پرې مخ (په انګرېزۍ: Cross section)، کله یې په عربي مقطع او کله د خوڅ اړخ په نامه هم یادوي. په مېچپوهنه (په عربي: هندسه) کې که یو شي فکري، په یوې، دوې او یا څو سطحو پرې کېږي، هرې سطحې ته پرې مخ او یا پرې شوی مخ وایي. په دغو سطحو کې هرې هغې برخې چې پرې شوې وي ښودل کېږي او په دغه توګه د شي منځ ښکاره کوي تر څو یې د جوړولو چار شونی اواسانه کړی وي. که شي د X - څورلیځ موازي خوڅ شوی وي نو افقي پرې مخ او که د Y - څورلیځ موازي خوڅ وي نو د عمودي پرې مخ په نامه یادېږي. کله ناکله شی ستونزمن او غټ وي نو پرې مخونه په کې ډېر شي نو بیا د A, ‌B، C، D ....نومونه ورکوي. په رسم کې یې شی د A-A په نامه یاد کړی. دا په دې مانا چې شی د A ټکي څخه تر بل A ټکي خوڅ شوی. د دغو دوو ټکیو په منځ کې کرښه د پرې مخ کرښې په نامه بولي.

په تخنیکي رسم کې پرې مخ (A-A)

پرې مخونه په ساده او ستونزمنو وېشل کېږي.

  • ساده. هغه ته وایي چې شی په یوه سطحه خوڅ شوی وي.
  • ستونزمن. هغه وي چې شي په څو سطحو کې خوځ کړي خو پرې کرښه، پرې مخ او رسم یو وي. په بله وینا یې که ووایو، د پرې مخ کرښه په شي کې ټوپ وهي. ستونزمن پرې مخونه کېدای شي په Z - څورلیځ هم وښودل شي.

ستونزمني پرې مخونه بیا په برخو وېشل کېږي: کرښیز، بیضوي او داسې نور.


په تخنیکي رسمونو کې چې د پرې کړې برخې او د ناپرې کړې توپیر یې کړی وي، پرې کړې برخې کرښیزه کوي (په کرښو یې ډکوي).

نن ورځ تخنیکي رسمونه په کمپیوټر څکول کېږي او تخنیکي پروګرامونه لکه اوټوکاد، ارخيکاد او داسې نور د (Section) توکمه لري. توکمه کښېکاږي او د پرې کولو پر ځای (کلیک) کوي او پرې مخ به چمتو وي.


سرچينې سمول