ویشتنه (په انگرېزۍ: Extrusion) یو د بڼې ورکونې تخنیک دی چې هر رنک بڼه او فورم اوبړنو توکونو ته ورکوي. جوړ شوي توکونه کېدای شي په منځ ډک او یا تش وي.

د ویشتنې بهیر (لومړۍ کړنلاره). ۱ - د تاوونې ماشین ۲ - اومه توکونه ۳ - غالب ۴ - جوړ شوی توکی
د ویشتنې بهیر (دوهمه کړنلاره). ۱ - کښېکاږنه ۲ - اومه اوبړن توکونه ۳ - غالب ۴ - جوړ شوی توکی
مېتود څه د پخواني د کوفتې جوړونې لاسي ماشین څخه رااخیستل شوی دی او بهیر یې هم څه هغه ته ورته دی. ماشین ته غوښه وراچول کېږي، لاستی یې تاوېږي او رخنه لرونکی میل تاووي او غوښه غوڅوي او اړ باسي یې چې مخ ته لاړه شي او تر جالۍ یې لکه کوفته رابهرته کوي.

دلته هم ماشین له اومه توکونو څخه ډکېږي. توکونه د زور سره اوبړن کېږي. د رخنه لرونکی وسپنې په مرسته توکونه د میل خولې ته ورکښېکاږل کېږي، په خوله کې د غالب څخه تېر وځي، د غالب بڼه اخلي او بهر ته ویشتل (اړباسل) کېږي. بیا په کښولو نېغېږي (سمېږي) او د اوبو او یا سړې هوا سره سړېږي.

په دوم ډول کې اومه توکونه مخ له مخې اوبړن شوي وي نو بیا یې یوازې غالب ته ورکښېکاږي او نور چار یې د لومړۍ کړنلارې په ډول مخ ته وړل کېږي.
لومړنۍ کړنلاره په ځانگړې توگه د پلاستیک د توکونو د جوړونې په پار او دوهمه د وسپنې، المونیم، کوټو او داسو نورو په پار کاروي. د یادونې وړ ده چې ویشتنه نه یوازې د پلاستیک او فلزاتو د جوړونې په موخه کارېږي خو د کار ساحه یې ډېره غټه ده.

کارونځ سمول

د ویشتنې کړنلارې په دغو برخو کې کارېږي: 

  • د ترموپلاستیکي شیانو په جوړونه کې. لکه: د پلاستیک د کړکۍ - ورونو او د هغوی چوکاتونه، د اوبو بېلابېل نلونه، د برېښنا کانالونه چې سیمونه په کې پټوي او په داسو نورو کې.
  • وسپنیز شیان. لکه: کړکۍ او د هغوی چوکاټونه، هر ډول سیخونه او میلې.
  • د خوړلو شیان. د ساری په دول: کوفتې، د اوړو شیان لکه مکروني، 
  • د نورو شیانو په جوړونه کې لکه سابون.

سرچینې سمول

  • کړکۍ په ودانۍ کې (ودانیز کتاب)
  • د ویکي پاڼې