تاریخ نسب شجرې د لیدلو څخه څخه څرگندیږي چی منگل په اصل کې کرلاڼي پښتانه دي. منگل د پکتیا ولایت د سترو قبیلو له جملې څخه شمېرل کیږي، شمال ته یې ځاځی، شمال ختیځ ته یې څمکنی او مقبل، لوېدیځ ته یې توتاخېل او احمدزی او جنوب ته یې ځدراڼ او دخوست قبایل او ختیځ ته یې سبری او مقبل پراته دي.د ځینو روایتونو له مخې دوی تقریبآ شپږ اووه سوه کاله د مخه دهنی د قبیلې سره یو ځای د بنو په سیمه کې اوسېدل او د شیتکو د غلبې په وجه یې د بنو سیمه پرېښوده او دخوست او د کورمې لوېدیځو غرنیو سیمو ته راغلل او هلته مېشته شول چې تر اوسه پورې هماغلته استوگنه لري. منگل اکثره د کرنې او مالداری په چاور بوخت ديږ ددې لپاره چی ځمکې یې لږی دی نو کرنه هم پکې لږه ده. منگل عمومآ د خپل ژوندانه اړتیاوې د لرگو د سوداگرۍ او موټرونو چلولو له لارې تامینوي. منگل د پکتیا ولایت د موسي خېلو او جانی خېلو په ولسوالیو او دی قلندر د علاقه داری کې استوگنه لري، خوددوی یو شمیر په سیدکرم، ځاځیو، څمکنیو، ځاځی میدان او خوست په ولایت کې هم ژوند کوي. همدا راز د دوی تقریبآ (1000) کورنۍ د ډیورنډ د کرښې نه پورې خواته په ترې منگلو او کورتری منگل کې چې په کورمې ایجنسی پورې مربوط دي مېشته دي چی یې تقریبآ (7068) تنه دي (خو دغه شمیر موسق او دقیق ندی) او د افغانستان د منگلو سره نږدې اړیکې لري.منگل د کرنې او مالدارۍ نه پرته عمومټ د چارتراشو دلرگیو تجارت هم کوي.منگل او دمیرزکې .جاني خیل،قلندر،لجې،پټان،څمکنی، او دخوسب ځینې ولسوالیو کې مېشت دي.هیره د نه وي چې دمنگلو نرخ په پکیتا کې ځانکړي اهمیت او مشور دي.نرخ نه لیکل شوی دودیز قانون دې چې زیاتره حقوقی دغوې د منگلو دنرخ په برکت خلاصیږی