چاپېریالي مېشت‌ځای

په چاپېریال‌پوهنه یا ایکولوژۍ کې مناسب مېشت‌ځای له ځانګړو شرایطو سره د یوې نوعې مطابقت یا ځان برابرولو ته وايي. موخه یې دا ده چې څه ډول یو موجود یا ډېر موجودات د سرچینو تراکم ته غبرګون ښيي (د بېلګې په توګه د ودې په واسطه هغه مهال چې سرچینې پرېمانه وي او څیروونکي حیوانات، پارازیټونه او پتوجنونه کم وي) او څه ډول هغه عوامل بدلوي (د بېلګې په توګه هغو سرچینو ته د نورو موجوداتو لاسرسی محدودول چې د څيروونکو حیواناتو لپاره د خوراکي سرچینې په توګه کار کوي). "د هغو متغیراتو ډول او شمېر چې د چاپېریالي مېشت‌ځای اړخونه جوړوي، له یوې نوعې تر بلې نوعې توپير لري او د یوې نوعې لپاره د ځانګړو چاپېریالي متغیراتو نسبي اهمیت ښايي جغرافیايي او بیوټیکي برخو ته په کتو سره توپير ولري." [۱][۲][۳]

ډېری نوعې په یوه سټنډرډ ایکولوژيکي ټاټوبي کې موجودې دي، په یوه پراخه طبقه‌بندۍ کې له نورو نوعو سره ورته چلندونه، تطابق او ځانګړنې لري، خو ځینې استثناوې هم په کې شته. د غیر سټنډرډ نوعو یوه ښه بېلګه د نیوزیلنډ «کیوي» مرغه دی چې الوت نه‌شي کولی او په ځمکه کې ساکن دی، له چینجیو او نورو ځمکنیو موجوداتو څخه تغذیه کېږي او خپل ژوند د تي لرونکو ژویو په ورته مېشت‌ځای کې تېروي. د جزیرې بیوجغرافیه د جزیرې د نوعو او خالي مېشت‌ځایونو په تشرېح کې مرسته کولی شي. [۴][۵][۶]

ګرینلي مېشت‌ځای سمول

د ژویو د مناسب مېشت‌ځای یا (niche) ایکولوژيکي معنا د مجسمې لپاره په دېوال کې د ایستل شوي ګوګ له معنا څخه اخیستل شوې ده چې هغه له فرانسوي کلمې (nicher) څخه مشتقه ده چې معنا یې ځاله جوړول دي. دغه اصطلاح طبیعت‌پېژندونکي «رازول هیل جانسون» مطرح کړه، خو جوزف ګرینل لومړنی کس و چې هغه یې په ۱۹۱۷ کال کې په څېړنیز پروګرام کې په خپله یوه مقاله کې وکاروله.[۷][۸][۹][۱۰]

د ګرینلي مېشت‌ځای مفهوم څرګندوي چې د نوعې لپاره د اوسېدو مناسب ځای د نوعې د مېشت‌ځای او اړوندو چلندي مطابقتونو په مرسته مشخصېږي. په بله وینا، د ژویو د اوسېدو مناسب ځای د ژوندځای د هغو اړتیاوو او چلندونو مجموعه ده چې هلته نوع ژوند ته ښه دوام ورکولی شي او بچیان زیږولی شي. د بېلګې په توګه په کلفورنیا کې د اوږدو لکیو لرونکو مرغیو چې (thrasher) نومېږي، چلند له هغه مېشت‌ځای سره مناسب دی چې په کې اوسېږي – تر خسو یا بوټو لاندې بچیان زیږوي او تغذیه کېږي او تر دغو خسو یا بوټو لاندې له څیروونکو حیواناتو یا ښکاریانو څخه پټېږي. له دغه مېشت‌ځای سره د دغه مرغه مطابقت د چلند او فزیکي ځانګړنو (د ښکاریانو سترګې نه جذبوونکي رنګ، لنډو وزرونو او پیاوړو پښو) له مخې مشخصېږي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

الټوني مېشت‌ځای سمول

په ۱۹۲۷ کال کې بریتانیايي ایکولوژېست «چارلس ساټرلنډ الټون» د ژویو مناسب مېشت‌ځای دا ډول تعریف کړ: "د یوه حیوان د اوسېدو مناسب مېشت‌ځای په ژواک چاپېریال کې د هغه ټاټوبی او له خوراک او دښمنانو سره اړیکې دي".[۱۴]

الټون د اوسېدو مناسب ځایونه د خوراکي لټون د فعالیتونو (خوراکي عادتونو) له مخې طبقه‌بندي کړل:[۱۵]

د بېلګې په توګه داسې مېشت‌ځای شته چې ښکار کوونکي مرغان په کې مېشت دي، دغه الوتونکي د موږکانو په څېر کوچني حیوانات خوري. د څېړۍ یا بلوط په یوه لرګي کې دغه مېشت‌ځای قهوه‌يي رنګه کونګ مرغانو نیولی او په پرانیستو څړځایونو کې کسټرل مرغانو اشغال کړی دی. د غوښه‌خوړونکو دغه مېشت‌ځای په دې واقعیت پورې اړه لري چې موږکانو په ډېرو بېلابېلو ځایونو کې یو مشخص نبات‌خوړونکی مېشت‌ځای جوړ کړی، که څه هم د موږکانو واقعي نوعې ښايي بېخي جلا وي.

هاچینسوني مېشت‌ځای سمول

د ژویو د مناسب مېشت‌ځای مفهوم د ژوپېژندونکي «ایولین هاچینسون» له‌خوا په ۱۹۵۷ کال کې مطرح شو. هاچینسون پوښتنه وکړه چې ولې د ډېرو موجوداتو ډولونه په هر مېشت‌ځای کې شته؟ د هاچینسون دغه کار ډېرو نورو کسانو ته الهام ورکړ تر څو ماډلونه جوړ کړي او دا تشرېح کړي چې په یوه ځانګړې ټولنه کې څومره او څه ډول مشابه نوعې موجودې دي، د دې تر څنګ «د مېشت‌ځای د پراختیا» (د سرچینو بېلابېلوالی یا د یوې ځانګړې نوعې له‌خوا کارېدونکي مېشت‌ځایونه)، «د مېشت‌ځای د وېش‌بندۍ» (د نوعو په واسطه د سرچینو تمایز) او «د مېشت‌ځای د تداخل» په څېر مفاهیمو د رامنځته کېدو لامل شو.[۱۶][۱۷]

مناسب مېشت‌ځای د ژواک چاپېریالي فضا یوه ډېره ځانګړې برخه ده چې د یوې ځانګړې نوعې له‌خوا اشغال شوې ده. په دې ګمان سره چې هېڅکله دوې نوعې د ټولو اړخونو له نظره سره یو شان نه دي (چې د هارډین د نابرابرۍ اصول بلل کېږی)، ځینې سرچینې د هرې نوعې لپاره ځانګړي مېشت‌ځایونه برابروي. نوعې کولای شي «د ژوند ډول» یا «اټکولوژيکه ستراتيژي» سره شریکه کړي چې دا د ژواک چاپېریالي فضا پراخ تعریفونه دي. د بېلګې په توګه که څه هم د استرالیا د چمنونو نوعې د لویې دښتې له چمنونو سره توپير لري، خو د ژوند ډولونه یې سره ورته دي.[۱۸][۱۹]

کله چې یو مېشت‌ځای تش پاتې شي، نور موجودات کولای شي دغه موقعیت ډک کړي. د بېلګې په توګه هغه مېشت‌ځای چې د تارپان (tarpan) د نشت کېدو له امله تش پاتې شوی و، د نورو حیواناتو (په ځانګړي ډول د کوچنیو اسونو یوه ډول) ډک کړی دی. کله چې حیوانات یا نباتات نوي چاپېریال ته وړل کېږي، د هغه ځای د موجوداتو پر مېشت‌ځای یا مېشت‌ځایونو د برید یا د دغو مېشت‌ځایونو د نیولو وړتیا لري. د انسان له‌خوا نورو چاپېریالونو ته د بېګانه نوعو ور وړل د بېګانه یا بریدګرو نوعو له‌خوا د بیولوژيکي ککړتیا لامل کېږي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچینې سمول

  1. Pocheville, Arnaud (2015). "The Ecological Niche: History and Recent Controversies". In Heams, Thomas; Huneman, Philippe; Lecointre, Guillaume; et al. (المحررون). Handbook of Evolutionary Thinking in the Sciences. Dordrecht: Springer. د کتاب پاڼي 547–586. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-017-9014-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Three variants of ecological niche are described by Thomas W. Schoener (2009). "§I.1 Ecological niche". In Simon A. Levin; Stephen R. Carpenter; H. Charles J. Godfray; Ann P. Kinzig; Michel Loreau; Jonathan B. Losos; Brian Walker; David S. Wilcove (المحررون). The Princeton Guide to Ecology. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 3 ff. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400833023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. A Townsend Peterson; Jorge Soberôn; RG Pearson; Roger P Anderson; Enrique Martínez-Meyer; Miguel Nakamura; Miguel Bastos Araújo (2011). "Species-environment relationships". Ecological Niches and Geographic Distributions (MPB-49). Princeton University Press. د کتاب پاڼې 82. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780691136882. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) See also Chapter 2: Concepts of niches, pp. 7 ff
  4. Mark V Lomolino; Brett R Riddle; James H Brown (2009). "The geographic range as a reflection of the niche". Biogeography (الطبعة 3rd). Sunderland, Mass: Sinauer Associates. د کتاب پاڼې 73. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0878934867. The geographic range of a species can be viewed as a spatial reflection of its niche الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Viewable on line via Amazon's 'look-inside' feature.
  5. Mark V Lomolino; Brett R Riddle; James H Brown (2009). "Areography: Sizes, shapes and overlap of ranges". Biogeography (الطبعة 3rd). Sunderland, Mass: Sinauer Associates. د کتاب پاڼې 579. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0878934867. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Viewable on line via Amazon's 'look-inside' feature.
  6. A Townsend Peterson; Jorge Soberôn; RG Pearson; Roger P Anderson; Enrique Martínez-Meyer; Miguel Nakamura; Miguel Bastos Araújo (2011). "Major themes in niche concepts". Ecological Niches and Geographic Distributions (MPB-49). Princeton University Press. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780691136882. We will make the crucial distinction between variables that are dynamically modified (linked) by the presence of the species versus those that are not. ... [Our construction] is based upon variables not dynamically affected by the species...in contrast to...those that are subject to modification by niche construction. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Niche". Oxford English Dictionary کينډۍ:Subscription required. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Niche". Merriam-Webster Dictionary. Merriam-Webster. 
  9. Johnson, Roswell (1910). Determinate evolution in the color-pattern of the lady-beetles. Washington: Carnegie Institution of Washington. doi:10.5962/bhl.title.30902. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Joseph Grinnell (1917). "The niche-relationships of the California Thrasher" (PDF). The Auk. 34 (4): 427–433. doi:10.2307/4072271. JSTOR 4072271. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۰ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  11. Soberón, Jorge (2007). "Grinnellian and Eltonian niches and geographic distributions of species". Ecology Letters (په انګلیسي ژبه کي). 10 (12): 1115–1123. doi:10.1111/j.1461-0248.2007.01107.x. ISSN 1461-0248. PMID 17850335. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Richard J. Huggett (2004). Fundamentals of Biogeography. Psychology Press. د کتاب پاڼې 76. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415323475. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Van der Putten, Wim H.; Macel, Mirka; Visser, Marcel E. (2010-07-12). "Predicting species distribution and abundance responses to climate change: why it is essential to include biotic interactions across trophic levels". Philosophical Transactions of the Royal Society B: Biological Sciences. 365 (1549): 2025–2034. doi:10.1098/rstb.2010.0037. PMC 2880132. PMID 20513711. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Elton, Charles Sutherland (2001). Animal Ecology. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 64. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0226206394. د لاسرسي‌نېټه May 14, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Elton focused on the niche of a species as its functional role within the food chain and its impact upon the environment" Jonathan M. Chase; Mathew A. Leibold (2003). Ecological Niches: Linking Classical and Contemporary Approaches. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226101804. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Three variants of ecological niche are described by Thomas W. Schoener (2009). "§I.1 Ecological niche". In Simon A. Levin; Stephen R. Carpenter; H. Charles J. Godfray; Ann P. Kinzig; Michel Loreau; Jonathan B. Losos; Brian Walker; David S. Wilcove (المحررون). The Princeton Guide to Ecology. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 3 ff. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400833023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Hutchinson, G.E. (1957). "Concluding remarks" (PDF). Cold Spring Harbor Symposia on Quantitative Biology. 22 (2): 415–427. doi:10.1101/sqb.1957.022.01.039. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  18. Hutchinson, G.E. (1957). "Concluding remarks" (PDF). Cold Spring Harbor Symposia on Quantitative Biology. 22 (2): 415–427. doi:10.1101/sqb.1957.022.01.039. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  19. Jonathan M. Chase; Mathew A. Leibold (2003). Ecological Niches: Linking Classical and Contemporary Approaches. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226101804. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Three variants of ecological niche are described by Thomas W. Schoener (2009). "§I.1 Ecological niche". In Simon A. Levin; Stephen R. Carpenter; H. Charles J. Godfray; Ann P. Kinzig; Michel Loreau; Jonathan B. Losos; Brian Walker; David S. Wilcove (المحررون). The Princeton Guide to Ecology. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 3 ff. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400833023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Robert H. MacArthur (1958). "Population ecology of some warblers of northeastern coniferous forests" (PDF). Ecology. 39 (4): 599–619. doi:10.2307/1931600. JSTOR 1931600. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  22. Three variants of ecological niche are described by Thomas W. Schoener (2009). "§I.1 Ecological niche". In Simon A. Levin; Stephen R. Carpenter; H. Charles J. Godfray; Ann P. Kinzig; Michel Loreau; Jonathan B. Losos; Brian Walker; David S. Wilcove (المحررون). The Princeton Guide to Ecology. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 3 ff. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400833023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Robert H. MacArthur (1958). "Population ecology of some warblers of northeastern coniferous forests" (PDF). Ecology. 39 (4): 599–619. doi:10.2307/1931600. JSTOR 1931600. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  24. Schoener, Thomas W. (1986). "The Ecological Niche". In Cherret, J. M. (المحرر). Ecological concepts: the contribution of ecology to an understanding of the natural world. Cambridge: Blackwell Scientific Publications. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Pocheville, Arnaud (2015). "The Ecological Niche: History and Recent Controversies". In Heams, Thomas; Huneman, Philippe; Lecointre, Guillaume; et al. (المحررون). Handbook of Evolutionary Thinking in the Sciences. Dordrecht: Springer. د کتاب پاڼي 547–586. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-017-9014-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Jonathan M. Chase; Mathew A. Leibold (2003). Ecological Niches: Linking Classical and Contemporary Approaches. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226101804. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Schoener, Thomas W. (1986). "The Ecological Niche". In Cherret, J. M. (المحرر). Ecological concepts: the contribution of ecology to an understanding of the natural world. Cambridge: Blackwell Scientific Publications. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)