Anura
چونگښه
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
طبقه دوه ژوندوي

چونگښې (په لاتين: Anura) د دوه ژوندويو څخه یو بې لکۍ او غوښه خوړونکی ژوي دي چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې خوږو اوبوته نژدې ژوند کوي. چونگښې په طبيعت کې مهم رول لوبوي. نوموړی ژوی خوځندکې ښکاروي او د مارغانود رزق یوه مهمه برخه هم ده. د چونگښو چوچیان چې په اوبو کې ژوند کوي د اوبو نباتات خوری او اوبه د طبیعو ناپاکو توکو څخه پاک کوي.

توصيف سمول

چونگښه سر، بدن او څلور پښې لري. مخکينی پښې یی څلور گوتې لري. شاتنی پښې یی پنځه گوتې لري او د مخکينو پښو په مقابله کې قوی او اوږدی دي. چونگښه د دی پښو څخه د ټوپ وهلو او لامبلو لپاره کار اخلي. اسکلت یی غضروفي برخې لري. د ملا تیر یی د لسو مهرو ( د غاړې ۱ مهره، د تیټر۷ مهرې ، د ملا ۱ مهره او د لکۍ ۱ مهره) څخه جوړه شوي ده. دغاړې مهره د ككرۍ سره د دوو مفصلو په مرسته تړل شوي ده. د چونگښو پوست د غټه چونگښو په مقابله کې لوڅ دي چې ځانگړی مرغړې لري. په دغو مرغړو کې بلغم منځ ته راځي چې د چونگښو پوسنکی د وچیدنې سره مقاومت کوي. څو مرغړې زهرجن توکې تولیدولای شی. چونگښې هم کولای شی د پوستکی په مرسته تنفس وکړي.

سترگې سمول

چونگښې ښه سترگې لري او کولای شی رنگونه تشخیص کړي. شيكيه یی د نورو شمزۍ لرونکو ژويو په مقابله کې روح پالونکی قابليتونه لري. نوموړی ژويان د سر پر شانتی برخې باندي دریمه سترگه لري. نوموړی سترگه کولای سی د رڼا زيات والی احساس کړي.

تلقیح سمول

د چونگښې ښځينه په اوبو کې هگی اچوي چې تر اچولو وروسته په اوبو کې د چونگښې د نارینې لخوا تلقیح شوي دي د دي هگیو څخه د چونگښې چوچيان چا کوي. دغه چوچي یوازې په خوږو اوبو کې ژوند کوي، د كونجكو په مرسته تنفس کوي. او د اوبو بوټي (نباتونه) خوري خو ځینی چوچیان د اوبو ژويان هم خوړلای شی.