ښويدل يو جغرافيايي (ځمکنی) عمل دی، په کوم کې چې سمندري ليتوسفير په ورته پولو کې د ځمکې په پوښ (ډبرين غلاف) کې بيا رغېږي. چېرته چې د يوې ټيکټونيکي تختې سمندري ليتوسفير د يوې بلې تختې د کم ډبل ليتوسفير سره نژدې کېږي، درنده تخته د دويمې تختې شاته ښويږي او په پوښ کې ډوبيږي. هغه سيمه چې دا عمل پکې منځ ته راځي د ښويدلو سيمې (سبډکشن زون) په نوم پېژندل کېږي او د دې د سطحې څرګندېدنه د ليندۍ-خندق د مجمع په نوم پېژندل کېږي. د ښويدلو عمل د ځمکې د اقيانوسي قشر زياته برخه جوړه کړې. د ښويدلو اندازه عموماً په يو کال کې په سانتي ميتر اندازه کېږي، د ډېرو تختو د پولو په اوږدو کې په یو کال کې د نژدې کېدو منځنۍ اندازه له يو څخه تر اته سانتي متره پورې اټکل شوې ده.[۱][۲]

ښویدل ځکه شوني دي چې سوړ سمندري ليتوسفير د لاندې پروت استينوسفير څخه يو څخه ډبل دی، په پورتني پرده کې نرمېدونکی تود پوړ چې د يخ او سخت ليتوسفير لاندې پروت دی. له يو ځل پيليدو وروسته، ثابت ښويدل ډېر ځله د ډبل ښکته ليتوسفير د منفي ښويدو پر مټ چليږي. دا تخته تر ډېره بريده د خپل وزن لاندې په پوټکي کې ډوبيږي.[۳]

د ښويدو له سيمې سره زلزلې عامې وي او د ښويدونکې تختې په مټ وتونکي مايعات په پورتنۍ تخته کې د اورشيندي لامل ګرځي. که ښويدونکې تخته په کم ژوره زاويه کې ډوبيږي، پورتنۍ تخته د بڼې د بدلون يو کمربند جوړوي چې ځانګړتيا يې د پوټکي ډبلېدل، د غر جوړول او تغير دی. په یوه تېره زاويه کې د ښوېدلو ځانګړتيا د شاتنيو ليندۍ-حوضونو جوړېدل دي.[۴]

ښويدل او د تختو ټيکټونيکس سمول

د تختو د ټيکټونيک د اند تر مخې، د ځمکې لیتوسفير، د هغې خشن بهرنی غلاف په شپاړسو سترو ټيکټونيکي تختو او ګڼو کوچنيو تختو مات شوی دی. دا د سوکه سوکه خوځښت په حال کې دي چې لامل يې په ښکته پرتې تاوېدونکې پرده کې د تودوخې لېږد دی. د تودوخې د لېږد دا پروسه د راډيواکتيف وروستوالي څخه پیدا شوې تودوخې ته اجازه ورکوي چې د ځمکې له داخلي برخې څخه ووځي.[۵]

ليتوسفير (د ځمکې بهرنی خشن/ډبرين پوټکی) له تر ټولو بهرني نازک پوټکي تر څنګ د پردې له تر ټولو پورتنۍ خشنې برخې څخه جوړ دی. سمندري ليتوسفير ډبلوالی د سمندر د منځ غونډيو کې د تازه جوړ شوي ليتوسفير د څو کيلو متره څخه نيولې بيا د زړو سمندري ليتوسفيرونو تر شا اوخوا ۱۰۰ کيلو متره (۶۲ ميله) پورې رسېږي. قاره يي ليتوسفير تر ۲۰۰ کيلو متره (۱۲۰ ميله) پورې ډبل وي. ليتوسفير د لاندې پروت استينوسفير په پرتله يخ او خشن (زيګ) وي او له همدې امله ټيکټونيک تختې د غښتلو جسمونو په توګه د ايستينوسفير د پاسه حرکت کوي. انفرادي تختې عموماً هم سمندري ليتوسفير او هم قاره يي ليتوسفير دواړه لري.[۶][۷]

د ښوېدو سيمې هغه دي، چېرته چې سوړ سمندري ليتوسفير بېرته په پرده کې ډوبيږي او بيا رغېږي. دوی د تختو په موافقو پولو کې موندل کېږي، چېرته چې د يوې تختې سمندري لیتوسفير د بلې تختې د کم ډبل ليتوسفير سره يو ځای کېږی. دروند سمندري ليتوسفير د بلې تختې د مخکښې څنډې تر اغېز لاندې راځي. پورته شوې تخته (دړه) د ځمکې د سطحې پر لور تقريباً له پنځه ويشت څخه تر اوه ويشت درجې زاويې پورې ډوبيږي. دا ډوبېدل د تختې او د هغې په شا او خوا کې د استينوسفير (د ليتوسفير لاندې د ځمکې د پردې پورتنی پوړ) د منځنۍ درجې تودوخې د توپير له امله منځ ته راځي، لکه چې په ساړه سمندري ليتوسفير کې په منځنۍ کچه ډبلوالی زيات وي. خړه او ځينې ايسارې شوې اوبه د دړې په واسطه لاندې لور ته بېول کېږي او په ژور پوښ کې بیا رغېږي.[۸][۷][۹]

تر اوسه ځمکه يواځينۍ هغه سياره ده، چېرته چې پېژندل شوي ښويدل منځ ته راځي او د ښويدلو سيمې د دې سيارې تر ټولو مهمه ځانګړتيا ده. ښويدل د تختو ټيکټونيک تر شا محرک ځواک دی چې له هغې پرته د تختو ټيکټونيک نه شي پېښېدای. سمندري ښوېدنې سيمې د همغاړو تختو له ژۍ ګانو د ۵۵،۰۰۰ کيلو متره (۳۴،۰۰۰ ميله) په اوږدو کې پرتې دي، نږدې ۶۰،۰۰۰ کيلومتره (۳۷،۰۰۰ ميله) د سمندر په منځ کې د غونډيو د مجموعې سره برابر دي.[۱۰][۱۱][۱۲]

د ښوېدلو د سيمو جوړښت سمول

دليندۍ خنډق مرکب سمول

د ښوېدلو د سيمو د سطحې څرګندېدنه د لیدنۍ خندق مرکب دي. د دې مرکب د سمندر په لوري، چېرته چې ښوېدونکې تخته د لومړي خل لپاره د ښوېدنې سيمې نژدې ځای ته رسېږي، په دې ځای کې اکثراً يو بهرنی خندق لوړ يا بهرنی خندق پراخېږی. په دې ځای کې د تختې د سختوالي لاندې تخته د ښکته لور ته له ډوبېدو مخکې يوه اندازه کمېږي. هغه برخه، چېرته چې دړه د ښکته لور ته غورځېدل پيلوي همدا ځای د سمندري خندق په ډول په نښه شوی دی. سمندري خندقونه د سمندري فرش تر ټولو ژورې برخې دي.[۱۳]

د خندق شاته د پورتنۍ تختې مخکينۍ برخه ده. د خړې (رسوبي موادو) تر اندازې پورې اړه لري، شونې ده چې مخکينۍ برخه د خړو راټولې شوې پانه موجوده وي چې ښوېدونکې دړه يې ماته کړې وي او د پورتنۍ تختې سره يو ځای شوې وي. خو ټول ليندۍ-خندقونو مرکبونه ماتونکې پانې نه لري. ماتونکې ليندۍ د ماتونکې پانې شاته یو ښه جوړ شوی حوض لري، په داسې حال کې چې مخکينۍ حوضه په ناماتونکو لینديو کې کمزورې جوړه شوې وي.[۱۴]

د مخکينۍ حوضې شاته، په اوږدو لړيو کې اورشيندي موندل کېږي چې اورشیندي لیندۍ يې بولي. عوماً وتونکي بسالټ (يوه کاني ماده ده) او خړې له «هايډرويس» کاني موادو او خټو څخه ډکې وی. سربېره پر دې، د اوبو زياته اندازه هغه مهال په چاودونو او درزونو کې تويږيو، کله چې لاندې تلونکې دړې د ښکته خواته کاتيږي. له بسالټ څخه د «ايکلوګايټ» (بسالټ ته ورته کاني ډبره) د لېږد پر مهال، دا هايډرويس توکي ماتيږي او په زیاته اندازه اوبه تولیدو، کومې چې په دومره زيات فشار او تودوخې سره موجودې وي لکه د يو پیاوړي مايع په څېر. هغه پیاوړې اوبه، کومې چې د شا او خوا ډبرو څخه ګرمې او زياتې سرګردانه بهېدونکې دي، پورته پوښ ته راپورته کېږی، په دې ځای کې د پوښ د ډبرو ويلې کوونکې تودوخه کموي او د بهېدو د ويلې کېدو په مټ ماګما توليدوي. ماګما بیا په خپل وار سره د «ډياپرز» په توګه راپورته کېږي، ځکه دوی د بوښ له ډبرو څخه کم ډبل دي. له پوښ څخه راوتلې ماګاماګانې (کوم چې په لومړي سر کې له باسالټ څخه جوړې وی) په پايله کې د ځمکې سطحې ته رسېدای شي او په دې ډول د اورشيندي د چاوديدو لامل ګرځي. د چاودېدونکې لاوا کیمياوي جوړښت په هغه اندازې پورې تړلی دی، په کومه اندازه چې له پوښ څخه اخستل شوی باسلټ د ځمکې له قشر سره تعامل کوي (ويلې کيږي) يا د ماتېدونکي سختيا له پروسې څخه تېرېږي. لیندۍ ډوله اورشيندي د خطرناکې چاودنې خاصيت لری، ځکه ډېرې اوبه لري (له دړو او خړو څخه) او سخت چاوديدونکي وي. « Krakatoa, Nevado del Ruiz» او « Mount Vesuvius» د لیندۍ ډوله اورشيندو بېلګې دي. ليندۍ تر ډېره بريده د «اور» (معدني ډبره) له زېرمو سره هم تړلي دي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د اورشيندي د ليدنۍ شاته د وروستۍ لیندۍ يوه سيمه ده، د کومې ځانګړتيا چې په پياوړي ډول د ښوېدونکې دړې د ښوېدو تر زاويې پورې اړه لري. که چېرې دا زاويه سرسري وي، ښوېدونکې تخته پوښونکی قاره يي قشر راکشوي او د تخته کولو يوه سيمه منځ ته راوړي چې شونې ده په هغې کې د ځمکې د شوېدو سخت تاوېدل او ټيله کېدل موجود وي. که چېرې د ښوېدو زاويه ژوره وی، بيا دا قشر په کشش کې واقع کېږي او ډېر ځله د وروستنۍ ليندۍ حوضه جوړوي.[۲۰]

سرچينې سمول

  1. Stern, Robert J. (2002), "Subduction zones", Reviews of Geophysics, 40 (4): 1012, Bibcode:2002RvGeo..40.1012S, doi:10.1029/2001RG000108 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Defant, M. J. (1998). Voyage of Discovery: From the Big Bang to the Ice Age. Mancorp. د کتاب پاڼې 325. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-931541-61-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Stern 2002، ص. 3.
  4. Stern 2002.
  5. Schmincke, Hans-Ulrich (2003). Volcanism. Berlin: Springer. د کتاب پاڼي 13–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783540436508. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Rudnick, Roberta L.; McDonough, William F.; O'Connell, Richard J. (April 1998). "Thermal structure, thickness and composition of continental lithosphere". Chemical Geology. 145 (3–4): 395–411. Bibcode:1998ChGeo.145..395R. doi:10.1016/S0009-2541(97)00151-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Stern 2002، ص. 5.
  8. Zheng, YF; Chen, YX (2016). "Continental versus oceanic subduction zones". National Science Review. 3 (4): 495–519. doi:10.1093/nsr/nww049. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Stern 2002، ص. 15.
  10. Lallemand, S (1999). La Subduction Oceanique (په فرانسیسی ژبه کي). Newark, New Jersey: Gordon and Breach. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Stern 2002، ص. 4.
  12. Stern 2002، صص. 1-4.
  13. Whitman, Dean (May 1999). "The Isostatic Residual Gravity Anomaly of the Central Andes, 12° to 29° S: A Guide to Interpreting Crustal Structure and Deeper Lithospheric Processes". International Geology Review. 41 (5): 457–475. Bibcode:1999IGRv...41..457W. doi:10.1080/00206819909465152. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Stern 2002، صص. 25-26.
  15. Fujie, Gou; et al. (2013). "Systematic changes in the incoming plate structure at the Kuril trench". Geophysical Research Letters. 40 (1): 88–93. Bibcode:2013GeoRL..40...88F. doi:10.1029/2012GL054340. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Stern 2002، ص. 27-28.
  17. Stern 2002، صص. 19-22.
  18. Schmincke 2003، صص. 18,113-126.
  19. Stern 2002، صص. 6-10.
  20. Stern 2002، ص. 31.