چې يوازې شين ګوند


“Alliance 90/The Greens” چې يوازې شين ګوند يا “Greens” هم ورته ويل کېږي، د المان يو شين سياسي ګوند دی. دا په ۱۹۹۳ زکال کې د شين ګوند “The Greens” (چې په ۱۹۸۰ز کال لويديځ المان کې جوړ شو) او ۹۰ اتحاد (چې په ۱۹۹۰ زکال ختيځ المان کې جوړ شو) د يو ځای کېدنې په توګه رامينځته شوی و. “The Greens” په خپله په ۱۹۹۰ زکال کې د المان له بيا يو ځای کېدنې څخه وروسته د ختيځ المان له شين ګوند سره يو ځای شو. [۱]

د ۲۰۲۲ز کال د جنوري له راهيسې ريکارډا لانګ “Ricarda Land” او اومېډ نورېپور “Omid Nouripour” د ګوند دوه ګډ مشران وو. دا ګوند اوسمهال د المان په ښکتنۍ يا ولسي جرګه “Bundestag” کې له ۷۳۶ څوکيو ځنې ۱۱۸ څوکې لري، د ۲۰۲۱زکال فدرالي ټاکنو کې يې ۱۴،۸ سلنه رايې تر لاسه کړې او پارلماني ډله يې د شپږ ډلو درېيمه لويه ډله ده. د ګوند پارلماني ګډ مشران بريتا هابيلمان “Britta Haßelmann” او کاترينا ډورګ “Katharina Dröge” دي. د ګرين ګوند د دوه دورو پر مهال د فدرالي حکومت برخه و: په لومړي ځل له ۱۹۹۸ ز کال څخه تر ۲۰۰۵زکال پورې د سوسيال ديموکراتاتو “SPD” د کوچني ملګري په توګه او دويم ځل د المان د ۲۰۲۱ز کال له فدرالي ټاکنو څخه وروسته له سوسيال ديموکرات او ازاد ديموکراتيک ګوند “FDP” سره يو ځای و. ګرين ګوند په شولز کابينه “Scholz Cabinet” کې د لومړي وزير روبرت هابيک او د بهرنيو چارو د وزير انالينا بايربوک په ګډون پينځه وزيران لري.

نوموړی ګوند له سارلېنډ څخه پرته د المان په ټولو شپاړلس ايالتي مقننه قوو کې څوکۍ لري او په يوولس ايالتونو کې د ايتلافي حکومتونو غړی دی. ولسمشريزو چارو کې د بادين – اوتيمبيرګ “Baden-Wurttemberg” وزير وېنفرېډ کريچمان “Winfried Kretshmann” المان کې د شين ګوند د حکومت يوازينی مشر دی. د بادين اوتيمبيرګ لانتاګ “Landtag of Baden-Wurrtemberg” هم يوازينۍ ايالتي مقننه ډله ده، چې ۹۰ اتحاد/د ګرين ګوند په کې تر ټولو لوی ګوند دی؛ ياد ګوند د باواريا، هامبرګ، هيسي او شليزوېګ هولسټين په مقننه ډلو کې دويم لوی ګوند دی.

“Alliance 90/The Greens” ګوند د اروپا د شين ګوند او اروپايي پارلمان کې د شين اروپايي ګوند خپلواک اتحاد “Greens-European Free Alliance” بنسټګر غړی دی. ياد ګوند اوسمهال د اروپايي پارلمان د ۲۱ غړو په درلودلو سره د G/EFA ډلې تر ټولو لوی ګوند دی. د ۲۰۱۹ز کال اروپايي ټاکنو کې “Alliance 90/The Greens” ګوند د ۲۰،۵ سلنه رايو په ګټلو سره د المان دويم لوی ګوند و. ګوند د ۲۰۲۱ز کال ډسمبر کې ۱۲۵۱۲۶ غړي درلودل، چې د غړيتوب له مخې د المان څلورم لوی ګوند و.

ايالتونو کې پخواني نومونه او سمول

شين ګوند په لومړيو کې د ۱۹۸۰ز کال په جنوري کې د “Die Grunen” (شين) په نوم لويديځ المان کې رامنځته شو. ياد ګوند د ۲۰ پېړۍ د وروستيو د هستوي انرژۍ له ضد، چاپيريالي، سولې، نوي کيڼ اړخي او نوي سوسيال خوځښتونو څخه وده وکړه. [۲]

“Grune Liste Umweltschutz” (چاپيريالي خونديتوب لپاره د شين ګوند لښتليک) هغه نوم و، چې د المان فدرالي جمهوريت په ښکتني ساکسوني “Lower Saxony” او نورو ايالتونو کې ځينو څانګو لپاره کارول شوی و. دا ډلې په ۱۹۷۷ز کال کې رامينځته شوې وې او بېلابېلو ټاکنو کې يې برخه اخيستې ده، چې زياتره يې په ۱۹۸۰ز کال له شين ګوند سره يو ځای شوې.

د شين ګوند د لويديځ برلين ايالتي څانګه په ۱۹۷۸ز کال کې د متبادل لښتليک “Alternative Liste” يا کټ مټ د “Alternative Liste fur Demokratie und Umweltschutz” (د ديموکراسۍ او چاپيريالي خونديتوب متبادل لښتليک) په نوم رامينځته شوې وه. او په ۱۹۸۰ز کال کې د شين ګوند د لويديځ برلين رسمي څانګه شوه. په ۱۹۹۳ز کال د ختيځ برلين د شين ګوند او ۹۰ اتحاد سره له يو ځای کېدلو څخه وروسته يې نوم ۹۰ اتحاد/د برلين شين ګوند “Alliance 90/The Greens Berlin” ته بدل شو.

د شين ګوند د هامبرګ ايالتي څانګه په ۱۹۸۲ز کال کې له خپلې بنسټ ايښودنې څخه تر ۲۰۱۲ز کال پورې د “Grun-Alternative Liste Hamburg” (GAL: د شين ګوند متبادل لښتليک) په نوم يادېده او په ۱۹۸۴ز کال د شين ګوند د هامبرګ رسمي څانګه شوه.

تاريخچه سمول

۱۹۸۰ز کال د جنوري ۱۲-۱۳: د بنسټ کانګرس سمول

شين سياسي ګوند د نوي سوسيال خوځښتونو “New Social Movements” له څپې څخه راپورته شو، چې په ۱۹۷۰ز لسيزه کې فعال وو. د يادو خوځښتونو له ډلې د چاپيريال ساتنې پلوی، د جګړې ضد او د هستوي وسلو ضد خوځښتونه يادولی شو، چې خپله ريښه د ۱۹۶۸ز کال د زده کونکو لاريونونو څخه ګڼلی شي. ياد ګوند چې په کارلسروهي “Karlsruhe” کې د ۱۹۸۰ز کال د جنوري په ۱۳ نېټه د المان د ملي ګوند په توګه جوړ شو، غوښتل يې دې خوځښتونو ته سياسي او پارلمانې استازولي يا بڼه ورکړي او دا ځکه، وار له مخه شته ولسي ګوندونه داسې نه وو تنظيم شوي، چې د دوی بيان شوې مسئلې حل کړي. د بنسټيزې استازولۍ د تر لاسه کولو په موخه د شين ګوند يوموېلتشوتز لښتليک (Grune Liste Umweltschutz “GLU”) او  (Aktionsgemeinschaft Unabhangiger Deutscher “AUD”) په څېر د پخوانيو هڅو تنظيمونکي د شين ګوند غړي وو. د ککړتيا، هستوي ځواک د کارونې، د ناټو د پوځي عملياتو او د صنعتي ټولنې د ځانګړو اړخونو مخالفت د ګوند د مبارزې اصلي مسايل وو. شين ګوند د جنسيتي ازادۍ او د خوښې قوانينو دورې “age of consent laws” د له مينځه وړلو برخو کې هم هلې ځلې وکړې. [۳][۴]

د ګوند جوړولو په اړه په لومړي ځل په ۱۹۷۸ ز کال د حکومت د مشرانو له لورې په مفهومي ډول بحث وشو. په لومړيو پينځو کالونو کې يې د نورو تر څنګ مهم شخصيتونه Petra Kelly, Joschka Fischer, Gert Bastian, Lukas Beckmann, Rudolf Bahro, Joseph Beuys, Antje Vollmer, Herbert Gruhl, August Haußleiter, Luise Rinser, Dirk Schneider, Christian Ströbele, Jutta Ditfurth او Baldur Springmann وو. [۵]

د ۱۹۸۰ز کال د بنسټ ايښودنې غونډه کې د ګوند نظرياتي اصول يو لاس شول او د شين ګوند څلور نامته ارکان يې اعلان کړل:

  • ټولنيز عدالت
  • ايکولوژيکي پوهه
  • بنسټيزه ديموکراسي
  • د تاوتريخوالي نه شتون

۱۹۸۰ز لسيزه: په فدرالي کچه پارلماني استازولي سمول

په ۱۹۸۲ زکال کې د شين ګوند محافظه کارې ډلې د ايکولوژيکي ديموکراتيک ګوند “Ecological Democratic Party (ODP)” د جوړولو په موخه له ګوند څخه بېلې شوې. هغوی چې په ګوند کې پاتې شوې، خورا سوله غوښتونکې او پر کډوالۍ او زيږون حقونو باندې د بنديزونو پر ضد وو، په داسې حال کې چې د کانابېس “cannabis” نومي درملو د کارونې له قانون ايښودنې ملاتړ يې کاوه، د همجنسبازانو، ځلاند، دوه ګوني جنسيت او ترانسجنډر “LGBT” حقونو لپاره يې د کار کولو ته لومړيتوب ورکاوه او د هغه څه د پلوۍ هڅه يې کوله، چې دوی د زده کړو او ماشوم پالنې «د ازاد فکرۍ ضد» مفکورو په توګه بيان کړل. دوی د لاريون او کورنۍ سرغړونې کلتور له مسايلو سره د نږدې پېژنګلوۍ لېوالتيا هم درلوده، چې د هستوي وسلو، هستوي انرژۍ او فرانکفورت هوايي ډګر کې د الوتکې د نوې ځغاست ليکې (Startbahn West) د جوړولو پر وړاندې لاريونونو کې په پرله پسې ډول له پوليسو سره نښتې وکړې. هغوی چې هغه وخت يې ګوند پرېښود، ښايي د دې ځينو مسايلو په اړه ورته احساس کړی وي، مګر د لاريون له هغو بڼو سره ورته څرګند نه شول، چې د شين ګوند غړو په کې برخه اخيستې وه.

په ايالتي کچه ټاکنو کې له ځينو برياليتوبونو څخه وروسته، ګوند د ۱۹۸۳ز کال فدرالي ټاکنو کې د الماني پارلمان په ښکتني مجلس [ولسي جرګه] بنډيسټېګ “Bundestag” کې د ۵،۷ سلنه رايې په درلودلو سره ۲۷ څوکۍ وګټلې. په هغه وخت کې د ګوند د مهمو سياسي موضوعګانو له ډلې د “Pershing II IRBMs” خپرول او د لويديځ المان پر خاوره باندې د متحده ايالتونو او ناټو له لورې د هستوي سرګلولې کروز راکټونو توغول وو، چې په عمومي ولس کې يې پياوړی مخالفت رامنځته کړ او ډله ييزو مظاهرو کې يې لار ومونده. نوي جوړ شوي ګوند د دې وړتيا درلوده، چې د خپل ملاتړ تر لاسه کولو په موخه د دې عمومي خوځښت پام ځانته کړي. تر يوې اندازې په ۱۹۸۶ز کال کې د چېرنوبايل ناورين “Chernobyl disaster” د اغېز او د هوا ککړتيا او الماني ځنګلونو (والسټيربين Waldsterben) باندې د تېزابي باران د ګواښ په اړه د پوهاوي د زياتوالي له امله شين ګوند د ۱۹۸۷ز کال فدرالي ټاکنو کې د خپلې رايې ونډه ٪۸،۳ ته پورته کړه. نږدې همدې وخت کې جوشکا بېچر “Joschka Fischer” د ګوند د نارسمي مشر په توګه راڅرګند شو، چې د ۲۰۰۵زکال له فدرالي ټاکنو څخه وروسته د مشرۍ له ټولو پوسټونو څخه د لاس اخېستنې (استعفا) تر وخته نارسمي مشر پاتې شو. [۶][۷][۸]

سرچينې سمول

  1. "Etappen der Parteigeschichte der GRÜNEN". Bundeszentrale für politische Bildung. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Heberer, Eva-Maria (2013). Prostitution: An Economic Perspective on its Past, Present, and Future. Springer Science & Business Media. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783658044961. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Kaelberer, Matthias (September 1998). "Party competition, social movements and postmaterialist values: Exploring the rise of green parties in France and Germany". Contemporary Politics (په انګلیسي ژبه کي). 4 (3): 299–315. doi:10.1080/13569779808449970. ISSN 1356-9775. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The German Experiment That Placed Foster Children with Pedophiles". The New Yorker (په انګلیسي ژبه کي). Condé Nast. 16 July 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Zubrin, Robert (2012). Merchants of Despair: Radical Environmentalists, Criminal Pseudo-Scientists, and the Fatal Cult of Antihumanism. New Atlantis Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59403-476-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 26 April 1994 باندې). The Green with a smoking gun. The Independent.
  7. (په 12 October 2016 باندې). Study confirms that Stasi infiltrated Greens. Deutsche Welle.
  8. (په 12 October 2016 باندې). Das Interesse der Stasi an den Grünen. Frankfurter Rundschau.