وژنه (ترور کول)

وژنه د يو نوميالي او مهم شخص قتل (ترور کول) بلل کېږي ، لکه د دولت رئيس، د حکومت رئيس، سياستوال، د شاهي کورنۍ غړی يا عامل مدير. شونې ده چې وژنه د سياسي يا نظامي موخې د لمسون پايله وي، يا د مالي لاسته راوړنې لپاره تر سره شي، د يو شکايت د غچ اخیستلو لپاره وي، د شهرت يا بدنامۍ د تر لاسه کولو په موخه وي، يا د کوم پوځي، امنيتي، بغاوت يا د پټو پوليسو د ډلې د امر پر بنسټ وژنه تر سره شي. له لرغونو وختونو راهيسې د وژنو اعمال تر سره شوي دي. هغه څوک چې وژنه تر سره کوي وژونکی يا اجرتي قاتل بلل کېږي.[۱]

ایتمولوژي سمول

د «assassin» ټکي په اړه باور کېږي چې د حشاشين له ټکي اخستل شوی (چې حشاشين عربي ټکی دی) او اشتقاقي رېښې يې له حشيشو شره شريکې دي (حشيش هم عربي ټکی دی). په دې نوم سره يوې نزاري اسماعيلي ډلې ته اشاره کېږي، کومه چې د حشاشينو د ډلې په نوم پېژندل کېده او د بېلا بېلو سياسي اهدافو پر ضد يې کار کاوه.[۲][۳]

حشاشين چې بنسټ يې حسن الصباح ايښی و، له اتمې څخه تر څوارلسمې پېړۍ پورې د پارس په «الموت کلا» کې فعال وو، خو وروسته يې د خورو ورو مرکزونو په تر لاسه کولو يا جوړولو سره د يو عملي دولت په توګه پراختيا پیدا کړه. دې ډلې د عباسيانو، سلجوقيانو، فاطميانو او عيسوي صليبيانو نوميالي غړي د سياسي او مذهبي لاملونو پر بنسټ ووژل.[۴]

که څه هم عام فکر دا دی چې حشاشين د وژنو، يا دوی ته د عقيدې د ورزده کولو پر مهال د حشيشو (نشه يي موادو/چرسو) تر اغېز لاندې وو، په دې اړوند اختلاف شته چې ايا دا ادعاوې رېښتينولي لري که نه، د ختيځ ډيری ليکوالان او ډېر شمېر لويديځ پوهان په دې باور دي چې  د دې نوم تر شا د نشه يې توکو کارول مهمه ځانګړتيا نه وه.[۵]

په چاپي انګريزي ژبه کې د «وژنه» ټکي معلوم استعمال تر ټولو مخکې د «ميتيو سټکلف» له خوا  په «يو ټاکلي خوابدونکي او بدنامونکي سپکونکي ته يو لنډ ځواب»  (A Briefe Replie to a Certaine Odious and Slanderous Libel) کې شوی و، کوم چې وروسته د يو پارونکي (بلواګر) يسوعي له خوا خپره شوه، دا یوه رساله وه چې په ۱۶۰۰ کال کې چاپ شوې وه، په دې ځای کې د دې ټکي کارول پنځه کاله تر هغې مخکې و، کله چې په « Macbeth» کې وليام شکسپير (۱۶۰۵) دا ټکی په استعمال کې راوستی دی.[۶][۷]

په تاريخ کې کاروونه سمول

له لرغونو څخه تر منځنیو پېړيو پورې سمول

د واک او ځواک په سياست کې تر ټولو لرغونو وسيلو څخه يوه يې وژنه ده. تاريخ يې دومره لرغونی دی څومره چې ثبت شوی تاريخ لرغونتيا لري.

په زاړه عصر کې، د يهودا پاچا «يواش» د هغه خپلو خادمانو وواژه؛ د داود پاچا زوی «ابشالوم» يواب وواژه او د اشوريا پاچا «سنحاريب» د خپلو زامنو له خوا ووژل شو.[۸][۹][۱۰]

چاناکيا (شااو خوا ۳۵۰ -۲۸۳ مخزېږديز کې) د «Arthashastra» په نوم خپله ليکنه کې د وژنې په اړه په تفصيل سره ليکل کړی. د هغه زده کوونکي «چندر ګپت موريه»، څوک چې د موریا سترواکۍ بنسټګر و، وروسته د خپلو ځينو دښمنانو پر ضد له وژنو کار واخيست. د وژنو ځينې مشهور ښکار شوي د مقدون (۳۳۶ مخزېږديز) دويم فيليپ، د ستر سکندر پلار او رومي ديکتاتور جوليس سزار (۴۴ مخزېږديز) دي. د روم سترواکان ډيری يې په همدې طريقه خپل انجام ته ورسېدل، کوم کار چې سلګونه کاله وروسته ډېريو مسلمانو شيعه امامانو تکرار کړ. درې يو پر بل پسې راشده خلفاء (عمر، عثمان ابن عفان او علي ابن ابي طالب) د مسلمانانو ترمنځ د لومړيو داخلي ټکرونو پر مهال ووژل شول. دا دود په لرغوني چين کې هم ډېر مشهور و، لکه چې په ۲۲۷ مخزېږديز کې د «کين» پاچا «ينګ زينګ» د «جينګ کي» د وژنې ناکامه هڅه کړې وه. په داسې حال کې چې ډېرې وژنې د يو فرد يا کوچنیو ډلو په مټ تر سره کېدې، داسې مسلکي ډلې هم وې، چا به چې د خلکو یوه ټوليزه ډله کاروله، څو له يو څخه زياتې وژنې تر سره کړي. تر ټولو لرغوني يې په ۶ مخزېږديز کې «sicarii» وو، څوک چې د منځنيو ختيځو وژونکو او جاپاني شنوبيانو څخه پېړۍ مخکې موجود وو.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په منځنيو پېړيو کې، په لوېديځه اروپا کې د پاچا وژنه ډېره کمه وه، خو په ختیځه اروپايي سترواکۍ کې بيا بيا تر سره کېدونکې موضوع وه. په لمبا ځای کې د مرۍ خفه کول تر ټولو عامه کارېدونکې طريقه وه. له رنسانس سره يو ځای، ظالمانه وژنه – یا د شخصي يا سياسي دلايلو پر بنسټ وژنه- يو ځل بيا په لوېديځه اروپا کې ډېره عامه شوه. د منځنیو پېړيو په لوړو سرچينو کې د «ډيميټريس زونيمير» پاچا (۱۰۸۹) د وژل کېدو يادونه شوې ده، څوک چې د خپلو خلکو په لاسونو کې مړ شو، چا چې د پاپ (د عيسايانو مذهبي مشر) له خوا د سلجوقي ترکانو پر ضد د بيزانسيانو د مرستې د هلو ځلو د پيل کولو له وړانديز سره مخالفت څرګند کړی و. د تاريخ پوهانو په منځ کې دا روايت د اختلافاتو ښکار دی، په عام ډول دا ادعا کېږي چې هغه د طبيعي لامل له کبله مړ شوی و. د «زونيمير پاچا لعنت» نکل د همدې وژنې پر افسانه ولاړ دی. د ۱۱۰۰ز کال د اګست په دويمه نېټه، د انګلستان پاچا دويم وليام د ښکار په يوه مرموزه پېښه کې مړ شو، په داسې حال کې چې هغه په غشي ويشتل شوی و، په پراخه کچه دا شکونه پیدا شوي وو چې دا پېښه د وژنې د يوې دسيسې پايله وه. په ۱۱۹۲ز کال کې، د يروشليم واقعي پاچا، د «مونټفراټ» «کونراډ» يو قاتل وواژه.

دا مهال عرب نړۍ او ختيځه اسيا، که څه هم په عام ډول ډېر روښانفکره وو، د تاريخ په دې نقطه کې له وژنو څخه وځورېدل، لکه سلجوقي ترک مشر الپ ارسلان (۱۰۷۲ د نومبر ۲۴) او د هغه زوی لومړی ملک شاه (۱۰۹۲ د نومبر ۱۹)، تر څنګ يې جاپاني «شوګن اوډا نوبوناګا» (۱۵۸۲ د جون ۲۱)، څوک چې د «هونو جي» په پېښه کې «سيپوکو» ته اړ کړای شوی و (سيپوکو د خپل ځان وژنې ته ويل کېږي، خو وياړ بلل کېږي.).

د پولنډ پاچا «پرزيميسل دويم» (۱۲۹۶)، د هالنډ «وليام ډی سايلنټ» (۱۵۸۴) او د فرانسې پاچايان درېيم هنري (۱۵۸۹)  او څلورم هينري (۱۶۱۰)، ټول قاتلانو له منځه يوړل.

اوسنی تاریخ سمول

د شپاړسمې او اولسمې پېړۍ پر مهال، نړیوالو وکيلانو د مشرانو د وژلو د غندنې په موخه غږ پورته کول پيل کړل. «بالتزار ايالا» «په بهرنۍ تګلاره کې د قتل د کارولو د غندونکو له ډلې د لومړي نوميالي قانون پوه» په توګه پېژندل کېږي. «البيريکو جينټيلي» د ۱۵۹۸ز کال په يوه خپرونه کې د وژنې غندنه وکړه، په کومه کې چې هغه د مشرانو د خپلې ګټې لور ته مخ واړاوه: (i) د مقتول رهبر د ځای ناستي د غوصې راپارول د وژنې لنډ مهالې منفي پايلې وې، او (ii)  وژنې د خرابیو او ګډوډيو پیدا کونکې وې چې دا يې منفي اوږد مهالې پايلې وې. د جنګ د قانون په اړه د «هيوګو ګروټيس» په کارونو کې وژنې په سختۍ سره منع کړای شوې وې، هغه استدلال وړاندې کړی چې وژنې یواځې د جګړې په ډګر کې روا دي.[۱۵][۱۶]

په نوې نړۍ کې، د واکمنو تر منځ د واکمنۍ په جګړه کې تر ډېره بريده د مهمو خلکو وژنې د يوې وسيلې په توګه کارېدل پيل شول او دا د یوې سياسي نښې په توګه هم وکارل شوه، لکه د کار په تبليغاتو کې. په سټاکوهلم کې، د سويډين پاچا درېيم «ګوستاو» د ۱۷۹۲ز کال د مارچ په نهه ويشتمه نېټه په يو پټ بال سره ووېشتل شو او ووژل شو. يواځې په روسيه کې، د اتيا کلونو په موده کې دوه سترواکان هر يو لومړی «پال» او د هغه لمسی «اليګزانډر دويم» ووژل شول. په انګلستان کې، يواځې يو لومړی وزير وژل شوی دی- چې هغه «سپنسر پرسیوال» و، څوک چې د ۱۸۱۲ز کال د مۍ په يوولسمه نېټه وژل شوی و.[۱۷][۱۸]

سرچينې سمول

  1. Black's Law Dictionary "the act of deliberately killing someone especially a public figure, usually for money or for political reasons" (Legal Research, Analysis and Writing by William H. Putman p. 215 and Assassination Policy Under International Law Archived December 6, 2010, at the Wayback Machine., Harvard International Review, May 6, 2006, by Kristen Eichensehr).
  2. American Speech – McCarthy, Kevin M. Volume 48, pp. 77–83
  3. The Assassins: a radical sect in Islam – Bernard Lewis, pp. 11–12
  4. Secret Societies Handbook, Michael Bradley, Altair Cassell Illustrated, 2005. کينډۍ:ISBN
  5. Martin Booth (2004). Cannabis: A History. Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-312-42494-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. A briefe replie to a certaine odious and slanderous libel, lately published by a seditious Iesuite. Imprinted at London : By Arn. Hatfield, 1600 (STC 23453) p. 103
  7. "assassinate, v." OED Online. Oxford University Press, June 2016. Web. August 11, 2016.
  8. 2 Kings 12:19-21
  9. 2 Samuel 3:26–28 RSV
  10. 2 Chronicles 32:21
  11. Boesche, Roger (January 2003). "Kautilya's Arthaśāstra on War and Diplomacy in Ancient India" (PDF). The Journal of Military History. 67 (1): 9–37. doi:10.1353/jmh.2003.0006. S2CID 154243517. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Johnson, Francis (March 3, 2008). Famous assassinations of history ... د لاسرسي‌نېټه October 27, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Pichtel, John, Terrorism and WMDs: Awareness and Response, CRC Press (April 25, 2011) pp. 3–4. کينډۍ:ISBN
  14. Ross, Jeffrey Ian, Religion and Violence: An Encyclopedia of Faith and Conflict from Antiquity to the Present, Routledge (January 15, 2011), Chapter: Sicarii. 978-0765620484
  15. Thomas, Ward (2000). "Norms and Security: The Case of International Assassination". International Security. 25 (1): 105–133. doi:10.1162/016228800560408. ISSN 0162-2889. JSTOR 2626775. S2CID 57572213. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. M. Gillen 1972 Assassination of the Prime Minister: the shocking death of Spencer Perceval. London: Sidgwick & Jackson کينډۍ:ISBN.
  17. Turnbull, Stephen. The Samurai Swordsman: Master of War. Tuttle Publishing; 1 edition (August 5, 2014). p. 182. کينډۍ:ISBN
  18. Chun, Jayson Makoto (2006). A Nation of a Hundred Million Idiots?: A Social History of Japanese Television, 1953–1973. Routledge. د کتاب پاڼي 184–185. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-97660-2. د لاسرسي‌نېټه March 22, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)