وزلوبه د افغانستان ملي لوبه ده، چې د خلكو په منځ كې ډېر مينه وال لري، د وزلوبې د رامنځته كېدو تاريخ د مقدوني سكندر د لښكر كشيو په وخت پورې تړي، نكل دى چې په هغه وخت كې به آريايي اتلانو د دښمن په لښكرو كې د شپې لخوا يرغل كاوه او د دښمن پوځيان به يې ژوندي د هغوي له پوځي پڼدغالو څخه له ځان سره وړل. وروسته دغه جگړه ايز وړتيا د ورزش بڼه وموندله او د بوختياوو او نندارې لپاره به ترسره كېده. ددې لوبې د جوړېدو ځايونه د هېواد شمالي برخې دي، او ډېر ځله د بلخ ، جوزجان ، سمنگان ، بدخشان ، تخار ، كندز ، بغلان ، فارياب او پروان په ولايتونو كې دود لري.

دوتنه:Afghanistan-Buzkashi-29avril2005-2-3.jpg
وزلوبه
دوتنه:وزلوبه.jpg
وزلوبه

د وزلوبې د ترسره كولو لپاره، اتل يا لوبغاړې چې د (چاپ انداز) په نامه يادېږي، په سورلۍ كې لوى لاس لري او له ستونزومنو تمرينونو څخه وروسته په لوبو كې د گډون ځواكمنتيا ترلاسه كوي. د وزلوبې د لوبې وسيله يو خوسى وي، چې له حلالولو او د نس له پاكولو وروسته هغه د څلرويشتو ساعتونو لپاره د اوبو په منځ كې كېښودل كېږي، چې د پوستكي مقاومت يې ډېر شي، او بيا يې د لوبې په بهير كې ونه شلېږي. د خوسي وزن له ۳۰ څخه تر ۴۵ كيلوگرامو پورې وي. د وزلوبې د ډگر سيمه ناټاكلې وي، خو د افغانستان د اولمپېك د رياست لخوا د مېدان د بر برخه ۳۵۰*۳۵۰ مربع متره او اوږدوالې يې ۳۵۰*۳۰۰ متره ټاكل شوې دى.

لوبه په عمومي ورزشي لوبغالو (د فوټبال د مېدان په مساحت) او په سټېډيمونو كې هم ترسره كېداى شي. د وزلوبې په مېدان كې د پورته كولو، د حلال او توغ داېرې د پام وړ ځايونه وي. خوسې د پورته كولو د ځاى (داېره) په منځ كې وي، او په اسونو سپاره لوبغاړي د هغه په شاوخوا راټولېږي. د مېدان دمشر په لارښوونه د خوسي د پورته كولو لپاره هلې ځلې پېل كېږي.