کمپیوټري جراحي

کمپیوټري یا روباټ جراحي له هغو عملیاتو څخه عبارت ده چې له انسانه پرته په کمپیوټر یا روباټیک ماشینونو د جراحۍ عملیه ترسره شي. د كمپيوټري روباټ په واسطه د جراحي عملياتو د ترسره كولو په ډگر كې تركيه، د يو زيات شمېر اروپايي هېوادونو ترمېنځ مخكښ هېواد بلل كيږي. تركيه پدې برخه كې خپلې تجربې د منځني ختيځ او اروپايي هېوادونو سره شريكوي. پدې لړ كې په استانبول كې د اجه بادام د روغتون د يورولوژۍ د څانگې مشر پروفيسور دوكتور علي رضا كورال، د اسپانيا د هېواد نه ۸۰ تنو راغلو ډاكټرانو ته د روباټ په واسطه د عملياتو د ترسره كولو په اړه يو علمي سيمينار جوړ كړ.

پدې سيمينار كې د روباټ په واسطه د پروستات د سرطان د عملياتو، د مثانې او پختورگو د عملياتونو په اړه د يو شمېر اروپايي هېوادونو ډاكټرانو ته نظري او عملي زده كړې وركول كيږي. كورال څرگنده كړه چې د كمپيوټري روباټ په واسطه د جراحي عملياتو په برخه كې تركيه په اروپا او نړۍ كې مخكښ هېواد دى. د كورال په وينا د ۲۰۱۳ كال راهيسې تر اوسه پورې يې د اروپايي هېوادونو سلگونو ډاكټرانو ته زده كړې وركړي دي. په تركيه كې د `` داوينچي`` د روباټ په واسطه ۱۳۰۰ عملياتونه ترسره شوي دي چې ۱۱۰۰ يې د پروستات د سرطان عملياتونه دي. پاتې ۲۰۰ يې د يورولوژۍ د د نورو برخو عملياتونه دي. دا شمېره په اروپا كې سار نه لري. د پروفيسور كورال په وينا په تركيه كې د طب د زده كړو او امكاناتو چارې د هرې ورځې په تېرېدو سره پراختيا مومي.[۱]

تړلې لیکنې سمول

سرچینې سمول

  1. http://www.trt.net.tr/pashto/%D8%B1%D9%88%D8%BA%D8%AA%D9%8A%D8%A7-%D8%A7%D9%88-%DA%86%D8%A7%D9%BE%DB%90%D8%B1%D9%8A%D8%A7%D9%84/2015/02/23/%D8%AA%D8%B1%D9%83%D9%8A%D9%87-%D8%AF-%D9%83%D9%85%D9%BE%D9%8A%D9%88%D9%BC%D8%B1%D9%8A-%D8%AC%D8%B1%D8%A7%D8%AD%DB%8D-%D9%BE%D9%87-%D8%A8%D8%B1%D8%AE%D9%87-%D9%83%DB%90-%D8%AF-%D8%A7%D8%B1%D9%88%D9%BE%D8%A7-%D9%85%D8%AE%D9%83%DA%9A-%D8%AF%D9%89-170899[مړه لينکونه]