ووبرنځپوهنه (په انگرېزي: Histopathology) د ووبونو د رنځونو يوه مايکروسکوپي زده کړه ده چې په ووبونو کې د رنځونو رامنځ ته شوې نښې نښانې څېړل کېږي. په کلينيکي طبابت کې ووبرنځپوهنه د بايوپسي گانو د سالميت او غير سالميت په موندلو کې ډېره گټوره ده. ووبرنځپوهنه د رنځپوهنې يوه وړه څانگه ده چې د دغې پوهې په مرسته گڼ شمېر ژونپوهنيز سامپلونه د مايکروسکوپ تر لاندې څېړل کېږي چې د يو لړ پروسو له مخې د سالم او غير سالم تومور يا ووب پېژندنه پرې ترسره کېږي.