ویرا غیر فعال څارونکی سیستم

ویرا غیر فعال څارونکی غونډال ( په چېکی :Pasivní sledovací systém Věra ) یو ډول اېلېکترونیکی غونډال دی چې د چېک په جمهوریت کې جوړېږی . دغه څارونکی غونډال د الوتکو او نورو موخو د څارلو لپاره کارېږی.د ویرا غیر پوځي ماډل په هوایي سرویس کې کارېدلای شي. دغه غونډال د سمندري سرویس د څارولو لپاره هم کار کولای شي. دغه څارونکی غونډال اېسټونيا، پاکستان او امریکا ته لېږل شوي . چېک حکومت غوښتل چې د ویرا څارونکی غونډال د چېن هېواد ته هم ولېږدي، خو امریکایی حکومت پر چېکي سیاستوالو سیاسي فشار وغورځاوه او چېک سیاستوالان اړ شول چې له دغه سوداگري څخه ډډه وکړي.

ویرا غیر فعال څارونکی سیستم

څارونکی غونډال

د غیر فعال څارونکي غونډالونه د چېک په جمهوریت کې د ۱۹۵۵ز. کال څخه جوړېږي او د ویرا غیر فعال څارونکي غونډال د هغو غونډالونو څخه وروستي موډل يا بڼې دي. د ویرا غیر فعال څارونکی غونډال د ۱۹۹۴ ز. کال څخه راپه دېخوا جوړېږي اود چېکي پوځ په ۱۹۹۵ز. کال کې له دغه غونډال څخه په رسمي توگه کار واخیست. د ویرا غیر فعال څارونکی غونډال د درې (اې اس ام) (ESM) دانتنونو او یو قبلولو مرکز څخه يي بڼه رامنځته شوې. د انتن وزن ېې ۲۵ کیلوگرام دی. دغه غونډال کولای شي ۳۰۰ موخ ييزې نښې وڅاري. دغه غونډال کولای شي د الوتکې رادارونه، دهواپېژندنې رادارونه، آی اېف اېف غونډال (IFF) او د تاکتیک د هوایي چلوونکي غونډال ( TACAN) وڅاري. د وېرا څارونکی غونډال څخه اېلکټرومگنېټېک (برېښنايي مقناتيسي ) سیگنالونه (electromagnetic signals) راووځي او د شمېرپوهنې په مرسته د الوتکې او نورو اهدافو موقعت تعینوي. دا پدې مانا چې کله د دښمن الوتکه په جگړې کې خپل رادار یا بل الېکټرونیکي غونډال پرانيزي نو ویرا څارونکی غونډال د دغې الوتکې شتونځای مومي او ملي پوځ کولای شي دغه الوتکه په نښه کړي. په اوس وخت کې ۶ د ویرا موډلونه يا بڼې ېې جوړېږي .

  • ویرا اې پي (Vera AP ) غیر پوځي موډل دی چې په هوایي سرویس کې کارېږي.
  • ویرا اېي (Vera E ) پوځي موډل دی چې د سوداگريز لېږد لپاره ټاکل شوي.
  • ویرا اس/ام ( Vera SM) پوځی موډل دی چې د چېک په جمهوریت کې استعمالېږي.
  • ویرا پې ۳ ډې (Vera P3D ) دغه موډل په هوایی ډگر کې کارېږي.
  • ویرا ها ام اس (Vera HMS )
  • ویرا آی اس څې بې (Vera ASCB )

دا هم ولولۍ