Prunus domestica
کورني آلو
د آلو یو مشهور شراب چی د چېک په جمهوريت کی جوړېږي

کورني آلو (په لاتين Prunus domestica) د آلوگانو څخه دی چی په منځني او لويديځي اروپا کی کرل کېږي. نوموړي آلو په پنځم پيړۍ کی د ترکيې څخه منځني اروپا ته پراخ شو. په اوس وخت کی کورني آلو په بوهميا، آلمان،هنگري ، بلغاريا، پولنډ او اوکراين کی کرل کېږي. دغه مېوه شیرین خوند لري او په ځانگړي ډول د خواړو او شراب د جوړولو لپاره کارېږي.

توصيف سمول

د کورني آلو ونه په حمل کی گل کوي. د ونې تاج د هرم یا غونډاري شکل درلودلای سی. دغه ونه د پسرلني ساړو سره مقاومت کوي. مېوه یی نیلی رنگ او بادمی شکل لري. خوند یی شیرین دي. د مېوې او زیړ یا نارنجي رنگ لري. د کورني آلو د کرلو لپاره ښه خاوره ضرور دي چی د ډېرو تغذيو محتوي لري. د کورني آلو په دریمه هفته کی په سپتمبر کی پخېږي. د کورني آلو لرگی عالي کيفيت لری او د دي په سبب د غوښو ساتلو لپاره کارېږي.