منظور پشتين

د بشري حقونو فعال

منظور احمد پښتين یا منظور پښتین په کال ۱۹۹۴ کې د سويلي وزيرستان په يو وړوکي کلي مولې خان سرای کې زېږېدلی. پلار عبدلودود مسيد يې د کلي په پوھنځي کې استاد دی او ځکه منظور پښتين خپلې لومړۍ زدکړې هم د کلي د پوھنځي څخه پيل کړي. د تعليم مزل يې د ګومل پوهنتون، ډېره اسماعيل خان څخه د ډي وي آيم يا د څارويو د ډاکټر د سند په اخستلو پاې ته ورسيد.[۲]

منظور پشتين
ښاغلي پښتين د مظاهرې په دوران کې
ښاغلي پښتين د مظاهرې په دوران کې
ښاغلي پښتين د مظاهرې په دوران کې

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ اکتوبر ۱۹۹۴(1994-10-25) ‏(عمر: ۲۹ کاله)[۱]
استوګنځای جنوبی وزیرستان  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت پاکستان  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
ولسمشر   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واک اخيستنه
۲۰۱۴ 
لپاره د پښتون ژغورنې غورځنگ 
عملي ژوند
تعلیم ګومل پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تخصص تعلیم د څارويو درمل  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک د بشري حقوقو فعال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو
اوردو ژبه
انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک پښتون ژغورنې غورځنگ  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مظاهرې او رسنۍ سمول

موږ د سوات پر پښتنه خاوره څوکیو ته اړتیا نه لرو
— منظور پښتین

ښاغلی پښتين د جنورۍ تر اخره يو ناپيژندلي ځوان او ډيرو خلګو هم نه پيژنده خو کله چې يې د فبرورۍ په لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ د روي په ضد احتجاجي پرلت ووهلو نو د پښتنو په کور کور، کلي کلي او په نړۍ کې خورو پښتنو وپيژند. د څيړنکارو په وينا د منظور پښتين نوم د پاکستان په نورو ښارونو کې دومره شهرت ځکه ونه موند چې د اردو ژبې ميډيا ته پاکستاني چارواکو پټ احکامات ورکړي وو چې د پښتنو د پاڅون په اړه دې د خلکو ډيره توجه نه راگرځوي.

زده کړې سمول

جنوبي

وزیرستان سره د نورو فدرالي قبايلي سيمو د افغانستان سره په پوله پروت دی

ښاغلی پښتين د شمن خيل مسيد قبيلې د يوې غريبې کورنۍ دی. وړوکوالی يې په خپلو روايتي پښتنو کې تير شوی او ډير تنکی ځوان و چې په کال ٢٠٠٩ کې د پاکستان د پوځي عملياتو په ترڅ کې سره د کورنۍ د خپلې سيمې نه کډوال کړی شو. د کډوالۍ ژوند يې په ډيره اسماعيل خان کې تير کړو.

منظور پښتين څلور وروڼه او درې خويندې لري چې دې په کې د ټولو مشر دی. تير کال يې واده کړی. د کډوالۍ د سختو ورځو په اړه واي خپل وطن پرېښودل ورته ډير گران کار و. واي پلار يې د کډوالۍ په وخت په ده پاسلونه کړې وه چې که هر څنگه وي د هغه کتابونه دې خوندي کړي. خو په افسوس سره واي چې کله واپس کلي ته لاړو نو نه يې د کور ودانی پاتې و او نه کتابونه. منظور پښتين واي پلار يې په کور پسې دومره نه و خفه خو په کتابونو پسې يې وژړل.

منظور پښتين واي د کتابونو لوستل ورته د پلار نه لکه د ميراث پاتې دي. ښاغلې پښتين د عدم تشدد علمبردار باچا خان، د روښانيانو د تحريک مشر پير روښان او د پښتنو د تاريخ او ادب لوې ننگيال خوشحال خان خټک خپل لارښود مني. د گومل پوهنتون په دوره کې منظور پښتين د ټرايبل سټوډنټس ارگنايزيشن مشر هم پاتې شوی او د دنيا د ډيرو انقلابونو او انقلابيانو په اړه يې لوست کړی دی.[۳]

د پښتانو اوږد پرلت سمول

د منظور پښتين په وينا د اسلام اباد په پرلت کې ورته د ټولو نه گران او بوگنونکي وختونه هغه وو چې کله حکومتي ملکانو د حکومت سره دا ومنل چې زمونږ غوښتنې پوره شوې او نور به احتجاج ختموو. او وایي،چې خلکو له يې ډاډ په دې ورکولو چې که ستاسو نه هر څه هم څوک يوسي خو ستاسو زغم او حوصله ستاسو تر ټولو لوي قوت دی او په دې يې ډاډ پيدا شو چې گډونوالو د منظور پښتين د خبرې ملاتړ اعلان کړو.

حوصله يې ډيره قوي ده، په تش جيب په خپلو پښو د پښتنو کلو بانډو ته تلی او خپل پيغام يې رسولی. ښاغلي پښتين خپل لومړی تنظيم د محسود تحفظ تحريک په نوم په کال ٢٠۱۴ کې جوړ کړو او چې کله په دې وپوهېدو چې خپله کورنۍ او قبيله يې په شا ودريدل نو د تنظيم نوم يې د محسود نه د پښتون تحفظ تحريک يا پښتون ژغورنې غورځنگ ته بدل کړو.

د اسلام اباد پرلت ته د منظور پښتين لومړۍ وينا دا وه چې کومې غوښتنې يې راوړي اول يې ورته د پاکستان ايين او قانون ښه مطالعه کړې او داسې نه ده چې په پټو سترگو راغلی دی.

د ماينونو د صفا کولو په اړه واي دې مسلې ته يې پوره توجه هله وگرځيده کله چې خبر شو د سکول د استاد يې دواړه پښې د ماين په چاودنه کې الوتې دي. د ماينونو د ښکار شوو خلکو مرسته يې له اوله کوله چې هم يې ورته مالي مرستې ټولولې او هم يې ورته د وينې بندوبست کولو خو دې پېښې يې د ماينونو په اړه نظر بدل کړو. واي استاد له يې نه دی تلی او نه د تلو زغم لري ځکه څنگه به هغه استاد وويني چې دی يې تر دې ځايه رارسولی او هغه به ورته ستړي مه شي ته پاڅيدلی نه شي.

د نورو خواخوږو په شان منظور پښتين پخپله هم د خپل ژوند په اړه انديښمن دی. په خوي ډير عاجز دی او نزدې ملگري يې واي منظور پښتين ډير شريف او ذهين ځوان دی. په خپل مقصد ډير مين او په خپل دريز کلک ولاړ دی.

منظور د خپل ناچاپه کتاب په اړه هم ډير انديښمن دی او واي د وزيرستان په حالاتو دغه ١۴٠٠ پاڼې کتاب به پښتانه او بشر خوښي خلک دير خپه کړي چې دوي دا ولولي د وزيرستان په خلکو څه تير شول.

د وزيرستان د خلکو شتمنۍ له منځه لاړې او د ډرون نه واخله د جنگي جهازونو په بمبارو کې په وزيرستان څه ونه شول. د طالبانو په اصليت او ظلمونو يې هم رڼا اچولی ده. واي انديښمن دی که په پښتو ژبه ليکلی کتاب يې چاپ شي دا به د خلکو قهرجن غبرگون رامنځ ته کړي.

د اسلام اباد د پرلت يا احتجاج په اړه وایي، چې دا يې د ژوند لويه کاميابي ده او نيت لري يو کتاب په دې هم وليکي چې په پرلت کې يې څه وليدل، څه پرې تير شول، کله زړه ماتی شو او څنگه يې خپل زغم ماتېدو ته پرېښودی نه دی. د وزيرستان په ښځو او ماشومانو څه تير شول او څنگه يې د رواياتو سره لوبې وشوې. منظور پښتين دا هر څه قلم ته د سپارلو نيت لري.[۴]


د تعليم مزل يې د گومل پوهنتون ډيره اسماعيل خان نه د ډي وي آيم يا د څارو د ډاکټر د سند په اخستلو پاې ته ورسيد.

مظاهرې سمول

لاهور سمول

د منظور پشتین په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې په ورځ (٢٢ اپریل ٢٠١٨- ٢ غویی ١٣٩٧) د پاکستان د پنجاب صوبې د لاهور ښار غونډه کې له عدالت پرته وژل شویو او ورکو کسانو لپاره د حقیقت او پخلاینې کمېسون د جوړېدو غوښتنه وکړه. د لاهور د موچي دروازې سره نږدې موچي باغ کې نوموړي خپلو زرګونو پلویانو ته وینا کې وویل، موږ له عدالت پرته د وژل شویو، ورکو کسانو او نورو مسلو د اواري لپاره د حقیقت او پخلاینې کمېسون د جوړېدو غوښتنه کوو. د پوځي ښوونځي د وژلو شویو وارثان دې هم له دې کمېسون انصاف وغواړي. د ۲۰۱۴ کال وروستیو کې د پېښور پوځي ښوونځي باندې ډله ییز برید کې له سلو ډېر زدکوونکي ووژل شول. د موچي باغ ناسته کې دریځ ته د تلو پر مهال د منظور پښتون تود هرکلی وشو. هغه په وینا کې وویل، چې کراچۍ کې له عدالت پرته د وژل شوي نقیب الله مسید لپاره یې د انصاف او له پولیسو د راو انوار د نیولو غوښتنه وکړه. ټول پاکستان زموږ غوښتنې ولیدلې، خو دا یې هم ولیدل چې نتیجه یې څه ده. وموړې له محکمې پرته وژنو په تړاو خبرو کې وویل، د پاکستان قانون وايي، چې څوک تېروتنه وکړي، محکمې ته یې کش کړئ، خو په زرګونو پښتانه له عدالت پرته وژل شوي دي. د ورکو کسانو په تړاو نوموړي خبرو کې وویل، چې خلک په مختلفو لارو وژل شوي، د کلیو نوم او تاریخ درته وايي، تاسو لاړ شئ، موږ چلباز خلک نه یو، چې بې ځایه تور لګوو، موږ ریښتوني خلک یو او تل ریښتیا وایو. د خپل غورځنګ او ځان په هکله یې نیوکو ته ځواب کې وویل، چې دی او پلار او وروڼه او ملګري یې هم ترهګر بلل شوي وو. نومووړي د پاکستان په رسنیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دوی سره توپیري چلند کوي. هغه وويل چې موږ د پاکستانۍ رسنۍ درناوی کو، خو تاسو منافقت کوئ، زموږ د مخالفانو ټکی ټکی خبرې را اخلئ، خو زموږ دریځ او ریښتونولي نه وینئ. د دې ناستې د امنیت لپاره ۶۰۰ پولیس ګومارل شوي وو.[۵]

سوات سمول

منظور پشتین: د سوات امن ریاست تباه کړی دی، پوځي مرکز دې نه جوړیږي د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین په سوات کې د اتوار، یکشنبې په ورځ چې د (اپریل ٢٨، ٢٠١٨) سره برابرېږي د سوات په کبل میدان کې د زرگونو په شمیره کې پلویانو ته وینا کې ښاغلي پشتین په ریاست د وسلوالو د سرپرستۍ الزام ولگوي. هغه وویل احسان الله احسان، مسلم خان او محمود خان دې عدالتونو ته پیش کړی شي. هغه وویل هیڅ بعید نه ده چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله چې د سوات دی هم لکه کې د احسان الله احسان د حکومت په ولکه کې کښېني. منظور پشتین په سوات کې د پوځي چاوڼۍ د جوړیدو مخالفت وکړو. هغه غوښتنه وکړه چې امنتي ځواکونه دې د سوات نه بیرته ویستل شي. د ملا فضل الله په مشرۍ کې وسلوالو په کال ٢٠٠٨ م کې په سوات د ریاست واکمني تر نیشت حده پورځ ختمه کړې وه، د سیمې انتظام یې په لاسو کې اخیستی و او مخالفین به په جار وهل ټکول او عامونو ځایونو کې به یې مخالفین ووژل. د پي ټي ایم د سوات په جلسه کې د بې درکه کسانو خپلوانو هم گډون وکړو او غوښتنه یې کوله چې ریاست دې د دوی د خپلوانو په لټون کې مرسته وکړي

په کال ٢٠٠٩ کې پوځ د وسلوالو خلاف عملیات پیل کړل. د سوات زیاتره اوسیدونکې په کورونو پریښودو مجبور شول. د عملیاتو ورسته پوځ وویل په سوات کې امن قایم کړی شوی دی او په سیمه کې د پرمختیا کارونه پېل کړی شوې دي. په سوات کې د پي ټي اېم اولسي غونډې ته د خېبرپښتونخوا، قبايلي سيمو او بلوچستان څخه په لويه شمېره کې خلک ورغلي وو. غونډې ته په لويه شمېره کې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان ورغلي او دوي د ځان سره د خپلو هغو خلکو عکسونه راوړلي چې خپل خپلوان يې ورک دي. دوي غوښتنې کوي چې د دوي خپلوان دې راخوشي کړی شي. د پي ټي اېم په جسله کې د پي ټي اېم د خپلو مشرانو ترڅنګ د پښتونخوا مخلي عوامي پارټۍ، عوامي ورکرز پارټۍ مشران، غړي او د مدني ټولنې فعالان هم راغلي دي. له دې وړاندې د بېلابيلو سيمو څخه اولسي غونډې ته د تلونکو خلکو په چيک پوسټونو نومونه ليکل کېده اندراج يې کولی شو او د هغې وروستو پرېښودی کېدل. هغه کسان چې په لارو کې په چيک پوسټونو ودرول شوي وو زياتره يې د جلسې مېدان ته ورسيدل. [۶]

کراچۍ سمول

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین په کراچۍ کې هم د زرگونو په شمیره کې د پلویانو غونډې ته د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل که چېرې د پي ټي ایم نیول شوي کارکونکي ازاد نکړی شول او یا ورته د دړکو لړۍ بنده نشوه نو د پاکستان په شمول به په نړیواله کچه احتجاجونه پیل کړي. د کراچۍ د پښتنو د اکثریت سیمې سهراب گوټ کې د نیمې شپې نه ورسته خپل تقریر کې منظور پشتین غوښتنه وکړه چې د تحریک نیول شوي کارکونکي دې ازاد کړی شي گني نو د مۍ د میاشت د ١۵ مې نېټې نه به په پاکستان او په نړیواله کچه احتجاجونه پیل کړي.

منظور پشتین وویل په کراچۍ کې دې د حکومت امنیتي ادارې د عدالت پرته د خلکو د نیولو او د قتل لړۍ دې بنده کړي. هغه وویل د پاکستان د ائین او د قانون دلاندې د "ماورای عدالت" قتلونو او د خلکو د تښتولو په لړ کې د احتساب غوښتنه کوي او هغه کسان به د ائین د لاندې عدالتونو ته راکښ کوي چې بې قانونیو کې ککړ دي. هغه وویل د کومو خلکو وینا چې تویه شوي ده، ضایع کیدو ته به نه پریښدي.

منظور پشتین د غورځنگ دا غوښتنه تکرار کړه چې د "تروت اینډ ریکنسلینشن کمیشن" یعنې د حقیقت معلومولو او په مفاهمت دپاره دې ډله قایمه کړی شي.

په سهراب گوټ کې د پي ټي ایم جلسه د اتوار، یکشنبې، په مازدېگر شروع شوه خو د منظور پشتین په انتظار د نیمې شپې نه ورسته هم جاري وه.

منظور پشتین جلسې د شپې شا او خوا یولس نیمې بجې ورسیدو او د دولسو بجو نه ورسته پورې یې تقریر وکړو. هغه وویل ځای په ځای یې په لاره کې خنډان ور ولاړ کړی شوي وو.

هغه وویل د اسلام اباد نه یې د کراچۍ سفر په ۴٠ گنټو کې وکړو. هغه وویل که چېرې دا سفر په ۴٠ کلونو کې کول وي نو هم به یې کوي.

منظور پشتین په جلسه کې د مېرمنو د شرکت هم ساینه وکړه او وې ویل د مېرمنو احترام خو څوک ددوی نه زده کړي. هغه په خپلو پلویانو د اتحاد غږ وکړو او وې ویل چې په یوالې به خپل غږ پورته کوي.

ددې نه وړاندې منظور پشتین وي او ای ډیوه ته د کراچۍ جلسې ته په تگ ورته حکومتي ادارو وار په وار لاره نیولي وه، هوايي کمپنۍ یې د اسلام آباد نه د جهاز ټېکټ منسوخ کړی و او نامعلومو موټر یې د کراچۍ په لورې سفر کې تعقب کړی و.

د پي ټي ایم د ورستۍ جلسې دپاره د کراچۍ د پښتنو د اکثریت سیمې سهراب گوټ د لوبو په یو مېدان کې د زرگونو په شمیره کې خلک ورغلې وو چې په گڼه شمیره پکې په مېرمنې او هغه خلک هم وو چې وايي خپلوان یې د امنیتي ادارو په ولکه کې بې درکه شوي دي.

منظور پشتين وویل چې د خالي، شنبې، په ورځ سحر د اسلام آباد نه کراچۍ ته په هوايي جهاز کې سفر دپاره چې کله د اسلام آباد هوايي اډې ته ورغلو نو ورته وویل شو چې نوم یې د مسافرانو په فهرست کې نشته. هغه وویل چې بیا د لاهور نه د هوايي سفر ټیکټ واخیستو او چې د لاهور هوايي اډې ته تلو نو په لاره کې د امنیتي ادارو په چیک پوسټ تر دوو گنټو ایسار کړی شو او چې بیا هوايي اډې ته ورسیدو نو الوتکې ترې پرواز کړی و.

منظور پشتین وايي د لاهور نه د خپلو ځینو ملگرو سره په موټر کې د کراچۍ په لورې روان شو، لږ تر لږه دوه نامعلومو موټرو یې تعقب کولو او په دغه موټرو کې ناستو کسانو به ورته وخت په وخت خپل ټوپکې هم ښودلې. منظور پشتین وویل په نابلده لارو کراچۍ ته رسیدلی دی خو د راني پل سیمه کې د رینجرز نومې امنیتي ځواکونو عسکرو ترې موبایل ټیلې فون اخیستی دی.

حکومتي مامورینو په سمدستي توگه د پي ټي اېم مشرانو په دعوو څه غبرگون نه دی ښودلی.

منظور پشتین وي او ای ډیوه ته وویل په لاره چې به کله نیول کیدل یا ایسارول کیدل نو د امنیتي ادارو چارواکو به پرې د ریاست پرضد د هلو ځلو الزام لگولو. خو د پي ټي ایم غړي وايي غوښتنې یې د پاکستان د ائین د چوکاټ دننه دي.

پي ټي ایم غوښتنه کوي چې په قبایلي سیمو کې دې په سړکونو پوځي چیک پوسټونه ختم کړی شي، د بې درکه کسانو درک دې ولگول شي او که په چا د څه جرم شک دی نو عدالتونو ته دې وړاندې کړی شي او په قبایلي سیمو کې د عملیاتو په مهال د مقامي خلکو د حقونو د خلاف ورزیو د پلټنو دپاره دې د رېښتیا او د پخولا اینې ډله جوړه کړی شي.

حکومت د پي ټي ایم د غوښتنو پوره کولو ژمنه کړې ده، وايي ځینې چیک پوسټونه ختم کړی شوي دي او ځینې بې درکه خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي هم دي. خو پي ټي ایم وايي حکومت خپل لوظونه پوره کولو کې د سست روۍ نه کار اخلي.

ملاتړي مشران سمول

  • ١- کينډۍ:بېرغ نښه: ولسمشر اشرف غني: دکابل له بريدونو څخه وروستو مې څرګنده کړې وه چې افغانانو او د دې سيمې اولس ته د ترهه ګرۍ په ضد يو کيدل پکار دي، زه پښتون پرلت دغو څرګندونو ته يو ځواب او د بنياد پرستۍ پر ضد د بيدارۍ غږ بولم.[۷]
  • ٢- کينډۍ:بېرغ نښه: کاکا شفیع ترین: د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچي څانګې مشر.

سرچینې سمول

  1. "Interview with Manzoor Pashteen (see at 16:35)" (په اردو ژبه کي). Voice of America Urdu. 2018-06-06. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Manzoor Pashteen: The voice of Pashtuns for many in Pakistan". www.aljazeera.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 2018-03-11 باندې). د پښتنو منظور پښتین له کومه راغی؟. BBC Pashto.
  4. (په 2018-04-09 باندې). Pashtun Tahaffuz Movement. The Nation.
  5. "منظور پشتین: زه، پلار، وروڼه او ملګري مې هم ترهګر بلل شوي وو. (د لاهور په جلسه کې) جلسه". www.bbcpashto.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "منظور پشتين: د سوات جلسه". www.voadeewanews.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "د ولسمشر اشرف غني ټويټ کړي د فرورۍ په لمړيو ورځو کې". www.aljazeera.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)