د نرخ ولسوالۍ د میدان وردگ ولايت یوه ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۵۶،۳۳۴ وگړو ته رسېږي.[۱] نرخ ولسوالۍ دميدان وردگو ولايت له ولسواليوڅخه يوه ولسوالي ده،چې ددغه ولايت دمرکزميدان ښار جنوب ختيځ لورته پرته ده.اوسيدونکي يې په لويه کې ټول پښتانه دي او په بزگرۍ اوبڼوالۍ بوخت دي. دهېوادسترخدمتگار دکرنې پخوانى وزير ډاکټر عبدالوکيل پلارنۍ ټاټوبى همدغه ولسوالي او په ولسوالۍ کې هم دعمرخېلوسيمه ده. اوس يې زيارت هم دخواجه بلند ولي په لويه هديره کې دى.ددغې ولسوالۍ خلک له پوهې سره خورامينه لري او دغلته دديني زده کړو مدرسې او نورمکتبونه شته چې مينه وال په خورا مينه ورځي . اوخپلې ښې راتلونکې ته ډېر هيله من دي.

دغه ولسوالي دځينو مهمو درو (قريو) له مخې چې دتاريخ په اوږدوکې هم له دغو درو څخه يادونه شوې عبارت دي له : ده حيات چې د (مړو) په نامه هم يادېږي. کريمداد، دادل، سدمرده، چين زائي،توکرک، داخچى لويه دره ،داخچې وړه دره،کولگى، عمرخېل، شهاب الدين، بادام،اندړ،شاه کابل،ده مسلم ،بازيخېل،کانيزت، خانجانخېل،جوکول، دادل اخوندزاده خېل،شمشېر،ستم،سره کلا،لويه کلا،کولک،اخوندزاده خېل،کمه دره، لويه دره، اسماعيل خېل،سلطان خېل،نيازي اونورې شاملې دي.

همداشان دشاغاصي کلاچې په يوه پښتوسندره کې هم ترې يادونه شوې ده (شاه عبدالرحمن زوروه – دشاغاصي کلادې ولې ورانوله – شاه عبدالرحمنه) دنرخ ولسوالۍ په پيل کې پرته ده.

دغه رازځيني مهم کلي چې په پورته يادوشويو درو کې دي او ورپورې اوړند دي. په دې توگه يې يادونه کولى شو:برگه کلا،صحراب باباکلی،ده بوچي کلی ،حاجي مصلي باباکلی،حاجی امین الله باباکلی،ده خورقه،موسـى خېل،مارک،خيالي،ابخانه، شمشېر،ملک خېل،لويه کلا،دحاجي احمدخان ځاى،حيات خان کلى،پاينده کلا،عبدالرحمن خېل،بايخان خېل،چين زائي کلى،پاچاخېلوکلى،دليل خېل، سرفرازخېل،پيردادکلى،جواسيا،خوجه بلند کلى،اول خېل،شادي کلا، اندړوکلا،خليل يان، محمدرضاکلى،سپينه کلا،ساکوکلى،نواباد،جوکول کلى،شاه قدم، شاه مزار،جلال خېل،امردين خېل،سيدنورخېل،محمدشاه خېل،تاتر،سدبرگ، بوچه کلا،دغونډۍ کلا او نور...

مشهور زيارتونه چې په دې ولسوالۍ کې شته اوخلک د عقيدې له مخې هلته ورځي او زيارت يې کوي له هغې ډلې څخه دخواجه بلند ولي زيارت،بوم زيارت،دخواجه صاحب زيارت،خواجه صبور ولي،ترخې بابازيارت،چهل گزى بابا،نزغک زيارت،سلطان خېلوزيارت،دکولگي زيارت،صوفي صاحب زيارت اونورو څخه يادونه کولى شو.

دغه راز مهم غرونه يې عبارت دي د خواجه بلند ولي دوې لوړې څوکې ياپراته يو دبل په خواکې غرونه،سره غونډۍ،دالغتاغرچې دکامران په قول کې پروت دى،توره غونډۍ،داخچې غر،تورغر،دتوکرک غر،د دادل دپرتو غرونو لړۍ پراته دي.

دغې ولسوالي ته له مرکز څخه دوې لارې ورغلي دي چې يوه يې عمومي لاره ده اودنرخ ولسوالۍ ته مخامخ (مستقيماً) تللې،چې د دافغانان له پله اوغونډاخېلوڅخه تېريږي اودغې ولسوالۍ ته رسېږي اودويمه لاره يې دشيرندل له دوکان څخه پيل اودحاجي قادر له پله تېره اودابراهيم خيلوپه کلي کې ددغې ولسوالۍ ته رسوي چې په پيل کې يې دشاغاصي کلاپرته ده.

دغه راز دا ولسوالۍ له نورو ولسواليوسره دغرونو اوله نورو لارو نښلوي عبارت دي له داخچې - بادام لاره ، دتاوې لاره،دبره کشتې لاره،شين کنډو،سور کارېز،دکولک لاره،داخوندزاده کوتل چې د وردگو لورته اووښتې ده،دسپينې شگې چينه،دجوکول لاره چې نرخ څخه جلرېز ته اوښتې ده او نورې شاملې دي.

سرچينې