ټرینیتروټولوېن
ټي اېن ټي
TNT
د کیمیایی فورمل C6H2(NO2)3CH3
نقطه ذوب
کثافت 1.654 g/cm3
د چاودونکی سرعت ۷،۴۰۰ متره په ثانيه کی

ټي اېن ټي یا ټرینیتروټولوېن (په انگرېزي:TNT, Trinitrotoluene) یوه قوي چاودونکي ماده ده چی د بمونو د جوړولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي. نوموړي چاودونکي ماده په ۱۸۶۴ کال کی د الماني کیمیاپوه یوسیف ويلبرانډ لخوا جوړه شوه.

پېژندنه سمول

ټرینیتروټولوېن ژېړه کريسټالي ماده ده چی کيمياوي فورمل یی C6H2(NO2)3CH3. دي. گڼوالي (کثافت) یی 1.654 g/cm3 او نقطه ذوب یی ۸۰ درجې دي. ټرینیتروټولوېن پرته له اتانول او کربن دیسولفیډ نه په عضوي محلولونو کی ويلېږي. ټرینیتروټولوېن هغه ټولوېن دي چی د کربن پر درو اټمونو باندي د ها يدروجن اتمونه پر ځای د نیترو ترکیبونه (- NO2) لري د ټرینیتروټولوېن د چاودنې انرژي ۱،۰۱۰ کیلوکالريه او د چاودنې سرعت یی ۷،۴۰۰ متره په ثانيه کی دي. ټرینیتروټولوېن زهرجن ماده ده چی د انسانانو پر پوستک، وينو او تورې (طحال) باندي بد آغېزه لري. انسانان چی ټرینیتروټولوېن جوړوي یا د دغی مادې سره کار کوي، کولای سی د کم خونی مرض (دکمې (لږې) وینې درلودنه) او ژیړ پوستک یا د اينې مرض ولري.