ويکيپېډيا:ټاکلې ليکنې

د ويکيپېډيا ټاکلې ليکنې

ټاکلې ليکنه هغې ليکنې ته ويل کېږي چې د ويکيپيډيا لومړي مخ ته د نورو ښو مخونو لپاره ټاکل شوې وي۔ د (ټاکلې ليکنې) موخه دا وي : هغه ليکنې چې په ښه بڼه ليکل شوې وي هغه ښکاره کړي.ددې لیکنو ځانگړتيا پدې ډول وي:
  • په متن کې مالومات ډېر وي (يعني ليکنه پکې غځېدلې وي)
  • ويوونه یې جوت وي۔(لیکنه واضح وي)
  • ليکنه بيخي بې پرې (غيرجانبداره) وي۔
  • مالومات یې سرچینې ولري . (لږ تر لږه د لیکوال نوم ورسره ياد شوی وي)
  • لیکنه په گړدودیزو بنا نه وي (لیکنه ویناوې نه وي)


د هرې ټاکلې ليکنې په سر کې يو وړوکی ستوری ښکاري ()۔ چې په کومې ليکنې باندې تاسو يو ستوری وينئ نو ددې دا مانا ده چې دا ليکنه ټاکلې لیکنه ده

لوا تېروتنه: expandTemplate: template "No redirect" does not exist.

ليکنه څنگه ټاکل کېږي؟
  • څوک چې د ليکنې په بيا تاندولو (updating) پوهېږي هغه رښته لري چې ليکنه ۷ يا ۱۰ ورځې وروسته بدله کړي۔
خو که چېرته ځينې وخت داسې پېښ شي چې د دوه کسانو ترمېنځ اختلاف راشي ، د بېلگې په توگه: يو غواړي چې خپله ليکنه په لومړي مخ کې ځای کړي او بل غواړي چې بله ليکنه په لومړي مخ کې ورگډه کړي، نو په داسې حال کې به غوراؤی کېږي. دا ځکه چې ټولو ويکي کارنانو ته قناعت ترلاسه شي۔د بېلگې په توگه: لومړی کس غواړي چې د مسواک په اړه ليکنه وټاکل شي او بل کس غواړي چې د تور ويلني ليکنه دې په لومړي مخ وښکاري ، نو ددې ستونزې د هوارولو لپاره لار دا ده چې د دواړو ليکنو نومونه دې لاندې ورکړل شي. اړونده برخې کې به یې وليکو او بيا به يې د ويکيپېډيا کارنان خپل په رايې د ليکنې د ملاتړ په تکل ورزياتوي چې هرچا ډېرې رايې واخيستلې نو د هغه لیکنه به په لومړي مخ خپرېږي۔

هغه ليکنې چې ټاکلې شوي دي سمول

هغه ليکنې چې نومول شوي دي سمول