ټولنيزه ځنګلداري

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

لړلیک سمول

دځنګل پېژندنه سمول

 
شکل دهندوستان د اتراپردیش ایالت یو ځنګل راښی

ځينې علماوايې چې ځنګل لاتيني کلمه ده يعنې Silva څخه اخيستل شوې ده ولې ځينې نوربياوايې چې دForest څخه اخيستل شوې ده چې داهم يوه لاتيني کلمه ده چې دځنګل معنی ورکوي. ځنګل(Forest) دکورنه بهرفضاياطبيعت په معنی دی. په ساده ژبه ځنګل داسې تعريف کېږي: ځنګل ديوې نباتي ټولنې څخه عبارت دی چې هغه له ونو(Trees)، ونکيوياوړو ونو(Shrubs) اولرګينوځېليو(Woody vine) څخه تشکيل شوی وي اويوه مشخصه ساحه اشغالوي. کم ترکمه يوه ساحه چې لس فيصده(۱۰٪) د ونو،وړوونو اويالرګينو ځيليوپواسطه پوښل شوې وې هغې ته ځنګل ويل کېږي. دځنګله لپاره طبقه بندي تقريباًدوه جريبه يعنې يواکړ(Acre) وي. دسيندونو دغاړې ځنګلونه، لختي اوسرکونه، بايد۴۰ متره عرض لرونکې وي ترڅوځنګل حساب کړل شي. په علمي توګه ځنګل په لاندې ډول تعريف کېږي: ځنګل دونو(Trees)، وړو ونو(Shrubs)، لرګينوځيليو(Woody vine) او بوټو(Bushes) له يوې ټولنې څخه عبارت دی چې طبعي توګه راټوکېږي اوچاپېريال باندې بيولوژيکي اثرلري. ونه(Tree): هغه څوکلن، لرګين اويوه تنه لرونکی نبات دی چې لوړوالی يې له شپږومترو څخه زيات وي لکه دسدر،صبراوياصنوبر ونې. وړې ونې(Shrub): وړې ونې هغه لرګين، څوکلن نباتات دي چې واحده تنه نه لري بلکه دخاورې دبرخې څخه دڅوتنو اوشاخونو لرونکې وي لکه مورپان. لرګينې ځېلۍ(Woody vine): هغه څوکلن، لرګين نباتات دي کوم چې خپله نشي ودريدلای اودپورته ختلولپاره (Supporter) ته ضرورت لري لکه کوهي انګورياروباه انګور. بوټی(Bush): هغه لرګين، څوکلن نبات دی چې لوړوالی يې يومتر(1m) پورې رسيږي.

دټولنيزې ځنګلدارۍ پېژندنه سمول

(Introduction Social Forestry)
 
Tree pruning in Durham, North Carolina
 
James Kinder, an ISA Certified Municipal Arborist examining a Japanese Hemlock at Hoyt Arboretum

ټولنيزه ځنګلداري دااصطلاح دادارې، حفاظې اودځنګلونو داحداث څخه عبارت ده، چې په يوه شړه ځمکه کې دمحيطي شرايطوپه مرسته، دځنګلونوواقع کوونه دهمدې ټولنې اوښاري پرمختګ لپاره دټولنيزې ځنګلداري په نوم يادېږي. چې داحداث اساس يې قومي تړونونه او معاهدې تشکيلوي.ياپه بل عبارت ټولنيزه ځنګلداري دکليوالي اوښاري ټولنودګټې په منظور دځنګل دپخوانۍ ساحې څخه د باندې دځنګلونو رامنځ ته کول دي.په ټولنيزه ځنګلدارۍ کې دبومي نوعو(Domestic species)اوخارجي انواعو (Exotic species)څخه استفاده کېږي.

(۱۶-۱)شکل

دټولنيزې ځنګلدارۍتاريخچه سمول

دSocial Forestry اصطلاح دلومړي ځل لپاره په ۱۹۷۶م کال په هندکې دملي زراعت کميسون له لورې استعمال شوه. داهغه وخت و چې دهنددولت دموجوده ځنګلونو دپايښت لپاره دونودکرلو امر وکړ. مقصديې دځنګلونو جوړول اودغير زراعتي ځمکوترکرلاندې راوړل وه. ځنګلي زراعتي ځمکي چې دانسانانوداوسيدوځايونوته نژدې وي اودانسانانو دفعاليتونوپواسطه يې ځنګلات کم شوي وه احداثولوته ضرورت وو. په زراعتي کروندوکې دننه اوګيرچاپيره دونوکرل ضروري وه. داورګاړي پټلۍ، سيندونواونهرونوترغاړودونې کښينول شوې اوهمدارنګه په کليواوبيکاره ځمکوکې ونې کښينول شوې. دټولنيزې يااجتماعي ځنګلدارۍ مقصددعاموخلکو پواسطه دونو دشمېرزياتوالی ترڅودکورونو دابادۍ، دسون لرګي، اودحيواناتوغذايې ضرورت پوره شي. دکليوالي ځنګلاتونظريه چې دکليوالو خلکوضرورت پوره کړي څه نوې خبره نده دسلګونوکلونوراهسې موجوده وه خواوس يونوی کردار ورکړشو. ددې پلان په پېژندلوسره دولت محلي ټولنې دځنګلي منابعومطابق معرفي کړي.اواوس دطبعي منابعوپه اداره کې دکليوالو برخه اخيستل زيات شوي دي. ټولنيزې ځنګلدارۍ دپلان په واسطه دولت محلي برخه اخيستنې کم شوي ځنګلات اودعاموځمکو بياابادول شامل کړي. دټولنيزې ځنګلدارۍ دپلان ضرورت ځکه احساس شوچې هندوستان زياته کليوالي ابادي لري چې تراوسه دسون دلرګيواونورو ژونديوموجوداتودخوراک دپخولواوځان ګرمولولپاره ترې ګټه اخلي. همدارنګه دافغانستان په نورستان اوکنړ ولايتونو کې په ۱۹۹۲-۱۹۹۳م کلونوکې ټولنيزه ځنګلاداري دمديرا(Madera) اونارويژن (Norwegian) موسسو لخوا پيل شوه اودکارساحې يې برګيمټال، کامديش اوواماپه ولسواليوکې دي.

دټولنيزې ځنګلدارۍ اهميت سمول

(Importance Of Social Forestry)

دځنګلونو اهميت د دوه لارو له مخې دمطالعې وړ دي. 1. دځنګلونو توليدي ارزښتونوبيانول:- • خلکوته دسون موادبرابرول ترڅو حيواني فضله په خپلوکروندوکې استعمال کړي. • دځنګلي سيموڅخه ليرې ميشتوکليوالي خلکو دڅارويولپاره علوفه برابرول. • دبيلا بيلو ايکوسيستمونو درامنځ ته کولو لارې دزراعت ساتنه. • دکليوالي او ښاري خلکو دفايدې په منظوردځنګلونوايجادول. • دلرګيو څخه په صنعتي پروسوکې لکه الکول جوړول اوغوړوپه توليد کې استفاده کېږي. • دلرګيو څخه درنګ جوړولوکې کاراخيستل کېږي. • دلرګيو څخه دکاغذ په جوړولوکې استفاده کېږي. • دزياتوناروغيومخه نيسي لکه 32 فيصده دروماتيزم (Rheumatism) ناروغۍ څخه مخنيوی کوي. • دلرګيو کورونه د40-50 فيصده دانرژۍ مصرف کموي. دسوخت لرګي: زمونږ 80 فيصده خلک کليوالي ژوندلري چې معمولاً دوي لرګيونه دسوخت دموادو په حيث کاراخلي. ټول لرګي دحرارت دتوليد په نسبت ديوشان خصوصياتو لرونکي ندي، چې سفيدارکم حرارت توليدوي معمولاً دلوړو وچو اوغرنيو نباتاتو لرګي زيات حرارت توليدوي اوهغه نباتات چې اوبلنوټيټو ګرموځايونوکې شنه کېږي کم حرارت توليدوي. دحرارت ترڅنګ دوچو سيمولرګي دزيات مقاومت لرونکي دي نسبت اوبلنوټيټو سيمولرګيوته. دمثال په ډول دکابل سفيداردپيښورسفيدارو په نسبت ګران دي ځکه چې دکابل سفيدار واينې يې زرنه خوري اودکلکوالي عوامل يې دادی چې سريع نموکوي نوځکه پوده اونازکه نوي، دپيښور سفيداروريښې سوليدلي وي اودکابل دسفيدارريښې سوليدلي نه وي. دپيښوردسفيدارو زايلم اوفلويم غټ وي نسبت دکابل سفيداروته. ميوې: ځنګلي ونې ميوې توليدوي اودهغې ميوې دانسانانو داستفادې وړګرځي اودغذايې ارزښتونو ترڅنګ اقتصادي ارزښتونه هم لوړيږي لکه جلغوزې، پسته،غوزان (چهارمغز)، زيتون ، کرکڼې اوبيرې اوداسې نور. عمده ميوې داقتصاد پراختيالپاره جلغوزې او پسته ده.



2. دځنګلونو محافظوي ارزښتونوبيانول:- دخاورې دفرسايش اوتخريب څخه مخنيوی: معمولاً ددوه وعواملو پواسطه دخاوروتخريب صورت نيسي. a) باد b) اوبه دخاورې فرسايش: هغه عمليه ده کوم چې خاورې ديوې ساحې څخه وړي بلې ساحې ته اوپه دواړو ساحوکې داستفادې وړنه وي. a) باد: کولاې شي چې ديوې ساحې څخه خاورې اوشګې بلې ساحې ته انتقال کړي که چيرته ځنګل موجودوي نودخاورې دانتقال مخنيوی به وشي. نو ځنګلونه دباد دشدت او دخاورې دانتقال مخنيوی کوي. b) داوبو پواسطه تخريب: که دسيندونوپه غاړو کې ونې وکرل شي نودونې ريښې دخاورې دانتقال مخنيوی کوي، که په غونډۍ ياغرونوکې ونې وکرل شي نو واوره چې هلته وريږي دا ونې دواورې دويلي کيدواندازه راکموي اودوړې ويالې په شکل واوره ويلي کېږي. اوکه ونې نه وي نودسيلاب په شکل اوبه راځي اودتخريب سبب ګرځي. داټول ديوې ټولنې هغه کلتوري اواقتصادي اړتياوي دي چې پرته يې دهغوي دژوند په شرايطوکې ښه والی راتلی نه شي ددې ټولنيزهدف دلاسته راوړلوپه موخه دځنګلدارۍ دتخنيکونوڅخه استفاده دټولنيزې ځنګلدارۍ په نوم پېژندل کېږي. اودايونوې بعددی چې په اوس وخت کې د ځنګلدارۍ په مفکوره کې علاوه شوی.

د ټولنيزې ځنګلداري اهداف سمول

 (Objectives of social forestry) 

1. ښاري اړتياوې دچارتراش، دسون موادو، حيواني اونباتي تغذيې دمنځه وړل اودتنزيل شويوځنګلونو احداث اودوخت سره سم دپروګرامونو دکچې لوړوالی دی. 2. دبيروني او نيمه شړو ځمکوکې دځنګل احداث کول. 3. دملکي سړکونو، کانالونو، سيندونو اوويالو په غاړه دچټکې وده لرونکې انواعوکرنه. 4. ددولت دمربوطه ادارو، تعليمي اوملکي خلکو په ذريعه په غيرفايده منوځمکوکې دځنګلونو احداثول. 5. د شنوکمربندونو جوړول دښاراوصنعتي دستګا‌‌و لپاره. 6. دWind breaker(دبادماتوونکې) جوړول، دلمروړانګو په تناسب ځمکه په ونوپوښل. 7. په قطاري شکل دونوکرل، دپټوپه غاړه اويوه يوه ونه دشخصي زراعتي ځمکو په غاړه او همدارنګه بادماتوونکی دباغ لپاره ددوه ياڅوقطارونوپه شکل دونوکرنه. 8. دګلانواوزينتي بوټوکرل په ځنګلي ساحوکې دښاري اوکليوالي خلکودتفريح لپاره. 9. دښځواونارينو په ګډون دټولوخلکودمفکوروهڅول دي،ترڅودځنګلونوساتنه،وحشي ژوو ته پام لرنه اودځنګلونواغيزې په محيط باندې څه دي پوهه ورکول.

دټولنيزې ځنګلدارۍ قوانين سمول

(Lows Of Social Forestry)

دځنګلونو د۱۹۲۷م کال قانون په ۲۰۰۰م کال کې ترميم شو ترڅو ټولنيزه ځنګلداري وهڅول شي په هيوادکې،داقانون جوړشوې او اوس دعدليې وزارت، اوپارلماني چارو وزارت تصويب ته اړتيا لري، داقانون به دټولنيزې ځنګلدارۍ ملاتړ اودځنګلونو څخه ساتنه يقيني کوي. دنيالګيودکرلوبوديجه:- ټولنيزې کرنې دحکومت دبوديجې اوهم دقرض په پيسوترسره کېږي،ځکه چې داقسم ځنګلونه جوړول يواځې ددولت په پيسو ممکن ندي ددې فنډلس فيصده(۱۰٪) له ځنګل څخه دپخواترلاسه شوې ګټې څخه ورکول کېږي چې په حکومت اومرسته کوونکوباندې دفنډ بوج کم کړي.اوس ۵۰٪ ددې ټول لګښت دوزارت ماليې لخواورکول کېږي خوکه وزارت ونشي کړای چې دا ۵۰٪ بوديجه برابره کړي نوبرخه اخيستونکي په رضاکارانه ډول سره کارترسره کوي چې خلاډکه کړي اوپه همدې ډول دټولنيزو ځنګلونو ساتنه ممکنه ګرځي. دټولنيزو ځنګلونو لپاره ځمکې ته دلاس رسي لپاره بايد لاندې کړنې ترسره شي. شمېره موجوده ځمکې ساحه په ميليون هکټار سره 1 غيرصنف بندي شوې ايالتي لوڅې ځمکې 1.00 2 خس لرونکې ځکمې 0.56 3 غيرصنف بندي شوې دولتي ځنګلي ځمکې 0.27 4 حاشيوي لوڅې ځمکې 0.08 5 داخلي حاشيوي ځمکې 0.27 6 غيرصنف بندي شوې ځای دفصل ځمکې 0.06 7 غيرصنف بندي شوې خصوصي ځنګلي ځمکې 0.05 8 کرل کيدونکې ځمکې(شخصي کرل کيدونکې ځمکې) 2.36 9 دټولې زراعتي ځمکې 29 فيصده يې له سيلاب څخه بچ اودکرنې وړده.

10 دټولنيزوځنګلونولپاره دلاس لاندې ځمکه 4.65 نوددې مقصد لپاره 4.65 ميليونه هکټاره ځمګه موجودده چې دټول هيواد 31 فيصده کېږي. نودبنګله ديش مساحت اوموقيعت ته په کتلوسره ويلی شوچې دادټولنيزوځنګلونو دجوړولولپاره يوښه ځای دی.



دتوليدوړاندوينه سمول

که چيرته ټوله 4.65 ميليونه هکټاره ساحه داجتماعي ځنګلونو په کرلوباندې ونيول شي نوداټوله ځمکه به دځنګلونولپاره موجوده وي چې په لسوکالوکې به توليد ورکوي توليدبه يې په داسې ډول وي: 46.5 ميليون مترمکعب د ابادۍ او سوځيدولرګي هرکال او له دې سره سره به خواړه، عايد اوداستخدام زمينه هم برابره کړي. دټولنيزې ځنګلداري اړتياوې(Needs of social forestry) دټولنيزې ځنګلداري طرحې اړتيادلومړي ځل لپاره په هندکې رامنځ ته شوه.کله چې دلوړنفوس د سون دلرګيواړتيادBiomass (هغه څه چې دژونديو موجوداتو څخه منځ ته راځي)څخه منځ ته راغلي اودتودوخې په منظورورڅخه استفاده وشي. دسون دلرګيودغه غوښتنه ښکته نه کړای شوه، مګرهغه سيمې چې دمنځه ځي ددويم ځل لپاره دنفوسوپه مرسته پکې زياتولی راشي، نوددې کار اجر‌‌أ لپاره دولت پينځه کلنې ملکي پروژې اداره کړي. نودهمدې لپاره يې کليوالوته دکليورهبران ورکړي، چې پخپله پرخلکودځنګلونواداره وکړي او توليدات قوي اوجاري کړي.

دعاموخلکوګډون په ټولنيزه ځنګلداري کې سمول

(Involvement of common people)

دټولنيزې ځنګلدارۍ په اهدافوکې دعاموخلکوګډون په کرنه کې شامل دي. پس په همدې موخه دچارتراشو،دسون لرګيو، دحيواني تغذيې اودنورواړتياودپوره کولولپاره کرل کېږي. لدې کبله په رسمي اوعنعنوي ډول دځنګلونوساحې کمېږي. دکليوالي ځنګلونودامفکوره داطرافي خلکواړتيا په نظرکې نيولوسره څه نوې نه ده. دډيروپېړيوراهسې په ټولوهيوادونوکې شتون لري. خواوس مهال نوې تګلاره ورکړی شوې ده. ددغې طرحې دتعرف سره دولت په رسمي ډول پېژندنه کړې، عاموټولنوته ددې لپاره چې د ځنګلي منابعودقوانينومرعات وکړي. نه له همدې کبله اطرافي ګډون دخلکوطبعي منابعوپه اداره کې شوې دی. دټولنيزې ځنګلداري طرحې په نظرکې نيولوسره دولت دعاموټولنوګډون رامنځ ته کړی دی، ترڅودځنګل احداث عملي شي. نو په همدې اساس په ټولوځمکوکې دتخريب شوو ځنګلونوبيارامنځ ته کول دي.

دټولنيزې ځنګلداري ډولونه سمول

(Types of social forestry)

ټولنيزه ځنګلداري په عمومي ډول په څلورډولونه لري لکه د۱-۴ شمېرې پوري خوپه ځينوکتابونوکې زيات ډولونه ذکرکړي دي لکه په لاندې ډول ټول ډولونه. 1ـ فارم ځنګلداري (Farm forestry) 2ـ اجتماعي ځنګلداري (Community forestry) 3ـ دتوسعوي ځنګلداري (Extension forestry) 4ـ کرنيزه ځنګلداري (Agro forestry)‍‍‍‍‍ 5ـ تفريحي ځنګلداري (Recreational forestry) 6ـ ښاري ځنګلداري (Urban forestry) 7ـ کليوالي ځنګلداري (Village forestry) 8ـ دسون دلرګيوځنګلداري (Fuel forestry) 9ـ دتخريب شووځنګلونواحياء (Reforestation of Degraded forests) 1ـ فارم ځنګلداري (Farm forestry):-

دادځنګلدارۍ هغه عمليه ده چې په کې ونې دکروندوپه پلوياسرحدونودقطارپه شکل روزل کېږي ددې ترڅنګ په شخصي زراعتي ځمکوکې دونوکرنه اوهمدارازدباد ماتونکوقطارونو په شکل د ونودکرنې سره سروکارلري. ياپه بل عبارت دفارم ځنګلداري دهغوځنګلونوڅخه عبارت ده کوم چې په کروندوکې او يادکروندوپه شااوخواسيموکې دبزګرانودسون موادواوعلوفې داړتيادپوره کولواوپه کرنه باندې دګټورواغېزودرلودلوپه منظوردځانګړوتيت شوونوعواوياهم دونودټولګي په توګه روزل کېږي. قطارونه کې ونې يوله بل سره په مناسبه فاصله لري اوترمنځ يې بوټې (Shrubs)کرل کېږي.

په حاضرحال کې تقريباًپه ټولوهيوادونوکې، چيرته چې ټولنيزه ځنګلدارۍ پروګرامونه دتجارت اوغيرتجارت په منظوردکرنيزې ځنګلداري جريان لري، په يوډول يابل ډول سره تشويق اوتقويه شوې ده. په انفرادي ډول دهقانان دخپلوداخلي اړتياو په نظرکې نيولوسره پخپلوځمکوکې ونې کري. دهمدې کبله په ډيروسيموکې درواج په ډول دونوکرنه موجوده ده. غيرې تجارتي ځنګلداري دزراعت اصلي ضربه ده په زياتو ټولنيزوځنګلداريوکې، نن ورځ په هيوادکې دا هميشه اړينه نه ده چې دهقانان يواځې دسون دلرګيو په منظورونې وکري. بلکه کله کله دوې دونودکرلوسره علاقه لري، بغېردکوم اقتصادي خوځښت څخه شايدددوې دونوکرلوڅخه سيوری منظوروي. دزراعتي فصلونولکه بادماتوونکې، دخاورې ساتنې اود شړې ساحې د اشغالولولپاره وي.دکرنيزې ځنګلدارۍ لپاره زراعتي ځنګلداري يو بل نوم دی،کوم چې د ټولنيزې ځنګلداري يوه برخه ده.

(۱۶-۲)شکل دفارم ځنګلدارۍ 2ـ اجتماعي ځنګلداري (Community forestry):-

دې ته کليوالي ځنګلداري هم وايې، يو بل ډول دټولنيزې ځنګلداري په پروګرام کې شامل دي کوم چې ونې په اجتماعي ډول کرل کېږي، نه په شخصي ځمکه کې دځنګل رامنځ ته کول کوم چې د Farm Forestry پورې اړه لري. مګرداټولې کرنيزې پروسې ددې لپاره دي ترڅو په ټولو ټولنوکې هدف يې دونواحداث کول دي، نه په کوم انفرادي ډول ترسره شي. دولت دبوټودورکولو، دکيمياوي سرودورکولوضمه واري لري. مګرټولنې بيادونودساتلودنده په غاړه لري.ځينې ټولنې بيادونواداره باندې زيات تاکيدکوي اوخپله اصلي دنده ګڼي، ددې لپاره چې دکليواړتياپوره کوي اوځينې د ځان په نفع چارتراش خرڅوي. په يواځې ډول دلږ وخت لپاره عامې ځمکې دهرچا ځمکه وي، ډيره اسانه ده چې يې دمنځه يوسي. لکه په تيرو شلو(۲۰)کلونوکې دEucalyptus (لاچي)کرنه په لوړه پيمانه او چټکه وده دخارجي انواعوددې لامل ګرځيدلی، چې په هندکې رامنځ ته شوې اود ځنګلونو په احداث کې پوره رول لري. کوم چې په حقيقي ډول داطرافي ټولنې لپاره ښه چارتراش عرضه کوي.

(۱۶-۳)شکل داجتماعي ځنګلدارۍ


3ـ توسعوي ځنګلداري (Extension forestry):- توسعوي ځنګلداري هغه عمليه کوم چې په داسې سيموکې کومې چې دنورو نباتاتو اوونوڅخه خالي اودپخوانيوځنګلي ساحوڅخه ليرې سيموکې واقع وي دځنګل رامنځ ته کول دي. ديته ښاري ځنګلداري هم وايې، دا ځنګل دسړکونو، کانالونو، داورګاړي دکرښوپه اوږدودونوکرل اوپه شړواو فضوله ځايونوکې دونوکرل دتوسعوي ځنګلدارۍ څخه عبارت دی. همدارنګه د توسعوي ځنګلدارۍ لاندې په ډيروکليو، عاموځمکو، دولتي شړواوګوښه ځمکوکې دلرګيودمنځ ته راتګ سبب شوی دی.ددولتي تنزيل شووځنګلونو لپاره دبيارغونې نقشې برابرول، ددې لپاره چې دهيوادداخلي لرګيواړتياوې پوره کړای شي. يعنې دتوسعوي ځنګلدارۍ څخه هدف زياته ساحه د ونودکښت لاندې راوستل دي داپه خپل وارلاندې برخې لري.

(۱۶-۴)شکل دتوسعوي ځنګلدارۍ


دتوسعوي ځنګلدارۍ ډولونه (Types of extension forestry) a) مخلوطه ځنګلداري (Mixed forestry):- مخلوطه ځنګلداري دځنګلدارۍ هغه عمليه ده چې په کې علوفوي واښه او ورسره رنګړۍ ونې، ميوه دارې ونې اودسون دلرګيولپاره ونې په مناسبوپراخه ځمکوکې روزل کېږي.

(۱۶-۵)شکل دمخلوطې ځنګلدارۍ b) ساتندويه کمر بندونه (Shelterbelts):- ساتندويه کمربنددونويابوټوديوکمربندڅخه عبارت دی کوم چې دباد، لمر، واورې ښويدنې او نوروڅخه دخوندي کونې په موخه روزل کېږي. داعموماًدبادماتوونکوڅخه پراخه وي او له يوې کروندې څخه پراخه اوځينې وختونه به پلان شوي ډول يوه لويه ساحه پوښي.

(۱۶-۶)شکل دساتندويه کمربندونه c) داوږدوليکوپه شکل کرنه (Linear strip plantation) دعامه سرکونو، کانالونواو ريلوی کرښودڅنګونوپه ځمکوکې داوږدوليکوپه شکل دچټکې نمو لرونکوانواعودکرنې څخه عبارت ده.

(۱۶-۷)شکل داوږدوليکوپه شکل کرنه

4ـ کرنيزه ځنګلداري (Agro forestry):- سلويکلچري عملې کوم چې دزراعتي بوټوسره يوځای لکه دليګومي نباتاتواو همدارنګه د باغونو اواهلي حيواناتولپاره څړځای رامنځ ته کول په همدغه يو چنډه ځمکه کې دAgro forestry څخه عبارت دی. ياپه بل عبارت دونوکرل دزراعتي ځمکوګيرچايېره اودشخصي ځمکوپه څنډوکې دزراعتي کرنې سره په يوځای کې د Agro forestry په نوم ياديږي. ياهم په ايکولوژيکي توګه اداره شوي طبعي سرچينې ترتيب شوی سيستم دی دکوم پواسطه چې په زراعتي اوشړوسيموکې دونورغول دي. په مشترکه توګه دبوټو، ونوڅخه دکرونديوداهلي حيواناتوڅخه ګټوراستعمال څخه عبارت دی. پدې کې زراعتي اوځنګلي تخنيکونه سره يوځای کېږي. ددې لپاره چې زيات مختلف توليدي، سودمني، صحت مندي اودمناسبې توليدونکوځمکودسيستمونوداستعمال منځ ته راوړل دي.

(۱۶-۸)شکل دکرنيزې ځنګلدارۍ


دکرنيزې ځنګلدارۍ ډولونه (Types of agro forestry) عموماًAgro forestry څلورډولونه لري کوم چې په راکړی شوي سيستم کې دپيداوارو اوتوليدي توانايې داصلاح اوادارې لپاره پکارېږي په لاندې ډول دي. 1. Silvopasture agro forestry 2. Silvoarable agro forestry 3. Forest forming 4. Forest gardening

(۱۶-۹)شکل دSilvopasture کرنيزې ځنګلدارۍ څنګه کولی شوچې دAgro forestry څخه کارواخلو؟ Agro forestry يولړتمرينات دي کوم چې خپله طبعي منابعوخاصيت ساتي اودځمکې حاصلخيزي خوندي کوي. داپه مختلف ډول په مختلفوموقيعتونوپکارېږي، په اساسي ډول طبعيت تشويقوي دناګوارو محيطي اواقليمي شرايطو په وړاندې مناسب قابليتونه رامنځ ته کوي. اوهمدارنګه ددهقانانو اوزراعتي کارکوونکو سره چې دځمکې قابليت تغيرول ترڅوپه لوړمقدارفصلونه توليدکړي. 1. Silvoarable agro forestry:‌- دادAgro forestry يوډول اوشکل دی کوم چې دکرنيزوفصلونواودځنګلونوپه ساحو کې دګډې نتيجې دلاسته راوړلويې انکشاف کړی دی.لدې کبله دSilvoarable agro farming په نوم هم پيژندل شوې ده. دابرخه په حقيقي ډول دنباتاتودورايټي اودهارټيکلچري فصلونودکرنې په برخه کې مونږسره مرسته کوي ترڅوپه ښه ډول يې توليدکړو.

(۱۶-۱۰)شکل دSilvoarable کرنيزه ځنګلدارۍ 2. دځنګل کرنه (Forest farming):- دادځنګل پوهنې يوشکل دی په کوم کې چې مختلف ډوله نباتات دځنګلونودجوړښت لپاره کرل کېږي.لکه څنګه چې معلومه شوې په ځنګلي ساحوکې په زيات مقداراورښت اوري دغيرې ځنګلي سيموپرمقايسه.نولدې امله دځنګلي سيموخاورې زياتې حاصلخيزې وي دعاموځمکوخاورو په پرتله اوداډيره اسانه ده چې په ښه ډول دفارم جوړونه ترسره کړو.

(۱۶-۱۱)شکل دځنګل دکرنې 3. باغي ځنګلداري (Forest gardening):- باغي ځنګلدارې دAgro forestry يوه ځانګړې څانګه ده کوم چې دوحشي ځنګلي بوټوپرځای دميوه داروفصلونوکرنې لپاره اداره کول اوپرځای کولولپاره استعمالېږي. دغه بوټي لکه ميوه داربوټي، سبزيجات، واښه اونور بوټي. دغه پروسه دForest plant growing په نوم هم پېژندل شوې ده. دکرنيزې ځنګلدارۍ داڅانګه ډيره مفيده ده دانساني منابعولپاره. کرنيزه ځنګلدارۍ ګټې (Advantages of Agro forestry):- 1. دAgro forestry ټول سيستمونه ددهقانانولپاره داضافي لاسته راوړنې لپاره ښه نمايش اوغوره خصوصيات وړاندې کوي.ځکه ددوي دځمکې په حاصلاتوکې څوچنده زياتوالی راځي. 2. دځنګلونواوفصلونوبېلابېل ډولونه همدارنګه دسرچينوکمښت اودکارګرونرخونه اوهغه خطرات اوستونزې چې په کرونده کې فصلونوته رسيږي راکموي.يعنې په کموسرچينواو کارګروڅخه په پوره توګه اعظمي استفاده ترې کولاي شو. 3. داوږدعمرلرونکوځنګلونوفصل دکلنيوزراعتي سرمايې دلاسته راوړلولپاره تخليق کوي چې په کال کې ترې بنيادي لويه نفعه ترلاسه شي.ځکه ددوۍ لپاره ټول سيستم دنفعې ورکولودی . 4. ځنګلونه دژونديوموجوداتولپاره غذااوپناځای ترتيبوي.کوم چې دبېلابېلولاروڅخه په زياته اندازه دتوجه وړنفعه اوګټه رسوي.هم دمحيطي منظرومينځ ته راوړل اوپدې برخه کې دمحيط دوضعې بدلون ښه کوي لکه څومره چې دکرنې په برخه کې ښکاري. 5. دخاورې دتخريب مخنيوی کوي اوپه معلومه اندازه دخاوروټول عناصرساتي اودليګومي فصلونوپه برخه کې دنايتروجن دنصب وظيفه په ونوکې ترسره کيږي .کوم چې دخاورې حاصلخيزي زياتوي اواصلاح کوي يې. بالاخره ډېرې زياتې کټې لري کوم چې بشري ځواک اونسانانوته زيات ارزښت لري چې ځينې مهمې ګټې يې لاندې ذکرشوي دي. 6. Agro forestryدحاصل ورکونې توانايي اوظرفيت زياتوي چې له دې لارې دګټې کچه لوړيږي. 7. Agro forestry همدارنګه دمحصولاتودامنيت کچه زياتوي اوپدې برخه کې ورسره مرسته کوي نسبت نوروځنګلداريوته. 8. دوۍ دخاورې حاصل خيزي زياته وي اوهمدارنګه دخاورې دتخريب په مخنيوي کې پوره برخه لري. 9. دحيواناتولپاره دساتنې اومراقبت ښه سرچينه اونباتاتولپاره دافتونوزيانونودحفاظت لپاره بېلابېل قسمونه لري . 10. دوۍ همدارنګه مرسته اوسانته دسايکلونوڅخه کوي لکه دنايتروجن سايکل ،د کاربن سايکل اوداسې نور. دکرنيزې ځنګلدارۍ زيانونه (Disadvantage of Agro forestry): که څه هم Agro forestry دګټې زيات ډولونه اوقسمونه لري مګرځينې اوقات لوي ځينې زيات زيانونه هم لري. 1. داسيستم ډيرسخت وي چې ښه اداره کړی شي اوزياتې پاملرنې اودقت ته اړتيالري. 2. دکرل شووفصلونولږمقدار نفعه اونوروسره مقايسه کېږي.



دټولنيزې اوکرنيزې ځنګلدارۍ ترمنځ توپيرونه سمول

ټولنيزه ځنګلداري سمول

کرنيزه ځنګلداري پدې کې ځنګلي نباتات شامل دي اوهمدارنګه Food،Fodder،Fuel wood اوواړه Timber شامل دي چې دټولنې ډول ډول اړتياوته پکې کتنه کېږي. پدې کې دزراعتي حاصلاتوسره يوځای ځنګل،دځنګلي ونواودFodder نوعي په يوه برخه دځمکې يوځای اوپرله پسې کرل کېږي. په ټولنيزه ځنګلدارۍ کې ديته ضرورت نشته اودغيرې کرل شوې ځمکې څخه دځنګلي نباتاتوپه رامنځ ته کولوکې ګټه اخيستل کېږي. داټکنالوژۍ يومختلف وړانديز دی چې دتطبيق او اجرا څخه مخکې يې بايد انکشاف او پرمختګ کړې وي. ځنګلي نباتات په غيرې معين شکل مينځته راځي ياهم دنوروځنګلي نباتاتو سره يوځای مينځته راځي.لکه Legumes،Grasses اوددوي داخلي اړيکوته دژورې پلټنې ضرورت نشته. دلته دکرنيزونباتاتونژدې اړيکې موجودې دي کوم چې کرنه يې دخلکواوساحودغوښتنواو نورو پواسطه تعين شوي وي. دټولنې غوښتنې اوضروريات دنورواقتصادي ساتنوڅخه زيات داهميت وړدي. داقتصاد دعمومي لارښوونې دپاملرنې او اهميت له مخې دونواونوروکرنيزو نباتاتوحاصلاتويوځايوالی کوي. اوداپه هغې ساحواوځمکوکې چې دتوليد قابليت ونه لري اوياهم په عامو کليوکې اجرا کېږي. داپه وچوساحو،جبزارو،القلي،مالګينو خاورو اونژدې ټولي دکر وړساحواوپه ځنګلي بلاکونو کې اجراکېږي. 5ـ تفريحي ځنګلداري (Recreational forestry):- دادهغوځنګلونوڅخه عبارت دي کوم چې دکليوالي اوښاري وګړودساعت تېرۍ اوتفريح اړتياوته دځواب ويلوپه منظوراداره کېږي. ياپه بل عبارت تفرحي ځنګلداري دځنګلدارۍ هغه عمليه ده کوم چې هدف يې دکليوالي اوښاري ټولنودتفريح لپاره دځنګلونورامنځ ته کولوپه موخه دکلي ونواوبوټوکرنه ده.دځنګلدارۍ ددې ډول څخه اصل هدف دلرګيو، واښوياعلوفوي پاڼوتوليدنه بلکه په ځينې سيموکې دخلکودساعت تيرۍ په منظوردزينتي ونواوبوټوروزنه ده چې داډول ځنګلداري دزينتي ځنګلدارۍ (Aesthetic forestry)په نوم هم پيژندل کېږي.

(۱۶-۱۲)شکل دتفريحي ځنګلدارۍ 6ـ ښاري ځنګلداري (Urban forestry):-

 
Tree pruning in Durham, North Carolina
 
James Kinder, an ISA Certified Municipal Arborist examining a Japanese Hemlock at Hoyt Arboretum

دټولنيزې ځنګلدارۍ يوه ځانګړې شوي څانګه ده چې دخپلومقاصدوپربنسټ کرنه اواداره دونوده په خپل اصلي ځای اوموقيعت کې په فزيالوژيکي، ملکي اواقتصادي ارزښتونه دښاري ټولنولپاره رامنځ ته کوي. ددې په اصلي برخه کې يوپراخه پروګرام ډيزاين شوی چې ښاري خلکوته دونودقانون تعليم ورکوي اوپه ښاري محيط کې دنباتاتولږول اومنځ ته راوړل دي.دابرخه زيات اهميت لرونکواداري سيستم رانغاړي کوم چې پکې دښاري اوبوذخيروموجوديت، دوحشي حيواناتوهستوګنځی، دښکلا اوزينت لپاره بهرني فرصتونه، دمنظروډيزاين، ښاري کثافاتودمنځه وړل دخاموموادوپه حيث پکې شاملېږي. ښاري ځنګلدارۍ په ټوله کچه رهنمايې نکوي دښاري ونويادونواداره په ټوله ساحه کې چې اغيزمن شوی دی اوياهم دښاري خلکوپه ذريعه ترې استفاده ترسره شوي وي. په ښاري ځنګلدارۍ کې ټول لرګين پوښښ په نفوسوپوښل شوو ساحودچاپېريال دکوچنيوښارګوټوڅخه ترلويوښارونوپورې پکې شاملېږي. ددوي اداره دځنګل دنورواداروسره تړاولري ترڅوپه کوم ډول دغه ساحه دځنګل داساساتوپربنسټ اداره کړای شي. داپوښي چې • څه بايددځنګل لپاره وشي چې روغ اوقوي کړای شي. • څه بايددځنګل لپاره وشي چې دټولنو زيانونوڅخه وساتل شي نوپدې کې شاملېږي: دنوعوانتخاب، ساختمان، موقيعت، دکرل کيدونکو ونو دډيزاين ترتيب، دآفتونواو ناروغيومخنيوی، دزړو ونو دمنځه وړل اوپرځای دنورو ونوکرل اومالي ارزښتونه. دښاري ځنګلدارۍ ګټي (Advantages of urban forestry): 1. اقليمي بهبود (Climate amelioration) 2. دچاپېريال دانجنيرۍ استعمال (Environmental engineering) 3. مهندسي استعمال (Architectural uses) 4. زينتي استعمال (Aesthetic uses)

(۱۶-۱۳)شکل دښاري ځنګلدارۍ 7ـ کليوالي ځنګلداري (Village forestry):- کليوالي ځنګلداري ديوې کوچنۍ کچې ادارې پورې اړه لري اوهغه ځنګلداري ده کوم چې دغيرې مسلکي اونه روزل شووخلکوپواسطه په خپلوشخصي ځمکوکې رامنځ ته کېږي دکليوالي ياVillage forestry په نوم ياديږي.

(۱۶-۱۴)شکل دکليوالي ځنګلدارۍ 8ـ دسون دلرګيوځنګلداري (Fuel forestry): دا هغه ځنګلونه دي کوم چې ددولتي ځنګلونوڅخه لرې مېشتوکليوالوټولنولپاره دکليوپه شاړوځمکوکې دسون موادو، کوچنيولرګيو، علوفي اونورودبرابرولوپه منظورروزل کېږي.

(۱۶-۱۵)شکل دسون دلرګيوځنګلدارۍ 9ـ دتخريب شووځنګلونواحياء (Reforestation of degraded forests):- دهغه ځنګلونوبيرته رغونه ده کوم چې ديوڅه عواملوله امله له منځه تللي وي چې داهم دټولنيزې ځنګلدارۍ يوه برخه ده.

(۱۶-۱۶)شکل دتخريب شووځنګلونواحياء ټولنيزې ځنګلداري پروسه (Social forestry program) هغه دولتي ځنګلي سيمې چې دانسان مداخلې څخه بندې وي اوڅوکلونوپه بهيرکې درجه بندي شوې وي، دانساني فعاليتونوپه موخه داړتياپه صورت کې احداث شوې وي. ونې دکرنيزې ساحې په داخل کې اودهغې څخه بهرسيموکې کرل شوې وي. داورګاډې په کرښو، دسړکونو په غاړه، سيندونو اوکانالونو په غاړه کرنه هم په برکې نيسي. هغه چې دکليو په منځ کې کرل شوې وي په دولتي اضافي ځمکواوملکي نوروځمکوکې دځنګل رامنځ ته کول دټولنيزې ځنګلداري پروسه ده.

لنډيز سمول

دځنګل په باره کې ځينې علماوايې چې ځنګل لاتيني کلمه ده يعنې Silva څخه اخيستل شوې ده ولې ځينې نوربياوايې چې دForest څخه اخيستل شوې ده چې داهم يوه لاتيني کلمه ده چې دځنګل معنی ورکوي.همدارنګه ټولنيزه ځنګلداري دکليوالي اوښاري ټولنودګټې په منظور دځنګل دپخوانۍ ساحې څخه د باندې دځنګلونو رامنځ ته کول دي. دځنګلونو اهميت د دوه لارو له مخې دمطالعې وړ دي دځنګلونو توليدي ارزښتونه او دځنګلونو محافظوي ارزښتونه دي. اودټولنيزي ځنګلدارۍ اهداف عبارت دی له ښاري اړتياوې دچارتراش، دسون موادو، حيواني اونباتي تغذيې دمنځه وړل اودتنزيل شويوځنګلونو احداث اودوخت سره سم دپروګرامونو دکچې لوړوالی دی... دټولنيزې ځنګلدارۍ قوانين دځنګلونو د۱۹۲۷م کال قانون په ۲۰۰۰م کال کې ترميم شو ترڅو ټولنيزه ځنګلداري وهڅول شي په هيوادکې، داقانون جوړشوې او اوس دعدليې وزارت، اوپارلماني چارو وزارت تصويب ته اړتيا لري، داقانون به دټولنيزې ځنګلدارۍ ملاتړ اودځنګلونو څخه ساتنه يقيني کوي. همدارنګه دټولنيزې ځنګلداري د طرحې لپاره هغه وخت اړتيادلومړي ځل لپاره په هندکې رامنځ ته شوه. کله چې دلوړنفوس د سون دلرګيواړتيادBiomass څخه منځ ته راغلي اودتودوخې په منظورورڅخه استفاده وشي. دټولنيزې ځنګلدارۍ په اهدافوکې دعاموخلکوګډون په کرنه کې شامل دي. پس په همدې موخه دچارتراشو، دسون لرګيو، دحيواني تغذيې اودنورواړتياودپوره کولولپاره کرل کېږي.

1. ټولنيزه ځنګلداري مختلف ډولونه لري چې عبارت دی له: Farm forestry،Extension forestry، Community forestry، Agro forestry اوداسې نور... ټولنيزې ځنګلداري پروسه دهغه دولتي ځنګلي سيمې چې دانسان مداخلې څخه بندې وي اوڅوکلونوپه بهيرکې درجه بندي شوې وي، دانساني فعاليتونوپه موخه داړتياپه صورت کې احداث شوې وي.ونې دکرنيزې ساحې په داخل کې اودهغې څخه بهرسيمه کې کرل شوې وي. داورګاډې په کرښو، د سړکونو په غاړه، سيندونو اوکانالونو په غاړه کرنه هم په برکې نيسي. هغه چې دکليو په منځ کې کرل شوې وي په دولتي اضافي ځمکواوملکي نوروځمکوکې دځنګل رامنځ ته کول دټولنيزې ځنګلداري پروسه ده.

سپارښتنې سمول

(Recommendation)

1. دولت دځنګلونوپريکول سمدلاسه بندکړي. 2. دولت بايداړوندواداروته دځنګلونوداحيااواحداث لپاره بوديجه ورکړي. 3. دځنګلي سيمونږدې اوسيدونکوسره داسې مرستي وشي ترڅوهغوي دځنګلونودساتنې په لارکې دزړه له تله ونډه واخلي. 4. ددې پورته مادوپه پام کې نيولوڅخه وروسته بايدفني وګړي دځنګلونوداحداث لپاره دځانګړوميتودونوڅخه کارواخلي. 5. دکرنې پوهنځي دځنګلاتوڅانګې اوهمدارنګه دځنګلونورسمي ولايتي اوسيميزو اداروڅخه مې هيله ده چې دغه ډول ځنګلدارۍ ته خاصه پاملرنه وکړي. 6. دهېواددقومونوڅخه موهمداغوښته ده چې په خپلوتړونونوسره داډول ځنګلونه په خپلوسيموکې رامنځ ته کړي. 7. ددولت څخه موبله داغوښتنه ده چې ددغه ډول ځنګلونوسره دخلکوداشناکولواوعامه پوهاوي لپاره مسلکي کسان په دندو وګماري



اخيستنې سمول

سید جماالدين افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونوڅانګه