پونیک جګړې

پونیک جګړې له ميلاد څخه مخکې د ۱۴۶ تر ۲۴۶ کلونو تر منځ د روم او کارتاژ تر منځ د پېښو شویو جګړو ټولګه وه. لومړنۍ پونیک جګړه له میلا څخه مخکې په ۲۶۴ کال کې د سیسیل په ټاپووزمه کې پيل شوه. یوناني لرغونی تاريخ‌پوه پولیبیوس هغه د تاريخ تر ټولو اوږده او شدیده جګړه بلله. په دې جګړه کې تر ډېره سمندري جګړې شاملې وې، چې تر ډېره د مدیترانې په اوبو کې د سیسیل په شاوخوا کې پېښې شوې. نښته له دې امله پيل شوه چې د روم امپراتورۍ جاه‌طلبۍ د سیسیل پر ټاپو د کارتاژ په ادعا کې لاس‌وهنه کوله. کارتاژ هغه مهال د مدیترانې د لويديځ برلاسی/ غالب ځواک و چې لویه سمندري امپراتوري یې لرله؛ په ورته حال کې روم هغه هېواد و چې په چټکتیا سره د پراختیا په حال کې و او ځواکمن پوځ خو کمزوری سمندري پوځ يې درلود. دې نښتې ۲۳ کال دوام وکړ او د پام‌وړ مالي او ځاني زیانونه يې دواړو لورو ته واړول. په پای کې رومیانو په ۲۴۱ کال کې کارتاژیانو ته ماته ورکړه. د سولې د تړون د ګټې پر بنسټ کارتاژیانو، رومیانو ته په لویه کچه جنګي غرامات ورکړل او سیسیل د روم په کنترول کې راغی او په دې توګه لومړنی رومي ولایت شو. د سیسیل د کنترول اقدام د روم موقعیت په مدیترانه او ټوله نړۍ کې د يو زبرځواک په توګه ثابت کړ. د جګړې پای هم په کارتاژ کې د پام‌وړ خو نابریالي بغاوت او سرغړونو لامل شو چې د میرسینري (مزدور) جګړې په نوم یادیږي. [۱]

د پونیک دویمه جګړه له میلاد څخه مخکې په ۲۱۸ کال کې پیل شوه چې له الپ څخه د هانيبال د تېرېدلو او د ايټالیا پر اصلي خاوره د برید شاهده وه.

دا لښکرلېږد په لومړیو کې له پام‌وړ بریا څخه برخمن و، په ځانګړي ډول له ميلاد څخه مخکې د ۲۱۶ او ۲۱۷ کلونو تر منځ د تربیا، تراسیمنه جهیل او کنا لویې بریاوې. همداراز په اېبریا (اسپانیا او نننی پورتګال)؛ په سیسیل؛ ساردینا او د افریقا په شمال کې پراخې جګړې پېښې شوې. له میلاد څخه مخکې په ۲۰۴ کال کې په افریقا کې د کارتاژ پر خاوره د رومیانو بریالی برید له ايټالیا څخه د هانيبال رابللو لامل شو. هغه له میلاد څخه مخکې  په ۲۰۲ کال کې د زاما په جګړه کې د افریقا د سکیپیون په‌واسطه ماته وخوړه او کارتاژ د سولې غوښتنه وکړه. له ميلاد څخه مخکې په ۲۰۱ کال کې یو تړون لاسلیک شو چې له مخې يې کارتاژ تر سیندونو هاخوا خاورو او ځينې افریقايي سیمو څخه بې برخې شو. له ۵۰ کلونو څخه د زیات وخت لپاره يې لوی غرامات ورکړل؛ د خپل وسله‌وال پوځ شمېر يې په شدید ډول محدود کړ؛ او کارتاژ يې د روم له څرګندې اجازې پرته د جګړې له پيل څخه منع کړ؛ په دې توګه کارتاژ د روم په حوزه کې په دویم  نفوذي ځواک بدل شو.

له ميلاد څخه مخکې په ۱۴۹ کال کې روم بیاځلي له کارتاژ سره د جګړې د اعلام لپاره توجهه ومونده او د پونیک درېیمه جګړه يې پيل کړه. دا جګړه په بشپړ ډول د کارتاژ پر ځمکه هغه ځای چې اوس د تونس په نوم یادیږي او تر ډېره د کارتاژ پر محاصره متمرکزه وه. له ميلاد څخه مخکې په ۱۴۶ کال کې رومیانو د کارتاژ پر ښار برید وکړ، هغه يې چور کړ ډېری خلک يې حلال کړل او په بشپړ ډول يې ونړاوه. هغه خاورې چې مخکې کاتاژاني وې د افریقا د رومي ولایت په توګه ولکه شوې. د ښار ورانۍ د مدرن تونس له ختيځ څخه ۱۶ کیلومتره (۱۰ مایله) لرې د افریقا د شمال په سمندرغاړو کې پرتې دي.

لومړنۍ سرچينې سمول

د پونیک جګړو د ټولو جنبو اصلي سرچينه تاریخ‌پوه پولیبیوس (له ميلاد څخه مخکې نږدې له ۱۱۸ تر ۲۰۰ کال) دی؛ هغه یونانی چې له ميلاد څخه مخکې په ۱۶۷ کال کې د یرغمل په توګه روم ته ولېږل شو. د هغه په اثارو کې د پوځي تخنیکونو یو منول شاملېږي چې اوس‌مهال يې ډېره برخه له‌منځه تللې، خو هغه په‌خپله اوس د هغه تاريخونو لپاره چې له میلاد څخه مخکې تر ۱۴۶ کال وروسته لیکل شوي پېژندل شوی دی. د پولیبیوس کار په پراخ ډول عیني او تر ډېره د کارتاژي او رومي ليدلورو تر منځ بې‌پرې په پام کې نیول کېږي. پولیبیوس یو تحلیلي تاریخ‌پوه و او هر چېرته چې ممکن و په‌خپله يې د دواړو غاړو له ګډون‌والو سره د هغو پېښو په اړه مرکې کولې چې نوموړي يې په اړه لیکنې کولې. هغه د افریقا په شمال کې د لښکرلېږدونو په بهیر کې چې د پونيک په درېمه جګړه کې د روم د بریا لامل شول، له رومي جنرال سکېپيو امېلیانوس (Scipio Aemilianus) سره مل شو. [۲][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د بولیبیوس د راپور پر کره‌توب د تېرو ۵۰ کلونو په بهیر کې ډېر بحث شوی، خو د مدرنو نظریو توافق دا دی چې تر ډېرې کچې يې ارزښتمن ومني او په مدرنو سرچينو کې د جګړې راپورونه د پولیبیوس د راپورونو د تفسیر پر بنسټ دي. مدرن تاريخ‌پوه اندروکوري، پولیبیوس «په نسبي ډول د باور وړ» بولي؛ حال دا چې کرېج چمپین يې یو «پوه، زیارکښ او هوښیار» تاريخ پوه یادوي.  [۲][۱۰][۱۱][۱۲]

په هغه ځایونو کې چې د پولیبیوس روایت نه‌شته مدرن تاريخ‌پوهان د رومي تاريخ‌پوه لیوي له راپور څخه چې په شدید ډول يې پر پولیبیوس تکیه کوله کار اخلي. که څه هم کلاسیک لیکوال ادریان ګلدزورثي وايي چې «د لیوي ريښتینوالی تر ډېره مشکوک دی»؛ او تاریخ پوه فلیپ سابین د لیوي «پوځي ناپوهۍ» ته اشاره کوي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د جګړې نور لرغوني تاريخونه موجود دي که څه هم تر ډېره په غوڅ غوڅ یا لنډ ډول دي. مدرن تاريخ‌پوهان معمولاً د رومي تاريخ لیکونکو لکه د سیسیلي د یونانی دیودوروس سیکولوس په څېر معاصرینو؛ لیکنې په پام کې نیسي. ورپسې نور رومي تاريخ‌پوهان پلوتارک، اپیان (د پونیک د درېیمې جګړې راپور يې مهم دی) او ډایو کاسیوس دي. ګلدزورثي لیکي: «د پولیبیوس لیکنو ته معمولاً هغه وخت لومړیوتوب ورکول کېږي چې له بلې هرې لیکنې سره توپير ولري». په نورو سرچينو کې سیکې، لیکنې، د لرغون‌پېژندنې شواهد او د [1]درې‌ګوني المپیاس په څېر د تجربي شواهدو رغونه شاملیږي.   [۲][۱۵][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

مخینه او سرچینه سمول

د روم جمهوریت د پونیک تر لومړۍ جګړې یوه پيړۍ مخکې په یرغلي ډول د ايټالیا په اصلي خاوره کې د پراختیا په حال کې و. چې د ايټالیا ټاپووزمه يې له ميلاد څخه مخکې په ۲۷۰ کال کې د ارنو سیند په سویل کې فتحه کړې وه، کله چې د ايټالیا د سویل يوناني ښارونه (مګنا ګرېسیا) تر پيرهېک جګړې وروسته تسلیم شول. د روم د پراختیا د دې دورې په بهیر کې کارتاژ له پلازمېنې اوسني تونس سره د اېبریا پر سویل، د افریقا د شمال پر ډېرو سمندري سیمو، د بالېراک ټاپوګانې، کورسیکا، ساردینا او د سیسیل پر لویديځه نیمه برخه واک ترلاسه کړ. [۲۱][۲۲]

له ميلاد څخه مخکې د ۴۸۰ کال له پيل څخه کارتاژ د سېراکوزا په مشرۍ یو لړ بې پایلې جګړې د یوناني ښار سیسیل ايالت پر وړاندې تر سره کړې. له ميلاد څخه مخکې په ۲۶۴ کال کې کارتاژ په ټاپو کې غالب ځواک و او کارتاژ او روم د مدیترانې په لویديځ کې مهم ځواک و. اړيکې يې ښې وې او دواړو هېوادونو څو ځله خپلې د دوستۍ اړیکې د رسمي اتحادونو له لارې اعلان کړې وې: چې له ميلاد څخه مخکې په ۲۷۹، ۳۴۸ او ۵۰۹ کلونو کې وې. پیاوړې سوداګریزې اړيکې يې لرلې. له ميلاد څخه مخکې د ۲۷۵- ۲۸۰ کلونو تر منځ د پیرهېک په جګړه کې د اپیروس د پاچا پر وړاندې چې په پرلپسې توګه يې په ايټالیا کې له روم او په کارتاژ کې له سیسیل  سره جګړه کوله کارتاژ رومیانو ته د اړتیا وړ لازم توکي په واک کې ورکړل او لږ تر لږه یو ځل يې د رومیانو د لېږدولو لپاره له خپل سمندري ځواک څخه کار واخیست. د کلاسیک پال ریچارد مایلز په وینا، د ايټالیا د سویل تر کنترول وروسته د روم پراختیا‌پال لیدلوری او پر سیسیل د کارتاژ مالکانه چلند د دې لامل شو چې دا دواړه هېوادونه د طرحه شوې جګړې پر ځای په تصادفي جګړه کې ښکېل شي. د جګړې بېړنی لامل د سیسیلي مسانا (اوسنۍ مسینا) د خپلواک ښاري ایالت د کنترول موضوع وه. له ميلاد څخه مخکې په ۲۶۴ کال کې روم او کارتاژ د یو بل خلاف جګړې ته دننه شول او د پونیک لومړۍ جګړه يې پیل کړه.  [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې سمول


[1] د يونان په اتن کې د لرغوني سمندري بېړي نوم، ژباړن

  1. Polybius. The Histories. د کتاب پاڼې 1.63. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ Goldsworthy 2006، صص. 20–21.
  3. Champion 2015، ص. 96.
  4. Champion 2015، صص. 98, 101.
  5. Shutt 1938، ص. 55.
  6. Hau 2016، صص. 23–24.
  7. Lazenby 1996، صص. x–xi.
  8. Shutt 1938، ص. 53.
  9. Walbank 1990، صص. 11–12.
  10. Champion 2015، ص. 102.
  11. Tipps 1985، ص. 432.
  12. Lazenby 1996، صص. x–xi, 82–84.
  13. Goldsworthy 2006، ص. 222.
  14. Sabin 1996، ص. 62.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Champion 2015، ص. 95.
  16. Lazenby 1998، ص. 87.
  17. Goldsworthy 2006، صص. 23, 98.
  18. Mineo 2015، صص. 111–127.
  19. Le Bohec 2015، ص. 430.
  20. Goldsworthy 2006، صص. 21–23.
  21. Goldsworthy 2006، صص. 29–30.
  22. Bagnall 1999، صص. 21–22.
  23. Warmington 1993، ص. 168.
  24. Goldsworthy 2006، صص. 74–75.
  25. Miles 2011، صص. 175–176.
  26. Goldsworthy 2006، صص. 69–70.
  27. Miles 2011، صص. 94, 160, 163, 164–165.
  28. Goldsworthy 2006، صص. 25–26.
  29. Miles 2011، صص. 115, 132.