ډيانا د ويلز شهزادګۍ

ډيانا د ويلز شهزادګۍ
(انګلیسي: Diana Mountbatten-Windsor, Princess of Wales د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ډيانا د ويلز شهزادګۍ
ډيانا د ويلز شهزادګۍ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Diana Frances Spencer د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱ جولای ۱۹۶۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه 31 اگسټ 1997 (36 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا[۱۸][۱۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميړه چارلېس، د ويلز شهزاده (۲۹ جولای ۱۹۸۱–۲۸ اگسټ ۱۹۹۶)[۴][۸][۲۰][۲۱]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد د ولز شهزاده، ویلیام[۴][۸][۲۰]
شهزاده هری[۴][۸][۲۰]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ډيانا د ويلز شهزادګۍ
ډيانا د ويلز شهزادګۍ

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ويلز شهزادګۍ ډيانا چې د ډيانا فرانسس سپينسر “Diana Frances Spencer” په نوم (۱۹۶۱ د جولای ۱ – ۱۹۹۷ د اګسټ ۳۱) زېږېدلې ده، د برتانوي شاهي کورنۍ غړې وه. نوموړې د ويلز د شهزاده چارلس “Charles, Prince of Wales” لومړنۍ مېرمن (برتانوي تخت ته ښکاره وارثه) او د ويليم “William” او هاري “Harry” شهزادګانو مور وه. د ډيانا فعاليت او زړه راښکون نوموړې يوه نړيواله نښه يا سمبول وګرځوله او تل پاتې نامتووالی او همدارنګه د خلکو پام يې تر لاسه کړ، چې د خپل ناکراره شخصي ژوند په واسطه خراب شوی و.

ډيانا په برتانوي اشرافيت کې وزېږېده او په خپل سنډرينګم “Sandringham” ملکيت کې شاهي کورني ته نږدې لويه شوه. نوموړې په ۱۹۸۱ ز کال په داسې حال کې چې د روزنتون د ښوونکې د مرستيالې په توګه يې کار کاوه، له شهزاده چارلس سره کوژدن شوه، چې د دويمې ملکه اليزابيت مشر زوی و. په ۱۹۸۱ ز کال يې د سينټ پاول په لويه کليسا “St Paul’s Cathedral” کې واده وشو او له امله يې نوموړې د ويلز شهزادګۍ شوه. دا هغه ونډه وه، چې نوموړې په خورا لېوالتيا سره د خلکو يانې ولس له لورې تر لاسه کړه. دواړو د ويليم او هاري په نومونو دوه زامن درلودل، چې هغه وخت برتانوي تخت ته د ځايناستي په ليکه کې دويم او درېيم وو. له چارلس سره د ډيانا واده د دوی د نامناسبت او له واده څخه پرته نورو چارو کې د بوختياوو له امله زيانمن شو. دوی په ۱۹۹۲ زکال کې لږه موده وروسته له هغې سره بېل شول، چې د اړيکې ماتېدل يې عمومي پوهه شوه. د دوی د واده ستونزې په زياتېدونکي ډول عامې شوې او دوی هم په ۱۹۹۶ ز کال کې طلاق شول.

ډيانا د ويلز د شهزادګۍ په توګه د ملکې په استازولۍ شاهي دندې په غاړه واخېستلې او د عامه هوساينې اړوند دندو کې يې استازولي وکړه. نوموړې په رسنيو کې د مرستندويه يا خيريه کار برخه کې د خپل نا دوديز چلند له امله ونمانځل شوه. د نوموړې د ملاتړ ډلو په لومړيو کې پر ماشومانو او لويانو باندې تمرکز وکړ، مګر وروسته په دوه ځانګړو مبارزو يا کمپاينونو کې د ښکېلتيا له امله وپېژندل شوه، چې يوې مبارزې د ايډز ناروغانو پر وړاندې ټولنيز کړه وړه او منښت رانغاړه او بله مبارزه د ځمکنيو بمونو د له منځه وړلو په موخه د سره صليب نړيوالې کمېټې له لارې پر مخ تله. ډيانا د هغو خلکو سره د مرستې په موخه عامه پوهاوی لوړ کړ او پر سرطان او رواني ناروغيو باندې د اخته خلکو د مرستې په موخه يې د لارو چارو ګټندويي (مدافع وکالت) وکړ. نوموړې په لومړيو کې شرمنده ګڼل کېده، مګر وروسته يې شخصيت او د ملګري نه درلودلو د خلکو زړونو ته نږدې کړه او د خپل واده له تريخ له منځه تګ څخه يې د هغه د نامتووالي په ژغورنه کې ورسره مرسته وکړه. ديانا په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ ز لسيزو کې د سينګار يا فېشن مشره وه او سينګارونکې ګڼل کېده. پاريس کې د موټر د ټکر له امله مړينه يې د پراخه ولسي خفګان او نړيوالو رسنيو د پام لامل شوه. د ښاري پوليسو “Metropolitan Police” له لورې يوې څېړنې د «ناقانونه وژنې» پرېکړه بېرته واخېستله. د نوموړې ميراث پر شاهي کورنۍ او برتانوي ټولنه باندې ژور اغېز درلودلی دی. [۲۲]

د ژوند لومړني پړاوونه سمول

ډيانا فرانسس سپينسر “Diana Frances Spencer” د ۱۹۶۱ ز کال د جولای پر لومړۍ نېټه د نورفولک د سانډرينګم په پارک هوس “Park House, Sandringham, Norfolk” کې وزېږېده. نوموړې د پينځه ماشومانو له ډلې څلورمه ماشومه وه. پلار يې جان سپينسر، ويسکونټ [اشرافي وړ نوم دی] التورپ “” (۱۹۲۴ – ۱۹۹۲) او مور يې فرانسس سپينسر، ويسکونټس التورپ  “Frances Spencer, Viscountess Althrop” نومېده، چې کورنی نوم يې روچي “Roche” دی او د ژوند موده يې (۱۹۳۶ – ۲۰۰۴) کالونه وه. د سپينسر کورنۍ د څو نسلونو لپاره له برتانوي شاهي کورنۍ سره نږدې تړلې وه. د هغې نياګانې سينتيا سپينسر، کونټيس [وړ نوم دی] سپينسر (Cynthia Spencer, Countess Spencer) او رت روچي، بارونيس [وړ نوم دی] فيرموی (Ruth Roche, Baroness Fermoy) د ملکې مور ملکې اليزابيت ته د انتظار [ځايناستو] مېرمنو په توګه خدمت کړی و. د ډيانا مور او پلار د کورنۍ ليکې د پر مخ وړلو لپاره د يو زوی هيله کوله او د يوې اونۍ لپاره ډيانا ته هيڅ نوم غوره نه شو. په پای کې يې خپلې مور او پېغلې ډيانا سپينسر “Lady Diana Spencer” په وياړ ډيانا فرانسس “Diana Frances” نوم غوره کړ. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

ډيانا ته د ۱۹۶۱ زکال د اګسټ پر ۳۰ نېټه د سندرينګم په سينټ ماري مګډيلين کليسا (St. Mary Magdalene Church, Sandringham) کې د تعميد غسل ورکړل شو. د سارا “Sarah”، جين “Jane” او چارلس “Chales” په نومونو دوه خويندو او يو ورور سره لويه شوه. ماشوم ورور يې جان د ډيانا له زېږون څخه يو کال مخکې له خپلې زوکړې څخه لږه موده وروسته مړ شو. د وارث هيلې د هغې د مور او پلار پر واده باندې فشار زيات کړ او د راپور له مخې “Lady Althrop” د ستونزې د لامل معلومولو په موخه لندن کې “Harley Street” کتنځي ته واستول شوه. ياد ازمايښت د ډيانا د کشر ورور چارلس له لورې د «سپکاوي» په توګه بيان شو: «دا زما د مور او پلار لپاره له ډاره ډک وخت و او ښايي ځکه يې د طلاق ريښه وه، چې زه فکر نه کوم چې دوی کوم وخت پرې بريالي شوي وي». ډيانا په “Park House” کې لويه شوه، چې پر سندرينګم ملکيت باندې پروت دی. کورنۍ يې ياد کور د هغه له څښتنې دويمې ملکه اليزابيت څخه په اجاره ونيو، چې ډيانا ورته له ماشومتوب څخه لايليبيټ ترور “Aunt Lilibet” ويله. شاهي کورنۍ د رخصتيو موده په وار وار ګاونډ سندرينګم هوس “Sandringham House” کې تېره او ډيانا د ملکې له زامنو شهزاده اندريو “Prince Andrew” او شهزاده ايډوارډ “Prince Edward” سره لوبې وکړې. [۲۸][۲۳][۲۹][۲۳][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

ډيانا هغه مهال اوه کلنه وه، چې مور او پلار يې طلاق شول. مور يې وروسته له پيټر شاند کېډ “Peter Shand Kydd” سره اړيکه پيل کړه او په ۱۹۶۹ ز کال يې ورسره واده وکړ. ډيانا په ۱۹۶۷ ز کال کې د خپل مور او پلار د بېلتون پر مهال له خپلې مور سره په لندن کې واوسېدله، مګر د همدې کال د کرسمس يا عيسوي اختر د رخصتيو پر مهال يې پلار “Lord Althorp” له “Lady Althorp” سره لندن ته د خپلې لور د بېرته ستنېدنې مخنيوی وکړ. له دې څخه لږه موده وروسته نوموړي د خپلې پخوانۍ خواښې “Lady Fermoy” په ملاتړ سره د ډيانا ساتنه تر لاسه کړه. لارډ التورپ په ۱۹۷۶ ز کال د ډارټموټ له کونټيس [اشرافي وړ نوم دی] راين “Raine, Countess of Darmouth” سره واده وکړ. له خپلې مېرنۍ مور سره د ډيانا اړيکه په ځانګړي ډول ښه نه وه. نوموړې راين ته د خپلې کرکې څرګندونه وکړه او هغه يې ځورونکې وګڼله. يو ځل ډيانا هغه له پوړيو څخه ښکته ټېله کړه. هغې وروسته د خپل ماشومتوب په اړه وويل، چې خورا ناخوښ و او هر څه په کې خورا بې ثباته وو. نوموړې وروسته له هغې د مېرمن ډيانا “Lady Diana” په توګه وپېژندل شوه، چې په ۱۹۷۵ ز کال يې پلار د سپينسر پرټ [له مارکيس څخه ښکته اشرافي وړ نوم دی] “Earl Spencer” وړ نوم ميراث تر لاسه کړ. په دې وخت کې يې پلار ټوله کورنۍ له پارک هوس څخه التورپ ته ولېږدوله، چې په نارتمپټونشاير “Northamptonshire” کې د سپينسر څوکۍ يا دنده وه. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

زده کړې او مسلک سمول

ډيانا په لومړيو کې د خپلې روزونکې ګيرټريوډ الين “Gertrude Allen” تر څار لاندې په کور کې زده کړې وکړې. خپلې رسمي زده کړې يې د نورفولک سيمې د پاچا لين “King’s Lynn, Norfolk” په سيلفيلډ خصوصي ښوونځي “Silfield Private School” کې پيل کړې او د نهه کلنۍ په عمر “Riddlesworth Hall School” ته لاړه، چې تيتفورډ “Thetford” ته نږدې يوازې د نجونو ليليه ښوونځی و. ډيانا په ۱۹۷۳ ز کال کې د کينټ د سيوينواکس “Sevenoaks, Kent” سيمې په “West Heath Girl’s School” کې له خپلو خويندو سره يو ځای شوه. نوموړې په پوهنيز ډول سم فعاليت ونه کړ او دوه ځلې د زده کړو عمومي تاييد (O-levels) کې بې پايلې شوه، چې د مضمون پر بنسټ پوهنيزه وړتيا ده. د هغې د ټولنې عالي روحيه د ياد ښوونځي له لورې په يو انعام سره وپېژندل شوه. ياد ښوونځی يې د ۱۶ کلنۍ په عمر پرېښود. ورور يې چارلس نوموړې تر دې وخته د شرمېدونکې نجلۍ په توګه يادوي. ډيانا د يوې وړ پيانو غږونکې په توګه د موسيقۍ برخه کې خپله وړتيا څرګنده کړه. نوموړې په لامبو وهلو او غوټه وهلو کې هم ډېره پوه وه او د بالټ او ټپ نڅا يې زده کړه. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

د يوې دورې لپاره يې په “Institut Alpin Videmanette” (چې د سويس په روګيمونټ کې د ځوانو مېرمنو هغه ښوونځی دی، چې ټولنې ته د ننوتلو لپاره د چمتووالي په توګه پر ټولنيزو نعمتونو او د لوړې کچې کلتوري دودونو تدريس باندې تمرکز کوي) کې ګډون وکړ او هغه مهال چې د ۱۹۷۸ زکال د عيسوي اختر له دورې څخه وروسته يې ښوونځی پرېښود، بېرته لندن ته ستنه شوه او هلته يې د ښوونځي له دوه ملګرو سره د خپلې مور پوړ [د ودانۍ پوړ يا منزل] شريک کړ. نوموړې په لندن کې د پخلي يوه پرمختللې دوره ولوستله، مګر ډېر لږ يې د خپلې خونې ملګرو ته پخلی وکړ. د لږې تنخوا يو لړ دندې يې تر سره کړې. تر هغې يې پېغلو نجونو ته د نڅا ښوونکې په توګه کار وکړ، چې د دړدنګ (سکي) پېښه يې د درې مياشتې کار د ځنډ لامل شوه. وروسته يې د لوبې د يوې ډلې له ښوونځي څخه د مخکې مرستیالې په توګه دنده ومونده، خپلې خور سارا او د هغې بېلابېلو ملګرو لپاره يې د پاکوالي [د کور يا لوښو] ځيني کارونه وکړل او په مېلمستياوو کې يې د کوربنې په توګه عمل وکړ. ډيانا د روبيرټسونس “Robertsons” لپاره د ماشومانو د روزونکې په توګه کار وکړ، چې په لندن کې مېشت امريکايۍ کورنۍ وه او د پيمليکو “Pimlico” په “Young England School” کې يې د وړکتون ښوونکې د مرستيالې په توګه هم کار وکړ. د ۱۹۷۹ ز کال په جولای کې يې مور ورته د پرټ انګړ يا شاهي ماڼۍ “Earl’s Court” په کوليهيرني انګړ “Coleherne Court” کې د ۱۸ کاليزې د ډالۍ په توګه يو اپارتمان واخېست. ډيانا په ياد اپارتمان کې د ۱۹۸۱ ز کال د فبروري تر ۲۵ نېټې پورې د خپل پوړ له درې ملګرو سره يو ځای ژوند وکړ. [۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118525123  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6p283x3 — subject named as: Diana, Princess of Wales — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1888 — subject named as: Diana Spencer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10072.htm#i100712 — subject named as: Lady Diana Frances Spencer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1059610 — subject named as: Diana Frances Spencer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Diana Frances Spencer (Prinzessin Diana, Princess Diana, Diana Princess of Wales, Lady Di) — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=7552 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/diana-lady-diana-frances — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ https://www.princeofwales.gov.uk/biographies/hrh-prince-wales — د نشر نېټه: ۴ مې ۲۰۲۰
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=spencerd — subject named as: Diana Princess Of Wales
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00000174&tree=LEO — subject named as: Lady Diana Spencer — دوتنه: Leo van de Pas
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ https://cs.isabart.org/person/78868 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000016244 — subject named as: Diana — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000016244 — subject named as: Diana — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  14. GND ID: https://d-nb.info/gnd/118525123 — د نشر نېټه: ۳۱ جنوري ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  15. https://www.royal.uk/diana-princess-wales — د نشر نېټه: ۳۱ جنوري ۲۰۱۷
  16. http://www.tandfonline.com/doi/pdf/10.1080/136008300111600
  17. http://www.tandfonline.com/doi/pdf/10.1207/S15324834BASP2403_1
  18. http://www.nytimes.com/2008/03/23/arts/television/23gate.html
  19. http://www.nytimes.com/1996/07/13/world/charles-and-diana-agree-on-divorce-terms.html
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ https://www.princeofwales.gov.uk/biographies/hrh-prince-wales — سرليک: Kindred Britain
  21. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10072.htm#i100712 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  22. "Diana's Legacy: A Reshaped Monarchy, a More Emotional U.K." The New York Times. 30 August 1997. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ ۲۳٫۲ Morton 1997، ص. 71.
  24. Bradford 2006، ص. 2.
  25. Brown 2007، صص. 32–33.
  26. Morton 1997، صص. 70–71.
  27. Morton 1997، ص. 70.
  28. Chua-Eoan, Howard (16 August 2007). "The Saddest Fairy Tale". Time. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۷. she died, suddenly, the day after the 36th anniversary of her christening الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 30 July 1981 باندې). The Royal Newlyweds; She Charms with an Easy Grace. The New York Times.
  30. Brown 2007، ص. 41.
  31. Bradford 2006، صص. 2, 20.
  32. Brown 2007، صص. 37–38.
  33. Brown 2007، ص. 37.
  34. (په 7 December 2004 باندې). Diana 'I thought of running off with lover'.
  35. Morton, Andrew (2017). Diana: Her True Story – In Her Own Words: The Sunday Times Number-One Bestseller. Michael O'Mara Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1782436935. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Bradford 2006، ص. 29.
  37. Bradford 2006، ص. 34.
  38. Brown 2007، صص. 40–41.
  39. Bradford 2006، صص. 40, 42.
  40. Brown 2007، ص. 42.
  41. (په 30 January 1999 باندې). International Special Report: Princess Diana, 1961–1997.
  42. "Diana, Princess of Wales". The British Monarchy. The Royal Household. 21 December 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Bradford 2006، ص. 35.
  44. Brown 2007، ص. 55.
  45. Bradford 2006، صص. 40–41.
  46. Bradford 2006، ص. 23.
  47. Bradford 2006، صص. 21–22.
  48. "Major Jeremy Whitaker, eccentric soldier who served as ADC in Nigeria and Malaysia before establishing himself as an in-demand photographer – obituary". The Telegraph. 5 December 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Bradford 2006، صص. 41, 44.
  50. Brown 2007، ص. 68.
  51. Morton 1997، ص. 103.
  52. Morton 1997، ص. 118.
  53. Bradford 2006، ص. 46.
  54. Bradford 2006، ص. 45.