نجومي شی په طبيعي ډول رامنځ ته کېدونکې فزيکي هسته، سره يو ځای شوی ترکيب يا جوړښت دی، کوم چې په کايناتو کې د ليدو وړ او موجود وي. د نجوم پېژندنې په علم کې د شي او جسم اصطلاحګانې يو د بل پر ځای کارول کېږي. په هر حال، نجومي جسم يا اسماني جسم يو کلک تړلی، يو له بل سره نښتې هسته ده، خو نجومي شی يو پېچلی په سختۍ سره نښتی جوړښت دی چې شونې ده، د ګڼو اجسامو يا آن له نورو شيانو نه جوړ وي چې فرعي جوړښت نه لري.[۱]

د ستوريزو شيانو په بېلګو کې سياروي نظامونه، د ستورو غونچې، نيبولا (يوه تته خړه چې اسمان کې لېدل کېږي) او کهکشانونه شامل دي، په داسې حال کې چې وړوکی ستوری ډوله جسم، سپوږمۍ، سيارې او ستوري ستوريز اجسام دي. شونې ده چې لکۍ لرونکي ستوري ته هم شی او هم جسم وويل شي: کله چې د يخ او ګرد کنګل شوي هستې ته اشاره کېږي نو دا يو جسم دی او هغه مهال يو شی بلل کېږي، کله چې ټول لکۍ لرونکی ستوری د خپل ټول شيندل شوي کوما او لکۍ په ګډون تشرېح کولای شي.

تاریخچه سمول

کهکشان او لا ستر سمول

کايناتو ته د يوې ډلبندۍ د جوړښت په سترګه کتل کېدای شي. په پراخه کچه، د راټولېدو بنسټيزه برخه کهکشان دی. کهکشانونه په ډلو او د غونچو په بڼه سره برابر شوي دي او ډېر ځله په سترو پیاوړو غونچو کې، کوم چې د سترو رېښکيو په بڼه د نژدې تشو خايونو په منځ کې کتار شوي دي، داسې يو جال جوړوي چې د ليدو وړ کاينات پراخوي. [۲][۳]

کهکشانونه ډول ډول بڼې لري، نامنظم، بيضوي او د ټيکلي ډوله بڼې چې د دوی د جوړېدو او بشپړېدو په تاریخونو پورې اړه لري، له نورو کهکشانونو سره د دوی د تعامل په ګډون چې دا تعامل يو له بل سره د ګډېدو لامل ګرځېدای شي. د ټيکلي ډوله کهکشانونو نه د لوبيا د دانې په څېر او کوږوږ (مارپېچ) کهکشانونه راچاپېر دي، د کږووږو مټو او يو جلا شپول په څېر ځانګړتيا لري. په بنسټيز ډول، ډېر کهکشانونه يو ستر بلیک هول (لويه توره څاه) لري، د کوم په پايله کې چې يوه فعاله کهکشاني هسته منځ ته راتلای شي. کهکشانونه د کوچنيو کهکشانونو او کوچني کهکشانونه د غونچو په بڼه سټلايټونه هم ولري.[۴][۵]

په کهکشان کې دننه سمول

هغه اجزاوې چې کهکشان ورنه منځ ته راغلی، له ګازي مادې نه جوړ شوي چې د درجه بندۍ په طريقه د خپلې راښکنې جاذبې په مټ راټولېږي. په دې کچه، په پايله کې منځ ته راتلونکي بنسټيز ا جزا ستوري دي، کوم چې عپه عمومي توګه له بېلا بېلو په مايع بدليدونکو نيبولا نه د غونچو په بڼه راټولېږي. ستورو ته د ورته ډېرو انواعو بڼې نږدې په بشپړ ډول د همدې ستورو د مادې، جوړښت او تکاملي حالت په مټ ټاکل کېږي. شونې ده چې ستوري د ګڼو ستورو په نظام کې و موندل شي، کوم چې په يو ډول پرله پسې نظم سره د يو بل شا اوخوا راڅرخي. شونې ده چې یو سیاروي نظام او ګڼ کوچني جسمونه، لکه: کوچنۍ سيارې، لکۍ لرونکي او نور پاتې شوني، د نويو جوړېدونکو سيارو په شا اوخوا کې د پروټوپلينيټري دړو نه د رابورته کېدونکې درجه بندۍ د عمل په پايله کې رامنځ ته کېدای شي. [۶]

د ستورو جلا جلا ډولونه، د هرتز سپرونګ-راسل د شکل (H–R diagram) په مټ ښودل شوي دي، کوم چې د سطحې د تودوخې درجې په مقابل کې په بشپړ ډول د ستوري د ځلېدو نقشه ده. په دې شکل کې هر ستوری د يوې وده کوونکې لارې پيروي کوي. که چېرې دا لاره يو ستوری داسې سيمې ته رسوي، په کوم کې چې يو داخلي بدلون موندی ډول موجود وي، نو د همدې فزيکي خانګړتياوې د دې لامل ګرځېدای شي چې، هغه په يو متغير ستوري بدل کړي. د دې يوه بېلګه د بې ثباتۍ مزی دی، د H-R diagram په سيمه کې Delta Scuti RR Lyrae او Cepheid variables شامل دی. د تکامل په حالت کې يو ستوری کولای شي چې د خپل اتموسفير ځينې برخې خارج کړي، تر څو يې نيبولا جوړ کړي، يا په ځانګړي دول د سيارو د نيبولا د جوړولو لپاره يا د يوې سترې چاودنې په واسطه چې خپل پاتې شوني ورنه پاتې شي. دا شونې ده چې يو ستوری د خپل ژوند وروستۍ برخه د يوه کېکاږل شوي جسم په توګه تېر کړي، يا د سپين کوچني کهکشان په ډول، د نيوټرون ستوري په ډول يا د تورې څاه په ډول، خو دا چاره د همدې ستوري د لومړۍ مادې او د بل ملګري په  شتون يا نه شتون پورې تړلې دی.[۷]

بڼه سمول

د سيارو او کوچنيو سيارو IAU تعريفونه د دې غوښتنه کوي، چې د لمر په شا او خوا کې څرخېدونکی اسماني جسم د کروي شکل خپلولو ته د رسېدو نه مخکې د ګردې بڼې د خپلولو له پروسې نه تېر شوی دی، دا هغه لاسته راوړنه ده چې د هايډروسټيټيک برابرۍ په نوم پېژندل کېږي. همدا کروي بڼه، د مريخ په څېر د کوچنيو ډبرينو سيارو او د مشتري په څېر د سترو ګازي سيارو نه هم ليدل کېدای شي.

هر طبيعي جسم چې د لمر په شااو خوا کې څرخي او د هايډروسټيټيک برابرۍ ته رسېدلی وي، د IAU په واسطه د کوچني لمري نظام د جسم (SSB) په نوم ډلبندي شوی دی. همدا په ډېرو ناکروي بڼو کې هم شته، کوم چې د ګردو او سترو ډبرو د غورځېدو له امله د بې نظمي په شکل سره راټوليږي؛ د ګرد شکل د بشپړولو لپاره د اړتيا وړ تودوخې د پيدا کولو لپاره په ډېره اندازه کې نه وي. ځينې « SSSBs» يوازې د نسبي کوچنیو ډبرو يوه ټولګه وي، کوم چې د جاذبې قوې په مټ په کمزوري ډول يو له بل سره نښتې وي، خو په حقيقت کې په يو ستر ډبرين بستر کې ويلي شوي نه دي. ځينې ستر « SSSBs» نږدې ګرد دي، خو هايډروسټيټيک برابرۍ ته نه دي رسېدلي. د 4 Vesta په نامه د شمسي نظام کوچنی جسم بيا هم دومره ستر دی چې لږ تر لږه د جزئي سيارو له توپير نه تېر شوی دی.

د لمر په څېر سيارې هم د دوی په پلازما د جاذبې قوې د اغېزو له امله کروي وي، کوم چې ازاد-بهېدونکی مايع دی. د جوړېدو پر مهال خوشې کېدونکې لومړۍ تودوخې په پرتله د ستورو يو ځال کېدل د ستورو لپاره د تودوخې زياته ستره سرچينه ده.  

د موقعيت پر بنسټ ډلبندي سمول

لاندې جدول د موقعيت او جوړښت پر بنسټ د ټولو جسمونو او شيانو پر عمومي ډلبندۍ مشتمل دی.

سرچینې سمول

  1. Task Group on Astronomical Designations from IAU Commission 5 (April 2008). "Naming Astronomical Objects". International Astronomical Union (IAU). مؤرشف من الأصل في ۰۲ اگسټ ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Narlikar, Jayant V. (1996). Elements of Cosmology. Universities Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 81-7371-043-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Smolin, Lee (1998). The life of the cosmos. Oxford University Press US. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-512664-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Buta, Ronald James; Corwin, Harold G.; Odewahn, Stephen C. (2007). The de Vaucouleurs atlas of galaxies. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 301. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-82048-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hartung, Ernst Johannes (1984-10-18). Astronomical Objects for Southern Telescopes. د کتاب نړيواله کره شمېره 0521318874. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. کينډۍ:Cite conference
  7. Hansen, Carl J.; Kawaler, Steven D.; Trimble, Virginia (2004). Stellar interiors: physical principles, structure, and evolution. (الطبعة 2nd). Springer. د کتاب پاڼې 86. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-387-20089-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)