ډیانا (افسانه پوهنه)

ډیانا په رومي او هلنیستي دین کې الهه وه چې په لومړۍ درجه کې د لرې پرتو سیمو، ښکاریانو، څلور لارو او سپوږمۍ ملاتړې بلل کېده. نوموړې له یوناني الهې ارتیمس سره برابره ده چې هغې ته اړوند ډېری لومړنۍ افسانې د روم په تاریخ کې جذب شوې دي؛ په دغه افسانو کې د ژوپیټر او لاتونو په نامه والدینو څخه په دلوس ټاپو کې د هغې او د هغې د غبرګلوني ورور آپولو زیږون هم شاملېږي په داسې حال کې چې نوموړې په ایټالیا کې هم خپلواکه ریښه لرلې. [۱]

ډیانا د باکرې او د ماشومانو د زیږون ساتونکې الهې په توګه ګڼل کېږي. له تاریخي پلوه ډیانا له دوه نورو رومي الهو؛ د اوبو له حورې ایجیریا چې د هغې خدمت کوونکې وه او د ماشوم زیږون پر مهال یې ورسره مرسته کړې وه او همدارنګه له ویریبوس سره چې د ځنګل الهه وه یو درې اړخیز جوړښت رامنځته کړی و. [۲]

ډیانا ته په معاصرو نیوپاګان مذاهبو له دې ډلې په رومي نیوپاګانېزم، سترېګهاریا او ویکا کې درناوی کېږي. ډیانا په لرغونو زمانو، منځنیو پېړیو او معاصر مهال کې د سپوږمۍ د الهې (لونا/سلنه) او د مړو د نړۍ د الهې (معمولا هکاته) په توګه درې ګونې الهه (triple deity) ګڼل کېږي.  [۳][۴]

توضیح سمول

د لرې پرتو سیمو د الهې په توګه سمول

د ډیانا شخصیت ډېر پېچلی دی او ګڼ شمېر لرغونې ځانګړنې لري. ډیانا په اصل کې د ځنګلونو او ښکار د الهې په توګه په پام کې نیول کېده ځکه هغه مهال ښکار د روم او یونان دواړو په کلتورونو کې د مخکښې چارې (ورزش) رول درلود. د لومړنیو رومي کتیبو پر بنسټ ډیانا په پیل کې د ښکارچۍ او د ښکاریانو د ملاتړې په توګه لمانځل کېده. له دې وروسته د هلنیستي دورې په یوناني افکارو او اشعارو کې ډیانا ته په هماغه اندازه یا له هغو زیات د وحشي ځنګلونو د الهې پر ځای د لرې پرتو کلیوالي سیمو (یا  villa rustica) د الهې په توګه درناوی وشو. د لرې پرتو سیمو د تمدن او وحشي توب د الهې په توګه دغه دوه ګونی رول د لومړي ځل لپاره د یوناني الهې آرتیمس لپاره (د بېلګې په توګه، له میلاد څخه وړاندې دریمې پېړۍ پر مهال د اناکرئون په شعر کې) کارول شوی. له میلاد څخه په وروسته دریمه پېړۍ کې په رومي دین باندې د یونانیانو د ژور اغېز له امله ډیانا نږدې په بشپړه توګه له آرتیمس سره ترکیب شوه چې له امله یې په معنوي ډګر او همدارنګه د ظاهري توصیف په برخو کې د هغو ډېری ځانګړنې خپلې کړې. رومي شاعر نمسیانوس ډیانا په عامه بڼه داسې توصیف کړې: هغې به له ځان سره کمان او د سروزرو له غشو ډکه بکسه له ځانه سره ګرځوله؛ په غمیو باندې ښکلي شوی سیګک لرونکی کمربند به یې په ملا تړلی او د هغې د چپنې درزونه به یې سره نښلولي؛ همدارنګه یې خپل وېښتان په یوه تکه تړل. په پنځمه میلادي پېړۍ کې روم ته د هغې د فرقې له ننوتو نږدې زر کاله وروسته فیلسوف پروکلوس لا هم نوموړې د «د ټولو کلیوالي شیانو څارونکې او ساتونکې توصیف کړې [هغې] چې  په ټولو کلیوالي او نه کرل کېدونو شیانو یې ټینګار درلود». [۵][۶][۷]

د درې ګونې الهې په توګه سمول

ډیانا د یوې درې ګونې الهې په توګه ګڼل کېده او له همدې امله په دریو نومونو پېژندل کېده: ډیانا، لونا او هکاته. د تاریخ لیکونکي سي. اېم. ګرین په خبره «دا بېلابېلې الهې نه وې او نه هم د مختلفو الهو ترکیب و. دا یوازې ډیانا وه ... ښکار کوونکې ډیانا، د سپوږمۍ په توګه ډیانا او د مړو د نړۍ ډیانا». د شپږمې میلادي پېړۍ له وروستیو وړاندې د نمي سیند په سواحلو کې؛ هغې ته په اړوند مقدس ځنګل کې د درې ګونې الهې په توګه درناوی کېده. [۸]

اندریاس الفولډي د جمهوریت وروستیو مهالونو ته په اړونده سکه کې کښل شوی انځور د لاتیني ډیانا بللی او هغه یې «د ښکار د الهې، د میاشتې د الهې او د مړو نړۍ ته د اړوندې الهې یا هکاته د وحدت سمبول بللی». دغه سکه چې له میلاد څخه مخکې ۴۳ کال کې د پي. اکولیوس نیمورینس له خوا وهل شوې د ډیانا نیمورینس د لرغونې مجسمې د سمبول په توګه پېژندل کېږي. په دغه سکه کې ارتیمس د غشي په لرلو، لونا – سلنه ګل په لاس او په بله خوا کې یې یوه مرکزي الهه انځور شوې چې په اسانۍ د پېژندل کېدو وړ نه ده او دا ټولې په یوې افقې کرښې سره یو موټې شوې دي. د نښو پېژندنې تجزیه او تحلیل څرګندوي چې د دغه انځور لرغونتیا شپږمې پېړۍ ته رسېږي ځکه هغه مهال اتروسکني موډلونو شتون درلود. دغه سکه ښيي چې د درې ګونې الهې د ټولګې انځور له میلاد څخه په وړاندې ۴۳م کال کې د نمي سیند په شاوخوا کې شتون درلود. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د څو لارو د نښلوونکو برخو او د مړو د نړۍ الهه سمول

د ډیانا لومړنی صفت تریویا و چې بیا وروسته ورته ویرجیل، کاتولوس او نور ګڼ شمېر القاب وکارول شول. «تیرویا» له لاتیني «تریویم» یا «درې لارو» څخه اخیستل شوی چې پر لارو په ځانګړې توګه په Y ډوله لارو باندې د ډیانا واکمنۍ ته اشاره لري. دغه رول تر ډېره پورې تیاره او ګواښونکی مفهوم درلود ځکه چې په استعاروي ډول د مړو نړۍ ته یې د لارې څرګندويي کوله. د مېډیا (Medea) په نامه لومړۍ میلادي پېړۍ ته په اړونه ډرامه کې جاودګر سنکا له تریویا غواړي څو یوه جاوديي چاره ترسره کړي. هغه د درې ګونې الهې ډیانا، سلنه او هکاته ادعا کوي او څرګندوي چې هغه دویمي قدرت ته اړتیا لري. د لومړۍ میلادي پېړۍ شاعر هورا هم په ورته توګه د دغه جادو ویلي او د ډیانا او پروزرپینا د قدرت څرګندونه کوي. د تقاطع سمبول د ډیانا د واکمنۍ څو اړخونو ته اړوندېږي. دا کېدای شي د هغو لارو سمبول وي چې کېدای شي ښکار کوونکي په ځنګل کې ورسره مخ شي او دغه ډول لارې یوازې د بشپړې سپوږمۍ په شتون کې روښانه کېږي؛ دغه موضوع دا څرګندوي چې د هدایت په نشتون کې څه ډول په «تیاره کې» لار وموندل شي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د مړو د نړۍ د الهې په توګه د ډیانا رول، یا هم حداقل د ژوند او مرګ ترمنځ د هغې له خوا د وګړو هدایت د دې لامل ګرځېدلی چې په پیل کې هغه له هکاته (او ځینې مهال له پروزرپینا) سره ترکیب شي. له دې سره داسې ښکاري چې د مړو د نړۍ د الهې په توګه د هغې رول د یوناني وګړو قوي نفوذ ته اړوندېږي (په داسې حال کې چې د کومای لومړنۍ یوناني مستعمرې د هکاته په نوم مخکښه الهه لرله او په ډاډمنه توګه هغې له لاتیني وګړو سره اړیکه لرله). په نمي سیند کې د هغې د پناه ځای اړوند یوه تیاتر کې داسې تونل یا ګودال ښوول شوی چې لوبغاړو ته یې اجازه ورکوله چې په آسانۍ سره د صحنې له یوه اړخه لاندې ولاړ شي او بل پلو را پورته شي دغې چارې د سپوږمۍ د پړاونو سره د اړیکې او همدارنګه د مړو په نړۍ کې د سپوږمۍ د نزول څرګندويي کوله. دا احتمال شتون لري چې د مړو د نړۍ اړوند په اصلي لاتیني عباداتو کې هغې کوم ځانګړی نوم نه درلود لکه لونا چې د سپوږمۍ د الهه توب لپاره و. دا هم له دې امله چې لومړنیو لاتیني وګړو لیوالتیا نه لرله د مړو د نړۍ د خدایانو لپاره نوم وټاکي، دغې چارې له دې باور سرچینه اخیسته چې د مړو نړۍ خاموشه ده. د یوناني الهې په توګه د هکاته نوم چې د ځمکې او د مړو د نړۍ ترمنځ پولې ته اړونده وه په ډیانا باندې له یوناني اغېز وروسته د مړو د نړۍ اړوند هغې ته وکارول شو. [۱۹]

د زیږون د الهې په توګه سمول

ډیانا ته تر ډېره پورې د ماشوم د زیږون اړوند او همدارنګه د ماشوم د زیږون پر مهال له مېرمنو څخه د ملاتړ کوونکې الهې په سترګه کتل کېږي. دغه موضوع په ډېر احتمال له سپوږمۍ سره د هغې د اړیکې له امله رامنځته شوې او باور پر دې دی چی د سپوږمۍ څرخ د قاعدګۍ (حیض) له دورې سره موازي دی او له هغو څخه د امېدوارۍ د میاشتو د حساب په موخه کار اخیستل کېده. په آریسیا کې د هغې په زیارت کې عبادت کوونکي دغې الهې ته د نوو زېږېدلو ماشومانو او رحم په شکل جوړ خټین نذرونه وړاندې کوي او اړوند معبد یې هم له نوو زیږدلو سپیانو او امیدواره سپیو څخه د پالنې خدمات وړاندې کوي.  [۲۰]

سرچينې سمول

  1. Larousse Desk Reference Encyclopedia, The Book People, Haydock, 1995, p. 215.
  2. The Clay-footed Superheroes: Mythology Tales for the New Millennium کينډۍ:ISBN p. 56
  3. Servius, Commentary on Virgil's Aeneid 6.118.
  4. Green, C. M. C. (2007). Roman Religion and the Cult of Diana at Aricia. New York: Cambridge University Press.
  5. Poulsen, B. (2009). Sanctuaries of the Goddess of the Hunt. In Tobias Fischer-Hansen & Birte Poulsen, eds. From Artemis to Diana: The Goddess of Man and Beast. Museum Tusculanum Press. کينډۍ:ISBN, 9788763507882.
  6. Cairns, F. (2012). Roman Lyric: Collected Papers on Catullus and Horace. Volume 301 of Beiträge zur Altertumskunde. Walter de Gruyter, 2012.
  7. Proclus, Platonic Theology Book VII.
  8. Green, C. M. C. (2007). Roman Religion and the Cult of Diana at Aricia. New York: Cambridge University Press.
  9. Alföldi, "Diana Nemorensis", American Journal of Archaeology (1960:137-44) p 141.
  10. A. Alföldi"Diana Nemorensis" in American journal of Archaeology 64 1960 p. 137-144.
  11. Horace, Carmina 3.22.1.
  12. Excavation of 1791 by cardinal Despuig not mentioned in the report: cf. P. Riis who cites E. Lucidi Memorie storiche dell'antichissimo municipio ora terra dell'Ariccia e delle sue colonie Genzano e Nemi Rome 1796 p. 97 ff. finds at Valle Giardino.
  13. NSA 1931 p. 259-261 platesVI a-b.
  14. Aeneid 6.35, 10.537.
  15. Carmina 34.14 tu potens Trivia...
  16. Green, C. M. C. (2007). Roman Religion and the Cult of Diana at Aricia. New York: Cambridge University Press.
  17. Horace, Epode 17
  18. Green, C. M. C. (2007). Roman Religion and the Cult of Diana at Aricia. New York: Cambridge University Press.
  19. Dionysius Hal. VII 6, 4: the people of Aricia help Aristdemos in bringing home the Etruscan booty.
  20. Green, C. M. C. (2007). Roman Religion and the Cult of Diana at Aricia. New York: Cambridge University Press.