ويډا ګولډسټين

ويډا ګولډسټين
ويډا ګولډسټين
ويډا ګولډسټين

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۳ اپرېل ۱۸۶۹[۱]
مړینه 15 اگسټ 1949 (80 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سرطان  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده خبريال[۳]
سياستوال[۳]
د رای حق غوښتونکی (سفراګېټ)  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ويډا جين ميری ګولډسټين (۱۳ اپريل، ۱۸۶۹ – ۱۵ اپريل، ۱۹۴۹) استراليايي تبعه د ښځو د رايې د حق پلوۍ او ټولنيزه سمونپاله وه. هغه د ۱۹۰۳ز کال په فدرالي ټاکنو کې د څلورو ښځينه نوماندانو څخه يوه وه، دا لومړی ځل و چې ښځې په کې د نوماندۍ لپاره وړ وبلل شوې.[۴][۵]

ګولډسټين د ويکټوریا په پورټلينډ کې زېږېدلې وه. هغه مهال چې نوموړې شا او خو اته کلنه وه، کورنۍ يې په ۱۸۷۷ز کال کې ميلبورن ته وکوچېده او هلته يې په «پريسبايټيرين ليډيز کالج» کې داخله واخسته. ګولډسټين د ښځو د رايې حق په خوښځښت کې د مور پر پل پل کېښود او ډېر ژر د دې خوځښت يوه مشره شوه، هغه د خپلو عامو ويناوو او د ښځو د رايې حق په اړوند د خپلو خپرونو له امله يې شهرت وموند. د هغې د هڅو سره سره، ويکټوریا وروستی استراليايي ايالت و چې د رايې برابر حقوق عملي کړي، په داسې حال کې چې تر ۱۹۰۸ز کال پورې ښځو ته د رايې ورکولو حق نه و ورکړل شوی.[۶]

په ۱۹۰۳ز کال کې، ګولډسټين په خپلواک ډول د سنا مجلس لپاره ټاکنو کې برخه واخسته، ۱۶.۸ سلنه رايې يې خپلې کړې، خو بريالۍ نه شوه. هغه د لومړيو هغو څلورو مېرمنو له ډلې وه چې د فدرالي پارلمان ټاکنو کې يې ګډون وکړ، نورې درې يې «سيلينا انډرسن، نيلي مارټيل او ميری مور بينټلي» وې. هغې څلور ځله بيا هم په پارلماني ټاکنو کې  ګډون وکړ، خو سره له دې چې هر ځل له ناکامۍ سره مخامخ شوه، له يو پرته په نورو ټولو حالتونو کې يې خپلې سپارلې پيسې تر لاسه کړې. هغه په چپ اړخي دريځ ولاړه وه او د هغې ځېنو ډېرو بنسټپالو اندونو عام خلک او د ښځو په خوځښت کې د هغې ځينې ملګرې جلا کړل.

کله چې ښځو ته د رايې حق ورکړل شو، ګولډسټين بيا هم د ښځو د حقوقو او ګڼو نورو ټولنيزو سمونونو د مبارزاتو يوه پیاوړې فعاله پاتې شوه. هغه د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال يوه فعاله سوله خوښې وه او د ښځو د سولې د پوځ د بنسټ اېښودلو په برخه کې يې مرسته وکړه، کوم چې د جګړې ضد يو سازمان و. ګولډسټين د ژوند په وروستيو کې ښکته مقام دلود چې د ژوند ډېره برخه يې د مسيحي علومو (د عيسايي مذهب ځينې عقايد) لپاره وقف کړې وه. د هغې مړينې ته تر ډېره بريده پاملرنه ونه شوه او تر شلمې پېړۍ پورې د هغې هڅو ته د عام ولس پام نه و اړول شوی.

د ژوند لومړي کلونه سمول

ويډا جين ميری ګولډسټين د ويکټوريا په پورټلينډ کې زېږېدلې وه، هغه د خپل پلار «جيکب ګولډسټين» او مور «ازابيلا» (née Hawkins) مشر بچی و. د هغې پلار يو ايرلنډی کډوال او د ويکټوريا د توپخانې په ګارنيزون کې افسر و. «جيکب» د ايرلينډ په «کورک» کې د ۱۸۳۹ز کال د مارچ په لسمه نېټه زېږېدلی و چې نسب يې پولنډي، يهودي او ايرلينډي و، په ۱۸۵۸ز کال کې ويکټوريا ته رسېدلی و او په لومړي سر ککې په پورلټلينډ کې ميشت شوی و. هغه ته په ۱۸۶۷ز کال کې د ويکټوريا د توپخانې په ګارنيزون کې د ډګرمن رتبه ورکړل شوه او وروسته د ډګروال رتبې ته ترفيع ورکړل شوه. د ۱۸۶۸ز کال د جون په درېیمه نېټه هغه د ايزابيلا (۱۸۴۹-۱۹۱۶ز کال) سره واده وکړ چې د سکاټلينډي الاصله ناقانونه استوګن «سمويل پروډفوټ هاوکين» مشره لور وه. د هغې مور هم د ښځو د رايې ورکولو د حقوقو مبارزه وه، څوک چې د نشه يې توکو د نه کارولو د خوځښت غړې وه او د ټولنيزو اصلاحاتو لپاره يې کار کاوه. مور او پلار يې وفادار عيسايان و چې پیاوړی ټولنيز شعور يې درلود. له «ويډا» وروسته د دوی څلور نور بچيان هم وو – درې يې لوڼې وې (لينا، ايلسي او ايلين) او يو زوی (سيلوين).[۷][۸]

په پورلټلينډ او «وارنمبول» کې له استوګنې وروسته، «ګورلډسټينز» په ۱۸۷۷ز کال کې «مارلبورن» ته کډه شو. په دې ځای کې «جيکب» تر ډېره بريده په خيريه او د ټولنيزې ښېګڼې په  کارونو کې برخه اخېسته، له نژدې يې د ميلبورن د خيريه سازمان ټولنې، د ښځو روغتون کميټې، د «چيلټين» هام نارينه وو کور او په «ليونګاتا» کې د مزدورانو له استوګنځای سره يې کار کاوه. که څه هم د ښځو د رايې د حق مخالف و، بيا هم «جيکب ګولډسټين» په زده کړه او ځان بسياينه سخت باور درلود. هغه د خپلو څلورو لوڼو د زده کړې لپاره يو خصوصي مدير ونيو او په ۱۸۸۴ز کال کې «ويډا» «پريس بايټيرين ليډيز کالج» ته واستول شوه او په ۱۸۸۶ز کال کې له ليسې فارغه شوه. کله چې د ۱۸۹۰ز لسيزې پر مهال په ميلبورن کې د رکود له امله د دې کورنۍ عايدات اغېزمن شول، «ويډا» او د هغې خوېندو «الين» او ايلسي په «سينټ کيلډا» کې د چمتووالي يو شريک تعليم ښوونځی پر مخ ووړ. په ۱۸۹۲ز کال کې پرانيستل شوی د «اينګلټن» ښوونځی له کوره دباندې په «الاما» سړک د راتلونکو شپږو کلونو لپاره وچلېده.[۷][۹]

د ښځو د رايې حق او په سياست کې ښکېلتيا سمول

په ۱۸۹۱ز کال کې، ايزابيلا ګولډسټين دوه وېشت کلنه «ويډا» د دې لپاره وګومارله چې د ښځو د رايې ورکولو د غوښتنې لپاره د لاسليکونو راټولولو په برخه کې مرسته وکړي. تاريخ پوه «کلار رايټ» وايي چې «د ويډا مور خپله مشر لور د داسې کار لور ته رهبري کړه چې په پايله کې يې د هغې ژوند وخوړ: دا کار د ښځو د حقوقو لپاره مبارزه وه». هغه د ۱۸۹۰ز لسيزې په اوږدو کې د ښځو د حقوقو په څنډه کې پاتې شوه، خو په دې پړاو کې د هغې لومړۍ لېوالتيا د خپل ښوونځي او ښاري ټولنيزو موخو سره وه – په ځانګړي ډول د ښځو د بېګاري کار پر ضد ټولنې او جرم پېژندنې ټولنې سره. دې کار هغې ته د ښځو د ټولنيزو او اقتصادي زيانونو په اړوند لومړۍ تجربه وکړه، د کوم په اړه چې هغې باور درلود د دوی د سياسي نابرابرۍ توليد و.[۱۰]

د دې کار له لارې، د «اينيټ بير کرافورډ» سره د هغې ملګرتيا جوړه شوه، له چا سره چې هغې په ګډه د ښځو د امتيازاتو او د ښځو لپاره د «کوين ويکټوريا» د روغتون د غوښتنې د تنظيم په ګډون د ټولنزو مسائلو لپاره هلې ځلې وکړې. په ۱۸۹۹ز کال کې د «بير کرافورډ» له مړينې وروسته ګولډسټين د ښځو د رايې د حق لپاره د هلو ځلو او تنظيم په برخه کې لا ستره دنده په غاړه واخسته او د ښځو د رايې د حق د متحدې شورا منشۍ شوه. هغه د ښځو پر مسائلو د عامه ويناوو له امله مشهوره شوه، په استراليا او بالاخره د اروپا او متحده ايالاتو کې يې په ډکو سالونونو کې ويناوې وکړې. په ۱۹۰۲ز کال کې، هغې متحده ايالاتو ته سفر وکړ، د ښځو د رايې د حق په نړيوال کنفرانس کې يې وينا وکړه (په همدې ځای کې هغه منشۍ وټاکل شوه)، د متحده ايالاتو د کانګريس کميټې ته يې د ښځو د رايې د حق په اړوند شواهد وړاندې کړل او د ښځو کنفرانس په نړيواله شورا کې يې ګډون وکړ. په ۱۹۰۳ز کال کې، د يوې خپلواکې او د نوې جوړې شوې ښځو د فدرالي سياسي ټولنې په ملاتړ سره، هغه د استراليا پارلمان ته نومانده شوه، په دې ډول په برتانوي سترواکۍ کې لومړۍ ښځه وګرځېده چې ملي پارلمان په ټاکنو کې نومانده شي (استراليايي ښځو په ۱۹۰۲ز کال کې د ملي پارلمان لپاره په ټاکنو کې د نومانديدو حق تر لاسه کړی و). هغې ۵۱،۴۹۷ رايې وګټلې (د ټولو رايو نږدې پنځه سلنه) خو د سنا مجلس د څوکۍ په ګټلو کې ناکامه شوه. دې ناکامۍ هغه وهڅوله چې د ښځو په زده کړه او سياسي سازمان خپله توجه متمرکزه کړي چې دا کار يې د ښځو د سياسي ټولنې (WPA) او د خپلې مياشتينۍ نشريې «د استراليايي ښځو حوزه» په مټ تر سره کړ، کومه چې هغې «په یو وخت کې  کمو خلکو، خو اوس د ډېرو خلکو، بيا هم د خورو خلکو د دې موخې د ملاتړو تر منځ د اړيکې يو ارګان» بللی و. هغه په ۱۹۱۰، ۱۹۱۳ او ۱۹۱۴ز کال کې يو ځل بیا پارلمان ته نومانده شوه؛ د هغې وروستۍ هڅه په ۱۹۱۷ز کال کې د نړيوالې سولې پر اصولو د سنا مجلس د څوکۍ لپاره وه، دا هغه څوکۍ وه چې د نوموړې رايې پکې ضايع شوې. هغې د تل لپاره له ډېر خپلواک او سخت چپ لوري دريځ څخه خپله مبارزه پر مخ یوړه چې په ټاکنو کې يې د هغې د زيات ملاتړ تر لاسه کول ستونزمن کړي و. په ۱۹۱۳ز کال کې د هغې د ټاکنيزو مبارزاتو مسئول «ډوريس بليک بورن» و، څوک چې وروسته د استراليا د استازو مجلس ته انتخاب شو.[۱۱][۱۲]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6br9mpb — subject named as: Vida Goldstein — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. subject named as: Vida Goldstein — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=11405 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. دوتنه: Virginia Blain، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 436-437
  4. Wright, Author's Note, "...the terms suffragist and suffragette are not interchangeable. Suffragists are people who advocate for votes for women. Men can be suffragists, and they were. The term is a generic description of a political position, akin to the terms socialist, capitalist or environmentalist. Suffragettes, by contrast, were a specific group of (mostly) women defined by their membership of certain suffrage organisations at a certain time in British history."
  5. Wright, Clare (2019). You daughters of freedom: The Australians who won the vote and inspired the world. Melbourne: Text Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781922268181. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Biography - Vida Jane Goldstein - Australian Dictionary of Biography". adb.anu.edu.au. مؤرشف من الأصل في 6 مارچ 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 دسمبر 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brownfoot, Janice N Vida Goldstein profile at Australian Dictionary of Biography (ADB) online edition Archived 20 May 2011 at the Wayback Machine.; retrieved 1 October 2009.
  8. "Biography - Vida Jane Goldstein - Australian Dictionary of Biography". adb.anu.edu.au. مؤرشف من الأصل في 6 مارچ 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 دسمبر 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Friends of St. Kilda Cemetery The Suffragette: Biography of Vida Goldstein Archived 28 August 2008 at the Wayback Machine.
  10. Lees, Kirsten (1995) Votes for Women: The Australian Story, St. Leonards: Allen & Unwin, p. 145
  11. Anne Heywood. Profile of Doris Blackburn (1889–1970) Archived 16 October 2009 at the Wayback Machine., Australian Women's Register; retrieved 1 October 2009.
  12. Vida Goldstein. (1900) 'By way of Introduction' Australian Women's Sphere, Volume 1, no. 1 (September), p. 2