ویکتور چرنومایردین

ویکتور سټیپانویچ چرنومایردین (د ۱۹۳۸ز کال د اپرېل ۹مه –۲۰۱۰ز مال د نومبر ۳مه) یو روسي سیاستوال، سوداګر، د ګازپروم انرژي شرکت لومړنی رئیس او د روسیې دویم ترټولو اوږد خدمت کوونکی لومړی وزیر (۱۹۹۲ز کال-۱۹۹۸ز کال) و. هغه په ​​۱۹۹۰ یمو کلونو کې د روسیې په سیاست کې کلیدي شخصیت او له مرکزي پلان شوي اقتصاد نه د بازار اقتصاد ته د لېږد په بهیر کې یو له مخکښو ګډون کوونکو نه و. نوموړی له ۲۰۰۱ز کال نه تر ۲۰۰۹ز کال پورې په ​​اوکراین کې د روسیې سفیراو وروسته د ولسمشر سلاکار وټاکل شو.[۸]

ویکتور چرنومایردین
ویکتور چرنومایردین
ویکتور چرنومایردین

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ اپرېل ۱۹۳۸[۱][۲][۳][۴]
مړینه 3 نومبر 2010 (72 کاله)[۱][۵][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مسکو [۶]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت روسیه
د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۶۱–۱۹۹۱)
خپلواک کاندید (۱۹۹۱–۱۹۹۵)
متحده روسيه (۲۰۰۱–۲۰۱۰)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۷]
ډیپلوماټ
سوداگر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ویکتور چرنومایردین
ویکتور چرنومایردین

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

چرنومایردین په روسیه او روسي ژبو هېوادونو کې د خپلې ژبې د طرز له امله چې ډېرې ګډې وډې او د محتوا له پلوه غلطې خبرې یې کولې، پېژندل شوی و. د هغه ډیری ویناوې په روسي ژبه کې په لڼډیزونو او تکیه کلامونو بدلې شوې وې. چرنومایردین له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته د ۲۰۱۰ز کال د نومبر په ۳مه مړ شو. هغه د نومبر په ۵مه د نوودوویچي په هدیره کې د خپلې میرمنې تر څنګ ښخ او د جنازې مراسم یې د روسیې له فدرالي تلویزیوني چینلونو نه په ژوندۍ بڼه خپرېدل.[۹][۱۰][۱۱]

لومړنی ژوند او زده کړې سمول

چرنومایردین د شوروي اتحاد په چیرنی اوټروګ سیمه کې زېږېدلی. د هغه پلار یو کارګر و او چرنومایردین یې یو له پنځو اولادونو نه و. چرنومایردین په ۱۹۵۷ز کال کې ښوونځي بشپړ کړاو په اورسک کې د تېلو په یوه کارخانه کې د میخانیک په توګه وګومارل شو، چې تر ۱۹۶۲ز کال پورې يې پرته د پوځي خدمت له مودې نه چې له ۱۹۵۷ز کال نه  تر ۱۹۶۰ز کال پورې و، په همدې کارخانه کې په کار بوخت و. پدې دوره کې نوموړي د فابریکې په نورو څانګو لکه ماشین کار او د تخنیکي تاسیساتو د مشر په توګه هم دندې تر سره کړې دي. هغه په ​​۱۹۶۱ز کال کې د (CPSU)غړی وټاکل شو او په ۱۹۶۲ز کال کې د کوبیشیف صنعتي انسټیټیوټ ته (چې وروسته یې نوم سمارا پولی تخنیک انسټیټیوټ ته واوښت) داخل شو، خو د انسټیټوټ په لومړۍ ازموینه کې یې ښې پایلې نه درلودې. په ۱۹۶۶ز کال کې له یاد انسټیټیوټ نه فارغ او په ۱۹۷۲ز کال کې یې له پولی تخنیک انسټیټیوټ نه په اقتصادي علومو کې نورې زده کړې هم بشپړې کړې.

روسیې د لومړی وزیر په توګه د سمول

د ۱۹۹۲ز کال مې په میاشت کې چرنومایردین د بوریس ییلسین لخوا د تیلو او انرژۍ په برخه کې د لومړي وزیر د مرستیال په توګه او د ۱۹۹۲ز کال د ډسمبر په ۱۴مه د روسیې د خلکو د استازو د اووم کانګرس له خوا د لومړي وزیر په توګه وګومارل شو. د فیلیپ تورور چوډینوف په وینا، چې د (KGB) د بهرنیو استخباراتو د ریاست یو لوړ پوړی استخباراتي افسر و، چرنومایردین په پټه توګه د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې پریکړه کړې وه، چې روسیه به د مخدره توکو د قاچاق په نړیوال مرکز بدلوي، په دې توګه چې له جنوبي امریکا نه کوکاین او هیرویین او له منځنۍ او سویل ختیځې اسیا نه به هیرویین واردوي او وروسته به یې اروپا، شمالي امریکا، متحده ایالاتو، کاناډا، چین او ارام سمندر ته صادروي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

پداسې حال کې چې هغه پر ګیډر (روسي اقتصاد پوه) پراخې نیوکې لرلې، خو بیا یې هم په لویه کچه د ګیډر پالیسیو ته دوام ورکړ. د ۱۹۹۵زکال په اپریل کې یې «زموږ کور – روسیه» په نامه یو سیاسي بلاک جوړ کړ، چې د ۱۰ سلنه رایو او ۵۵ څوکیو په ګټلو سره يې د روسیې د ۱۹۹۵ز کال په پارلماني ټاکنو کې دریم ځای خپل کړ. په ۱۹۹۵ز کال کې، چرنومایردین یو فرمان لاسلیک کړ چې د پړانګانو د ساتنې لپاره یې د ملي ستراتیژۍ د پراختیا غوښتنه کوله. د ۱۹۹۵ز کال د جون په ۱۸مه، د شمیل باسایف په مشرۍ ترهګرو په بودیونوفسک کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان یرغمل کړل، د چرنومایردین او باسایف ترمنځ خبرې اترې یو جوړجاړي ته ورسېدې، چې د چیچنیا د لومړۍ جګړې لپاره د عطف ټکی وګرځیده. د یرغمل شویو په بدل کې، د روسیې حکومت موافقه وکړه چې په چیچنیا کې به پوځي عملیات دروي او د خبرو اترو لړۍ به پیلوي. کله چې د ۱۹۹۶ کال د نومبر په ۶مه د بوریس یلسین د زړه عملیات روان و، چرنومایردین د ۲۳ ساعتونو لپاره  سرپرست ولسمشر و.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

چرنومایردین د ۱۹۹۸ز کال د مارچ په ۲۳مه د هغه تر ناڅاپي ګوښه کیدو پورې لومړی وزیر پاتې شو. د ۱۹۹۸ز کال د اګست په میاشت کې د روسیې له مالي بحران وروسته، ییلسین چرنومایردین بیا د لومړي وزیر په توګه وټاکه، او هڅه یې وکړه چې هغه خپل ځای ناستي کړي. خو، دوما دوه ځله د حکومت د مشر په توګه د چرنومایردین تایید کول رد کړل. ددې لپاره چې د دریم ځل ردېدلو له خطر سره مخامخ نشي، دولتي دوما منحل او سیاسي بحران ته لاره هواره نشي، چرنومایردین خپله نوماندي بیرته واخیسته او ولسمشر له نامتو یوګیني پریماکوف څخه وغوښتل چې نوې کابینه جوړه کړي.

ډیپلوماتیک مسلک سمول

چرنومایردین په ۱۹۹۹ ز کال کې پر یوګوسلاویا د ناټو د بمبارۍ پر مهال په یوګوسلاویا کې د روسیې ځانګړی استازی و. د ۱۹۹۹ز کال په ډیسمبر کې چرنومایردین د دوما غړی او د ۲۰۰۱ز کال په مې میاشت کې د ولادیمیر پوتین له خوا په اوکراین کې د روسیې د سفیر په توګه وټاکل شو، چې د ځینو رسنیو لخوا د روسیې له سیاست څخه د چرنومایردین د لرې کولو په توګه تعبیر شو. په ۲۰۰۳ ز کال کې، هغه د شوروي اتحاد لخوا د هالوډومور قحطۍ لپاره د بخښنې خبرې رد کړې.

چرنومایردین د ۲۰۰۹ کال په فبرورۍ کې یو ځل بیا د اوکراین او روسیې تر منځ اړیکې ترینګلې کړې او په یوه مرکه کې یې وویل «دا ناشونې ده چې د اوکراین له مشرتابه سره په هر څه باندې یوې موافقې ته ورسېږي. که مختلف کسان راشي، موږ به وګورو». د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت په ځواب کې وویل چې کیدای شي چرنومایردین د دې کړکېچ په اړه "شخصي نان ګراټا" اعلان کړي.[۲۱]

د ۲۰۰۹ ز کال د جون په ۱۱مه، د روسیې ولسمشر دیمتري میدویدیف چرنومایردین په کییف کې د روسیې د سفیر په توګه له دندې ګوښه کړ او هغه یې د CIS غړو هیوادونو سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې د ولسمشر سلاکار او ځانګړي استازی وټاکه. چرنومایردین اوکرایین ته په ښکاره ټکو وویل چې روسیه به له اوکراین څخه د دې شک په اړه چې اوکراین د طبیعي ګازو د ورکولو توان نلري، بخښنه ونه غواړي، او دا یې هم وویل چې روسیه غواړي اوکرایین ته د هغه ګاز لپاره پیسې ورکړي چې دا یې مصرفوي. او د اوکراین د دولت د حل په اړه د روسیې اندیښنه پرځای ده.[۲۲][۲۳][۲۴]

اوږدې سمول

چرنومایردین له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۲۰۱۰ز کال د نومبر په ۳مه سهار مړ شو. چرنومیردین ته د نږدې کسانو لکه سندرغاړی لیو لیشینکو په وینا: «پخوانی لومړی وزیر اوه نیمې میاشتې مخکې د خپلې مېرمنې ویلنتینا د مړینې له امله په ژور خفګان اخته شوی و».[۲۵][۲۶][۲۷]

چرنومایردین د ۲۰۱۰ز کال د نومبر په ۵مه نیټه د نوودیویچي په هدیره کې د خپلې میرمنې تر څنګ ښخ شو. د نومبر په۳مه د روسیې ولسمشر دیمیتري میدویدیف د روسیې له فدرالي تلویزیوني چینلونو څخه په ژوندۍ بڼه د چرنومیردین د جنازې ښودلو امر لاسلیک کړ. او د روسیې د ولسمشرۍ د ادارې مشر سرګي ناریشکین د جنازې د مراسمو څارنه کوله.[۲۸]

د ۲۰۱۰ز کال د نومبر په ۳مه د روسیې د ولسمشر دیمتري میدویدیف، د روسیې لومړي وزیر ولادیمیر پوتین، په روسیه کې د نورو دولتي شخصیتونو او د اوکراین د ولسمشر ویکتور یانوکوویچ لخوا د چرنومیردین په مړینه خواشیني څرګنده شوه.

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119178230  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/61183778 — subject named as: Viktor Stepanovich Chernomyrdin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/tschernomyrdin-wiktor-stepanowitsch — subject named as: Wiktor Stepanowitsch Tschernomyrdin
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000020522 — subject named as: Wiktor S. Tschernomyrdin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Former Russian PM Chernomyrdin dies aged 72 — خپرونکی: RIA Novosti — د خپرولو نیټه: ۱۱ مارچ ۲۰۱۰
  6. پیوستون : 119178230  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  7. PACE member ID: http://www.assembly.coe.int/nw/xml/AssemblyList/MP-Details-EN.asp?MemberID=4343 — د نشر نېټه: ۲۰ اپرېل ۲۰۲۲
  8. (په 11 June 2009 باندې). Dmitry Medvedev appointed Viktor Chernomyrdin presidential adviser on economic cooperation with CIS member countries and relieved him of his previous duties. Presidential Press and Information Office[مړه لينکونه]
  9. "Collection of Chernomyrdin's quotes at a Russian humour website (in Russian)". Dosuga. 25 August 1998. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مارچ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Мы хотели как лучше... Archived 6 November 2014 at the Wayback Machine., a story of the main Chernomyrdin's proverb by Konstantin Dushenko, an aphorism collector (in Russian)]
  11. Chernomyrdin's funeral will be live broadcast Archived 2 April 2015 at the Wayback Machine. rbc.ru کينډۍ:In lang
  12. (په 3 November 2010 باندې). Viktor Chernomyrdin, Ex-Russian Premier, Dies. The New York Times.
  13. (په 27 December 1999 باندې). Список Туровера. Novaya Gazeta.
  14. (په 27 December 1999 باندې). Turover List. Novaya Gazeta.
  15. (په 29 December 1999 باندې). Skuratov: 'Turover List' Is Real. The Moscow Times.
  16. Gel'man, Vladimir (2015). Authoritarian Russia. Pittsburgh: University of Pittsburgh Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Russia's Tough Tigers – National Zoo| FONZ". nationalzoo.si.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 1 July 1995 باندې). Facing Threat in Parliament, Yeltsin Removes 3 Ministers. The New York Times.
  19. (په 6 November 1996 باندې). Yeltsin Heart Operation Called a Success. The Washington Post.
  20. Decree of President of Russian Federation No. 1378 of 19 September 1996; Temporary discharge of duty of President of Russian Federation Archived 17 July 2011 at the Wayback Machine.
  21. (په 25 November 2005 باندې). Ukraine demands 'genocide' marked. BBC
  22. (په 18 January 2009 باندې). Russia warns it will hit back if Ukraine expels envoy – reports. Ukrainian Independent Information Agency
  23. (په 12 June 2009 باندې). No reason why Russia should apologize to Ukraine – Chernomyrdin. ITAR-TASS[مړه لينکونه]
  24. (په 11 June 2009 باندې). Chernomyrdin dismissed as Russian ambassador to Ukraine. RIA Novosti
  25. (په 3 November 2010 باندې). Viktor Chernomyrdin, Ex-Russian Premier, Dies. The New York Times.
  26. Chernomyrdin's funeral will be live broadcast Archived 2 April 2015 at the Wayback Machine. rbc.ru کينډۍ:In lang
  27. Chernomurdin couldn't cope with the death of his wife Archived 5 November 2010 at the Wayback Machine. news.mail.ru کينډۍ:In lang
  28. "Former Russian PM Chernomyrdin to be buried in elite cemetery". RIA Novosti. 3 November 2010. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)