نړیوال قانون

نړیوال قانون چې د عامه نړیوال قانون او د ملتونو قانون په نوم هم یادېږي، د قواعدو، نورمونو او معیارونو هغه ټولګه ده چې په عمومي ډول د ملتونو ترمنځ د لازم الاجراء په توګه پېژندل شوې. دا قانون د جګړې، ډیپلوماسۍ، سوداګرۍ، او بشري حقونو په ګډون په پراخو ساحو کې د دولتونو لپاره معیاري لارښوونې او د یوه ګډ مفهوم چوکاټ رامنځته کوي. د نړیوال قانون موخه د باثباته، منظمو او سازمان شوو نړیوالو اړیکو دودولو او عملي تطبیق ته وده ورکول دي.[۱][۲][۳][۴]

د نړیوال قانون په سرچینو کې نړیوال دودونه (عمومي دولتي کړه وړه چې د قانون په توګه منل شوي)، تړونونه او د قانون هغه عمومي اصول شامل دي چې د ډېری ملي قانوني نظامونو له خوا په رسمیت منل شوي. نړیوال قانون دغه راز ښایي د نړیوالو اصولو او آدابو په مراعاتولو کې هم انعکاس ومومي، چې هغه کړنې او دودونه پکې راځي چې د دولتونو له لوري د ښو اړیکو او متقابل رسمیت پېژندنې لپاره منل شوي، لکه د بهرنۍ کښتۍ بیرغ ته درناوی کول یا د کوم بهرني حقوقي حکم پلي کول.

نړیوال قانون د دولتونو له قانوني نظامونو سره دا توپیر لري چې نړیوال قانون اساسا –البته نه په ټوله معنا– پر افرادو د پلي کېدو پر ځای پر هېوادونو پلی کېږي، او همدا راز تر ډېره د رضايت او خوښمنۍ له لارې عملي کېږي، ځکه پر خپلواکو دولتونو د پلي کولو لپاره یې په نړیواله کچه هېڅ منل شوې مرجع نشته. له دې کبله، دولتونه ښایي پرېکړه وکړي چې د نړیوالو قوانینو پیروي ونه کړي او ان کولی شي یو تړون مات کړي. که څه هم، دا ډول سرغړونې، په ځانګړې توګه له دودیزو نړیوالو قوانینو او اجباري نورمونو (jus cogens) سرغړونې، له نظامي مداخلې نیولې تر ډیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو پورې له جبري اقدام سره مخ کېدای شي.[۵]

د ملي حقوقي نظام (ښاري قانون) او نړیوال قانون ترمنځ اړیکه او تعامل پېچلی او بدلېدونکی دی. کله چې تړونونه له دولتونو ورپورته یا نړیوالو محکمو لکه د بشري حقونو اروپایي محکمې یا د جرمونو نړیوالې محکمې ته په ملي کچه د قضایي واک یا صلاحیت اجازه ورکوي، له کبله یې ښایي ملي قوانین پر نړیوال قانون تبدیل شي. د جېنېوا کنوانسیون په څېر تړونونه ممکن ملي قوانین د دغه تړون له احکامو سره پر مطابقت ملزم کړي. ملي قوانین یا اساسي قوانین هم ښایي د نړیوالو حقوقي مکلفیتونو ترسره کولو یا په کورني قانون کې د ادغام لپاره وړاندوینې ولري.

ټرمینالوژي یا اصطلاحات سمول

د "نړیوال قانون" اصطلاح کله کله په "عامه" او "خصوصي" نړیوال قانون وېشل کېږي، په ځانګړې توګه د مدني قانونپوهانو له لوري، چې د رومي دود پیروي کوي. رومي حقوقپوهانو به د جوس جینټیم (jus gentium) یا د ملتونو قانون، او د جوس انټر جینټس (jus inter gentes) یا د ملتونو ترمنځ تړونونه لا ډېر سره توپیرول. د دغې نظریې له مخې، "عامه" نړیوال قانون د ملت-دولتونو ترمنځ اړیکې رانغاړي او د تړونونو قوانین، د سمندر قانون، نړیوال جرمي قانون، د جګړې قوانین یا نړیوال بشردوستانه قانون، د بشري حقونو نړیوال قانون، او د کډوالو د قانون په څېر حوزې پکې شاملېږي. په بل اړخ کې "خصوصي" نړیوال قانون، چې معمولا د "قوانینو ټکر" هم بلل کېږي، پر دې بحث کوي چې آیا د هېوادونو داخلي محکمې د یوه بهرني عنصر لرونکو قضیو د څېړنې قضایي واک یا صلاحیت لري او کنه او د کوم هېواد قانون به پکې پلی کېږي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د نړیوال قانون سرچینې سمول

د نړیوال قانون سرچینې د یو لړ سیاسي او حقوقي نظریو یا تیوریو تر اغېزې لاندې دي. د شلمې پېړۍ په جریان کې، مثبت‌پالو حقوقپوهانو دا منلې وه چې د تړون یا قرارداد له اصل (pacta sunt servanda) سره سم له یوه تړون سره پر رضایت د عمل کولو لپاره یو خپلواک دولت کولی شي خپل واک محدود کړي. د نړیوال قانون دا توافقي نظر د عدالت د نړیوالې دایمي محکمې د ۱۹۲۰م کال په اساسنامه کې منعکس شوی، او هم د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) د اساسنامې په ۷مه ماده کې خوندي شوی دی. د نړیوالو قوانینو هغه سرچینې چې د ملتونو د ټولنې له خوا کارول شوې، د عدالت د نړیوالې محکمې د قانون تر ۳۸مې مادې لاندې لیست شوې چې په دې برخه کې معتبرې ګڼل کېږي:[۱۳]

  1. نړیوال تړونونه او کنوانسیونونه؛
  2. نړیوال عرف یا دود چې د دولتونو له "عمومي کړو وړو" څخه اخیستل شوی؛ او
  3. عمومي حقوقي اصول چې "د متمدنو ملتونو له خوا په رسمیت منل شوي".

پردې سربېره، قضایي پرېکړې او د نړیوالو حقوقو د نامتو پوهانو لارښوونې او هدایات هم کېدای شي د "د قانون د مقرراتو د ټاکلو لپاره د فرعي وسایلو" په توګه وکارول شي.

ډېری پوهان پر دې موافق دي چې د ترتیب له مخې د دغو سرچینو تنظیم، د سرچینو یوه ضمني سلسله مراتب یا د اهمیت له پلوه درجه بندي وړاندیز کوي. که څه هم، د ۳۸مې مادې ژبه په ښکاره ډول دا ډول سلسله مراتب (hierarchy) نه لري، او د نړیوالو محکمو پرېکړې او محاکمې د دغه ډول سختې او محدودې درجه بندۍ (hierarchy) ملاتړ نه کوي. په بل اړخ کې، د نړیوالې جنایي محکمې د روم اساسنامې ۲۱مه ماده په څرګند ډول د پلي کېدونکو قوانینو (یا د نړیوالو قوانینو د سرچینو) درجه بندي وړاندې کوي.[۱۴]

محکمې او تطبیق سمول

دا چې نړیوال قانون د شخړو د هواري لپاره هېڅ اجباري قضایي سیستم یا د اجباري مجازاتو سیستم نه دی ټاکلی، د نړیوال قانون سرغړونې په یوه کورني حقوقي سیستم کې د سرغړونو اداره کولو په څېر ساده نه دي. که څه هم، داسې وسایل شته دي چې له لارې یې سرغړونو ته د نړیوالې ټولنې پام اړول کېږي او د هواري لپاره یې ځینې لارې موندل کېږي. د بېلګې په توګه، په نړیوالو قوانینو کې قضایي یا نیمه قضایي محکمې په ځینو مشخصو برخو لکه سوداګرۍ او بشري حقونو کې شته دي. د مثال په توګه، د ملګرو ملتونو سازمان جوړښت د نړیوالې ټولنې لپاره یوه وسیله په لاس ورکړه څو د امنیت شورا له لارې پر هغو غړو دولتونو نړیوال قانون پلی کړي چې د دغه سازمان له منشور څخه سرغړونه کوي.

دا چې نړیوال قانون په یوه داسې حقوقي چاپېریال کې دی چې له یوه ټولمنلي "حاکمیت یا خپلواک ځواک" څخه (یعني یو بهرنی ځواک چې د نړیوالو نورمونو د پیروۍ جبري کولو لېوالتیا او توان ولري) برخمن نه دی، د نړیوال قانون "تطبیق" له کورنیو شرایطو سره خورا توپیر لري. په ډېری قضیو کې، د نړیوال قانون پلي کول د کوازي (Coasian) ځانګړتیاوې غوره کوي، چېرته چې نورم په خپله پلی کېږي. په نورو قضیو کې، له نورمونو څخه سرغړونه ښایي یو ریښتینی خطر رامنځته کړي، په ځانګړې توګه که نړیوال چاپېریال بدلېدونکی وي. په دغسې حالت کې، او که پام‌وړ شمېر دولتونه (یا پام‌وړ شمېر ځواکمن دولتونه) په دوامداره توګه د نړیوال قانون یو ځانګړی اړخ له پامه غورځوي، نورم ښایي د دودیز نړیوال قانون له مفاهیمو سره سم بدلون ومومي. د بېلګې په توګه، له لومړۍ نړیوالې جګړې مخکې، نامحدوده اوبتل جګړه (unrestricted submarine warfare) له نړیوال قانون څخه سرغړونه ګڼل کېده او ظاهرا د آلمان پر وړاندې د متحده ایالاتو د جګړې د اعلان لامل هم ګڼل کېده. خو د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې، دا کار دومره پراخ شو چې د نورمبرګ محاکمې په جریان کې، د آلمان پر امیرالبحر کارل دونیتز د نامحدودې اوبتل جګړې امر ورکولو له کبله شته تورونه له پامه وغورځول شول، سره له دې چې دا چاره د ۱۹۳۶م کال د دویم لندن بحري تړون څخه ښکاره سرغړونه وه.

نیوکې او انتقادونه سمول

ملت-دولتونه د 'برابرو ترمنځ هېڅ خپلواک ځواک نشته' یا (parem non habet imperium) اصل مراعاتوي. دا اصل د ملګرو ملتونو د منشور په ۲(۱) ماده کې تایید شوی، چې له مخې یې هېڅ دولت د بل دولت تابع نه دی. جان آسټین له همدې کبله ټینګار کوي چې 'په اصطلاح' نړیوال قانون، چې یو خپلواک ځواک نه لري او د پلي کېدو وړ نه دی، په حقیقت کې هېڅ قانون نه دی، مګر "مثبت اخلاقیات" دي چې له "نظرونو او احساساتو" څخه جوړ دي... د قانوني پر ځای تر ډېره اخلاقي دی.[۱۵]

ځکه د نړیوالو قوانینو لویه برخه تړونونه تشکیلوي، چې یوازې د تړونونو پر هغو اړوندو طرفونو الزامیت ږدي چې دغه تړونونه یې تصویب کړي یا منلي دي.

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. "International law". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۹ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "international law". Houghton Mifflin Company. مؤرشف من الأصل في ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. The term was first used by Jeremy Bentham in his "Introduction to the Principles of Morals and Legislation" in 1780. See Bentham, Jeremy (1789), An Introduction to the Principles of Morals and Legislation, London: T. Payne, د کتاب پاڼې 6, مؤرشف من الأصل في ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۲, د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Slomanson, William (2011). Fundamental Perspectives on International Law. Boston, USA: Wadsworth. د کتاب پاڼي 4–5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Slomanson, William (2011). Fundamental Perspectives on International Law. Boston, USA: Wadsworth. د کتاب پاڼې 4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. There is an ongoing debate on the relationship between different branches of international law. Koskenniemi, Marti (September 2002). "Fragmentation of International Law? Postmodern Anxieties". Leiden Journal of International Law. 15 (3): 553–579. doi:10.1017/S0922156502000262. S2CID 146783448. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Yun, Seira (2014). "Breaking Imaginary Barriers: Obligations of Armed Non-State Actors Under General Human Rights Law – The Case of the Optional Protocol to the Convention on the Rights of the Child". Journal of International Humanitarian Legal Studies. 5 (1–2): 213–257. doi:10.1163/18781527-00501008. SSRN = 2556825 2556825. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Private International Law". Oas.org. August 2009. مؤرشف من الأصل في ۲۱ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Crawford, James (2012). Brownlie's Principles of Public International Law. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199699698. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Kolcak, Hakan. "The Sovereignty of the European Court of Justice and the EU's Supranational Legal System". Inquiriesjournal.com. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Degan, Vladimir Đuro (1997-05-21). Sources of International Law. Martinus Nijhoff Publishers. د کتاب پاڼې 126. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-411-0421-2. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اپرېل ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Blanpain, Roger (2010). Comparative Labour Law and Industrial Relations in Industrialized Market Economies. Kluwer Law International. د کتاب پاڼي 410 n.61. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-411-3348-9. مؤرشف من الأصل في ۰۲ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Cotterrell, Roger (2012-03-01). "What Is Transnational Law?". Law & Social Inquiry (په انګلیسي ژبه کي). 37 (2): 500–524. doi:10.1111/j.1747-4469.2012.01306.x. ISSN 1747-4469. S2CID 146474315. مؤرشف من الأصل في ۱۹ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Charter of the United Nations Archived 2017-11-21 at the Wayback Machine., United Nations, 24 October 1945, 1 UNTS, XVI
  14. Slomanson, William (2011). Fundamental Perspectives on International Law. Boston, USA: Wadsworth. د کتاب پاڼي 26–27. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. James B Scott, "The legal nature of international law", Columbia Law Review, vol 5 no 2, Feb 1905, p 128-30