ښځه د ښځينه جنس لرونکی انسان. د ښځې ويی د لوی انسان لپاره کارول کېږي. هرگوره، د کوشنیو ماشومانو لپاره يې په پښتو ژبه کې د جلکۍ (انجلۍ) يا کوشنۍ انجلۍ نومونې کارېږي. په ځينو اکرو کې بيا د ښځې ويي د عمر له قید او آړه پرته کارول کېږي. د ساري په توگه د ښځو رښتې (يا د ښځې حقونه). همدا راز د ښځې ويي د نورو ژويو د جنسیت د مالومولو او نومېرلو لپاره هم کارېږي.

ښځې د بشريت دويمه نيمايي برخه جوړه کړې ده. ښځه ده چې د انسان زوکړې او پیدايښت ته پاینه ورکوي. د انسان مور، خور، ماندینه هره يوه د ښځې ځای او مقام لري.




اخځليک سمول

۱- https://ru.wikipedia.org/wiki/%D0%96%D0%B5%D0%BD%D1%89%D0%B8%D0%BD%D0%B0