نهنگی شارک
Rhincodon typus
مملکه ژوی
عمومي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
ځانتياوي بڼې غضروفي کبونه
ډله شارکان

نهنگی شارک یا لوی شارک یا کوسه نهنگ (په لاتين:Rhincodon typus په انگرېزي: Whale shark) د پلانکټون خوړونکي شارکانو څخه تر ټولو لوی او عظيم شارک دي چی په استوائی سمندرونو کی ژوند کوي.

توصیف

نهنگي شارک د غضروف د کبونو څخه دی چی اوږدوالي یی د ۸ مترو څخه تر ۱۸ مترو پورې وی او عمر یی ۱۵۰ کلو ته رسېدلای سی. د نوموړي شارک پوستکي پنډوالي ۱۰ سانتيمتر دی او د حولې ارتوالى یی ۲ مترو ته رسېږي. د لمبو سرعت یی ۵ کیلومتره په ساعت کی ته رسېږي.