کرواسيا

د مرکزي اروپا هېواد
(له کرواسیا نه مخ گرځېدلی)

کرواسيا هیواد په کرواسیایي Hrvatska) چې په رسمي توګه د کرواسیا ولسمشريزه نوميږي د بالکان په سيمه کې پروت يو هېواد دی.

بيرغ نښان
Location of  کرواسيا  (orange)
Location of  کرواسيا  (orange)
نخشه
موقعيت
Location of  کرواسيا  (orange)

د یاد هیواد د هر وګړې کلنی عاید ۹۲۰’۱۳ ډالره دي. سیلانې د کرواسی د اقتصاد لویه برخه جوړوې چې د ټول اقتصاد ۲۰% یې د سیلانې له لاری لاسته راوړې. د کرواسی سیاسي نظام جمهوری تک (یو) پارلمانی دی. دا هیواد د نړۍ په مختلفو سازمانونو کې غړیتوب لرې چې د هغې جملی نه یوه اروپایي ټولنه ده او په ۹-۲۰۰۸ کلونو کې د ملګروملتونو امنیت شورا غیر دایمی غړی وو. کرواسیا په ۱۹۱۸ کال کې د دوهمی نړیوالی جګړی نه وروسته د اتریش مجارستان امپراطوري نه جداشوه او د پخوانی یوګسلاویا سره یوځای شوه. دا هیواد په ۲۱ د جون ۱۹۹۱ د یوګسلاویا نه خپله خپلواکی ترلاسه کړه. د کرواسیا د خپلواکی جګړې څلور کاله دوام درلود چې د خپلواکی غوښتونکو په ګټه تمامه شوه او یاد هیواد خپله خپلواکی تر ننه ساتلی ده. د کرواسیا لوی ښار او پلازمینه د زاګرب ښار دی.

کرواسیا، په رسمي ډول د کرواسیا جمهوریت، د مرکزي او سویل ختیځې اروپا د تقاطع په برخه کې یو هېواد دی. دغه هېواد د ادریاتیک سمندرګي په اوږدو کې ساحلي کرښه لري، له شمال لویدیځ څه له سلوانیا، له شمال ختیځ څخه له هنګري، له لویدیخ څخه له سربیا او په سویل ختیځ کې له بوسنیا او هرزګوینا او مونتي نګرو سره ګاونډی دی چې په لویدیځ او سویل لویدیځ کې له ایټالیا سره ګډه سمندري پوله لري. د کرواسیا پلازمېنه او لوی ښار زاګرب دی چې د ۲۰ ناحیو په لرلو سره د دغه هېواد د لومړني فرعي وېش لویه برخه جوړوي. د دغه هېواد مساحت ۵۶،۵۹۴ کیلومتر مربع (۲۱،۸۵۱ مایل مربع) او د وګړو شمېر یې نږدې ۳.۹ میلیونه کسه دی.

کرواسيا خپلواک جمهوري هېواد دی، چې د پارلماني سیستم له مخې اداره کېږي. دغه هېواد د اروپايي ټولنې، د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي شورا، ناټو او نړیوال سوداګریز سازمان غړی او د مدیتراني د اتحادیې د بنسټ اېښودونکو غړو څخه یو دی. د ملګرو ملتونو په سوله ساتي ماموریت کې فعال ونډه وال دی، د آیساف ځواکونو په ماموریت کې یې ونډه اخیستې او همدارنګه یې له ۲۰۰۸-۲۰۰۹ ز کال پورې د ملګرو ملتو د امنیت شوراغیردایمي چوکۍ هم لرلې. له ۲۰۰۰ ز کال راهیسې، د کرواسیا دولت د زیربنا په برخه کې په ځانګړې توګه د پان اروپايي کوریډور د لېږد رالېږد د مسیر او د هغو په امکاناتو برابرولو پانګونه کړې ده.[۱]

نړیوال بانک کرواسیا د لوړ عاید لرونکو هېوادونو له ډلې بللی چې د انساني ودې د شاخص له مخې ډېر لوړ ځایګی لري. خدمات، صنعتي سکتورنه او کرنه په نوبت سره د دغه هېواد په اقتصاد کې لوی رول لوبوي. توریزم د دغه هېواد د عوایدو یو له مهمو سرچینو څخه دی، ځکه دغه هېواد د سیاحت د ۲۰ مخکښو ځایونو په نوملړ کې ځای لري. دولت د دولتي پام وړ لګښتونو له امله د اقتصاد په یوه برخه کنټرول لري. اروپايي ټولنه د کرواسیا یو له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه ده. کرواسیا په داسې حال کې چې د رسنیو او نشریاتو په برخه کې د عمومي بنسټونو او شرکتونو د پانګونې په مرسته له خپل کلتورنه ملاتړ کوي، خو ټولنیز امنیت، عمومي روغتیايي خدمتونه او لومړنۍ او عالي زده کړې په وړیا ډول وړاندې کوي.

سیاسي نظام

د کرواسیا جمهوریت یو واحد دولت دی چې له پارلماني سیسټم نه ګټنه کوي. د یوګوسلاویا په فدرال سوسیالیت جمهوریت کې د واکمن کمونیست ګوند په له منځه تلو سره، کرواسیا خپلې لومړۍ څو ګوندي ټاکنې تنظیم کړی او خپل اوسنی اساسي قانون یې په ۱۹۹۰ ز کال کې تصویب کړ. دغه هېواد د ۱۹۹۱ ز کال د اکتوبر په اتمه د خپلواکۍ اعلان وکړ چې په ۱۹۹۲ ز کال کې د یوګوسلاویا د تجزیې او د ملګرو ملتونو له خوا په نړیواله کچه د دغه هېواد د په رسمیت پېژندلو لامل وګرځېده. کرواسیا د ۱۹۹۰ ز کال د اساسي قانون له مخې ترهغه مهاله چې په ۲۰۰۰ ز کال کې یې خپل سیاسي نظام پارلماني ته بدل کړ، نیمه ریاستي نظام یې درلود. دولت هم له درېیو مقننه، اجرائیه او قضایه قوو څخه جوړ دی.[۲][۳][۴][۵][۶]

د دغه هېواد ولسمشر د دولت په سر کې ځای لري چې په مستقیم ډول د یوې پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي او د اساسي قانون له مخې د دوو دورو لپاره ولسمشري کولای شي. ولسمشر د وسله والو ځواکونو په اعلی قوماندانۍ سربېره له پارلمان سره د لومړي وزیر د ټاکلو په بهیر کې ونډه لري او هم په بهرني سیاست څه ناڅه اغېز لري. تر ټولو وروستۍ ولسمشریزې ټاکنې په کې د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري په ۵ مه نېته ترسره شوې چې له مخې یې زوران میلانوویچ، د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه د ۲۰۲۰ ز کال د فبروري په ۱۸ مه لوړه وکړه. د حکومت مشري لومړی وزیر کوي چې تر لاس لاندې د لومړي وزارت څلور مرستیالان او د ځانګړو برخو د مسئولینو په توګه ۱۶ وزیران لري، د اجرائیوي قوې په توګه، د قوانینو او بودیجې د وړاندې کولو، د قوانینو د اجرا کولو او د بهرنيو او کورنيو پالیسیود پلي کولو مسئولیت پر غاړه لري. حکومت د زاګرب په Banski dvori ماڼۍ کې ځای لري. د ۲۰۱۶ ز کال د اکتوبر له ۱۹ مې نېټې راهیسې اندري پلنکوویچ، د دغه هېواد لومړی وزیر دی.[۷][۸][۹][۱۰]

د دغه هېواد یوه جرګه لرونکی پارلمان (Sabor) د قانون جوړونې واک لري. د پارلمان دویمه جرګه، یا د ناحیو جرګه د ۱۹۹۰ ز کال د اساسي قانون له مخې په ۱۹۹۳ ز کال کې رامنځته شوه، خو په ۲۰۰۱ ز کال کې بېرته له منځه لاړه. د Sabor د غړو شمېر له ۱۰۰ څخه تر ۱۶۰ تنو توپیر کوي. دوی ټول د عمومي ټاکنو له مخې د یوې څلور کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. د Sabor ناستې د جنوري له ۱۵ مې څخه د جولای تر ۱۵ مې او د سپټمبر له ۱۵ څخه د ډسمبر تر ۱۵ مې ترسره کېږي. په کرواسیا کې دوه لوی سیاسي ګوندونه د کرواسیا دیموکراتیکه اتحادیه او د کرواسیا ټولنیز دیموکراتیک ګوند دی.[۱۱][۱۲]

نړیوالې اړیکې

کرواسیا له ۱۹۴ هېوادونو سره دیپلماتیکې اړیکې لري. د ۲۰۲۰ ز کال د شمېرو له مخې، کرواسیا په بهرنیو هېوادونو کې ۵۷ سفارتونه، ۳۰ قونسلۍ او اته دایمي دیپلماتیک ماموریتونه لري. په ورته مهال په دغه هېواد کې ۵۶ بهرني سفارتونه، ۶۷ قونسلۍ او هم د نړیوالو بنسټونو، لکه:  د بیارغونې او پراختیا لپاره د اروپايی بانک (EBRD)، د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM)، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE)، نړیوال بانک، نړیوال روغتیايي سازمان (WHO)، د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره د جرایمو د نړیوالې محکمې (ICTY)، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(UNDP)، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د یونسف دفترونه شتون لري.[۱۳][۱۴][۱۵]

د کرواسیا د بهرني سیاست په څرګندو شوو موخو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا، د نړیوالې همکارۍ پراختیا او خپله د کرواسیا او د کرواسیا د اقتصاد وده شاملېږي.[۱۶][۱۷]

په ۲۰۰۰ مه لسیزه کې د کرواسیا د بهرنۍ پالیسۍ یو له موخو څخه د ناټو غړیتوب و. کرواسیا په ۲۰۰۰ ز کال کې د ناټو د سولې لپاره د همکارۍ په پروګرام کې شامله شوه، په ۲۰۰۸ ز کال کې د ناټو د غړیتوب وړاندیز ورته وشو او په رسمي توګه د ۲۰۰۹ ز کال د اپرېل په لومړۍ په رسمي ډول له دغه اتحاد سره یوځای شوه. د ۲۰۰۸-۲۰۰۹ ز کال دورې لپاره کرواسیا د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غړیتوب ترلاسه کړ او د ۲۰۰۸ ز کال په ډسمبر میاشت کې یې د دغې شورا مشري وکړه. دغه هېواد په شنګن سیمه کې د یوځای والي لپاره چمتووالی نیسي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

پوځ

د کرواسیا وسله وال ځواک د هوايي ځواک، ځمکني او سمندري پوځ له برخو او سربېره پر دې د روزنې او ملاتړ له قوماندانیو جوړ دی. پوځ د لوی درستیز له خوا اداره کېږي چې دفاع وزیر ته راپور ورکوي، چې هغه بیا په خپل نوبت سره ولسمشر ته ځواب ویونکی دی. د اساسي قانون له مخې ولسمشر د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان دی. د جګړې پر مهال د سملاسي ګواښ په حالت کې هغه په مستقیم ډول د پوځ لوی درستیز ته لارښوونې کوي.[۳۳]

د ۱۹۹۱-۱۹۹۵ ز کال له جګړې وروسته د پوځ دفاعي لګښتونه راکم شوي. په ۲۰۱۹ ز کال کې د دغه هېواد د ناخالصو داخلي تولیداتو نږدې ۱.۶۸٪ برخه نظامي لګښتونو ته ځانګړې شوې وه چې له امله یې کرواسیا له پوځي پلوه په نړۍ کې ۶۷ ځایګی درلود. له ۲۰۰۵ ز کال راهیسې نظامي لګښتونه، د ناخالصو داخلي تولیداتو له ۲٪ څخه په کمه کچه ساتل شوي، چې د ۱۹۹۴ ز کال د ۱۱.۱٪ لوړ ریکارډ څخه ډېر توپیر لري. په دودیز  ډول د سرتېرو په جلب او جذب باندې په تکیه لرلو سربېره، د کرواسیا وسله والو ځواکونو د ۲۰۰۹ ز کال په اپرېل میاشت کې د ناټو له غړیتوب وړاندې، د کوچني کولو، جوړښتونو د بیاکتنې او حرفوي کولو اصلاحي دوره تېره کړه. په ۲۰۰۶ ز کال کې د ولسمشر د یوه فرمان له مخې پوځ کولای شي د سولې پر مهال ۱۸۰۰۰ فعال نظامي پرسونل، ۳۰۰۰ تنه ملکي پرسونل او ۲۰۰۰ داوطلب کسان چې عمر یې باید د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ وي وکاروي.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

ګالري/انځور خونه

اقتصاد

ژبې او دینونه

کرواسیایي ژبه د یاد هیواد رسمي ژبه ده.

پوهنه

اداری ویش

کرواسی په ۲۱ اداري واحدونو ویشل شوی ده.

  1. ایستریا
  2. پریموري ګورسکي
  3. کارلوواتس
  4. لیکا-سني
  5. زادار
  6. شیبنیک کنین
  7. اسپلیت دالماسي
  8. دوبروونیک نرتوا
  9. سیساک موسلاوینا
  10. واراژدین
  11. پوجګا سلوانیا
  12. مجیموریه
  13. بروډ پوساوینا
  14. ووکوار سریم
  15. زاګرب ولایت
  16. زاګرب
  17. اس چیکو بارانیسکا
  18. بیه لووار بیلوګورا
  19. کپریونتسا کریجوتسي
  20. ویروویتیتسا پودراوینا
  21. کراپینا زاګوریه

کلتور

سیاسی جوړښت

  1. Klemenčič او Žagar 2004، ص. 184.
  2. (په 9 May 1990 باندې). Evolution in Europe; Conservatives Win in Croatia.
  3. "Ceremonial session of the Croatian Parliament on the occasion of the Day of Independence of the Republic of Croatia". Official web site of the Croatian Parliament. Sabor. 7 October 2004. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 23 May 1992 باندې). 3 Ex-Yugoslav Republics Are Accepted into U.N..
  5. (په 20 July 2011 باندې). Croatia country profile. BBC News.
  6. "Political Structure". Government of Croatia. 6 May 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Održana svečanost prisege predsjednika Republike Hrvatske Zorana Milanovića". Predsjednik Republike Hrvatske – Zoran Milanović (په کروشیائی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Political Structure". Government of Croatia. 6 May 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Members of the Government". Government of Croatia. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Andrej Plenković – O meni". www.andrejplenkovic.hr. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "About the Parliament". Sabor. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جولای ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Members of the 6th Parliament". Sabor. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جولای ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "MVEP • Date of Recognition and Establishment of Diplomatic Relations". www.mvep.hr. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "MVEP • Diplomatski protokol". www.mvep.hr (په کروشیائی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "MVEP • Godišnje financijsko izvješće za 2019. godinu". www.mvep.hr. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Foreign Policy Aims". Ministry of Foreign Affairs and European Integration (Croatia). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "MVEP • Godišnje financijsko izvješće za 2019. godinu". www.mvep.hr. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Stojan de Prato (په 4 February 2011 باندې). Karamarko: Granični nadzor prema EU ukidamo 2015..
  19. "Membership of the Republic of Croatia in the UN Security Council 2008–2009". Ministry of Foreign Affairs and European Integration (Croatia). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Steven Lee Myers (په 5 April 2008 باندې). Bush Champions Expansive Mission for NATO.
  21. (په 1 April 2009 باندې). Nato welcomes Albania and Croatia. BBC News.
  22. (په 17 October 2005 باندې). Mesićeva podrška UN-u blokira ulazak Hrvatske u NATO. Nacional.
  23. "Izvješća o aktivnostima saborskih dužnosnika – rujan 2005: Odbor za parlamentarnu suradnju i odnose s javnošću Skupštine Zapadnoeuropske unije posjetio Hrvatski sabor" [Report on activities of Parliament officials – September 2005: Western European Union parliamentary cooperation and public relations committee visits Croatian Parliament] (په کروشیائی ژبه کي). Sabor. 26 September 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 22 January 2017 باندې). Overview of Croatia's Border Disputes with BiH, Montenegro, Serbia, Slovenia, Liberland. total-croatia-news.com
  25. (په 6 June 2010 باندې). Slovenians Seem to Favor Arbitration in Border Dispute With Croatia.کينډۍ:Cbignore
  26. (په 10 March 2005 باندې). EU stalls over talks with Croatia. BBC News.
  27. (په 11 September 2009 باندې). Slovenia unblocks Croatian EU bid. BBC News.
  28. (په 10 June 2011 باندې). Croatia Given Conditional Approval to Join E.U. in 2013.کينډۍ:Cbignore
  29. "EU closes accession negotiations with Croatia". European Commission. 30 June 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Croatia signs EU accession treaty". European Union. 9 December 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 17 October 2005 باندې). Mesićeva podrška UN-u blokira ulazak Hrvatske u NATO. Nacional.
  32. "Izvješća o aktivnostima saborskih dužnosnika – rujan 2005: Odbor za parlamentarnu suradnju i odnose s javnošću Skupštine Zapadnoeuropske unije posjetio Hrvatski sabor" [Report on activities of Parliament officials – September 2005: Western European Union parliamentary cooperation and public relations committee visits Croatian Parliament] (په کروشیائی ژبه کي). Sabor. 26 September 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Chain of Command in the CAF". Croatian Ministry of Defence. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Croatia". The World Factbook. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "SIPRI Military Expenditure Database". Stockholm International Peace Research Institute. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مارچ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 23 January 2001 باندې). Vojni rok u Hrvatskoj kraći, nego drugdje u Europi i NATO-u.
  37. "Hrvatska u najviše misija UN-a". NACIONAL.HR (په کروشیائی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "GODIŠNJE IZVJEŠĆE O OBRANI ZA 2019. – podnositeljica: Vlada Republike Hrvatske". Hrvatski sabor (په کروشیائی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Godišnje izvješće o obrani za 2019" (په کروشیائی ژبه کي). Vlada Republike Hrvatske. 3 September 2020. د کتاب پاڼې 95. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)