پلازمېنه (مرکزي ښار)، په يوه هېواد، دولت، ولايت، ادارې يا نورو اداري سيمو کې د ښاروالۍ چارو خپلوونکی لومړی حيثيت دی چې معمولاً د يوه حکومت مرکزيت بلل کېږي. په دوديز ډول پلازمېنه هغه ښار دی چې په فزيکي توګه د حکومت دفترونه او د لېدنو کتنو ځايونه په کې وي، يوه ښار ته د پلازمېنې حيثيت د دولت د قانون يا اساسي قانون له خوا ورکول کېږي. د ګڼو هېوادونو په ګډون په ځينو حقوقي حوزو کې د حکومت بېلابېلې څانګې، په جلا جلا ځايونو کې وي. په ځينو حالتونو کې، د رسمي پلازمېنې (د اساسي قانون تر مخې) او د حکومت مقام چې په يو بل ځای کې وي، سره توپير لري.

د انګريزي رسنيو خبرونه، د مرکزي ښار نوم د کنايې په ډول د يوه هېواد د حکومت لپاره چې دا ښار يې پلازمېنه وي، د بديل په توګه کاروي. د بېلګې په ډول:«د واشنګټن او لندن اړيکې» دا معنا چې «د متحده ايالاتو او بریتانيې تر منځ اړيکې».[۱]

اصطلاحات

د انګليسي (Capital) ټکی د لاتیني ژبې له (caput) ټکي نه اخیستل شوی دی چې معنا يې ده «سر».

په ډېرو هغو هېوادونو کې چې په انګليسي ژبه خبرې کوي، په ښکته فرعي وېش کې پلازمېنې ته «د ناحيې ښارګوټی» او د ناحيې مرکز اصطلاحات هم کارول کېږي. په ځینو اتحادي هېوادونوکې، له ملي کچې ښکته پلازمېنې، د «اداري» مرکزونو په نوم پېژندل کېږي. که څه هم تل داسې نه وي، خو بیا هم پلازمېنه په هېواد کې د قانون جوړولو تر ټولو ستر ښار وي.

اصليت

له تاريخي پلوه د يوه هېواد يا يوې سيمې ستر اقتصادي مرکز د سياسي ځواک په محوري نقطه بدلېږي او په دې ډول د نېول کېدو يا فدراسیون له لارې په پلازمېنه اوړي. (دې ته په کتنې سره نوې پلازمېنه د تل لپاره موجوده نه وي: د منځنيو پېړيو په لويديځه اروپا کې، يو ګرځنده (ګرځېدونکی) حکومت ډېر دود و). بېلګې يې لرغونی بابل، عباسي بغداد، لرغونی اتن، روم، براتيسلاوا، بوداپست، قسطنطنيه، چانګان، لرغونې کوسوو، کيف، مادريډ، پاريس، پودوګوريکا، لندن، بجينګ، پراګ، تالين، توکيو، لزبن، زيګا، ويلنوس او وارسا دي. د سياست سره سروکار لرونکي خلک او هغه څوک چې د ملي يا شاهي حکومتونو د اغېزناکې ادارې لپاره يې مهارتونو ته اړتيا وي، تر ډېره بريده په طبيعي ډول پلازمېنې ته راماتېږي، لکه:  قانون پوهان، سياست پوهان، بانکداران، ژورنالیستان او د عامه تګلارو جوړوونکي. ځينې داسې ښارونه مذهبي مرکزونه وو، يا اوس هم شته، د بېلګې په ډول: قسطنطنيه (له يو نه زياتو دينونو لپاره)، روم (د رومي کاتوليکې کليسا لپاره)، القدس (له يو نه زياتو دينونو لپاره)، بابل، ماسکو (د روسیي ارتودوکس کليسا لپاره)، بلګراډ (د سربيايي ارتودوکس کليسا لپاره)، پاريس او بيجينګ. په ځینو هېوادونو کې پلازمېنه د جغرافيايي لاملونو پر بنسټ بدله شوې ده؛ د فنلنډ لومړی ښار تورکو، چې د سويډن تر واکمنې لاندې له منځنیو پېړيو راهيسې د دې هېواد پلازمېنه وه، په ۱۸۱۲ز کال کې د « Grand Duchy of Finland» هېواد په منځ ته راتګ سره يې هغه مهال د پلازمېنې په توګه خپل حيثيت له لاسه ورکړ، کله چې روسي سترواکۍ «هلسينکي» د اوسني فنلنډ پلازمېنه وټاکل شوه.  [۲][۳][۴][۵]

د سياسي او اقتصادي يا کلتوري ځواک مرکزيت په هېڅ ډول نړيوال نه دی. شونې ده چې دوديزې پلازمېنې له اقتصادي اړخه د ايالتي سيالانو له خوا تر پام لاندې ونيول شي، د بېلګې په ډول: د شانګهای له خوا نانکينګ، د مونترال له خوا د کبک ښار او او د متحده ايالاتو ځینې ګڼ ايالتي مرکزونه. د يوې واکمنۍ يا کلتور له منځه تلل هم، د هغه ځای د مرکزي ښار له منځه تللو لامل ګرځي، لکه چې په بابل او کاهوکيا کې همداسې پېښ شول. [۶]

ډېرې پلازمېنې د اساسي قانون يا قانون جوړولو له لارې تعريف شوې دي، خو د اوږدې مودې ډېرې پلازمېنې داسې کوم قانوني نوم نه لري، په داسې پلازمېنو کې برن، اډينبرګ، لزبن، لندن، پاريس او ولينګټن شامل دي. دا ښارونه د يوې اتفاقي موضوع په توګه پلازمېنې منل شوې او دا ځکه چې، ټول يا نږدې د ټول هېواد مرکزي سياسي ادارې، لکه: حکومتي ادارې، ستره محکمه، قانون جوړوونکې هسته، سفارتونه او داسې نور په دې ښارونو يا ورته نږدې کې موقعيت لري.

د اوسمهال پلازمېنې

په متحده ايالاتو کې ولسوالۍ له تاريخي اړخه د ولسواليو ښارونه لري، دا ښارونه په ولسوالۍ کې تر ډېره بريده غټ ښارونه نه وي او ډېر ځله اداري مرکزونه هم نه وي، ځکه چې له تاريخي اړخه ډېرې ولسوالۍ اوس يوازې تشريفاتي بڼه لري او اداري پولې یې ځان ځانته دي. د رنسان له پړاو راهيسې، په نړۍ کې د نوو پلازمېنو شمېر زيات شو، په ځانګړي ډول له اتلسمې پېړۍ راهيسې، کله چې ملي خپلواک هېوادونه جوړ شول. [۷]

په کاناډا کې فدرالي پلازمېنه ده، په داسې حال کې چې لس ولايتونه او درې سيمې خپل مرکزي ښارونه لري. د مکسيکو، برازيل (په ترتيب سره د هر هېواد د پلازمېنې په توګه ريو ډي جينيرو او ساو پاولو په ګډون) او استراليا په څېر هېوادونو ولايتونه، هر يو يې خپل مرکزي ښارونه لري. د بېلګې په ډول: د استراليا د شپږو ايالتونو مرکزونه دا دي: اډلايډ، بريزبن، هوبارټ، ملبورن، پرت او سيډني. په استراليا کې «د مرکزي ښارونو» اصطلاح، د دې شپږوايالتونو مرکزونو، د کانبرا او ډاروين چې د شمالي سيمې مرکز دی، مرکزونو ته ويل کېږي. ابوظهبي د ابوظهبۍ د امارت پلازمېنه ده او د متحده عربي اماراتو پلازمېنه هم ده.  

متحده هېوادونه، چې له څو هېوادونو نه جوړ شوی وي، لکه: بریتانيه او د ډنمارک پاچايي، معمولاً هر يو خپل ځانګړی مرکزي ښار لري، خو فدراسيون داسې نه دی، په فدراسيون کې په عمومی  توګه يوه جلا ملي پلازمېنه نه وي، بلکې د يوه جوړوونکي هېواد مرکزي ښاربه، د ټول هېواد پلازمېنه وي، لکه: لندن، چې د انګلستان او متحده سلطنت پلازمېنه ده. په همدې ډول، د هسپانيې هره خپلواکه ټولنه او د ايټاليې سيمې خپل مرکزي ښار لري، لکه سويا او ناپل، په داسې حال کې چې ماډريډ د ماډريډ د ټولنې پلازمېنه او په ټوله کې د هسپانيې د پاچايۍ پلازمېنه ده، همدا شان روم د ايټاليې او د لاتزو د ټولې سيمې پلازمېنه ده.

په فدرالي جمهوري المان کې، د دې هېواد هر جوړوونکی ايالت (چې د Länder په نوم پېژندل کېږي او د لنډ جمع ده) خپل ځانګړی مرکزي ښار لري، لکه:  درسدن، ويسباډن، ماينز، دوسلدورف، اشتوتګارت او مونيخ، د فدراتيفيې روسيې جمهوريت ټول ايالتونه هم المان ته ورته دي. د المان او روسيې ملي پلازمېنې (برلین او مسکو) هم په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو تشکيلوونکي ايالتونه  دي. د اطريش او سويس سيمې (کانتونونه) خپل مرکزي ښارونه لري. ويانا د اطريش ملي پلازمېنه ده، خو ايالت هم دی، په داسې حال کې چې «برن» د سويس او برن سيمې دواړو لپاره (نارسمي) پلازمېنه ده.

د ملي پلازمېنو ډېری يې د خپلو هېوادونو ستر ښارونه  هم دي، خو په ځېنو هېوادونو کې حالت داسې نه دی.

سرچينه

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/%D1%F2%EE%EB%E8%F6%E0 Archived 2014-09-03 at the Wayback Machine.

دا هم وگورئ

  1. Panther, Klaus-Uwe; Thornburg, Linda L.; Barcelona, Antonio (2009). Metonymy and Metaphor in Grammar (په انګلیسي ژبه کي). John Benjamins Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-272-2379-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "What does a Capital City Mean?". 5 December 2012. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مې ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Where Next: The Reasons Why (Some) Countries Move Their Capitals". مؤرشف من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Makas, Emily Gunzburger; Conley, Tanja Damljanovic (4 December 2009). Capital Cities in the Aftermath of Empires: Planning in Central and Southeastern Europe. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781135167257. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Turku, Finland – Britannica
  6. Seymour, Michael (29 August 2014). Babylon: Legend, History and the Ancient City. I.B.Tauris. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780857736079. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Berlin – Washington, 1800–2000: Capital Cities, Cultural Representation, and National Identities, ed. Andreas Daum and Christof Mauch. New York: Cambridge University Press, 2006, ISBN کينډۍ:ISBN, pp. 4–7.