نړیوال اقتصاد

نړیوال اقتصاد انګلیسي: World economy هغه اړیکې چې د هېوادونو ترمنځ ایجادېږي کولای شو له څو لوریو تفکیک کړو. په دې لړ کې اقتصادي او سیاسي روابط، اجتماعي روابط، اقتصادي او فرهنگي روابط، او هغه اقتصادي روابط تر مطالعې لاندي نیول کېږي چې د ممالکو ترمنځ ایجادېږي. البته په هغه نړۍ کې چې موږ اوسو، د ممالکو ترمنځ اړیکي خورا ضروري دي او هېڅ هېواد نشي کولای له نورو د گوښه سیاست په بڼه خپل اقتصادي ژوند ته ادامه ورکړي او د ژوند له غوره معیار څخه برخمن شي. هر هېواد اړ دی چې له ټولو هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي اړیکې ولري، یو تر بله سره اجناس او خدمتونه تبادله کړي او یا دا چې د کار، ځمکې او پانگې په څېر د تولید عوامل له یوه اقتصاد څخه بل هغه ته ولېږدوي. باید وویل شي د ورته نړیوالو معاملاتو په حجم کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي.

د نړیوال تجارت د منځته راتگ لاملونه سمول

د نړیوال اقتصادځانگړتیاوې سمول

د نړیوال اقتصاد تاریخ او نظریاتو ته کتنه سمول

د خارجي تجارت کلاسیکي نظریات سمول

مهم نړیوال مالي سازمانونه سمول

د تادیاتو بېلانس سمول

د خارجي تجارت د سیاستونو وسایل او د آزاد تجارت اغېزې سمول

د وارداتو د تعویض تجارتي سیاست سمول

په زیاتره مخ پر ودې هېوادونو کې د صنعتي انکشاف لپاره هڅې روانې دي. د دغو هڅو له لړ څخه یوه هم د وارداتو د تعویض له لارې د صنعتي انکشاف له ودې څخه عبارت ده. د صنعتي مصرفي اجناسو لپاره د بازار شتون یې د دلیل په توگه وړاندې کېږي. داسې فکر کېږي چې که چیرته د ځینو اجناسو واردات کنرتول شي، داخيل تولید یې ځای ډکولای شي چې له کبله یې په ضمن کې ملی عاید او استخدام اضافه کیدالی شي. د صنایع ارتباطي اثرات د صنعت د خصويص سکتور د پراختیا لامل گڼل کېږي.د تجارت دوارداتو دتعویض د سیاست په برخه کې د ورته انکشافي سیاست دموفقیت د شرایطو ، مشکلاتو او د وارداتو له تعویضې انکشاف بحث کېږي.[۱]

مخ پر وده هېوادونه اود نړیوالو سیاستونو پایلې سمول

له باندنۍ نړۍ سره د افغانستان تجارتي اړیکې سمول

سرچیني او اخځلیکونه سمول

  1. د کتاب نوم: نریوال اقتصاد ، مؤلف: عبدالغفور امینی ژباړن: نور الله حقمل، چاپ کال: 1392 لمریز کال تیراژ: 3000 ټوگه