پرمختګ پالنه


پرمختګ پالنه یوه سیاسي فلسفه ده چې له ټولنیزو اصلاحاتو ملاتړ کوي. د پرمختګ پر بنسټ دا مفکوره چې د بشري شرایطو د لاښه والي لپاره د ساینس، ټکنالوژۍ، اقتصادي پرمختګ او ټولنیز جوړښت پیشرفت مهم بولي، پرمختګ پالنه په اروپا کې د روښنايۍ په عصر کې زښته د پام وړ وګرځېده، ځکه باور دا و چې اروپا کولای شي د ټولنې د بنسټ په توګه د تجربوي پوهې او علم له لارې له بې تمدنه شرایطو څخه متمدن ژوند ته مدنیتي پرمختګ ولري. د روښنايي مخکښانو باور درلود چې دا پرمختګ په نړیواله کچه په ټولو ټولنو کې د عملي کېدو وړ دی او ښايي چې دا مفکورې له اروپا څخه ټولې نړۍ ته پراختیا ومومي. [۱][۲]

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د پرمختګ پالنې مفهوم د سترو ټولنیزو بدلونونو څخه چې د صنعتي کېدو او د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د دویم صنعتي انقلاب له امله رامنځته شوي وو، سرچینه اخیسته. پرمختګ پال پدې اند و چې د سترې اقتصادي ناانډولۍ، د ډېر لږ تنظیمېدونکو انحصاري شرکتونو او د کارګرانو او اقتصادي نخبګانو تر منځ د شدیدې او ځینې مهال تاوجنې شخړې له کبله د پرمختګ مخه ډب شوې ده، او استدلال يې کاوه چې د دې ستونزو د هواري لپاره اقداماتو ته اړتیا شته. [۳]

د وخت په تېرېدو سره د پرمختګ پالنې مانا بدله شوې او بېلابېل اندونه موجود دي. د ۲۰مې پېړۍ د لومړي سر پرمختګ پالنه کې د انسانانو د نژاد د لاښه کولو او الکولي څښاک د بندولو خوځښت ملاتړ شامل و، چې په دواړو قضیو کې د عامې روغتیا خبره کېده او دا کار د پرمختګ پالنې اړوند نوښتونو کې ګڼل کېده. په ۲۱مه پېړۍ کې، پرمختګ پال خوځښت داسې تعریف لري: "دا هغه ټولنیز یا سیاسي خوځښت دی چې موخه يې د سیاسي بدلون او حکومتی کړنو د ملاتړ له لارې د عامو خلکو د ګټو استازولي دي." په ننني سیاست کې، پرمختګ پالنه په عمومي توګه د کيڼ-لیبرالیزم سنت برخه بلل کېږي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

تاریخچه سمول

 
اېمانوېل کانت

له روښنايي پالنې څخه تر صنعتي انقلابه پورې سمول

اېمانوېل کانت له بربریت څخه د تمدن په لوري خوځښت پرمختګ بولي. د ۱۸مې پېړۍ فیلسوف او سیاسي عالم مارکوس دې کوندورسېت وړاندوېنه کړې وه چې په سیاسي پرمختګ کې د غلامۍ له منځه تلل، د سواد او پوهې ډېرېدل، د جنسي ناانډولۍ کمېدل، د زندانونو سمون چې هغه وخت يې وضعیت خراب و او د بېوزلۍ کمېدل راځي.  [۱۵]

عصریتوب (Modernity) یا عصري کېده (modernization) د هغه پرمختګ د مفکورې کلیدي بڼه وه چې د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ کلاسیک لېبرالانو غوښتل په چټک ډول اقتصاد او تولنه عصري کړي تر څو د آزاد بازار او خلکو د آزاد تګ راتګ پر وړاندې دودیز خنډونه لري شي. [۱۶]

 
جان سټوارټ مېل

د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې، په لویدیځه نړۍ کې یوه سیاسي مفکوره ډېره مشهوره شوه چې ویل یې پرمختګ د د شتمتن او بېوزلي تر منځ د سترې اقتصادي ناانډولۍ، د ډېر لږ تنظیمېدونکو کپيټالیسټي انحصاري شرکتونو او د کارګرانو او کپيټلېسټانو تر منځ د شدیدې او ډېری مهال تاوجنې شخړې له کبله د پرمختګ مخه ډب شوې ده، نو د دې ستونزو د هواري لپاره اقداماتو ته اړتیا شته. پرمختګ پالنې پر ګڼو سیاسي خوځښتونو اغېز درلود. ټولنیز لیبرالیزم د برطانوي لیبرال فیلسوف جان سټوراټ مېل د خلکو د مفهوم څخه "پرمختګ پال موجودات" يې بلل، اغېزمن و. برطانوي لومړي وزیر بېنجامین ډیزرائیلي د یوه ولس محافظه کارۍ (Toryism) تر نامه لاندې پرمختګ پاله محافظه کاري رامنځته کړه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په فرانسه کې، د ټولنیز انقلاب او د دولت له مداخلې پرته مرکزي-ښي ټولنیزې-محافظه کارۍ تر منځ تشه د راډېکالیزم په راپورته کېدو سره چې فکر يې کاوه ټولنیز پرمختګ ملا-ضد، انسانیت او جمهوریت پالنې ته اړتیا لري، ډکه شوه. د شلمې پېړۍ تر نیمايي پورې په ډېری فرانسوي او روماني ژبو هېوادونو کې په ځانګړې توګه د ملاپالنې او اخوندګرايۍ ضد خوځښتونو اغېز پر مرکزي-کیڼ اړخو جوت و. په امپراطوري جرمني کې، صدراعظم اوتو وان بیسمارک د پلارسالارۍ محافظه کارو انګېزو له مخې پرمختګ پال ټولنیز رفاهي اقدامات وکړل تر څو کارګرانه له د هغه وخت له سوسیالیسټو خوځښتونو څخه لرې وساتې او هم د صنعتي انقلاب له خوندیتوب سره له انساني لارو مرسته وکړي. [۲۱]

په ۱۸۹۱م کال کې، د رومن کاتولیک کلیسا پاپ دیارلسم لیو یو لیک Rerum novarum خپور کړ او په هغې کې يې د کارګرانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه وغندله او له کارګري اتحادیو او حکومتونو څخه يې وغوښتل چې د مالکیت د حق په پام کې نیولو او د سوسیالیزم په غندلو سره د ټولنیز عدالت په نفعه سوداګریزې چارې تنظیم کړي. د پروتستان عیسویانو پرمختګ پال فکر په شمالي امریکا کې د ټولنیز مرام (Social Gospel) غږ وکړ چې پام يې د اقتصادي استثمار او بېوزلۍ پر ننګولو ورټول و او همدا و چې د ۱۹۸۰مو کلونو په نیمايي کې دا فکر د امریکا متحده ایالتونو په ډېری پروتستان دیني مدرسو کې مروج و. [۲۲]

معاصره اصلي سیاسي فلسفه سمول

په امریکا کې پرمختګ پال فکر د مشروطیت سیاسي فلسفې پر ضد د فکري بغاوت په توګه چې د جان لاک او د امریکا جمهوریت د بنسټګرو لخوا بیان شو، پیل او له مخې يې د دولت اقتدار په عادلانه واکونو کې د محدودیتونو په رعایت پورې تړاو لري. هغه څه چې په ۱۸۹۰مو کلونو کې د ټولنیز خوځښت په توګه پیل شول، وروسته په مشهور سیاسي خوځښت بدل شول چې پرمختګ پاله دوران يې باله. د ۱۹۱۲م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې، د امریکا درې واړو ولسمشریزو نوماندانو وویل چې پرمختګ پال دي. بداسې حال کې د پرمختګ پالنې اصطلاح د فشار د بېلابېلو سیاسي ډلو استازولي کوي چې تل سره یولاس نه دي. پرمختګ پال د ټولنیز ډاوینیزم نظریه ردوي او په دې باور دي چې ټولنیزې ستونزې لکه طبقاتي جګړه، حرص، بېوزلي، توکم پالنه او تاوتریخوالی، د ښه تعلیم، خوندي چاپېریال او اغېزمن کارځاي په برابرولو سره حل هوارېدلی شي. پرمختګ پال عموماً په ښارونو کې اوسېږي ځکه هلته يې کالجونه/پوهنتونونه لوستي او پدې اند دي چې حکومت د بدلون یوه وسیله کېدلای شي. د جهوري غوښتونکو او وروسته د پرمختګ پالو ګوند ولسشمر تیودور روزولت په ډاګه کړه: "هغه تل پدې باور لري چې ځیرکه پرمختګ پالنه او ځیرکه محافظه کاري سره څنګ په څنګ روان دي".[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

 
وودرو وېلسن

ولسمشر وودرو ویلسن په ډموکراټیک ګوند کې دننه د امریکا د پرمختګ پال خوځښت غړی و. د پرمختګ پالو دریځونو د وخت په تېرېدو سره تکامل موندلی دی. امپریالیزم، په ځانګړې توګه په امریکا کې، د ۱۹مې پېړۍ په پای او د ۲۰مې پېړۍ په پیل کې په پرمختګ پالنه کې دننه یوه جنجالي مسله وه، ځکع پرمختګ پالو د امریکايي امپریالیزم ملاتړ کاوه خو نور خوځښتونه يې بیا مخالف و. په لومړۍ نړیواله جګړه کې د غبرګون مهال، ولسمشر وودرو ویلسن یوه څوارلس ماده يي اعلامیه خپره کړه جط په هغې کې د ملي خودارادیت مفهوم ځای پر ځای شوی او امپریالیسټي سیالي او استعماري بې عدالتۍ پکې غندل شوې وې. په نړۍ کې هغه سیمو د دې امپریالیزم ضد څرګندونو ملاتړ وکړ چې د امپریال حاکمیت پر وړاندې یې مقاومت کاوه. [۲۷][۲۸]

د اقتصادي کنیسینیزم (۱۹۳۰-۱۹۷۰م کلونه) د منلو د دورې په بهیر کې، ډېری هېوادونو په ستره کچه په اقتصاد کې د دولتونو مداخله ومنله. په ۱۹۷۰مو او ۱۹۷۰مو کلونو کې د نیولیبرالیزم او د دولت د مداخلې د پالیسیو پر وړاندې د ننګونو په رابرسېره کېدو سره، منځنیو-کین اړخو پرمختګ پالو خوځښتونو په غبرګون کې درېیمه لاره ونیوله او د بازار اقتصاد (آزاد بازار) په ستر نقش یې ټینګار وکړ. سوسیال ډموکراټانو د دریېمې لارې د تېرېدو څخه سوسیال ډموکراټانو د سوسیال-ډموکراټیک خوځښت لپاره غږ پورته کړ. د برطانیې محافظه کار ګوند کې وتلیو پرمختګ پاله محافظه کارو عناصرو پر نیولیبرالیزم نیوکه کړې ده. [۲۹][۳۰][۳۱]

په ۲۱مه پېړۍ کې، پرمختګ پالو د هغو عامه پالیسیو پلوي وګړه چې د اقتصادي نااڼدولۍ او سیسټماټیک تبعیض لکه بنسټي توکم پالنې ضرري اغېزې راکمې یا بهترې کړې. [۳۲]

سرچينې سمول

  1. "Progressivism in English". Oxford English Dictionary. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Harold Mah. Enlightenment Phantasies: Cultural Identity in France and Germany, 1750–1914. Cornell University. (2003). p. 157.
  3. Nugent, Walter (2010). Progressivism: A Very Short Introduction. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195311068. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Prohibition: A Case Study of Progressive Reform". Library of Congress. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Leonard, Thomas (2005). "Retrospectives: Eugenics and Economics in the Progressive Era" (PDF). Journal of Economic Perspectives. 19 (4): 207–224. doi:10.1257/089533005775196642. Archived from the original on 20 اګست 2017. د لاسرسي‌نېټه 22 اکتوبر 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  6. Roll-Hansen, Nils (1989). "Geneticists and the Eugenics Movement in Scandinavia". The British Journal for the History of Science. 22 (3): 335–346. doi:10.1017/S0007087400026194. JSTOR 4026900. PMID 11621984. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Freeden, Michael (2005). Liberal Languages: Ideological Imaginations and Twentieth-Century Progressive Thought. Princeton: Princeton University Press. د کتاب پاڼي 144–165. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0691116778. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. James H. Timberlake, Prohibition and the Progressive Movement, 1900–1920 (1970)
  9. Joseph M. Hoeffel, المحرر (2014). Fighting for the Progressive Center in the Age of Trump. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 56. Modern American progressive thought combines social liberalism, including its government spending programs and mix of private enterprise and government regulation, with liberal cultural causes including voting rights for minorities, ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Helen Hardacre; Timothy S. George; Keigo Komamura; Franziska Seraphim, المحررون (2021). Japanese Constitutional Revisionism and Civic Activism. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 136, 162. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Great Courses, المحرر (2014). The Modern Political Tradition: Episode 17: Progressivism and New Liberalism. Great Courses. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Klaus P. Fischer, المحرر (2007). America in White, Black, and Gray: A History of the Stormy 1960s. Bloomsbury Publishing USA. د کتاب پاڼې 39. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Muzammil Quraishi, المحرر (2020). Towards a Malaysian Criminology: Conflict, Censure and Compromise. Springer Nature. د کتاب پاڼې 83. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781137491015. The urgent need for a meaningful theoretical perspective and research agenda is driven by an observation that both left liberalism (progressivism) and right liberalism (neoliberalism) have neutralised traditional conservative socialist .... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Progressivism". The Cambridge English Dictionary. 24 June 2020. Retrieved 3 May 2020.
  15. Nisbet, Robert (1980). History of the Idea of Progress. New York: Basic Books. ch 5
  16. Joyce Appleby; Lynn Hunt; Margaret Jacob (1995). Telling the Truth about History. د کتاب پاڼې 78. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780393078916. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Nugent, Walter (2010). Progressivism: A Very Short Introduction. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195311068. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Alan Ryan. The Making of Modern Liberalism. p. 25.
  19. Patrick Dunleavy, Paul Joseph Kelly, Michael Moran. British Political Science: Fifty Years of Political Studies. Oxford, England, UK; Malden, Massachusetts: Wiley-Blackwell, 2000. pp. 107–08.
  20. Robert Blake. Disraeli. Second Edition. London, England, UK: Eyre & Spottiswoode (Publishers) Ltd, 1967. p. 524.
  21. Union Contributions to Labor Welfare Policy and Practice: Past, Present, and Future. Routledge, 16, 2013. p. 172.
  22. Charles Howard Hopkins, The Rise of the Social Gospel in American Protestantism, 1865–1915 (1940).
  23. Waluchow, Wil (17 August 2018). Zalta, Edward N. (المحرر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – عبر Stanford Encyclopedia of Philosophy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Watson, Bradley (2020). Progressivism : the strange history of a radical idea. Notre Dame, Indiana: University of Notre Dame Press. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0268106973. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "The Progressive Era (1890–1920)". The Eleanor Roosevelt Papers Project. Archived 20 January 2020 at the Wayback Machine.. Retrieved 31 September 2014.
  26. Jonathan Lurie. William Howard Taft: The Travails of a Progressive Conservative. New York, New York: Cambridge University Press, 2012. p. 196.
  27. Nugent, Walter (2010). Progressivism: A Very Short Introduction. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195311068. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Reconsidering Woodrow Wilson: Progressivism, Internationalism, War, and Peace. p. 309.
  29. Jane Lewis, Rebecca Surender. Welfare State Change: Towards a Third Way?. Oxford University Press, 2004. pp. 3–4, 16.
  30. After the Third Way: The Future of Social Democracy in Europe. I. B. Taurus, 2012. p. 47.
  31. Hugh Bochel. The Conservative Party and Social Policy. The Policy Press, 2011. p. 108.
  32. Henning Meyer, Jonathan Rutherford. The Future of European Social Democracy: Building the Good Society. Palgrave Macmillan, 2012. p. 108.