کوستو د ۱۹۱۰ کال د جون په یوولسمه په فرانسې کې وزېږېد اود۱۹۹۷ کال په جون کې مړ شو. ده ترټولو لویه بریا ښايي دا وي چې انسانانو ته یې لاره اواره کړه چې د سمندرونو ژورو ته سفر وکړي.

ژان ایف کوستو

کوستو خورا تکړه ساینس پوه،محقق،مخترع،لیکوال،طبیعت پېژاند او د فرانسې د سمندري ځواک افسروو.د خپل عمر ډېره برخه یې د سمندرونو د تل په کچ کولواو د وحشي حیواناتوپه څېړنه کې تېر کړ.

ژان ایف کوستوپه ۱۹۴۰ او۱۹۴۳ کلونو کې له نورو فرانسوي مخترعانو سره یوځای د لامبواو د سمندر په تل کې د گرځېدو وسایل اختراع کړل،د اکولانگ یا د لامبود خاصو کالو ابتدايي وسایلو ته یې انکشاف ورکړاو په دې ډول یې د سمندرونو په تل کې د انسانانو د مطالعو او څېړنو لپاره یونوی باب پرانست.

کوستوپه ۱۹۵۳ کې د «پټه دنیا یا د سمندر په ژورو کې د یوې ماجرا کشف کیسه» په نوم خپل لومړنی کتاب ولیکه.

د ده «پټه دنیا» فلم په ۱۹۵۶ کال د فرانسې د مشهورسینمايي فیستوال (کن) لومړۍ جایزه(د سرو زروخورما) وگټله.

کوستولومړی یوه ځانگړې وسیله جوړه کړه چې د سمندر په اوبو کې یې تر۳۵۰ مترو پورې لاندې علمي تحقیقات پرې کولی شوای ،وروسته بریالی شوچې دې وسیلې ته انکشاف ورکړي او ترپنځه سوه مترو پورې لاندې لاړ شي.

کوستود وحشي حیواناتومدافع، د پټې دنیا د رازونوپلټونکی او د نړۍ د سمندرونود ناپېژندل شویواوبو د پټو رازونورابرسېروونکی وو.ده د نړۍ د طبیعي علومو اوساینس د اکثرو اکاډیمیوغړیتوب درلود.

ده په ۱۹۷۷ کې د ملگروملتو د چاپېریال ساتنې ترټولو لوړه جایزه وگټله.

سرچینه

له تاند څخه