نيکولاوس کوپرنيکس

نيکولاوس کوپرنيکس (۱۹ فبروري ۱۴۷۳ – ۲۴ مۍ ۱۵۴۳) د رنسانس ټولپوه، فعال رياضي پوه، ستورپوه او د کاتوليک  کليسا غړی و، چا چې د کايناتو داسې يوه بیلګه وړاندې کړه چې لمر يې مرکز ؤ، نه ځمکه. ډېر احتمال لري چې کوپرنيکس د ساموس له اريستارخوس څخه په خپلواک ډول خپله بېلګه جوړه کړې، اريستارخوس يو لرغونی يونانی ستورپوه و چا چې اتلس پېړۍ مخکې ورته يوه نمونه جوړه کړې وه.[۱][۲][۳][۴]

نيکولاوس کوپرنيکس (۱۹ فبروري ۱۴۷۳ – ۲۴ مۍ ۱۵۴۳)

په ۱۵۴۳ ز کال کې د کوپرنيکس له مرګ وړاندې د «د اسماني کرو د بدلونونو په اړه» نومي کتاب کې د هغه د بیلګې خپرېدل د ساينس په تاريخ کې يوه ستره پېښه وه، چې د کوپرنيکي انقلاب  لامل شو او هغه يې د ساينسي انقلاب سره په مرسته کولو کې مخکښ کړ.

کوپرنکس په شاهي پروشيا کې زېږېدلی او مړ شوی و، هغه سيمه چې له ۱۴۶۶ زېږديز کال راهيسې د پولنډ برخه وه.  هغه د کليسا په قانون کې ډاکټري وکړه، هغه يو رياضي پوه، ستورپېژندونکی، فزيک پوه، لرغونې عالم، ژباړن، حکومت کوونکی، ديپلومات او اقتصاد پوه و. په ۱۵۱۷ ز کال کې هغه د پيسو د اندازې نظريه راوويسته چې دا په اقتصاد کې مهم تصور وو  او په ۱۵۱۹ ز کال کې هغه يو اقتصادي اصل جوړ کړ چې وروسته بيا د ګريشم په قانون وپېژندل شو.

ژوند سمول

نيکولاوس کوپرنيکس د ۱۴۷۳ ز کال د فبرورۍ مياشتې په نولسمه نېټه د تورن په ښار کې زېږېدلی و، دغه ښار په شاهي پروشيا کې موقعيت لري چې د پولنډ په سلطنت کې واقع دی.

پلار يې د کراکو يو سوداګر ؤ او مور يې د تورن ښار د شتمن سوداګر لور وه. نيکولاوس د څلورو خوېندو وروڼو کشر و. د هغه مور اندرياس (انډرو) په فراوينبرګ کې د اګوستينيان کليسا غړې شوه. خور يې باربرا چې د مور نوم ورکړل شوی د بينيډيکټ مسيحيت راهبه وه چې د ژوند په وروستيو کلونو کې په کولم کې د يو عبادتځای مشره وه. هغه له ۱۵۱۷ ز کال وروسته مړه شوه. د هغه بلې خور کترينا له يو سوداګر او د تورن ښار له استازي بارټل ګرتنر سره واده وکړ او څلور اولادونه يې لرل چې د هغوی پالنه کوپرنيکس د ژوند تر پايه کوله. کوپرنيکس واده ونه کړ خو له ۱۵۳۱ تر ۱۵۳۹ ز کال پورې له انا شيلينګ سره د هغه اړيکې، چې د کور اوسېدونکې او ساتونکې وه، د وارميا کليسا دوه مذهبي مشرانو (اسقفانو) يوه رسوايي وبلله اوهغه يې د کلونو په اوږدو کې هڅولو چې له خپلې «مېنې» سره اړيکې پرې کړي.[۵]

د پلار کورنۍ سمول

د کوپرنيکس د پلار د کورنۍ اصل د نيسا او پرودنيک تر منځ په سايليزيا کې يو کلي ته رسېږي. د دې کلي نوم په بيلا بيلو ډولونو لېکل کيږي. په ۱۴ ز پېړۍ کې دې کورنۍ د سايليزيا بيلا بيلو ښارونو ته کډه کول پيل کړل، د پولنډ پلازمېنې کراکوا ته په ۱۳۶۷ ز کال کې او تورن ته په (۱۴۰۰) ز کال کې پلار يې ميکولای مشر چې ممکن د يان زوی و، د کراکوف له نسل څخه و.

د نيکولاوس نوم د هغه د پلار د نوم په وياړ اېښودل شوی و، چې په لومړي ځل په اسنادو کې راڅرګند شوی چې هغه د مسو سوداګر و او تر ډېره بریده مس يې په دانزيګ کې پلورل. هغه په شا او خوا ۱۴۵۸ ز کال کې له کراکاو څخه تورن ته کډه شو. تورن چې د ويستولا رود پر څنډو پروت دی، هغه مهال په ديارلس کلن اوږده جګړه کې را ايسار و په کومه جګړه کې چې د پولنډ سلطنت او د پروشيا ايتلاف چې د پروشيا د ښارونو يو ايتلاف و، مخورو او روحانيونو له تيوتوني نظام سره د سيمې د نيولو پر سر جګړه وکړه. په دې جګړه کې د هانزي ښارونه لکه دانزيک او تورن چې د نيکولاوس پلرنی ټاټوبی و، د پولنډ د پادشاه څلورم کازيمير ياګيليون ملاتړ غوره کړ. پادشاه ژمنه کړې وه چې د ښارونو پراخې دوديزې خپلواکۍ ته به درناوی کوي کوم څه چې تيتوني نظام ننګولي و. د نيکولاوس پلار د هغه وخت په سياست کې فعاله ونډه لرله او د تيوتوني نظام پر ضد يې د پولنډ او نورو ښارونو ملاتړ وکړ.  په ۱۴۵۴ ز کال کې هغه د پولنډ د کاردينال زبيګنيف اولشنيسکي او د پروشيا د ښارونو تر منځ د جګړې د پورونو د بېرته ورکړې په موخه منځګړيتوب وکړ. د تورن په دویمه سوله کې ۱۴۶۶، تيوتوني نظام په رسمي ډول د خپلو لويديځو څنډو اړوند ټولو ادعاوو څخه تېر شو چې په دې توګه د پولنډ د لومړي وېش ۱۷۷۲ ز کال او دویم وېش ۱۷۹۳  ز کال پورې د شاهي پروشيا په توګه د پولنډ د پادشاهي تاج لاندې پاتې شو.

د کوپرنيکس پلار د ۱۴۶۱ او ۱۴۶۴ ز کلونو تر منځ د دې ستورپېژندونکي له مور «باربارا واتزنرودی» سره واده وکړ او په ۱۴۸۳ ز کال کې مړ شو.

د مور کورنۍ سمول

د نيکولاوس مور باربارا واتزنرودی د تورن د مشهور خان او سلاکار لوی لوکاس واتزنرودی لور وه چې په ۱۴۶۲ ز کال کې مړ شو، د هغه د مور نوم کاتارزينا و چې د يان پيکايو کونډه وه په ځېنو نورو سرچينو کې د هغې نوم کاتارزينا روډيګر جينټي موډيلبوګ ښودل شوی چې په ۱۴۷۴ ز کال کې مړه شوې. موډيلبوګ د پولنډ يوه نوميالۍ کورنۍ وه چې له ۱۲۷۱ز کال راهيسې په پولنډ کې پېژندل شوې وه. د واتزنرودی کورنۍ د کوپرنيک د کورنۍ په څېر د سکيويډنيټز سره نژدې د سايلیزيا څخه راغلې وه او له ۱۳۶۰ ز کال وروسته په ترون کې مېشت شوې وه. دوی ډېر ژر يوه شتمنه او اغېزناکه اشرافي کورنۍ شوه. د واده له لارې د واتزنرانو د پراخو کورنيو اړيکو په درلودلو سره کوپرنيک د تورن، دانزيګ او ايلبينګ له شتمنو کورنيو سره اړيکې لرلې او همدا راز، د پروشيا د نومياليو پولنډي اشرافو له کورنيو سره چې هغه دا دي: Czapskis, Działyńskis, Konopackis and Kościeleckis. لوکاس او کاترين درې اولادونه درلودل: لوکاس واتزنرود کوچنی ( ۱۴۴۷-۱۵۱۲ ز کال) څوک چې په وارميا کې کشيش او د کوپرنيک ساتونکی شو، باربارا، د همدې ستور پېژندونکي مور (له ۱۴۷۵ وروسته مړه شوې) او کرسټينا (له ۱۵۰۲ وروسته مړه شوې) چا چې په ۱۴۵۹ ز کال کې د تورن له سوداګر او ښاروال تايديمين ون الين سره واده کړی و.

مشر لوکاس واتزنرود يو شتمن سوداګر او په ۱۴۳۹ – ۱۴۶۲ ز کلونو کې د قضايي پلاوي مشر و، هغه د تيوتوني اشرافو سخت مخالف ؤ. په ۱۴۵۳ ز کال کې هغه د تورن له خوا د ګراوډينز کنفرانس ته د استازي په توګه استول شوی و چې د هغوی پر ضد يې پاڅون طرحه کړی و. په (۱۴۵۴-۶۶ز) کې د ديارلس کاله اوږدې جګړې وروسته موده کې هغه په فعاله توګه د پروشيايي جګړې د هڅو لپاره د پيسو د اساسي مالي مرستې ملاتړ وکړ (چې وروسته يې يوازې د يوې برخې غوښتنه وکړه)، هغه د دې ملاتړ لپاره په تورون او دانزينګ کې سياسي فعاليتونه کول او د ليسين په جګړه کې يې برخه اخستې وه. هغه په ۱۴۶۲ ز کال کې مړ شو.

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Linton 2004, pp. 39, 119.
  2. کينډۍ:MerriamWebsterDictionary
  3. کينډۍ:Dictionary.com
  4. Jones, Daniel (2003) [1917], Roach, Peter; Hartmann, James; Setter, Jane (المحررون), English Pronouncing Dictionary, Cambridge: Cambridge University Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-12-539683-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. John Freely, Celestial Revolutionary, I.B. Tauris, 2014 pp. 103–04, 110–13 کينډۍ:ISBN