لیکوزیا دشمالي قبرس (ترکي قبرس) پلازمینه ده. نیکوزیا د ۸۰۰۰'۲۰ وګړو سره لومړنی ټاپوییز لوی ښار دی، او همداسی یوازینی عیر ساحلی ښار په قبرس کې شمیرل کیږی.

نیکوزیا
{{په یوناني|Λευκωσία}}
{{په ترکي|Lefkoşa}}
(یوناني: Λευκωσία)
(ترکی: Lefkoşa د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د نیکوزیا انځور
د نیکوزیا انځور
د نیکوزیا انځور

نیکوزیا
نیکوزیا
نیکوزیا

Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found.
کورډېناټونه: ۳۵°۱۰′ شمال ۳۳°۲۲′ ختیځ / 35.167°شمال 33.367°ختيځ / 35.167; 33.367
اداري وېش
هیواد Cipru قبرس
22px شمالي قبرس
سیمه نیکوزیا سیمه Cipru قبرس
لفکوشا سیمه 22px شمالي قبرس
پلازمینه د:
قبرس (۱۹۶۰–)  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
حکومت
 • ښاروال النی ماورو Cipru قبرس
جمال متین بولوتوقلولاری 22px شمالي قبرس
پراخوالی
 • پراخوالی ۱۱۱ کلوميټر٢ (۴۳ میله  مربع)
لوړوالی ۷۲۲ ميټره (۲٬۳۶۹ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۰۹)
 • ټولټال ۳۹۸,۲۹۳
 • د نفوسو کثافت ۳٬۶۰۰/کلوميټر٢ (۹٬۳۰۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زون EET (ه.ن.و۲+)
1010–1107  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه ييز د زنګ کوډ 22  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 146268[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼه کينډۍ:Country data Cypruswww.nicosia.org.cy
22px www.lefkosaturkbelediyesi.org

نیکوسیا د قبرس پلازمېنه او تر تولو ستر ښار دی. دا ښار د میسوریا دښتې مرکز ته نږدې د پیدیوس سیند پر غاړه پروت دی.[۲][۳]

د یوناني داستانونو له مخې، نیکوسیا (چې په یوناني کې ورته Lefkosia ویل کېږي) یوه سمندري حوره او د اکیلوس او میلپومیني لور وه چې نوم یې د «سپین ایالت» یا د سپینو خدایانو د ښار په توګه ژباړل شوی دی.

نیکوسیا د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو یوه له تر ټولو زیاته په سویل ختیځ کې پرته پلازمېنه ګڼل کېږي. څه باندې ۴۵۰۰ کلونه کېږي چې په پر له پسې ډول سره هلته خلک ژوند کوي او له لسمې پېړۍ راهیسې د قبرس پلازمېنه ده. په ۱۹۶۴ ز کال کې وروسته له هغه چې په دې ښار کې له ۱۹۶۳ تر ۱۹۶۴ ز کلونو پورې جګړې ونښتې نو د نیکوسیا د ښار د یوناني  قبرس او ترکي قبرس ټولنې د دې ښار په شمال او سویل برخو کې سره بېل شول. دغه بېلتون د قبرس جمهوریت او د شمالي قبرس تر منځ هغه وخت پوځي سرحد وګرځېد کله چې په ۱۹۷۴ ز کال کې ترکیې پر قبرس برید وکړ او په پایله کې یې د دغې جزیرې شمالي برخه د شمالي نیکوسیا په ګډون تر خپل واک لاندې راوستل. نن ورځ شمالي نیکوسیا د شمالي قبرس د ترکیې جمهوریت پلازمېنه ده چې دا هېواد یوازې د ترکیې له خوا په رسمیت پیژندل شوی ده.

نیکوسیا له خپلو قانوني او اداري دندو ور هاخوا، خپل ځان د همدې جزیرې د مالي پلازمېنې او نړیوالې سوداګرۍ د اصلي مرکز په توګه تثبیت کړی ده. په ۲۰۱۸ ز کال کې، نیکوسیا په نړۍ کې د نسبي خرید د ځواک له اړخه ۳۲ بډایه ښار و.[۴][۵]

نوم اېښودنه سمول

د نیکوسیا نوم د لومړي ځل لپاره له میلاد نه ۶۷۲ کاله وړاندې د اشوري پاچا، اسرحدون په زمانه کې په یوه خاورین منشور کې یاد شوی دی. دا د Ledra هغه ښار ته اشاره لري چې د نیکوسیا په سیمه کې موقعیت لري او دا ښار اوس د Lidir په نوم یادیږي. د Ledra نوم او د هغه نور ډولونه (لکه Ledroi) تر ۳۹۲ ز کال پورې په دې بڼه پاتې وه، تر څو چې کله د سنت جیرومي له خوا په لیکنو کې وکارول شو. که څه هم، هغه لیکنه له دې ښار نه د (Leucotheon) په توګه هم یادونه کوي او د دغې دورې د مسیحیت سرچینې بیا د Lefkosia د نوم په څېر مشابهاتو کارولو کې لومړۍ دي (د بېلګې په توګه Leuteonos). د Lefkosia د نوم اصلیت د څېړونکو له خوا «توپونیمي معما» بلل شوې ده. دغه نوم په زیاترو بیزانسي سرچینو کې د Leukousia په توګه ثبت شوې ده او دا خبره په ادبیاتو کې منل شوې ده چې دغه نوم په زیات احتمال سره له یوناني عبارت Leuke ousia (سپین املاک) نه را اخیستل شوی ده. [۶][۷]

تاریخچه سمول

لرغونې زمانې سمول

په نیکوسیا کې له میلاد نه ۲۵۰۰ کاله وړاندې د برونزو د عصر په پیلیدو سره انسانانو ژوند کړی ده، هغه وخت کله چې لومړني اوسېدونکي دلته د میسورای په حاصلخیزه دښته کې ځای پر ځای شول. نیکوسیا بیا وروسته د Ledra یا  Ledrae په یوه نوموتي ښار باندې بدل شو، چې د تروجن جګړې له پای ته رسېدو وروسته د اخیانو یو له ۱۲ لرغونو قبرسي پاچاهیو څخه و. د زاړه Ledra ښار پاتې شونې کولای شو د ننني سویل ختیځ ښار د Ayia Paraskevi په غوڼدۍ کې ومومو. د Ledra  یوازې یو پاچا مشهور دی چې نوم یې دی: Onasagoras. د Ledra سلطنت پخوا لا له منځه ولاړ. کله چې قبرس د اشوریانو تر کنترول لاندې و، Onasagoras له میلاد نه ۶۷۲ کاله وړاندې د اشوریانو اسرحدون ته د خپلو مراتبو په وړاندې کولو سره ثبت شوی دی. له میلاد نه ۳۳۰ کاله وړاندې، Ledra د یوه کوچني غیرمهم ښار په توګه ثبت شوی دی. داسې ګومان کېده چې د دې ښار اوسېدونکي له اقتصادي او سیاسي اړخه د خپل نږدې ښار Chytri باندې متکي و. د دې ښار د اوسېدونکو اصلي فعالیت کرهڼه وه. په دغه عصر کې، Ledra هومره ستره وده و نه کړه لکه څومره چې نورو قبرسي ساحلي ښارونو وکړه، چې هغوی زیاتره د سوداګرۍ پر چارو باندې بوخت و. [۸][۹][۱۰][۱۱]

جغرافیه سمول

سیلاني سمول

تاریخ سمول

  1. پیوستون : 146268  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. Dumper, Michael; Stanley, Bruce E. (2007). Cities of the Middle East and North Africa : a historical encyclopedia. ABC CLIO. د کتاب پاڼې 275. OCLC 912609090. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-919-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Borg, Alexander; Kaye, Alan S.; Daniels, Peter T. (1997). Phonologies of Asia and Africa: (including the Caucasus). Winona Lake, IN: Eisenbrauns. د کتاب پاڼې 228. OCLC 605125544. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57506-507-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Kempen, Ronald van; Vermeulen, Marcel; Baan, Ad (2005). Urban Issues and Urban Policies in the New EU Countries. Ashgate. د کتاب پاڼې 207. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7546-4511-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "World's richest cities by purchasing power". UBS. 2018. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اگسټ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Michaelides, Demetrios; Pilides, Despina (2012). "Nicosia from the Beginnings to the Roman Ledroi". In Michaelides, D. (المحرر). Historic Nicosia. Nicosia: Rimal Publications. د کتاب پاڼي 4–8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Papacostas, Tasos (2012). "Byzantine Nicosia: 650–1191". In Michaelides, D. (المحرر). Historic Nicosia. Nicosia: Rimal Publications. د کتاب پاڼي 87–88. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Nicosia Municipality". Nicosia.org.cy. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. World and its Peoples: Greece and the Eastern Balkans. Marshall Cavendish, 2010.
  10. Michaelides and Pallides 2012, p. 52.
  11. "Nicosia Municipality". Nicosia.org.cy. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)