نوسي لرونکې ژوې

Chelicerata
نوسي لرونکې ژوې
مملکه ژوی
څانگه بند پښه لرونکی ژوي
لاندي څانگه نوسی لرونکې ژوې

نوسي لرونکې ژوې (په لاتين: Chelicerata) د بند پښه لرونکو ژوو یوه لاندې څانگه ده چې په درېیو ډلو وېشل کېږي: (آراخنیډا،سمندري غڼې، ورون خوله ژوي ) ددې ډول تر اوسه پورې ۳۶ زره ډوله ژوې پېژندل شوې دي.

د نوسي لرونکو ژوو تدريجي تكامل سمول

نوموړې ژوې د طبيعت پوهانو په نظر ۴۸۰ میلیونه کاله مخکې د کامبرین په وخت کې په سمندر کې رامنځ ته شوې وی. خو تر ټولو لرغوني فوسیلونه یې چې تر اوسه پورې کشف شوي دي ۴۴۵ میلیونه کاله مخکې د اردویسین په وخت کې رامنځ ته شوې وی. لرغوني نوسي لرونکې ژوې په ځانگړي ډول په سمندرونو کې ژوند کول او په ډېرو ډولو تقسیم شول. په اوس وخت کې د هغو ژويو څخه یوازې سمندري غڼې (۱۳۰۰ ډوله ) او تېغ لکۍ لرونکي ژوي (۴ ډوله) ژوند کوي.

توصيف سمول

نوموړي ژوي cephalothorax (سر او ټټر یوه برخه جوړ کړي دي)، څلور جوړې پښې او نس لري. هره نوسي لرونکې ژوې د خولې په مخ کې د نوسو په توگه دوه اوږده انتنونه لري (Chelicerae) چې خپل خوراک او یا هم د خپل دوښمن باندې زهر پاشي یا یې په وسیله زهر د دوښمن بدن ته ننباسي. د خولې تر شا ځانگړي انتنونه هم شته چې Pedipalp ورته وایي.