پلوتونيم

کیمیاوي عنصر

پلوتونيم (په انگرېزي: Plutonium کیمیاوی سمبل: P) د اکتينيدونو څخه شپږم راديواکټيویټي زهرجن فلزي عنصر دي چی د اټمي وسلو او ترموبريښنایی شرچينو د جوړولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي. رنگ یی سپين دي. د دغی عنصر اټمي شمېر ۹۴ دی او د وروستي ډول الکټروني جوړښت ییRn 5f6 7s2 دی.

د پلوتونيم الکټروني جوړښت
پلوتونيم

تاريخ سمول

پلوتونيم د مصنوعی راديواکټيویټي عنصرونو څخه دي چی په ۱۹۴۰ کال کی په کالېفورنیا کی د برکلي په پوهنتون کی د پنځپوهانو ادوین مک‌میلان او فیلیپ آبلسون لخوا جوړ شو. نوموړي مصنوعی عنصر د یورانيم څخه چی ددوتریوم لخوا بم شوي دی، منځ ته راځي. په ۱۹۴۵ کال کی په امریکا کی د پلوتونیم څخه اتمی بم چی پر جاپان اچوي شوي وو، جوړ شو.

 

پېژندنه سمول

پلوتونيم نقره یی فلز دی چی په هوا کی داكسيايډولو په سبب خپل رنگ تبدیلېږي. گڼوالي یی19,816 g/cm3 دی. نوموړي عنصر په طبیعت کی په ځانگړي ډول د پلوتونيم IV اکسايډ په ترکيب کی وجود لري. د پلوتونيم سوچه فلز په صنعت کی د فلوريډ پلوتونیم څخه د لیتيم یا باريم د کیمیاوی ليږدونو (Reduction) په مرسته منځ ته راځي.

PuF6 + 6 Li → Pu + 6 LiF
PuF6 + 3 Ba → Pu + 3 BaF2

دا هم وگورۍ سمول

سرچينې سمول