ورځليک یوه کتابچه ده چې په هغې کې يو کس د ورځ کړنې، اورېدنې او ليدنې ليکي. ورځليک زياتره وخت په لاس ليکل کيږي خو اوس وخت په موبايل او کمپيوټر کې هم ډيجيټل ورځليک جوړېداى شي. خلک بیلابیلو وجو لپاره ورځليک ساتي: دوی غواړي د خپل ژوند يادښت وساتي چې بيا وروسته پرې بېرته راوګوري او خوند ترې واخلي او بله وجه دا چې د خپل زړه خالي کولو لپاره هم ورځليک ساتل کيږي. کله کله دوی غواړي خپل ورځليک خپور کړي ترڅو نور خلک وکولی شي چې يې ولولي. په ښوونځیو کې د ماشومانو څخه ډیری وختونه د ورځليک لیکلو غوښتنه کیږي. دا دوی سره مرسته کوي چې په ليکلو کې تکړه شي او خپل افکار څرګند کولو کې هم تکړه شي.

د اوریل رائټ د ورځليک څخه یوه پاڼه، په 1903 کې لیکل شوی. دا پاڼه د لومړۍ اوتکې تشریح کوي

ځینې خلک لکه سمویل پیپيس ، د ورځليک په ليکلو مشهور شوي دي. پیپيس په داسې وخت کې ژوند کاوه کله چې د لندن لوی اور و. موږ د هغه وخت لندن باندې د هغه ورځليک په مرسته پوهېږو. آن فرانک هغه وخت کې خپل ورځليک لیکه کله چې هغه له نازیانو څخه پټه وه.

په اوسني وختونه کې خلک په انټرنیټ کې بلاګونه لیکي. دا یو د ورځليک ډول دی.