پر ښځو تاوتريخوالی

د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی (VAW) چې د جنسيت پر بنسټ تاوتريخوالی او د جنس او جنسيت پر بنسټ د تاوتریخوالي (SGBV) په نوم هم پېژندل کېږې، له تاوتریخوالي ډک هغه کارونه دي چې په بنسټيز ډول يا په ځانګړي ډول د ښځو يا انجونو په وړاندې تر سره شوي وي. عموماً دا ډول تاوتريخوالی د کرکې جرم بلل کېږي، د ښځو او انجونو پر ضد په ځانګړي ډول له دې امله تر سره شوي وي چې دوی ښځمنې دي او شونې ده چې دا تاوتريخوالی په ګڼو بڼو سره وي.[۱][۲][۳]

VAW يو اوږد تاریخ لري، د دا ډول تاوتريخوالي پېښې او سختوالی د وخت په تېرېدو او آن نن د ټولنو په توپير سره بدلون مومي. دا ډول تاوتريخوالی ډېر ځله د ښځو د د ايلولو يوه طريقه ده، که دا په عمومي توګه په ټولنه کې وي او که په شخصي اړيکو کې وي. شونې ده چې دا ډول تاوتريخوالی په تر سره کوونکي کې د کوم استحقاق، لوړوالي، له ښځو څخه د کرکې يا دې ته د ورته چلند زېږنده وي او يا هم مرتکب له تاوتريخوالي ډک طبيعيت لري، په ځانګړي ډول د ښځو په وړاندې.

د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړوند د ملګرو ملتونو په اعلاميه کې راغلي، «د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی د ښځو او نارينه وو تر منځ د ځواک د تاریخي نابرابرو اړيکو څرګندونکی دی» او «د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی يو له سختو ټولنيزو وسايلو څخه دی، د کوم په مټ چې ښځې د نارينه په پرتله يو تابع حيثيت غوره کولو ته اړ کېږي».[۴]

د ملګرو ملتونو عمومي منشي کوفي عنان د ۲۰۰۶ز کال په يو راپور کې چې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (UNIFEM) په ويبپاڼه کې خپور شو، اعلان کړه چې:

د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی د وبا په څېر خپره ستونزه ده. په ټوله نړۍ کې په درې ښځو کې لږ تر لږه يوه مېرمن وهل شوې، جنسي اړيکې ته اړ شوې يا په خپل ژوند کې په بل ډول ځورول شوې، په داسې حال کې چې ځورونکی هم هغه پېژني.[۵]

پېژندنه سمول

يو شمېر هغه نړيوال سندونه ډېرو هستو پلي کړي دي چې موخه يې د ښځو په وړاندې او کورني تاوتریخوالي له منځه وړل دي. په عمومي توګه دا اسناد هغه مهال پيل شول، کله چې د تاوتریخوالي د تعريف په اړه او د داسې کارونو سره د مبارزې  په هکله پوښتنه پیدا شوه. د اروپايي شورا د استانبول کنوانسیون (د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او کورني تاوتریخوالي د مخنیوي او مبارزې په اړوند د اروپايي شورا کنوانسيون) د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په دې ډول تشریح کړی چې دا «د بشري حقوقو څخه سرغړونه او د ښځو په وړاندې توپيري چلند دی» او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تعريف يې په دې ډول کړی چې «د جنسیت پر بنسټ ټول هغه کارونه چې پايله يې، يا اټکلي پايله يې د ښځو بدني، جنسي، رواني يا اقتصادي زيان يا د ښځو کړاو وي، د دا ډول کارونو ګواښ، په زور يا خپلسري ډول له ازادۍ څخه بې برخې کول هم په دې کې شامل دي، برابره ده، که دا چارې په شخصي ژوند يا په عام ځای کې تر سره شوي».[۶]

د ملګرو متلونو د عمومي اسامبلۍ د ۱۹۷۹ز کال د ښځو په وړاندې د هر ډول توپيري چلند له  منځه وړلو کنوانسيون (CEDAW) د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي سپارښتنې کوي او د ويانا اعلاميه او عمل پروګرام د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي يادونه کوي. خو د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د پای ته رسولو په اړوند د ملګرو ملتونو د عمومي مجلس د ۱۹۹۳ز کال پرېکړه ليک لومړی سند و چې په څرګند ډول يې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی تعريف او په دې موضوع يې رڼا واچوله. د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي نور تعريفونه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي، سزا او له منځه وړلو په اړوند د ۱۹۹۴ز په بين امريکايي کانوانسيون او د ۲۰۰۳ز کال د «ماپوټو پروټوکول» کې ځای پر ځای کړای شوي دي[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

سربېره پر دې، د جنسيت پر بنسټ تاوتريخوالی «ټولو کارونو يا د اعمالو ګواښ ته اشاره کوي، د کوم موخه چې ښځو ته د بدني، جنسي يا رواني زیان اړول وي، يا له دې کبله ورڅخه ښځې اغېزمنې کېږي چې دوی ښځې دي يا په نامتناسب ډول ښځې اغېزمنې کوي».کله کله د جنسيت پر بنسټ تاوتریخوالی د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د اصطلاح پر ځای هم کارول کېږي او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي اړوند په ځينو ليکنو کې دا مفاهيم له دې کبله  تکراريږي چې دوی باور لري د دې تاوتريخوالي اصلي مرتکبين (تر سره کوونکي) نارينه نه د. د دې تر څنګ، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د خاتمې په اړوند د ۱۹۹۳ز کال اعلاميه کې د تاوتریخوالي شوی تعريف هم د دې اند ملاتړ کوي، کله چې د «تاوتريخوالي» ټکی او د «جنسيت پر بنسټ» ټکي سره يو ځای وکارول شي؛ نو د تاوتريخوالي جرړې د ښځو او سړيو تر منځ تر نابرابرۍ پورې رسېږي.[۱۲][۱۳][۱۴]

د تاوتریخوالي په وړاندې د ښځو د خونديتابه اړوند غړيو هېوادونو ته د وزيرانو د کميټې له خوا په (2002)5 شمېره ثبت شوې سپارښتنه کې، اروپايي شورا روښانه کړې، چې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی په لاندې ډول دی،«خو تاوتریخوالی تر دې مواردو پورې محدود نه دی»:[۱۵]

الف. هغه تاوتريخوالی چې په کورنۍ يا داخلي واحد کې تر سره کېږي، په ګډون د  بدني يا روحي تيري، عاطفي يا رواني ځورولو، جنسي تيري يا جنسي سپکاوي، له محارمو سره جنسي اړيکې، د جوړو، دايمي يا کله کله شريکانو يا ملګرو تر منځ جنسي تيري، د غيرت په نوم تر سره شويو جرمونو، د ښځينه جنسي اعضاوو يا جنسي غړو پرې کول او نورو دوديزو کارونو تر سره کول چې ښځو ته زيان رسونکي وي، لکه په زور ودونو په ګډون.

ب. هغه تاوتریخوالی چې په عامه ټولنه کې تر سره کېږي، په ګډون د جنسي تيري، جنسي ناوړه چلند، جنسي سپکاوي يا په کارځای کې د ښځو ځورول، په ادارو يا نورو ځايونو کې د جنسي ناوړه ګټې اخستنې يا اقتصادي ګټې يا جنسي سياحت په موخه د ښځو قاچاق.

ج. د دولت يا د چارواکو له خوا تاوتریخوالی کول يا يې بښل.

د. د وسله والو نښتو پر مهال د ښځو د حقوقو تر پښولاندې کول، په ځانګړي ډول د هغوی يرغمل نيول، په زور بې ځايه کول، په منظم ډول جنسي تيری، جنسي مريتوب، په زور بلاربول او د جنسي يا اقتصادي ګټې اخستلو په موخه د هغوی قاچاقول.

د جنسيت پر بنسټ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي دا تعريف د ځينو په اند د منلو وړ نه او ستونزې زېږونکی دی. دا تعريفونه د ټولنې په پېژندلو کې د «سړي مشرۍ» مفهوم وړاندې کوي، کوم چې د ښځو او نارينه وو تر منځ د ناانډوله اړيکو ښودنه کوي. د دا ډول تعريفونو مخالفین استدلال کوي چې دا تعريفونه د نارینه وو په وړاندې کېدونکي تاوتریخوالي ته پاملرنه نه کوي او د جنسيت ټکی، لکه چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي جمله کې کارول کېږي، يواځې د ښځو لور ته اشاره کوي. نور معترضين استدلال کوي چې په ځانګړې طريقه د جنسیت د ټکي پلي کول د دې لامل ګرځي چې د ښځمنوالي لپاره د کمترۍ او ښکته والي او د نارينتوب لپاره د برترۍ اندونه منځ ته راوړي. داسې پراخه منل شوی تعرف نه شته چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتريخوالي ټول اړخونه پکې رانغښتي وي، نه يواځې د مېرمنو لپاره، کوم چې د غبرګو (دويال) مخالفتونو تصور يو ځل بیا وړاندې کوي: چې هغه د نارينتوب په وړاندې ښځمنتوب دی.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د بشري حقوقو په سندونو کې د تعريفونو پرتلنه


سند


منل شوی له خوا د


نېټه


تعريف


۱۹مه عمومي سپارښتنه


ډيوا کميټه

1992


د توپيري چلند په تعريف کې د جنسیت پر بنسټ تاوتريخوالی شامل دی، دا هغه تاوتريخوالی دی چې د ښځو په وړاندې له دې امله تر سره کېږي، چې دوی ښځې دي، يا ورڅخه ښځې په نامتناسب ډول اغېزمنې کېږي.[۲۰]


ډیوا


ملګري ملتونه

20 December 1993


د «ښځو په وړاندې تاوتريخوالي» د اصطلاح معنا ده چې د جنسیت پر بنسټ هر هغه تاوتريخوالی چې پايله يې وي، يا یې د داسې پايايلې اټکل کېږي چې ښځې ته بدني، جنسي يا رواني زيان يا ځور ورسوي.[۲۱]


د « Belém do Pará» کنوانسيون

د امريکايي ايالتونو سازمان


۹ جون ۱۹۹۴


...بايد هر هغه عمل يا چلند د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی وبلل شي چې د جنسیت پر بنسټ تر سره شوی وي، کوم چې ښځې ته د مرګ يا بدني، جنسي يا رواني زيان يا کړاو لامل ګرځي، که دا کار په عام ځای کې شوی وي، که په شخصي دايره کې.[۲۲]


ماپوټو پروټوکول


افريقايي اتحاديه


۱۱ جولای ۲۰۰۳


جنسي

«د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی» ټول هغه کارونه دي چې د ښځو په وړاندې تر سره کېږي او د دوی د بدني، جنسي، رواني او اقتصادي زيان لامل ګرځي يا د دې زيانونو شونتيا منځ ته راوړي، د دا ډول کارونو ګواښ کول، خپلسري محدوديتونه تپل يا د شخصي يا عمومي بنسټيز ژوند له آزاديو بې برخې کولو په ګډون، که دا چارې د سولې پر مهال تر سره شي او که د جګړې پر مهال.[۲۳]


د استانبول کنوانسیون


د اروپا شورا


۱۱ مۍ ۲۰۱۱

«.... د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی له بشري حقوقو څخه سرغړونه او د ښځو پر ضد توپيري چلند بلل کېږي او بايد د جنسيت پر بنسټ ټول هغه له تاوتريخواي ډک کارونه تاوتريخوالی وبلل شي کوم چې ښځو ته بدني، جنسي، رواني يا اقتصادي زیان رسوي، يا د زیان رسېدو لامل ګرځي، د داسې کارونو د ګواښ کولو، په زور يا په خپل سري ډول له آزادۍ بې برخې کولو په ګډون، که دا کارونه په عام ځای کې تر سره کېږي او که په شخصي ژوند کې... د جنس موخه  په ټولنيز ډول جوړه شوې دنده، چلند، کارونه او خاصيتونه بلل کېدای شي چې ټاکلې ټولنه يې د ښځو او نارينه وو لپاره مناسب بولي. «د جنسيت پر بنسټ د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی» څخه بايد هغه تاوتريخوالی مطلب وي، کوم چې له دې امله د ښځو په وړاندې تر سره کېږي چې هغه يوه ښځه ده يا په نامتناسب ډول ښځې اغېزمنې کوي... د سريزې ملاحظات: ،....دا خبره مني چې ښځې او نجونې د نارینه وو په پرتله د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له لوړ ګواښ سره مخ دي، دا مني چې کورنی تاوتريخوالی ښځې په نامتناسب ډول اغېزمنې کوي، د دې تر څنګ دا هم چې شونې ده سړي هم د کورني تاوتريخوالي ښکار شي...».[۲۴]

سرچینې سمول

  1. Citations:
    • Angelari, Marguerite (1997). "Hate crime statutes: a promising tool for fighting violence against women". In Maschke, Karen J. (المحرر). Pornography, sex work, and hate speech. New York: Taylor and Francis. د کتاب پاڼي 405–448. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780815325208. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Gerstenfeld, Phyllis B. (2013). "The hate debate: constitutional and policy problems". In Gerstenfeld, Phyllis B. (المحرر). Hate crimes: causes, controls, and controversies. Thousand Oaks, California: Sage. د کتاب پاڼې 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781452256627. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • McPhail, Beverly (2003). "Gender-bias hate crimes: a review". In Perry, Barbara (المحرر). Hate and bias crime: a reader. New York: Routledge. د کتاب پاڼې 271. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415944076. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Sexual and Gender-based Violence (WHO)
  3. Russo, Nancy Felipe; Pirlott, Angela (November 2006). "Gender-based violence: concepts, methods, and findings". Annals of the New York Academy of Sciences. Taylor and Francis and Oxfam. 1087 (Violence and Exploitation Against Women and Girls): 178–205. Bibcode:2006NYASA1087..178R. doi:10.1196/annals.1385.024. PMID 17189506. S2CID 34389352. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "A/RES/48/104 - Declaration on the Elimination of Violence against Women". United Nations General Assembly. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Moradian, Azad (10 September 2010). "Domestic Violence against Single and Married Women in Iranian Society". Tolerancy.org. The Chicago School of Professional Psychology. مؤرشف من الأصل في ۲۵ اپرېل ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Details of Treaty No.210: Council of Europe Convention on preventing and combating violence against women and domestic violence". Council of Europe. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "General recommendations made by the Committee on the Elimination of Discrimination against Women". www.un.org. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مې ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), General Recommendations 12 and 19
  8. "Vienna Declaration and Programme of Action". UN General Assembly. 12 July 1993. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), paragraph 18
  9. "What We Do: Ending Violence against Women: Global Norms and Standards". UN Women. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Inter-American Convention on the Prevention, Punishment And Eradication of Violence Against Women "Convention of Belem Do Para"". Organization of American States. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Protocol to the African Charter on Human and Peoples' Rights on the Rights of Women in Africa" (PDF). African Commission on Human and Peoples' Rights. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۲ مارچ ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Richters, J.M. Annemiek (1994). Women, culture and violence: a development, health and human rights issue. Leiden, The Netherlands: Women and Autonomy Centre (VENA), Leiden University. OCLC 905570045. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789072631374. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Krantz, Gunilla; Garcia-Moreno, Claudia (October 2005). "Violence against women". Journal of Epidemiology and Community Health. BMJ Group. 59 (10): 818–821. doi:10.1136/jech.2004.022756. JSTOR 25570854. PMC 1732916. PMID 16166351. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Sen, Purna (November 1998). "Development practice and violence against women". Gender & Development. Taylor and Francis and Oxfam. 6 (3): 7–16. doi:10.1080/741922827. JSTOR 4030497. PMID 12294415. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Recommendations of the Committee of Ministers to member states on the protection of women against violence". Council of Europe Committee of Ministers. 30 April 2002. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Ertürk, Yakin (2009). "Towards a post-patriarchal gender order: confronting the universality and the particularity of violence against women". Sociologisk Forskning. Sveriges Sociologförbund [Swedish Sociological Association]. 46 (4): 61–70. JSTOR 20853687. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Visaria, Leela (13 May 2000). "Violence against women: a field study". Economic and Political Weekly. Sameeksha Trust, Mumbai, India. 35 (20): 1742–1751. JSTOR 4409296. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Michau, Lori (March 2007). "Approaching old problems in new ways: community mobilisation as a primary prevention strategy to combat violence against women". Gender & Development. Taylor and Francis and Oxfam. 15 (1): 95–109. doi:10.1080/13552070601179144. JSTOR 20461184. S2CID 73218820. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Prügl, Elisabeth (Director) (25 November 2013). Violence Against Women. Gender and International Affairs Class 2013. Lecture conducted from The Graduate Institute of International and Development Studies (IHEID). Geneva, Switzerland. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. CEDAW Committee (1992). "General recommendation No. 19: Violence against women" (PDF). ohchr.org. Office of the United Nations High Commissioner for Human Rights. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۰ جولای ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "A/RES/48/104 – Declaration on the Elimination of Violence against Women – UN Documents: Gathering a body of global agreements". un-documents.net. 20 December 1993. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Inter-American Convention on the Prevention, Punishment, and Eradication of Violence against Women (Convention of Belém do Pará)" (PDF). oas.org. Organization of American States. 9 June 1994. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Maputo Protocol". Wikisource. African Union. 11 July 2003. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Council of Europe Convention on preventing and combating violence against women and domestic violence". coe.int. Council of Europe. 11 May 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)