ملا اختر محمد منصور

د ملا محمد عمر ځایناستی

ملا اختر محمد منصور (شاوخوا؛ ۱۹۶۸ - ٢١ مې ٢٠١۶) يو افغان مجاهد او سياستوال وو. نوموړي د ٢٩ جولای ٢٠١۵ څخه بيا د ژوند تر وروستيو شېبو پورې د افغانستان د اسلامي امارت د اميرالمؤمنين په توګه دنده ترسره کول. هغه د ملا محمد عمر اخوند تر مړينې ورسته په رسمي توګه د طالبانو د رهبرۍ شورا او د هېواد د جیدو علماء کرامو اومشايخو له خوا د نوي اميرالمؤمنين وټاکل سو.

ملا اختر محمد منصور
ملا
(اراگونېسي: أختر محمد منصور د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د ملا اختر محمد منصور انځور په جرمني کي
د ملا اختر محمد منصور انځور په جرمني کي
د ملا اختر محمد منصور انځور په جرمني کي

د طالبانو اميرالمؤمنين
د واکمنۍ دوران
٢٩ جون ٢٠١۵ – ٢١ مې ٢٠١۶
ملا محمد عمر
ملا هيبت الله
د ترانسپورت او ملکي هوانوردۍ وزیر
د واکمنۍ دوران
١٩٩۶ – ۲۰۰۱
امیرالمؤمنین ملا محمد عمر
نامعلوم
عبدالرحمن
د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی
د واکمنۍ دوران
٢٠٠١ – ٢٩ جون ٢٠١۵
امیرالمؤمنین ملا محمد عمر (اميرالمؤمنين)
د شخص معلومات
پيدايښت شاوخوا ۱۹۶۸
کارېز، بند تيمور، ميوند ولسوالۍ، کندهار ولايت، افغانستان
مړینه ٢١ مې ٢٠١۶
احمد وال، نوشکي، بلوچستان
د مړینې لامل د امريکايي بې پیلوټه الوتکې هوايي برید
تابعیت افغانستان
پلرنی ټاټوبی کندهار
ګوند طالبان
طبی کیفیت
  • په جهاد کې ژوبل
  • په ۱۹۹۷ کې بيا ژوبل
پلار ملا محمد جان زوی
عملي ژوند
تعليم
  • د کندهار ځايي مدرسه
  • حقاني مدرسه
کار/مسلک سياسي مشر
کاروونکي ژبه(ي) پښتو   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې

د ملا محمد عمر ځایناستی

طالبانو ده ته هم د امير المؤمنین لقب ورکړی وو. د طالبانو په يوه بيانه کې ويل شوي "د علماء کرامو، مشايخو او اسلامي امارت د مشرانو له خوا له ملا اختر محمد منصور سره د امیرالمؤمنین"په توگه بيعت شوی وو. په اعلاميه کې ویل شوي وو چې نوموړي هم د "شرعي امیر په حیث، شریعت" ته د غاړې ايښودو ژمنه وکړه. منصور سره پېژنگلوي لرونکي طالبانو ويل چې د طالبانو تحريک پيل کېدو راهيسې د ملا عمر کلک ملگري وو او پر مختلفو محاذونو ورسره يو ځاي پاتې شوی و. دوي ويل هغه ملا عمر ته دومره نژدي وو چې سره له هوايي چلند او سیاحت وزير به ملا عمر سره کندهار کې موجود وو او کابل ته يې ډېر لږ سفرونه کړي وو او د وزارت چارې به يې د کندهار څخه پر مخ وړلې.

پېژنگلوي

هغه د طالبانو د حکومت جوړېدو سره سم وزير ټاکل شوی و او ۲۰۰۱ کال کی د طالبانو واکمنۍ تر ختمېدو وزير پاتې و. نوموړي ۴۸ کاله وړاندې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بند تیمور په سیمه کې زېږېدلی و. لومړنۍ ديني زده کړې يې په خپله سیمه کې ترسره کړې او له هجرت وروسته يې د پاکستان په ديني مدرسو کې دينې زده کړې کړې وې. د يونس خالص د حزب اسلامي ډلې يوه غړي بي بي سي ته ويلي منصور د جهاد په موده کې په دې ډله کې پاتې شوی و. د طالبانو يوه غړي چې ځان د عادل په نوم معرفي کوي او منصور له نژدې پېژني وايي "حليم مزاج او خوږ سړی دی او بد خوا انسان نه دی. د طالبانو د واکمنۍ په موده کي منصور په مزارشریف کې د جنرال عبدالمالک سره له لانجې وروسته ونيول شو چې وروسته بېرته آزاد شو. د طالبانو نوي مشر د افغانستان د هوايي ځواکونو او هوايي دفاع عمومي مسئول، د شينډنډ د نظامي هوايي ډگر عمومي مسئول او په کندهار کې د هوايي ځواکونو او هوايي دفاع مسئول هم پاتې شوی دی.[۱]

د پخواني امیر د کورنۍ رد ځواب

په دا وروستیو کې داسې غږیز پیغامونه او لیکلي پیغامونه یو لړ ویب‌سایټونو ته د پخواني وژل شوي مشر ملا محمد عمر اخوند د کورنۍ د غړو له خوا لېږل شوي وو چې په کې ویل شوي وو چې د ملا اختر محمد منصور مشري ورته د منلو نه ده.[۲]

د ملا عمر مرموزه وژنه

ملا محمد عمر د 2015 کال په جولای میاشت کې د یو لړ استخباراتي رپوټونو پر بنسټ د خپل مرستیال ملا اختر منصور له خوا یوه ډز په سینه او دوه ډزه په سینه ویشتل شوی او وژل شوی دی. نامتو پاکستاني ژورنالېست او خبریال رحیم الله یوسفزي له خولې لیکلي دي، چې پخوانی طالب مشر ملا محمد عمر د۵۵- ۶۰ کلونو ترمنځ عمر درلود، خو پیچلې مړینه یې د عمر له کبله نه، بلکې په ډزو وژل شوې دی.

یوسفزی وايي : ملا محمد عمر له روسانو سره په جگړه کې څلور ځل ټپي شوې او ان یوه سترگه یې هم له لاسه ورکړې وه. نوموړی وايي : له طالبانو جلا شوې ډله فدايي محاذ هم دملا محمد عمر طبیعي مړینه نه مني او دا محاذ خو اوسنی مشر ملا اختر منصور او گل اقا د ملا محمد عمر پر وژنه تورنوي، پاکستانی خبریال ټینگار کوي، چې ملا محمد عمر دپاکستان په کراچۍ کې وژل شوې او ډیورنډ کرښې ته څېرمه زابل ولایت کې ښخ شوی دی.

یوسف زی دا هم وايي : طالب مشرانو دملا محمد عمر له زوی ملا یعقوب څخه غوښتي وو،چې دخپل پلار دمړینې یا وژنې په اړه چوپه خوله پاتې شي او دا خبر پټ وساتم . یوسف زی وايي : ځینې داسې راپورونه شته، چې د ملا محمد عمر یو شمېر نږدې ملگرو د نوموړی قبر راسپړلې دی او دا یې په خپلو سترگو لیدلي دي، چې ملا محمد عمر دوه مرمۍ پر سینه او یوه مرمۍ په تندي لگیدلی دی، دهمدې پرمختگ په اړه ملا یعقوب او ملا عبدالمنان نیازی تر اوسه چوپه خوله دي.[۳]

په بادغیس کې د جهاد غږ

په بادغيس کې د طالبانو يوه ځايي قومندان د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور پر وړاندې جهاد اعلان کړ. ملا غفور چې له ملا محمد رسول سره خواخوږي لري، وايي چې ملا اختر منصور د پاکستان د آی اېس آی لپاره کار کوي او گڼ شمېر طالب مشران يې وژلي دي. دی دا دعوا هم کوي، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر هم د ملا اختر منصور له خوا وژل شوی دی. د بادغيس د قادس ولسوالۍ خلک د طالبانو د خپل منځي اختلاف او جگړو له کبله سخت اندېښمن دي او د بادغيس پر ولايتي شورا يې غږ کړی دی، چې د جگړې لپاره د طالبانو د راټولېدو مخه ونيسي. له دې جگړې اعلانولو مخکې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول د پلويانو تر منځ په جگړه کې شاوخوا ۲۰۰ تنه ووژل شول او گڼ شمېر نور ټپيان شول. داسې ويل کېږي، چې ملا محمد رسول ډله د ايران له خوا تمويل کېږي.

د طالبانو لوړپوړو چارواکو وژنه کې لاس لرنه

د ملا محمد عمر په مرګ کې هم ملا منصور شریک ‌وو [سرچينه پکارده] د ملا داد الله مرگ او د تالبانو پخواني وزیر دفاع وژلو کې هم د ملا منصور لاس ‌وو [سرچينه پکارده] ملا برادر هم د ملا منصور په مرسته بندي شوی وو [سرچينه پکارده] د تالبانو بل مشر معتصم اغا جان چې اوس ترکیه کې دی هغه هم د ملا منصور په مرسته په کراچي کې ویشتل شوی ‌وو [سرچينه پکارده] لنډه دا چې څومره تالب مشران چې د ای اس ای له خوا وژل شوی ټول د ملا منصور په مرسته وژل شوي [سرچينه پکارده] خو داسې راپورونه هم شته چې د قطر څخه د تالبانو ځينې پلاوي يو وخت پاکستان ته په پټه دوره راغلې ‌وه هغوی او ای اس ای په ګډه دا پلان جوړ کړی ‌وو چې ملا منصور باید د منځه ولاړ شې.

په بلوچستان کې یې وژنه

د طالبانو مشر ملا اختر منصور د شنبې په ورځ (۲۰۱۶/۵/۲۱) نیټهد دریو بجو شاوخوا په امریکایی بی پيلوټو الوتکو هوایی برید کی وژل شوی. د امریکا دفاع وزارت په خپله یو خبر پاڼه کی لیکلی چې د شنبی ورځ دری بجی خواوشا پاکستانی وخت مطابق د ملامنصور موټر د بلوچستان ایالت دالبندین او تفتان تر منځ سیمه کی تر هوایی برید لاندی نیول شوی چه په نتیجه کی ملا اختر محمد منصور وژل شوی او سو نور طالب مشران ټپي شو.

د افغان ملي امنیت راپور

د طالبانو مشر اخترمحمد منصور د مازدیگر په ۳:۴۵ دقیقو پاکستان په بلوچستان آیالت کې د دالبندین په نوم سيمه کې په یو هوايي برید کې له منځه تلی دی. اخترمحمد منصور چې ډير وخت کيده تر څارنې لاندې وو تيره ورځ په دالبندین سیمه کې چې په يو موټر کې سپور وو له ورسره ملگرو سره يو ځای په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی. ياده دي چې په افغانستان کې ځانمرگي او نور ترهگريز بریدونه چې له امله يي زموږ گران هیوادوال په شهادت رسيږي هيڅ ډول اسلامي او يا انساني توجې نشي لرلی او دا خبره د افغانستان مسلمان ولس او نړۍ ته اوس روښانه شوې.افغان ملي ځواکونو په پوره ميړانه او زړورتيا سره د خلکو د ساتنې، سولې او ټيکاو په خاطر خپلې سپيڅلې او له عزت څخه ډکې مبارزې ته په پوره مينه او لېوالتیا سره دوام ورکوي. ترهگر باید پوی شي چې د ترهگریزو بریدونو د دوام په لړ کې به دوی له منځه يو وړل شي او که غواړي له مرگ څخه خلاص شي نو د خلاصون يوازنۍ لار يي داده چې دوی باید خپله وسله پر ځمکه کيږدي.

پاکستانی پاسپورټ او کور

په ټولنیزو رسینو کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستاني پاسپورټ انځور خپور شوی او په پاسپورټ کې يې نوم ولي محمد لیکل شوی دي . ويل کېږي په پاسپورټ کې يې د ايران ويزه هم لگېدلې ده.

جیو نیوز رپوټ

د جیونیوز ټلویزیوني چینل خبر وایي چې د بایومېټریکي څېړنو له مخې ملا اختر محمد منصور د خپل پاکستاني تابعیت کارت (شناختي کارډ) په وسیله د پاکستان په ټاکنیزو کمپاینونو کې خپله ونډه اخېستې او د ټاکلي پارلماني او ځایي نوماندانو لپاره یې تل خپله رایه کارولې ده.

د پاکستاني کور اسنادو موندل

د پاکستان د پلټنو مرکزي اداره وايي چې د طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور د بلوچستان ايالت اړوند سيمه کې د شخصي کور هم لرلو. ملا منصور د روان لمريز کال د غبرگولي په لومړۍ نېټه د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د بلوچستان ايالت په نوشکي سيمه کې ووژل شو. د نوموړي له جسد سره په مستعار نوم د هغه پاکستانی پاسپورټ او تذکره (شناختي کارډ) هم ترلاسه شوي دي [سرچينه پکارده]. راپورونه وايي چې هغه د ولي محمد په نوم پاکستانی پاسپورټ او تذکره جوړ کړي او د پاکستان له بېلابېلو هوايي ډگرونو يې بهرنيو هېوادونو ته سفرونه هم کړي وو. د پاکستان د پلټنو مرکزي اداره (اېف اى اى) وايي چې ملا اختر پر يادو اسنادو د بلوچستان په عبدالله کلا سيمه کې شخصي کور هم درلود، د کور او ځمکې اسناد يې هم جوړ کړي وو. سرچينې زياته کړې چې د ملا منصور د ځمکې او کور په اسنادو کې ليکل شوي چې هغه د عبدالله کلا اوسېدونکى او په کاکړ قوم پورې تړاو لري. پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې ملا اختر منصور په ١٩٩٩ زېږديز کال کې د پاکستان د تابعيت اسناد جوړ کړي وو. د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې په دې تړاو د مرکزي احصايې په گډون يو شمېر لوړپوړي کسان نيولي دي. ملا منصور د روان لمريز کال د غبرگولي په لومړۍ نېټه د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د بلوچستان ايالت په نوشکي سيمه کې ووژل شو.

مړي ورکېدل

وروسته له هغې، چې طالب مشر ملا اختر منصور تېره شنبه په بلوچستان ایالت کې دامریکا دبې پیلوټه الوتکې په برید کې له خپل ساتونکي سره ووژل شو. رلومړی یې جسد کوټې ملکي روغتون ته ولیږدول شو، له دی وروسته په بلوچستان کې دپوځ روغتون ته ولیږدول شو، طالبانو ته نږدې سرچینې روهي ویبپاڼې ته ویلي دي: د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور جسد وروسته له روغتون تری تم شوی دی، سرچینه وايي: روغتون ته څلور کسان راغلل او ځان یې دملا اختر منصور کورنۍ غړي معرفي کول، خو وروسته مالومه شوه، چې دا څلور کسه دملا منصور دکورنۍ غړي نه دي، او دملا منصور جسد یې پټ کړی دی. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. http://rohi.af/fullstory.php?id=45862[مړه لينکونه]

طالبانو له خوا وژل رسمي منل

د طالبانو وسله والې ډلې په یوه لیکلي پیغام کې د خپل امیر د وژنې په اړه لیکلي: د افغانستان اسلامي امارت په الهي قضاء د رضا اومحکم ایمان له روحیې سره اعلانوي چې د افغانسان داسلامي امارت زعیم أمیرالمؤمنین ملا أختر محمد منصور تقبله الله د ۱۴۳۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۴ مه نیټه د شنبې په ور ځ چې د ۱۳۹۵ لمریز کال د جوزا له لومړۍ نیټي سره سمون خوري د کندهار دریگستان اود بلوچستان نوشکي ته څیرمه په یوه سرحدي سیمه کې د امریکایي طاغوت د بي پیلوټه الوتکې په برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. انا لله و انا الیه راجعون. http://rohi.af/fullstory.php?id=45858[مړه لينکونه]

پاکستان له خوا وژل تاییدول

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز نن د مۍ په ۲۶مه، ۲۰۱۶ز نیټه ومنله چې د پاکستان بلوچستان ایالت په دالبندین سیمه کې دوه وژل شویو کې یو هم د طالبانو د ترهگرې ډلې مشر ملا اختر محمد منصور دی. دده د وژنې تایید لپاره یې د نوموړي ډي اېن اې اخېستې وه چې دا خبره پرې یقیني کړي چې یقینا نوموړی منصور دی او که بل څوک. http://www.humsub.com.pk/16849/sartaj-aziz-9/[مړه لينکونه]

کورنۍ ته د مړي سپارنه

پاکستان د افغان طالبانو د وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور مړی د جون په لومړۍ نیټه د هغه د کورنۍ غړو ته وسپاره. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان له خولې پرون په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، وروسته له دې چې د منصور د جسد «ډي این اې» معاینه وشوه او څرگنده شوه چې د طالبانو مشر اختر محمد منصور دی، د نوموړي مړی یې خپلو وارثانو ته وسپاره. چودري نثار علي خان نه دي ویلي چې د منصور وارثان څوک وو او چیري یې د ده مړی ورسپارلی دی.

دا هم وگورۍ

نور ولولئ

سرچینې

  1. http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/07/150731_gn_who-is_mullah_akhtar_muhammad
  2. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)