چنگاښ ډوله ژوي

Malacostraca
چنگاښ ډوله ژوي
مملکه ژوی
عمومي بڼې بند پښه لرونکی ژوي
ځانتياوي بڼې كلک پوستى ژوي
طبقه چنگاښ ډوله ژوي

چنگاښ ډوله ژوي (علمي نوم: Malacostraca) د كلک پوستى ژويو څخه تر ټولو لویه او مشهوره طبقه (ډله) ده چې په عمومي توگه پېژندل شوي ژوي لکه شريمپان، كركندان، چنگاښان او کریفشان لري. په اوس وخت کې نوموړي ډله ۴۰،۲۰۰ ډوله ژوي لري.

توصيف سمول

د چنگاښ ډوله ژويو ټول بدن د ۱۹ - ۲۰ برخو څخه جوړ شوي دي. سر (Cephalon) پنځه برخې، ټټر (thorax) هم پنځه برخې او نس شپږ یا اووه برخې لري. وروستي برخه د ټېلسون (Telson) په نومه پېژندل شوي دي. د دي ژويو ټټر د کاسو (کلک پوستکی) لخوا پوښ شوي دي او خولې ته نژدي درې جوړې پښې (maxilipod) درلودلای شي.