ډئيزم یا خدای پالنه چې (په انگرزي ژبه : Deism) گڼي، هغه ښوونځی و چې په ۱۷مې زېږدي پېړۍ کې راووت او په ۱۸مه زېږدي پېړۍ کې بېرته له منځه ولاړه. ډئيزم چې د عقلي فلسفې اړخ ېې بولي ، د منځنيو پېړيو په اخلاقي ښوونو کې ځانگړی ځای درلود ، دا هغه مهال و چې د کلیسا ډېر سخت دريځ په لوړ حد کې و . يو شمېر خلکو ورو ورو فلسفې ته مخ وراړاوه . له همدې کبله دغه فلسفي ښوونځي کې په ډېره څرگنده توگه دا ښودل کېږي چې خدای د کايناتو له خلق کولو وروسته د نړۍ په چارو کې کار او دخالت نه لري .

د ډئيزم آند او مخينه سمول

ډئيزم د ساينسي ودې په پېړۍ کې رامنځته شوې هغه مفکوره وه چې په ډېره څرگنده توگه دا ښودل کېدل چې خدای د کايناتو له پيدايښت څخه وروسته د نړۍ په چارو کې کار او دخالت نه لري . او د نړۍ د پيدا کوونکي او نړۍ تر منځ تړاؤ په هکله بحث کېده . د ډئيزم د فلسفې دغه وينا څه نا څه د جبريوونو په وړاندې د اختياريوونو له استدلال سره ورته والی لري، چې هغوی هم وايي : خدای وروسته د کايناتو له خلق څخه يواز د هغه د بنده گانو د غوښتنې په صورت کې مرسته کوي . پرته له هغه د قيامت تر ورځې پورې چ د هغوی د اعمالو په اړه قضاوت کوي . د هغوی په دنياوي چارو کې کار نه لري ، دا ځکه چې دا نړۍ او په هغې کې ژوند کول يو آزمايښت دی ، تر څو هر وگړی د هغوی د پيغمبرانو د لارښوونو په عملي کولو کې چې رالېږل شوي دي ، خپل متابعت وښيي. او د کلیسا د چارواکو تابعت کول چې عوام غولوونکي دي ، نه يوازې ضرور نه دي ، بلکې له هغو سره مبارزه دیني او وطني دنده ده .

د ډئيزم ښوونځی او په باب ېې نيوکې سمول

د ډئيزم ښوونځی چې عقلي بڼه او د عقل لوري ته ېې اوښتون درلود ، دین ېې له نويو اړخونو څخه تر څېړنې لاندې ونيو . تر کومه ځايه چې ېې د نيوکو اړخ دی ډئيزم هغه ښوونځی بلل شوی چې بېلابېلو بڼو باندې تعریف شوی دی ، ځينې ېې لومړني ، ځينې ېې دوهم ځل له سره او منحرف شوي تعریفونه يادوي . په ټولټال دغه ښوونځی تر يوه بريده پېچلتيا او ابهامات لري . دلته يو شمېر هغه تعريفونه راوړل کېږي چې ډئيزم ېې ښودلی دی.

  • په دې باندې عقيده لرل چې د انسان عقل پرته له دې چې الهام ، وحيې او مذهب ته ژمن وي ، د خدای په موجوديت اقرار وکړي .

دغه ټکی په اتلسمه پړۍ کې يانې د روڼآنده په نوم غورځنگ د پير په کلونو کې ډېر پلويان درلودل.

د خدای د شتون په هکله بحث سمول

ډئيزم د هغه په اصلي مانا سره په واحد خدای عقيده لرل او يو ديني عمل دی چې يوازې په طبعي عقل ، نه په فوق طبعي وحې ولاړ وي . ډئيزم د هغه په ډېره پېژندل شوې مانا سره دا څرگندوي چې خدای يوه اوچته موجوده نړۍ پيدا کړې ده ، خو بيا وروسته لکه له ملک څخه د يوه ورک مالک په شان ېې هغه پرېښې ده او خپله په خپلو کارو لگيا دی .

ډئيزم د مذهب په توگه سمول

د لومړي ځل لپاره د ډئيست کلمه په څرگنده توگه د کالوينيسټي نظريه ورکوونکي پېره ويرت (Pierre Viret) له خوا د ده په هغه يو کتاب کې څرگنده شوه چې نوم ېې ( د مسيحيت جوړښت ) و . دا کتاب په ۱۵۶۴م زېږدي کې لیکل شوی . نوموړي د دغه کتاب په دوهم ټوک کې لیکي : ما اورېدلي دي چې زه له هغې ډلې څخه يم چې ځانونه ډيستان بولي ، دا هغه نوې کلمه ده چې دوی د الحاد (Athiest) په مقابل کې کارولې ده . په يوه بل ځای کې ډيست داسې تعريفوي : ډيست هغه څوک دی چې د ځمکې او جنتونو د خالق په توگه په خدای باندې گروهه ولري ، خو د عيسی او د هغه د ښوونو څخه منکر وي او له وحې شوي دین څخه کومه تلقي ونه لري .

سرچينې سمول

  1. http://en.wikipedia.org/wiki/Deism
  2. د آريانا دايره المعارف چاپکال ۲۰۱۰م زېږديز