١٣١٩ کال کې د پښتو ټولنې د لغاتو او قواعدو د څانگې مدير شو. په ١٣٢۰ کال کې د اصلاح ورځپاڼې د پښتو برخې سلاکار شو او پر همدغه کال د پښتو ټولنې لوی مبصر او کابل مجلې چلوونکی وگومارل شو. په ١٣٢٥ کال کې د ننگرهار د اتحاد مشرقي مهالنۍ مدير شو. په ١٣٢٧ کال کې د ننگرهار د قبايلو مدير شو او په ١٣٢٨ کال کې د جلال اباد د خلکو له خوا د ملي شورا په ٧ دوره کې په وکالت وټاکل شو چې بيا په ملي شورا کې دويم مرستيال هم شو. په ١٣٣١ ل ل کال کې د لغمان د قرغيو د خلکو له خوا د ملي شورا د ٨ دورې استازی وټاکل شو. په ١٣٣٥ کال کې په لومړۍ پوړۍ (رتبه) د پښتو ټولنې مشر وټاکل شو او پر دې سربيره د ادبياتو په پوهنځي کې د پښتو ژبې استاد هم وو.

د پښتو ادب د هسک ستوری

 
پدې انځور کې گل پاچا الفت ۲۰ کس دی

الفت صاحب د پښتو ژبې په اوسنيو ليکوالو او اديبانو کې څانگړی ځای لري. په نثر او نظم کې يې استادانه قلم درلود، په پارسي ژبه کې يې هم ښه نثر ليکه او د نظم استعداد هم ورسره وو. په عربي کې يې هم کله کله مقالې ليکلې دي.

ارواښاد استاد الفت د شلمې زېږدي پېړۍ د پښتو ادب له ځلاندو ستوريو څخه دی. د هغه شعر ډير سليس، روان، خوږ او په هممهال له نوښته ډک دی. ډېر نازک او نوي خيالات په زړو ساده الفاظو کې ځايوي او ډيرو زړو او له نظره لويدلو مضامينو ته نوی خوند او رنگ ورکوي. په نظم او نثر کې د پوره استدلال خاوند دی. په تيره د هغه د نظم او نثر خوږې ټوټې له هر پلوه زړه وړونکې دي. په دغو ټوټو کې ټولنيز دردونه په ښو اغيزناکو ويیونو انځور شوي دي. د ښاغلي الفت په نثر او نظم کې نوښت، استدلال او انتقادی روح په خورا ساده عباراتو کې ځليږي چې دا د هغه د استادۍ نښه بلل کېږی. خدای بښلی الفت په ټولنيز ژوند کې يو مخی خوش خلق، متين او په عين حال کې د ورين تندي خاوند وو. د هغه مجلس ډېر خوږ او خبرې يې د مزاحيه روح لرونکې وې چې ځينې ټوکې يې د خلکو په خولو کې جاري دي.

ځانگړي وړتوبونه

 
استاد گل پاچا الفت

استاد الفت د خپلې ذهني او فکري پوهې له مخې د پينۍ (کائيناتو) په رمزونو او رازونو پوه وو؛ د انسان د پيدايښت او د هغه د ژوند په اړه يې خورا مينه لرله. الفت د ژوند پر کيفيت او جوهر ټينگار کاوه. هغه داسې وايي، که څوک غواړي چې د خلقت او فکرت په رمزونو او اسرارو پوه شي او په يوه شنه پاڼه کې د معرفت دفتر وگوري، خپل عقل، شعور او نگېر (احساس) دې پر کار واچوي او د زړه سترگې دې وغړوي. په يوه لاره ډېر خلک تيريږي، خو يو نيم پکې چيرته يوه ښکلې مرغلره پيدا کړي چې د چا له اميله پرېوتې او په خاورو کې پرته وي.

ارواښاد استاد الفت بل ځای داسې وايي: د انسان په وجود کې دوه شيان ډېر عزيز معلوميږي چې يوه ته زړه او بل ته دماغ وايي. له دماغه پوهنه او فلسفه پيدا شوه او له زړه نه شعر او ادب. کله د کابل او د مشرقي اتحاد مدير وو، کله په شورا کې وو او کله د افغانستان د پښتو ټولنې مشر.

موږ د الفت شخصيت په نورو ستاينو پيژنو. هغه يو ډير کره او ستر صنعت کار دی. د هغه هنر په پښتو نثر او نظم کې ښکاري او ځانته يوه ځانگړې ليار (طرز) لري. د الفت نثر هم شعر دی او نظم يې هم. کوم وخت يې چې پر نثر څه ليکلي، نو د فطرت ډېرې نازکې، وړې شېبې ويني او څرگندوي يې. د انسان د ټولنيز ژوند ډيرې ښيگڼې په داسي ژبه بيانوي چې د هغه استدلال لوستونکي په ښه ډول قانع کوي. د ليکوال په نثر او نظم کې کوم فلسفې يا تاريخي استدلال نشته خو د فطرت له هره گوټه داسې دلايل او براهين راباسې چې تر هر رنگ منطقې استدلال ښه او ټينگ وي. د هغه هنر هم دا دی چې ځانته د استدلال ځانگړې لار لري او د ژوند عادي پېښې هره يوه د هغه لپاره د شعر يوه ښه سکالو وي. کله کله د هغه نثر تر نظم خوږ وي، خلک وايي چې نظم پييل دي او يو ناظم مرغلرې پېي.

چاپ شوي نښیرونه يې

شعري ټولگې

۱- د الفت خبرې.

۲- غوره اشعار.

۳- د زړه وينا.

نثري نښيرونه يې

۱- لغوي څېړنه.

۲- عالي افکار.

۳- پښتو کلی (پېنځم ټوک).

۴- د آزادۍ پيغام.

۵- منطق.

۶- ښه لمسون.

۷- د موفقيت لار (ژباړه).

۸- غوره نثرونه.

۹- ليکوالي، املا او انشاء.

۱۰- اجتماعي نظريات.

۱۱- بله ډيوه.

۱۲- څه ليکل يا ليک پوهه.

۱۳- ادبي بحثونه.

۱۴- نوی سبک او نوی ادب.

۱۵- لوړ خيالونه او ژور فکرونه.

۱۶- اسلام او د اسلام نقش د فرد او جامعې په جوړولو کې.

۱۷- د الفت نثري کليات.

۱۸- نوی څرک يا نوې رڼا.

۱۹- پښتو سندرې.

۲۰- منظوم عالي افکار (ژباړه).

۲۱- د ټولنې علم.

۲۲- څه گورم او څه اورم.

۲۳- بېلابېلې ليکنې.


 

د شعر يوه بېلگه

ارواښاد کله کله ويیونه (الفاظ) هسې سره پېيلي چې تر هر رنگ نظم ښه ښکاري. د هنرمند ښه مهارت او کمال دا دی چې عادي شي ته ښکلی رنگ ورکولی شي. ارواښاد په دې برخه کې د لوی لاس او مهارت خاوند وو.

زه پټې سترگی نه يمه په هر څه اوس پوهيږم په خلاصو سترگو باندی ما جهان ليدلی دی
له دامه که دې خلاص کړم په قفس کې دې ايسار کړم صياده، ما خو څو رنگه زندان ليدلی دی
عمل چې وي ازاد او انتقاد په کې بندي وي ما هلته د ظلمونو سخت طوفان ليدلی دی
که هر يو رانه وژنې خيال او فکر مو مه وژنه په دې کې مې وطن ته لوی تاوان ليدلی دی

باندنۍ تړنې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/1029782105 — د نشر نېټه: ۳۱ مې ۲۰۲۰
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6fr30mn — subject named as: Gul Pacha Ulfat — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/1029782105 — د نشر نېټه: ۱۰ جون ۲۰۲۰
  4. "Late Ustad Gul Pacha Ulfat : Short biography" (PDF). Ulfat.de. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ "The World Of Afghan Writers". Lekwal.com. 2006-01-23. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Afghanistan History, Afghanistan Leaders, Afghanistan Flag, Information About Afghanistan". Afghansite.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جنوري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Late Ustad Gul Pacha Ulfat : Short biography" (PDF). Ulfat.de. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)