گایوس واليریوس کاتولوس

گایوس واليریوس کاتولوس (په لاتيني: Gaius Valerius Catullus) ( د مخزېږد ۸۷ – ۵۴ کلونه) د لرغوني روم یو له ډېرو نامتو شاعرانو څخه گڼل کيږي . دی د سیسرون او سیزار د واکمنيو پر مهال د رومي شاعرۍ تر ټولو لوی استازی دی . د گایوس کاتولوس د ژوند لیک په اړه کره مالومات لږ ساتل شوي دي . دېر احتمال لري ، چې د مخزېږد پر ۸۷ کال زېږېدلی وي . ( د روم د بنسټ اېښودو د ۶۶۷ کال پر شاخوا ) کاتولوس د ایټالیا په شمال ختيځ کې د ویرونا په ښار کې زېږدلی دی . داسې ښکاري ، چې ده د شمالي ايټالیا په ځمکه والو پورې يې اړه درلوده . دا مالومه ده چې سیزار به تل د ده د پلار مېلمه وو . دی پخپله څانگه کې د وړاندې تگ لپاره روم ته وکوچېد او هلته د ځوانانو په لاوبالي ژوند کې ښکېل شو . په روم کې د ځوانو شاعرانو د یوې ډلې مشر شو ، داسې چې د ملگرتیا په ټینگو غوټو سره تړلی وو ، او د (( یامب )) موسیقۍ الې په غږولو کې تر ټولو مخکې وو . ده به عشقي شعرونه لیکل او په ځینو شعرونو کې به یې پر ټاکلو نامتو سیاسي او ټولنيزو اشخاصو نېوکې کولې او ورپورې خندل به يې . د شاعر د ملگریو ، چې ده خپل ډېر شعرونه ورته ډالۍ کړل ، په منځ کې گایوس لیسینیوس کالویوس ، گایوس هیلویوس سیننا ده ته ډېر نږدې ول . په روم کې له یوې ښځې سره د شاعر کاتولوس د مينې کیسه پیل شوه ، چې ده پخپلو شعرونو کې د (( لېسبیا )) په نامه یاده کړې او د هغې ستاینه يې کړې ده . د کاتولوس له اثارو مالوميږي ، چې دی هغه مهال د نثري ادب له لویو استازیو سره ، لکه سیسرون ، ویاند گورتېنزي ، کورنېلي نېپوت ، او نورو سره اړېکي درلودل . دغه نثري لیکوال هغه مهال د نثري ادب تر ټولو لوی استازي ول . د شاعر پلار په ویرونا ولایت کې یو ستر کور درلود ، چې د سیرمیون په ټاپووزمه کې وو . دغه ټاپوزومه د (( لاکوس بېناکوس )) اوسنۍ (( لاگو دي گاردو )) ته نږدې موقعیت درلود . یاده ټاپووزمه د شاعر کاتولوس له خوا پخپلو شعرونو کې د یو ډېر ښکلي او تر نورو ټولو ټاپووزمو د ښه ټاپووزمه په توگه ستایل شوی دی . سربېره پر دې ، د (( تیبورا )) په سیمه کې يې هم یو بل لوی کور درلود ، خو دی بیا هم شتمن نه گڼل کېده . پر ۵۷ مخزېږد کال ده (( ویفین )) ته شاعر (( لوسي میمییا )) بدرگه کړ . هغه چې تیتوس ليوکریتوس کاروس ورته خپله یوه بولـله ( قصیده ) ډالۍ کړې وه . کاتولوس د بېرته راتگ پر مهال د خپل ورور ، چې په تروی براته کې خښ وو ، قبر ته ورغی . ده د خپل دغه ورور په مړينې پسې ډېر په رښتوني ډول ، په ژورې خواشينۍ سره اوښکې تویولې . کاتولوس په اسیا کې نږدې دوه کاله تېر کړل او له هغه وروسته د سمندر له لارې خپل هېواد ته راستون شو ، ورپسې د بېناکه جهیل ته ځي او له هغه ځایه خپل کور ، چې په سیرمیون کې وو ، ستنيږي . هلته له خپل پلار سره له لیدنې کتنې وروسته روم ته ستنیږي . کاتولوس دومره اوږد عمر ونه کړ ، وخته مړ شو ، ایله په ایله يې ۳۰ کاله د ژوند تېر شوي وو ، چې په حق ورسيد . د ده د مړينې کال سم کره مالوم نه دی ، خو ښايي چې ۵۴ یا هم ۴۷ کال وي . ( د روم د بنسټ اېښودو ۷۰۷ کال وو ) . سپېڅلی (( یرونییم )) لیکي ، چې کاتولوس پر ۸۷ مخزېږد کال زېږېدلی او د ۳۰ کالو وو ، چې په حق ورسېد . خو لکه څنگه چې يې ځينې شعرونه له ۵۷ مخزېږد کاله وروسته لیکل شوي ، نو په دې خاطر ویلای شو ، چې (( یرونییم )) د شاعر د زېږېدنې په نېټه کې تېروتنه کوي یا هم د مړينې پر مهال د ده د عمر په تړاو . د ده په شاعرۍ کې تر ټولو وروستني کلونه ۵۵ – ۵۴ یاد شوي دي .

گايوس واليريوس کاتولوس

د کاتولوس کتاب

 
Carmina, 1554

د کاتولوس اثار په منځنيو پېړیو کې ورک شوي ول . د ده د شعرونو یواځینی غونډ پر ۱۳ زېږدي پېړۍ ، د ده په پلرني ښار ویرونا کې موندل شوی وو ، چې یوازې یو ټوک ( یوه نسخه ) یې وه . قلمي نسخه یې ورکه شوې ، خو له هغې څخه دوه کاپي نورې لیکل شوې وې .

د کاتولوس د پنځونې لویې سکالووې

د شاعر کاتولوس په شعرونو کې مینه ډېره راغلې ده ، په هغوی کې له (( لېسبي )) سره مینه ښودل شوې . دې ته ډالۍ شوي شعرونه د ده د شعرونو په غونډ کې تیت دي ، چې کرونولوجيکي نظم يې برابر نه دی . د شاعر شاعرانه جلبېدنه پر غم او سخته کرکه بدليږی ، پر هغه غم ، چې ده ته د پر ده گرانې ښځې له خوا ور په برخه کيږي ، البته د خیانت لامله . د شاعر د پنځونې بله برخه هغه ده ، چې ده خپلو ملگریو او دوستانو ته ځانگړې کړې ، داسې ملگریو لکه کالوو ، سیننا ، ویرونییا ، فابولا ، الفېین وار ، سیسیلیا ، کورنیفیسیا ، کورنېلیا نېپوتا او داسې نورو ته . د شاعر کاتولوس د شعرونو ډېره ستره برخه ښکنځليز پیغامونه دي ، چې شاعر پکې په ډېرو سختو کلیمو سره دوښمنان ښکنځلي دي . د کاتولوس په ښکنځليزو شعرونو کې هم جدي ترکیب شتون لري . د ده د شعرونو یوه برخه لنډ ، دوستانه او ملگریز پیغامونه دي ، د بېلگې په توگه ، په ټاکلي شعر کې يې د کوم په زړه پورې فاکټ په اړه خبر ورکړل شوی ، داسې فاکټ چې د رومي ادبیاتو د تاریخ لپاره ارزښت لري . د دې پر څنگ لنډ (( یامب )) او هجویه شعرونه هم لري ، چې ده د دوښمنانو پر وړاندې څرگند کړي دي . د کاتولوس په یو شمېر شعرونو کې د ده سفر بیان شوی . د بېلگې په توگه د سفر په ترځ کې مېمییا او ویفینیا ته سفر او هلته د خپل ورور قبر ته ورتگ ، چې ده په کې د خپلوۍ په ځانگړيو تودو ولولو سره د نږدېوالي روحیه انځورکړې ده . د لرغوني رومي شاعر کاتولوس د ژوند او پنځونې په اړه بیان اوږد دی ، خو د اوس لپاره په همدې څو کرښو بسنه کوو .

اخځونه

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Гай_Валерий_Катулл