د بودایي دین له خبرتيا مخې، د بودایي دین اخر الزمان، ميترېيۀ بودیستوا (Maitreya Bodhisattva) راتلونکی بودا گڼل کېږي. د ځینو بودایانو په گروهه، ميترېيۀ هغه راویښوونکی (بودیستوا) دی چې په راتلونکي کې به د ځمکې پر مخ راڅرگندېږي، بشپړې ویښونې او روښنایۍ ته به رسېږي او سوچه درما به خلکو ته ورزده کوي. ميترېيۀ به د تاریخي بودا (سېدارتا گوتاما بودا) ځایناستی شي او په ټوله نړۍ به واک چلوي. ځینې خلک داسې انگېري چې په بودایي دین کې ددې راویښوونکي راتلونکي راتلل د زردشت له دین سره تړاو لري چې په هغه دین کې هم داسې یو کس په وروستي پړاو کې راڅرگندېږي.

دميترېيۀ څلی په گندهارا کې، دویمه زېږده پېړۍ.
نام
سنسکرت ژبه: मैत्रेय
(Maitreya)
پالي: मैत्तेय
(Metteyya)
چینایي : 彌勒菩薩(Mí Lè Pú Sa)
د ياماتو ژبه : 弥勒菩薩(Miroku Bosatsu)
ویتنامي : Di-lặc Bồ Tát
تبتي Byams-pa
کوریایي : 미륵보살(Mi Rug Bo Sal)
ټایلېنډي : ศรีอรายะ(Sriaraya)

سرچینې سمول