مولوي وکيل احمد متوکل د ۱۹۷۱ ز کال په شاوخوا کې زېږېدلی دی. دی لومړی د طالبانو د اسلامي غورځنگ د مشر ملا محمد عمر سلاکار او سکرټر وو، خو وروسته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر شو او د طالبانو د واکمنۍ تر پایه پر دغه څوکۍ پاتې شو. کله چې لوېدیزو پوځونو له شمالي ټلوالې سره یو ځای د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر پر ۷مه نېټه پر افغانستان یرغل وکړ، نو هغه هم د طالبانو له مشرتابه سره پاکستان ته ولاړ.

وکيل احمد متوکل
مولوي
وکيل احمد متوکل
وکيل احمد متوکل
وکيل احمد متوکل

د ملا محمد عمر سکرټر
د واکمنۍ دوران
۱۹۹۶ – ۲۰۰۱
ولسمشر ملا محمد عمر
بنسټ کښېښودل سو
واک ډول ړنګ سو
د افغانستان د بهرنیو چارو وﺯير
د واکمنۍ دوران
۱۹۹۹ – ۲۰۰۱
ولسمشر ملا محمد عمر
ملا حسن رحماني
عبدالله عبدالله
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۷۱
ميوند ولسوالۍ، کندهار
مقام نظر بندی د کندهار لوی محبس   د (P2632) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت  افغانستان
ګوند طالبان
عملي ژوند
کار/مسلک

د متوکل په وینا، چی ويل يې زه بیرته د حامد کرزي تر اطمینان راکولو وروسته راستون شوم، ځکه زه د نیول کېدونکو کسانو په لیست کی شامل نه وم، خو وروسته د امریکایانو له خوا ونیول شوم او اتلس میاشتی په توقیف کی کښېنوول شوم، چی لومړی په کندهار کې او بیا د بگرام په هوایی اډه کی بندي وم. د بهرنیو چارو دغه پخواني وزیر باالاخره بې له کومه توره او جُرم څخه بیرته خوشی شو، او وروسته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ورنه غوښتنه وکړه چی د طالبانو له بېلابېلو ډلو سره خبري اتري ترتیب کړي. وکیل احمد متوکل په ۲۰۰۶م زېږدیز کال ځان ولسي جرگې ته نوماند کړ، خو بریالی نه شو. د بهرنیو چارو دغه پخوانی وزیر په پښتنی جنوب کی د عصری کولو د یو ځواک په توگه گڼل شوی دی.

سرچينې

  1. http://www.benawa.com/kandahar/fullstorys.php?id=29250[مړه لينکونه]
  1. http://en.wikipedia.org/wiki/Wakil_Ahmed_Muttawakil