Carl Schmitt (1904)
کارل شمیټ
(الماني: Carl Schmitt د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کارل شمیټ
کارل شمیټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۲ جولای ۱۸۸۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 7 اپرېل 1985 (97 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمني  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند نازي ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۹][۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک محافظه کار انقلاب
لوېديځه فلسفه  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کارل شمیټ (/ʃmɪt/؛ انګلیسي: Carl Schmitt؛ ۱۱ جولای ۱۸۸۸ – ۷ اپریل ۱۹۸۵) یو جرمنی حقوقپوه، سیاسي تیوریسټ، او د نازي ګوند مخکښ غړی و. شمیټ په پراخه کچه د سیاسي واک او ځواک د اغېزناکې کارونې په اړه لیکل کړي دي. د یوه محافظه کار تیوریست په توګه نوموړی د پارلماني ډیموکراسۍ، لیبرالیزم او کاسموپولیټانیزم د منتقد په توګه پېژندل شوی، او د نوموړي اثارو په ورپسې سیاسي تیورۍ، حقوقي تیورۍ، کانټینینټل فلسفه، او سیاسي الهیاتو باندې خورا لوی نفوذ پرېښود، مګر ارزښت او اهمیت یې متنازع دی، چې تر ډېره یې لامل هم له نازېزم څخه د هغه فکري ملاتړ او ورسره فعاله ښکېلتیا وه. د شمیټ اثارو د ډېری فیلسوفانو او سیاسي تیوریستانو پام ځانته جلب کړی. په دوی کې جورجیو اګامبین، هانا ارنټ، والټر بنیامین، سوزان بک-مورس، ژاک دېریدا، والډېمار ګوریان، کارلو ګالي، جیمي ګوزمان، یورګن هابرماس، فریډریک هایک، راینهارت کوزلک، چانټل موفه، انتونیو نېګري، لیو شټراوس، اډرین ویرمویل، او سلاوي ژیژک د یادولو وړ دي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د فلسفې د سټانفورډ دایرة المعارف په وینا، "شمیټ د لیبرال مشروطیت یا کانسټیټیوشنلیزم او لیبرال کاسموپولیټنیزم د ضعفونو کره کتونکی او شنونکی و. مګر په دې کې هم ډېر شک نشته چې د هغه ترجیحي درملنه تر ناروغۍ خورا بدتره وه."[۱۵]

ژوند سمول

شمیټ د جرمني امپراتورۍ د ویسټفالیا ایالت په پلټنبرګ ښارګوټي کې زیږېدلی و. د هغه مور او پلار د جرمني د ایفل سیمې رومن کاتولیکان وو چې په پلټنبرګ کې میشت شوي وو. پلار یې یو کوچنی سوداګر و. نوموړي په ​​برلین، مونیخ او سټراسبورګ کې د قانون په برخه کې زده‌کړې وکړې او په ۱۹۱۵ کال کې یې د هغه مهال د جرمني په سټراسبورګ کې خپل د فراغت او دولتي ازموینې مراسم ونیول. په ۱۹۱۰ کال کې یې خپله د دکتورا رساله د "Über Schuld und Schuldarten" (جرم او د جرم ډولونه) تر عنوان لاندې بشپړه کړه.[۱۶][۱۷]

شمیټ په ۱۹۱۶ کال کې په اردو کې رضاکارانه کار پیل کړ. په همدغه کال یې په سټراسبورګ کې تر "Der Wert des Staates und die Bedeutung des Einzelnen" (د دولت ارزښت او د فرد اهمیت) عنوان لاندي یوه تیزیس یا رسالې په لیکلو سره د استادۍ او شایستګۍ لوړه علمي درجه (habilitation) ترلاسه کړه. هغه بیا په بېلابېلو سوداګریزو ښوونځیو او پوهنتونونو کې تدریس وکړ، د بېلګې په توګه د ګریفسوالډ پوهنتون (۱۹۲۱)، د بون پوهنتون (۱۹۲۱)، د میونخ تخنیکي پوهنتون (۱۹۲۸)، د کولون پوهنتون (۱۹۳۳)، او د برلین پوهنتون (۱۹۳۳-۱۹۴۵) پکې د یادولو وړ دي.[۱۸]

په ۱۹۱۶ کال کې شمیټ له خپلې لومړۍ مېرمنې پاولا ډوروټیک سره واده وکړ. نوموړې یوه کرواتۍ ښځه وه خو هغې داسې ښودله چې هېڅ هېواد نه لري. دوی له یو بله طلاق واخیست، که څه هم د واده د فسخ کولو لپاره کاتولیکې کلیسا ته د دوی غوښتنه رد شوې وه. په ۱۹۲۶ کال کې هغه له خپلې دویمې مېرمنې سره واده وکړ، ډوشکا تودوروویچ (۱۹۰۳-۱۹۵۰) سره چې یوه صربستانۍ وه، واده وکړ. له دې مېرمنې یې د انیما په نوم یوه لور هم لرله. شمیټ له دې کبله تکفیر شو چې د هغه لومړی واده فسخ شوی نه و. په ۱۹۵۷ کال کې د هغه لور له الفونسو اوټیرو ویرلا (۱۹۲۵-۲۰۰۱) سره واده وکړ، چې په سانتیاګو ډي کمپوستیلا پوهنتون کې د هسپانوي قانون پروفیسوره او په فرانسوایسټ اسپانیا دوره کې د واکمن هسپانوي فلانج ګوند غړې وه. هغې د خپل پلار څو اثار هسپانوي ته ژباړلي. د شمیټ لخوا د هغه زوم ته لیکونه هم خپاره شوي.[۱۹]

شمیټ د ۱۹۸۵ کال د اپرېل په ۷مه مړ شو او په پلټنبرګ کې خاورو ته وسپارل شو.

مذهبي باورونه سمول

د یو ځوان په توګه شمیټ "د شل کلنۍ لسیزې په منځ کلونو کې له کلیسا څخه د هغه د جدایۍ تر وخته نوموړی یو فداکار کاتولیک و." د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو راوروسته هغه خپل کاتولیکېزم د "بې ځایه شوي" او "شنل شوي" په توګه توصیفاوه. ګراس استدلال کوي چې د ښاغلي شمیټ علمي کارونه "د یوه سیاسي بدلون په پام کې نیولو سره یوازې رومي کاتولیکو الهیاتو ته نه شي راټیټېدای. بلکې شمیټ باید د افراط تر کچې د یوه الحادي سیاسي-الهیاتي دود د حامل په توګه درک شي."[۲۰][۲۱][۲۲]

شمیټ د ۱۹۴۲ کال په دوبي کې په برلین کې د رومانیایي مذهب له تاریخپوه میرسیا ایلیاډ سره وکتل او وروسته یې خپل ملګري ارنسټ جونګر ته د ایلیاډ او د ایلیاډ له اثارو سره د هغه د علاقې په اړه ویلي وو.[۲۳]

مسلکي ژوند سمول

اکاډمیک کار (۱۹۲۱-۱۹۳۲) سمول

ښاغلی شمیټ په ۱۹۲۱ کال کې په ګریفسوالډ پوهنتون کې پروفیسور وټاکل شو، چېرته چې هغه خپله مقاله "Die Diktatur" (د دیکتاتورۍ په اړه) خپره کړه. په ۱۹۲۲ کال کې هغه په بون پوهنتون کې د پروفیسور په توګه د کار پر مهال د "Politische Theologie" (سیاسي الهیاتو) تر عنوان لاندې مقاله خپره کړه. شمیټ په ۱۹۲۶ کال کې پوهنتونونه بدل کړل، او د برلین په هینډیلشوچچول (Handelshochschule) کې د حقوقو پروفیسور شو. وروسته بیا په ۱۹۳۲ کال کې کله چې هغه په ​​کولون کې دنده ومنله، بیا یې د تدریس په چاره کې بدلون راغی. د هغه ترټولو مشهوره مقاله "Der Begriff des Politischen" ("د سیاسي چارې مفهوم") په برلین کې د جرمني د سیاسي اکاډمۍ (Deutsche Hochschule für Politik) د لیکچرونو پربنسټ وه.[۲۴]

په ۱۹۳۲ کال کې شمیټ په "Preussen contra Reich" (پروشیا د رایخ پرضد) قضیه کې د رایخ د حکومت وکیل و، په کوم کې چې د پروشیا دولت د جرمني د سوسیال ډیموکراتیک ګوند تر کنټرول لاندې حکومت د فرانز وون پاپن تر مشرۍ لاندې ښي اړخي رایخ حکومت لخوا د هغه له ګوښه کولو سره مخالفت وکړ. پاپن دې کار ته ځکه هڅول شوی و چې پروشیا، په جرمني کې تر ټولو لوی دولت، د سیاسي کیڼ اړخو لپاره د ځواکمنې اډې په توګه کار کاوه او بنسټیز ځواک یې ورته برابر کړ، په ځانګړې توګه د پروشیا د پولیسو په بڼه. شمیټ، کارل بیلفینګر او ایروین جکوبي د رایخ استازیتوب کاوه او د پروشیا د حکومت یو وکیل هرمن هیلر و. محکمې د ۱۹۳۲ کال په اکتوبر کې پریکړه وکړه چې د پروشیا حکومت په غیرقانوني توګه تعلیق شوی، مګر رایخ هم د کمیسار د ګومارلو حق لري. د جرمني په تاریخ کې هغه مبارزه چې په پایله کې یې په وایمار جمهوریت کې د فدرالېزم د نارسمي (de facto) له منځه تللو لامل شو، د پروشیا د ضربې (Preußenschlag) په نوم پېژندل کېږي.[۲۵]

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته سمول

ښاغلی شمیټ په ۱۹۴۵ کال کې د امریکايي ځواکونو له لوري ونیول شو او په یوه کمپ کې تر یوه کال بند وروسته تېرولو وروسته بېرته خپل ټاټوبي پلیټنبرګ او بیا وروسته په پلیټنبرګ-پاسل کې د خپل کور سمبالوونکې اني سټنډ کور ته راستون شو. هغه د نازي دولت په جوړولو کې د خپل رول له کبله پښېمانه نه و، او د نیازیانو د تصفیې (denazification) هر ډول هڅې یې، چې نوموړی یې له اکاډمیکو دندو څخه محروماوه، رد کړې. سره له دې چې د علمي او سیاسي ټولنې له اصلي جریان څخه منزوي شوی و، خو بیا هم نوموړي له ۱۹۵۰ لسیزې راهیسې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ، او په ځانګړې توګه د نړیوالو حقوقو په برخه کې یې نورې زده‌کړې وکړې؛ او تر بوډاتوبه یې بار بار د لیدنې کوونکو، همکارانو او ځوانو پوهانو سره ملاقاتونه کول. د دغو لیدنو کوونکو په منځ کې مهم هغه یې ارنسټ جونګر، جکوب توبیس او الکساندر کوجیو وو.[۲۶]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11860922X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12036941k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w61s0sz4 — subject named as: Carl Schmitt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/13687 — subject named as: Carl Schmitt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/schmitt-carl — subject named as: Carl Schmitt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3861 — subject named as: Carl Schmitt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  7. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=54927 — subject named as: Carl Schmitt — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000003288 — subject named as: Carl Schmitt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12036941k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/42192483
  11. Hoffman, John (2015). Introduction to Political Theory. Routledge. د کتاب پاڼې 114. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317556602. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Martin, James (2008). Piero Gobetti and the Politics of Liberal Revolution. د کتاب پاڼې 142. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-230-61686-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. William E. Scheuerman, Carl Schmitt: The End of Law, Rowman & Littlefield, 1999, p. 209.
  14. Vermeule, Adrian (February 2009). "Our Schmittian Administrative Law" (PDF). Harvard Law Review. 122: 1095. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Vinx 2019، ch. 5 "Liberal Cosmopolitanism and ...".
  16. Koonz 2003, p. 56
  17. Cover of Carl Schmitt's dissertation from 1910
  18. Koonz 2003, p. 56
  19. Koonz 2003, p. 57
  20. McCormick, John P. Carl Schmitt's Critique of Liberalism: Against Politics as Technology. 1st pbk. ed. Cambridge: Cambridge University Press, 1999:86–87.
  21. Müller, Jan-Werner. A Dangerous Mind: Carl Schmitt in Post-War European Thought. New Haven: Yale University Press, 2003:xxix.
  22. Gross, Raphael. Carl Schmitt and the Jews: The Jewish Question, the Holocaust, and German Legal Theory. Madison: University of Wisconsin Press, 2007: 97.
  23. Grottanelli, Cristiano. "Mircea Eliade, Carl Schmitt, René Guénon, 1942." In: Revue de l'histoire des religions, vol. 219, no. 3, 2002. p. 3)
  24. Gottfried, Paul (1990). Carl Schmitt. Claridge Press. د کتاب پاڼې 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-870626-46-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Balakrishnan 2000, pp. 168–169
  26. Vinx 2019.