نږدې ختیځ (په عربې ژبه کې: الشرق الأدنى، رومي بڼه یې: al-Sharq al-'Adnā، په عبري ژبه کې: המזרח הקרוב، په ارمني ژبه کې: ܕܢܚܐ ܩܪܒ، په پارسي ژبه کې: خاور نزدیک، رومي بڼه یې: Xāvar-e nazdik، په ترکي ژبه کې: Yakın Doğu) یوه اصطلاح ته چې تقریباً په لوېديځه آسیا کې د وچې په اوږدو کې سیمه تر پوښښ لاندې راولي، چې یو وخت حاصلخیزه وه او وروسته د رومي او بیزانس سترواکیو د شام برخه وه. په دې کې ترکیه (دواړه اناتولیا او ختیځه تراکیا) او مصر (چې زیاتره په شمالي افریقا کې پروت دی، چې د سینا ټاپو وزمه یې په آسیا کې پرته ده). سره له دې چې په بېلابېلو علمي حلقو کې ډول ډول تعریفونه لري، دا اصطلاح په اصل کې د عثماني سترواکۍ تر وروستي پراخوالي  پورې کارول کېده.

د نشنل جیوګرافیک ټولنې په پر بنسټ: د نږدې ختیځ او منځني  ختیځ اصطالحات په ورته سیمو دلالت کوي او "عموماً د عربي ټاپووزمې، قبرس، مصر، عراق، ایران، اسرائیل، اردن، لبنان، د فلسطین سیمې، سوریه او ترکیه  هېوادونو د ټولګې په توګه منل شوي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په ۱۹۹۷ ز کال کې، ورته سیمه تعریف کړه، خو افغانستان هم په کې ګډون درلود. د نیویارک ټایمز پر بنسټ: دا سیمه "اوس په عام ډول د لوېدیځې آسیا په نامه یادېږي."[۱][۲][۳]

د ختیځ موضوع سمول

د نولسمې پېړۍ په پیل کې په عثماني سترواکۍ کې ټول بالکان، د شمال په لور د لویې هنګري د دښتو تر سویلي څنډو، ګډون درولود. خو په ۱۹۱۴ز کال کې، دې سترواکۍ خپلې ټولې سیمې، پرته له قسطنطنیه او ختیځې تراکیا، له لاسه ورکړې وې چې د بالکان د ملتپالو دولتونو په رامنځ ته کېدو سره، د یونان د سلطنت، د سربیا سلطنت، د دانوبیان شهزاده مېشته سیمې، او د بلغاریا د سلطنت شاهده وه. تر ۱۹۱۲ ز کال پورې، عثمانیانو د البانیا، مقدونیې او ادرنې ولایت په ګډون د سیمې یوه برخه ساتلې وه، چې د بالکان د ۱۹۱۲ – ۱۹۱۳ ز کلونو په دوو جګړو کې یې له لاسه ورکړه.  

عثماني سترواکۍ، چې ګومان کېده د ړنګېدو په حال کې ده، په رسنیو کې د "اروپا د ناروغ سړي" په توګه انځور کېده. د بالکان هېوادونو، د بوسنیا او البانیا په نسبي استثنا سره، په عمده توګه مسیحیان وو، لکه د لبنان اکثریت. عثمانیانو په ۱۸۹۴ ز کال کې، په ارمنیانو باندې په ښکاره توګه په دې دلیل برید وکړ چې دوی غیر مسلمان وګړي وو او دوی د هغې مسلمانې سترواکۍ لپاره بالقوه ګواښ و چې په کې یې ژوند کاوه. د حميديې قتل عام د ټولې مسيحي نړۍ غوسه راوپاروله. په متحده ایالاتو کې جولیا وارډ هاو چې اوس سپین سرې ښځه ده او د جمهوریت د جګړې سرود تر نامه لاندې د کتاب لیکواله ده، په فکري جګړه کې ګډه شو او د سره صلیب سره یوځای شوه. په عثماني سترواکۍ کې د لږه کیو اړیکې او د پخوانیو عثماني ځمکو مسئله، د "ختیځې موضوغ" په نوم یادېږي، هغه مهال چې عثمانیان د اروپا په ختیځ کې وو.

اوس دا پر ځای ګڼل کېږي چې د ختیځې موضوع ختیځه برخه تعريف شي. د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې، د نږدې ختیځ اصطلاح اروپا ته د نږدې ختیځ د برخې د تعریف لپاره وکارول شوه. د لرې ختیځ اصطلاح په ورته عصر کې په جاپان، چین، کوریا، اندونیزیا او ویتنام دلالت کوي. نږدې ختیځ په هغه برخه باندې دلالت کاوه چې زیاتره د شام په نوم یادېده، چې د عثماني اعلی باب یا حکومت په واک کې و. اروپایانو د عثماني سترواکۍ له اجازې پرته نه شو کولای چې د سرت خلیج څخه تر البانیا پورې د سویلي او مرکزي مدیترانې په زیاتره څنډو کې پښه کېږي.

د عثماني اعلی باب هاخوا ځینې سیمو هم ګډون درلود. یو یې په شمالي افریقا کې د مصر لوېدیځ و. دا د بربري ساحل د سمندري سلطنتونو له خوا نیول شوی و، چې په حقیقت کې د اتلسمې پېړۍ راهیسې خپلواکه و او پخوا د دې سترواکۍ او د هغې د اوج برخه وه. ایران له دې امله په دې کې شامل شو چې د عثماني سترواکۍ یا ګاونډۍ روسیې له لارې پرته، په اسانۍ د لاس رسي وړ نه و. په ۱۸۹۰ز کلونو کې، دا اصطلاح د بالکان هېوادونو او ارمنستان شخړو ته متمرکزه وه. د "اروپا ناروغ سړي" مړینې د پام وړ ګډوډي پرېښوده چې د "نژدې ختیځ" په معنا وه. اوس دا زیاتره یوازې په تاریخي مفهوم کې کارول کېږي، چې د لوېدیځې آسیا په هېوادونو له مدیترانې څخه تر ایران پورې (یا د ایران په ګډون) دلالت کوي. په لنډه توګه، په دې کې د قومونو، ژبو یا تاریخي شتمنیو په اړه په نړیواله کچه د پوهېدو ثابت نوملړ ندی تعریف شوی.  [۴]

مخینه سمول

د نږدې ختیځ او لرې ختیځ جغرافیایي اصطلاحات د نړۍ په هغه سیمو دلالت کوي چې د پخوانۍ بریتانوي سترواکۍ او د هالنډ، پرتګال، هسپانیا او جرمني ګاونډیو مستعمرو سره نږدې یا د هغوی تر واک لاندې وې، د لرې او نږدې متضادو دوه اصطلاحاتو په توګه ویل کېږي چې یوځای را منځ ته شوې دي. دوی د ۱۹ پېړۍ په نیمایي کې په ژورنالونو کې یوځای را څرګندې شوې. دواړه اصطلاحات د هغه وخت څخه وړاندې په سیمه ییزو بریتانوي او امریکایی مفاهیمو کې کارول کېدې: لکه د یوې ساحې، کلي یا ولایت نږدې یا لرې ختیځ.

تر کریمیې جګړې د ختیځ مفکورې سمول

د دې ډول اصطلاحاتو د کارولو لپاره یو ژبني شالید شتون درلود. روميانو دا د نږدې ګال لرې ګاول، نږدې هسپانيا لرې هسپانيا او نورو کې کارولې وې. له دوی نه وړاندې یونانیانو دا عادت درلود، چې د ب په لیک کې، چې د اروپا تر ټولو زوړ پېژندل شوی لیکدود دی څرګندېږي، چې د پایلوس سلطنت ته نږدې ولایت او لرې ولایت ته اشاره کوي. دا اصطلاحات ډېری د جغرافيائی ځانګړتیاوو په استناد، لکه د غرونو لړۍ یا سیند، کارول کېږي.

د بطلیموس جغرافیه، آسیا په ورته توګه وېشي. په شمال کې " د همالیا د دې خوا  سیتیا" او "د همالیا د هاخوا سیتیا" دی. سویل ته "د ګنګا په دې غاړه هند" او "د ګنګا په هغه غاړه هند" دی. آسیا د اناتولیا ("د لمر د راڅرګندېدو ځمکه") له ساحل څخه پیل شوې. د ګنګا او همالیا څخه هاخوا (د تین شان په ګډون) سیریکا او سیرا (د چین برخې) او ځینې نور د تشخیص وړ لرې ختیځ ځایونه وو چې مسافرو او جغرافیه پوهانو ته آشنا ،خو عامو اروپایی خلکو ته نا آشنا نه وو. [۵][۶]

د ۱۶۷۰ ز کال د جان سیلر د ماریتیما اتلس په وخت کې، "د ګنګا هاخوا هند" د چین، کوریا، سویل ختیځې آسیا او د آرام سمندر د ټاپوګانو ګډون د "ختیځ انډیز" ګڼل شوی و چې کټ مټ د بطلیموس د نقشې په توګه ترتیب شوی و، حال دا چې نږدې ۱۵۰۰ کاله واټن په کې موجود و. دا "ختیځ" په خپل وار سره له لاتین اورینز او اورینټلس، "د لمر ختو ځمکه" څخه انګلیسي ژباړه وه، چې د رومیانو د وختونو راهیسې د "ختیځ" لپاره کارول کېده. د ۱۹۵۰ ز کال د جوډوکیوس هانډیوس د نړۍ نقشه د کسپین څخه تر آرام سمندر پورې ټوله آسیا د هند اورینټالیز په نوم په نښه کوي، په لنډه توګه د ختیځ انډیز په توګه په ژباړه کې څرګند شوی دی.  [۷][۸]

د انګلستان لومړۍ الیزابت، اساساً د ختیځ سره سوداګرۍ ته لېواله وه، د خپلې لهجې په کارولو سره یې د انګلیسي سوداګرو سره مرسته وکړه، ترڅو په لرې پرتو سیمو کې لومړني سوداګریز شرکتونه تاسیس کړي. د دوی هدف د تړون له لارې د سوداګرۍ د انحصاري امتیازات ترلاسه کول وو. ملکې په ۱۵۸۱ ز کال کې د شام د سوداگرو کمپنۍ، چې په لنډ ډول د شام کمپنۍ په نوم یادېده، جواز ورکړ چې ډېر ژر د ترکیې کمپنۍ په نوم هم وپېژندل شوه. په ۱۵۸۲ز کال کې د لوی سوزان بېړۍ لومړی سفیر وېلیم هاربون په قسطنطنیه کې د عثماني اعلی باب (د عثماني سترواکۍ حکومت) ته ولېږداوه. شام د "لمر ختونکې ځمکه" معنا هم لري، خو اناتولیا تل یوازې د هغې ځمکې د څوکې معنا لري چې اوس مهال د ترکیې جمهوریت تر واک لاندې ده، شام د عثماني حکومت تر واکمنۍ لاندې د هر ځای په معنا و. د ختیځ هند شرکت (چې د ډېر اوږد رسمي نوم لنډه بڼه ده) په ۱۶۰۰ ز کال کې ختیځ انډیز ته د سوداګرۍ لپاره جواز ترلاسه کړ.  [۹]

د عثماني سترواکۍ د زوال په اړه لیکنو د لویدیځ تاریخ پوهانو ته خوښي وربښله، ځکه چې د دې نوم یو باثباته او بې سیاله سیاست شتون درلود. پولې پراخې شوې او کمې شوې، خو دوی تل متحرک وو او له پیل څخه تر "بحث لاندې" وو. عثماني سترواکي د پخواني ختیځ روم د سترواکۍ له خاورې د دې سترواکۍ له تاوتریخوالي ډک زوال څخه رامنځ ته شوه. د روم وروستی سترواک د ۱۴۵۳ ز کال د مې په میاشت کې د خپلې پلازمېنې قسطنطنیې په کوڅو کې د عثماني پوځ له خوا په مخامخ جګړه کې مړ شو. فاتحانو د بالکان پاتې خاوره په میراث یووړه.

د دې ځمکو اوسيدونکو د ترکيې واکمني نه منله. ترکان دوی ته بهرنیان وو چې د دودونو، ژوند بڼې او ژبې یې په بشپړه توګه توپیر درلود. د ناکراریو د نه شتون له امله تشه را منځ ته نه شوه. د هنګري ځمکې د ترکیې تر واکمنۍ لاندې په ۱۶۸۸ ز کال کې د ترکیې په لویه جګړه کې د هابسبورګ سلطنت برخه شوه. له ۱۸۰۴ – ۱۸۳۳ ز کلونو د سربستان انقلاب، اوسنی سربستان را منځ ته کړ. د یونان د خپلواکۍ جګړې، ۱۸۲۱ – ۱۸۲۳ ز کلونه، عصري یونان رامنځ ته کړ، چې د لرغوني یونان ډېری ځمکې یې بېرته ترلاسه کړې، خو قسطنطنیه یې ترلاسه نه کړه. عثماني اعلی باب د خپلې سترواکۍ له یوې څلورمې څخه په پرله پسې ډول، په ځانګړې توګه په بالکان کې، تر برید لاندې وه. د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې په یو شمېر پېښو کې، امریکایی او بریتانوي جنګي بېړیو په بربري سمندري غلو بریدونه وکړل، ترځو د هغوی د غلا مخنیوي وکړي او زرګونه اروپایايي او امریکایايي غلامان بېرته آزاد کړي.  

په ۱۸۵۳ ز کال کې د سلاویک بالکان هېوادونو په استازیتوب د روسیې سترواکۍ د عثماني سترواکۍ شتون تر پوښتنې لاندې راوست. پایله یې د  ۱۸۵۳-۱۸۵۶ ز کلونو د کریمیا جګړه وه، چې په کې بریتانوي سترواکۍ او فرانسوي سترواکۍ د روسیې د سترواکۍ د یرغل په وړاندې په مبارزه کې د عثماني سترواکۍ ملاتړ وکړ.په پای کې عثماني سترواکۍ د بالکان د سیمو کنټرول له لاسه ورکړ.

د نږدې ختيځ اصلي ډيپلوماتیک مفهوم سمول

تر ۱۸۵۵ ز کال پورې، د نږدې ختیځ او لرې ختیځ اصطلاحات کومې ځانګړې سیمې لپاره نه کارول کېدل. لرې ختیځ، یو عبارت چې د ختیځ یو نوم لري، د لرې صفت په واسطه توصیف شوی، د وینا کوونکي په سیمه کې "لرې ختیځ" هر ځای ته کارول کېدای شو. د بېلګې په توګه: عثماني سترواکۍ، د ختیځ انډیز په څېر لرې ختیځ و. د کریمیا جګړې، د ۱۹ پېړۍ وروستیو د اړوندو اصطلاحاتو په وړاندې کولو سره په لغاتو کې بدلون راوست. د روسیې سترواکي پراخ تیري کوونکي پړاو ته د ننه شوې وه، چې د عثماني سترواکۍ او د چین په وړاندې په نظامي توګه فعاله شوې وه او ځمکنۍ پراختیا یې په اند کې وه. د بریتانیې حکومت په خپل سیاست له غور کولو وروسته پرېکړه وکړه چې تر برید لاندې دوه ځواکونه د واک د توازن لپاره اړین دي. له همدې امله یې په دواړو ځایونو کې د روسانو مخالفت وکړ، چې یوه پایله یې د کریمیا جګړه وه. د دې جګړې په اوږدو کې د بریتانوي سترواکۍ ادارې د نویو لغتونو په خپرولو پیل وکړ، چې "نږدې ختیځ"، عثماني سترواکۍ، او "لرې ختیځ" ختیځ انډیز ته ځانګړې سیمه ییزه معنا ورکوله. دوه اصطلاحات مرکب نومونه وو چې ډېری وختونه د دش پر مټ نیښلول شوي وو.

په ۱۸۵۵ز کال کې، د هغه لیک یو چاپ چې مخکې ټایمز ته لېږل شوی و، د لیټل په ژوند (Littell's Living Age) کې خپور شو. د دې لیکوال، "د چینایي ژبې ژباړونکی چې ۱۰ کاله رسمي فعال خدمت یې کړی و " او د اورینټل کلب غړی و، توماس ټیلر میډوز نومېده، د بل ژباړونکي وړاندیز ته ځواب کې یې ویلی وو چې: د بریتانیا سترواکي، د چین پر وړاندې د روسیې د غلط ګواښ په اړه خپلې سرچینې ضایع کوي. د ليک په پای کې يې ویلی وو: [۱۰]

په نږدې ختیځ کې د "ناروغ سړي" ملاتړ، یو ګران او پرلګښته کار دی؛ پرېږدئ چې انګلستان، فرانسه او امریکا هم وپوهېږي، چې څنګه دوی په لرې ختیځ کې یو "ناروغ دیو" رامنځ ته کوي، ځکه چې دوی ښایي ډاډ ورکړي چې که ترکیه د اروپا اړتیا وي، چین د نړۍ اړتیا ده.

د استعماري ادارې زیاتره برخې په دې کلب پورې اړه درلوده، چې د ویلنګټن د ډوک له خوا رامنځ ته شوی و. د میډو اصطلاحات باید د دې ادارې له لوري د کارونې بېلګې وښیي. که دا د اصلاحاتو لومړۍ کارونه نه وي، ټایمز ته لیک په ریښتینې توګه عامو خلکو ته د دې اصطلاحاتو له لومړنیو څرګندېدو څخه و. دوی سمدلاسه مشهورې شوې، چې د "شام" او "ایست انډیز" ځای یې ونیو، چې د هغوی کارونې په تدریج سره کمې شوې او ورپسې یې معنا بدلون و موند.  

سرچينې سمول

  1. "Middle East, Near East". Style Guide. National Geographic Society. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مې ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 9 February 2022 باندې). Met Museum to Renovate Its Ancient Near East and Cypriot Galleries.
  3. "The Near East". Food and Agriculture Organization. United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Near East". Oxford Dictionary of English (2nd). (2003). Oxford: Oxford University Press. 
  5. Book VI, Chapters 14, 15.
  6. Book VII, chapters 1, 2.
  7. Tooley & Bricker 1989, pp. 135–136
  8. Tooley & Bricker 1989, p. 133
  9. Bent, J. Theodore, المحرر (1893). Early Voyages and Travels in the Levant. London: The Hakluyt Society. د کتاب پاڼې viii. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Meadows, Thomas Taylor (October–December 1855). "Chinese Insurgents and British Policy". Littell's Living Age. 47: 356–359. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)